• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له روسیې سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ریانووستي خبري اژانس ته ویلي «موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو.» نوموړي په دغه مرکه کې، چې نن خپره شوه، وویل: «له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور کولناممکن وو.»

سهیل شاهین د خپلو څرګندونو په توجیه کولو کې وویل، چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و.

روسیه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

سهیل شاهین له ریانووستي سره په مرکه کې وړاندیز وکړ، چې له روسیې سره د طالبانو د اړیکو د پراخولو په موخه دي د طالبانو پلاوی مسکو او د روسیې پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چنګاښ په اوله له افغانستان د ګواښونو د دوام په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د لا زیاتو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده.

د سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ګډو مسلو په اړه له ټولو خواوو سره د «نتیجه محوره خبرو» ته چمتو دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د سروبي اوسېدونکي: د غلو وسلوالو ډلو په تېرو دوو اونیو کې اته کورونه لوټ کړل

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د کابل د سروبي ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، وسلوالې غدۍ یا د غلو ډلې په دغه ولسوالۍ کې پیدا شوې او په تېرو دوو اوونیو کې یې له اتو کورونو غلا کړې ده. دوی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته نن وویل، چې طالبانو دوه ځله ځینې غله ونیول، خو څه موده وروسته بې سزا له بنده ازاد شول.

د سروبي دغه اوسېدونکي زیاتوي، غله په ډله د خلکو کورونو ته اوړي او قیمتي توکي او نغدې پیسې غلا کوي.

د دوی په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ په څو مېترۍ کې په لارو او کوڅو کې وسلوالو غلو ځینې کسان لوټلي دي.

د یو ځايي اوسېدونکي په وینا « وسله په لاس کسان د شپې خلکو ته دریږي، څه چې یې په جېبونو کې وي ترې اخلې یې، ان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په څو مېترۍ کې څو پېښې وشوې»

د سروبي دغو اوسېدونکو وویل، په وروستیو اوونیو کې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ته نږدې په تپه خان، دوهمه تپه، درېمه تپه، سرچینو او هودخېلو کلي کورونه لوټ شوي دي.

دوی زیاتوي وسلوالو غلو له دغو کورونو ګاڼې ،نغدې پیسې او موبیلونه وړي دي.

دوی همدراز زیاتوی، چې ځینې قومي مشرانو د طالبانو ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ته هم د جنايي پېښو په اړه شکایتونه وکړل، خو هغوی له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو پیره وکړي او ځانونه وساتي.

د سروبي اوسېدونکي د طالبانو له کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې په دغه ولسوالۍ کې د روانو جنايي پېښو او ځانګړي ډول د غلا مخه ونیسي.

‏د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته ورسېد

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ‏د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف ‌اوف نن (د زمري ۲۷مه) د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.

دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

کابل ته د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر عبدالله عارف د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته او سوداګریزو اړیکو کې ګډون او د ازبکستان د تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي.

د طالبانو د صتعت وزارت د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون نن پرانیستل کېږي.
ازبکستان له طالبانو سره ډېرې نږدې اړیکې پالي او په هغه هېواد کې یې د دغې ډلې نوی سفیر هم منلی دی؛ خو لا یې هم د دغې ډلې لهخوا جوړ شوی حکومت د نورو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی.

د جیش العدل ډلې د هغو پنځو تنو د مړو عکسونه خپاره کړي چې ویل کېږي پخواني افغان پوځیان دي

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

دغه کسان چې په بلوچستان ایالت کې په دار ځړول شوي ویل کېږي، چې تېره ورځ د «چاغۍ» په ولسوالۍ کې د برېښنا پر یوې ستنې تر ځړولو مخکې وهل شوي او پر بدنونو یې د ربړولو نښې له ورایه څرګندې دي.

د جیش العدل ډلې د دغو وژل شویو کسانو یوه ویډیو هم خپره کړې او وايي، چې دغه کسان له ډېرې مودې راهیسې ورسره بندیان وو او د ایران لپاره یې جاسوسي کوله.

دغې ډلې وژل شوي کسان د سردارولي، رحمت الله، اغا ولي، روزي محمد او سمیع الله په نومونو یاد کړي او عکسونه یې هم خپاره کړي دي.

د دغو وژل شویو کسانو په اړه ځینې سرچېنې وايي، چې دغه ټول کسان د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکي وو او پخوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فعالیت کاوه.

دوی په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بلوچستان ته کډه شوي وو.
په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنکېدو وروسته ګڼ پخواني پوځیان د طالبانو له ویرې ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډه شول، چې ډېر یې دا مهال په ایران کې مېشت دي.

خو ډېر ځله هم په افغانستان او هم په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د وژلو خبرونه خپرېږي، چې تر ډېره یې پړه هم کومه ډله پر غاړه نه اخلي.

د طالبانو رییس الوزرا په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له مشر سره وکتل

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۳۱ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د دوی رییس الوزرا ملا حسن اخند ابوظبي ته د سفر پر مهال د متحده عربي اماراتو له مشر محمد بن زاید ال نهیان سره کتلي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر هم متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال له محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي وو.

طالب چارواکو تر اوسه د دغه سفر د وخت او هدف په اړه څه نه دي ویلي.

دا د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې له افغانستانه بهر د طالبانو د رییس الوزرا لومړی سفر دی

ملا حسن اخند یو سمبولیک موقف لري او په وروستیو میاشتو کې لږ لیدل شوی دی.

د طالبانو له خوا د خپرو شویو عکسونو له مخې، د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هم په دغه سفر کې له ملا حسن اخند سره ملګری دی.

افغانه الاصله امریکايې د اسلامي او عربي ټولنو په چارو کې د کامالا هریس سلاکاره وټاکل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱

د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې کامالا هریس د کمپاین دفتر، یوه افغان الاصله امریکایې وکیله نسرین بارکزۍ د امریکا د مسلمانانو او عربو ټولنو په چارو کې د سلاکارې په توګه ټاکلې ده.

مېرمن بارکزۍ تر دې مخکې هم د امریکا د ولسمشر د مرستیالې د سلاکارې په توګه کار کړی دی.
د این بي سي خبري شبکې د هریس د انتخاباتي دفتر په حواله راپور ورکړی، چې نسرین بارکزۍ له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسي د مسلمانانو، عربانو، د غزې جګړه، د زیږون حقونو، رای ورکولو او ډیموکراسۍ په چارو کې له هریس سره د سیاسي سلاکارې په توګه کار کړی دی.
د هریس انتخاباتي دفتر چارواکو ویلي، چې مېرمن بارکزۍ به د کامالا هریس په ټاکنیز مرکز کې هم ورته مسوولیت ولري.
د امریکا مسلمانان په ځانګړې توګه عربان د غزې د جګړې په اړه د جوبایډن د سیاستونو او د اسراییل د حکومت د جدي ملاتړ له امله د ډیموکراټ ګوند او کامالا هریس څخه ناراضه دي. دغه ټولنې په دې باور دي چې هریس به د غزې او اسراییل په اړه د بایډن سیاستونو ته دوام ورکړي.
د کامالا هریس ټاکنیز دفتر کې د دې افغانې سلاکارې تر ټولو مهمه دنده به له مسلمانو ټولنو او په ځانګړې توګه له عربانو سره خبرې اترې وي تر څو د هریس لپاره د دوی ملاتړ ترلاسه کړي.
د کامالا هریس د ټاکنیز دفتر اعلامیې کې د مېرمن بارکزۍ له قوله ویل شوي: «ویاړم چې د ولسمشر له مرستیالې سره خپل کار ته دوام ورکوم او په دې ټاکنو کې به په لویو مسایلو له ډموکراسۍ او د زیږون له حقونو نیولې تر اعرابو او مسلمانو په چارو کې مشوره ورکړم.»
نسرین بارکزۍ پر افغانستان د پخوانۍ شوروي د برید پر مهال په ۱۳۵۸ کال په کندهار کې زیږیدلې ده.
مېرمن بارکزۍ ګلامور ورځپاڼې ته ویلي، چې پلار او تره یې هغه وخت جنګي بندیان وو او ورک شوي دي. د دې راپور له مخکې نوموړې په دوه کلنې کې د جګړې له امله پاکستان ته کډواله شوې وه.
اغلې بارکزۍ په پاکستان کې له درې کاله ژوند وروسته په ۱۹۸۵ کې د کډوالو د بیا میشتیدنې د پروګرام د یوې برخې په توګه امریکا ته کډواله شوه او په ۲۰۰۵ کال کې یې د کلیفورنیا د برکلي د حقوقو پوهنځي څخه فارغه شوه.
مخکې له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیالې په دفتر کې د هریس د سلاکار په توګه کار وکړي، هغې د امریکا د مدني ازادیو اتحادیې سره د حقوقي کارپوهې او ملي امنیت وکیلې په توګه کار کاوه.

100%