• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ازبکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک کړل

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف په حضور کې د دواړو خواوو ترمنخ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول. دغه تړونونه د طالبانو او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن په اېکس کې لیکلي، چې په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان په ملاتړ د ټینګار کړی.

په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف وویل چې «له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو او زموږ د جمهور رئیس نظر دا دی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته پرمختګ ناشونی دی.»

باختر اژانس همدراز زیاتوي، چې د طالبانو او ازبکستان د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو تر منځ هم تړونونه لاسلیک شوي دي.

طالبانو او ازبکستاني چارواکو ددغو لاسلیک شو تړونونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

‏د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف ‌اوف نند افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اېکس پاڼې خبر ورکړ، چې په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مشر د روغتیا وزارت له معینیت ډاکټر لرې او پر ځای یې ملا وټاکه

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانو مشر د دې ډلې د حکومت د روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر عبدالباري عمر له دندې لرې او پر ځای یې د اوبو او انرژۍ معین مولوي حمدالله زاهد د هغه ځایناستی وټاکه. ملا هبت الله اخوندزاده په مقابل کې ډاکټر عبدالباري د افغانستان برېښنا شرکت د رییس په توګه وټاکه.

د برېښنا شرکت پخوانی مشر ملا محمد حنیف هم د مخابراتو وزارت اداري او مالي معین ټاکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپل اېکس کې د دې ډلې د مشر له خوا د نورو ګومارنو خبر هم ور کړی چې په ولایتي او نظامي کچه شوې دي.

په دوی کې تر ډېره پام د روغتیا وزارت لپاره د یوه ملا ګومارلو ته اوښتی دی.
د طالبانو مشر تر دې مخکې او تېره جوزا کې د نور جلال جلالي په نوم یو ملا د قلندر عباد پرځای چې ډاکټر دی، د روغتیا وزیر وټاکه.

ښاغلی جلالي تر دې مخکې د کورنیو چازو وزارت معین و.

د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵ د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر دې ډله پرلپسې نیوکې دا هم دي چې د وزارتونو او معینیتونو په کچه هم د مسلکي کسانو پرځای ملایان ګوماري.

دا ډله د پخوانیو مسلکي کسانو لرې کولو سره په ځینې برخو کې د ملایانو پر ځای د خپلې خوښې کسان هم ګوماري چې له امله یې بهر ته د لوستي پاړکي مهاجرت زیات شوی دی.

طالبانو له روسیې سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ریانووستي خبري اژانس ته ویلي «موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو.» نوموړي په دغه مرکه کې، چې نن خپره شوه، وویل: «له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور کولناممکن وو.»

سهیل شاهین د خپلو څرګندونو په توجیه کولو کې وویل، چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و.

روسیه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

سهیل شاهین له ریانووستي سره په مرکه کې وړاندیز وکړ، چې له روسیې سره د طالبانو د اړیکو د پراخولو په موخه دي د طالبانو پلاوی مسکو او د روسیې پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چنګاښ په اوله له افغانستان د ګواښونو د دوام په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د لا زیاتو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده.

د سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ګډو مسلو په اړه له ټولو خواوو سره د «نتیجه محوره خبرو» ته چمتو دي.

د سروبي اوسېدونکي: د غلو وسلوالو ډلو په تېرو دوو اونیو کې اته کورونه لوټ کړل

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د کابل د سروبي ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، وسلوالې غدۍ یا د غلو ډلې په دغه ولسوالۍ کې پیدا شوې او په تېرو دوو اوونیو کې یې له اتو کورونو غلا کړې ده. دوی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته نن وویل، چې طالبانو دوه ځله ځینې غله ونیول، خو څه موده وروسته بې سزا له بنده ازاد شول.

د سروبي دغه اوسېدونکي زیاتوي، غله په ډله د خلکو کورونو ته اوړي او قیمتي توکي او نغدې پیسې غلا کوي.

د دوی په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ په څو مېترۍ کې په لارو او کوڅو کې وسلوالو غلو ځینې کسان لوټلي دي.

د یو ځايي اوسېدونکي په وینا « وسله په لاس کسان د شپې خلکو ته دریږي، څه چې یې په جېبونو کې وي ترې اخلې یې، ان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په څو مېترۍ کې څو پېښې وشوې»

د سروبي دغو اوسېدونکو وویل، په وروستیو اوونیو کې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ته نږدې په تپه خان، دوهمه تپه، درېمه تپه، سرچینو او هودخېلو کلي کورونه لوټ شوي دي.

دوی زیاتوي وسلوالو غلو له دغو کورونو ګاڼې ،نغدې پیسې او موبیلونه وړي دي.

دوی همدراز زیاتوی، چې ځینې قومي مشرانو د طالبانو ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ته هم د جنايي پېښو په اړه شکایتونه وکړل، خو هغوی له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو پیره وکړي او ځانونه وساتي.

د سروبي اوسېدونکي د طالبانو له کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې په دغه ولسوالۍ کې د روانو جنايي پېښو او ځانګړي ډول د غلا مخه ونیسي.

‏د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته ورسېد

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ‏د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف ‌اوف نن (د زمري ۲۷مه) د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.

دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

کابل ته د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر عبدالله عارف د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته او سوداګریزو اړیکو کې ګډون او د ازبکستان د تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي.

د طالبانو د صتعت وزارت د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون نن پرانیستل کېږي.
ازبکستان له طالبانو سره ډېرې نږدې اړیکې پالي او په هغه هېواد کې یې د دغې ډلې نوی سفیر هم منلی دی؛ خو لا یې هم د دغې ډلې لهخوا جوړ شوی حکومت د نورو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی.

د جیش العدل ډلې د هغو پنځو تنو د مړو عکسونه خپاره کړي چې ویل کېږي پخواني افغان پوځیان دي

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

دغه کسان چې په بلوچستان ایالت کې په دار ځړول شوي ویل کېږي، چې تېره ورځ د «چاغۍ» په ولسوالۍ کې د برېښنا پر یوې ستنې تر ځړولو مخکې وهل شوي او پر بدنونو یې د ربړولو نښې له ورایه څرګندې دي.

د جیش العدل ډلې د دغو وژل شویو کسانو یوه ویډیو هم خپره کړې او وايي، چې دغه کسان له ډېرې مودې راهیسې ورسره بندیان وو او د ایران لپاره یې جاسوسي کوله.

دغې ډلې وژل شوي کسان د سردارولي، رحمت الله، اغا ولي، روزي محمد او سمیع الله په نومونو یاد کړي او عکسونه یې هم خپاره کړي دي.

د دغو وژل شویو کسانو په اړه ځینې سرچېنې وايي، چې دغه ټول کسان د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکي وو او پخوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فعالیت کاوه.

دوی په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بلوچستان ته کډه شوي وو.
په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنکېدو وروسته ګڼ پخواني پوځیان د طالبانو له ویرې ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډه شول، چې ډېر یې دا مهال په ایران کې مېشت دي.

خو ډېر ځله هم په افغانستان او هم په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د وژلو خبرونه خپرېږي، چې تر ډېره یې پړه هم کومه ډله پر غاړه نه اخلي.