د اصف دراني خبرو ته د طالبانو غبرګون: افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی

د طالبانو د ویاند مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو خبرو په غبرګون کې وویل؛ افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی. حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي؛ هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.