• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امربالمعروف په تېر کال کې تر دیارلس زره زیات کسان نیولي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، چې په تیر کال کې یې تر دیارلس زره ډېر کسان د «غیر اخلاقي کړنو» په تور نیولي دي. دغه وزارت وايي؛ په دې موده کې يې له ۲۸۰ ډېر امنيتي کسان د ږيرې نه لرلو له امله له دندو ګوښه کړي دي.

د امربالمعروف وزارت مسوولينو د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې د طالبانو له خوا د خلکو نيول د دغه وزارت د تېر کال کې له لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه یاد کړل.

د دغه وزارت د راپور له مخې؛ په تېر کال کې شاوخوا نيمايي هغه کسان نیول شوي وو، چې تر ۲۴ ساعتونو څخه زيات نه دي زنداني شوي او خوشې شوې دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د نیول شویو ۱۳ زره کسانو د سرغړونې څرنګوالی او جنسیت نه دی په ډاګه کړی.

د امربالمعروف وزارت د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقضولو کې مهم رول لوبوي.

تېر کال د امريکا د خزانې وزارت د طالبان امربالمعروف پر وزير محمد خالد حنفي او همدارنګه د علومو اکاډمۍ پر مشر فريدالدين محمود د بشري حقونو د سرغړونې له امله بنديزونه ولګول.

د طالبانو له امنيتي ليکو څخه د هغو کسانو لرې کول، چې ږيري نه لري

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو چارواکي محب الله مخلص وويل، چې د دغې ډلې ۲۸۱ امنیتي غړي د ږیرې نه لرلو له امله د طالبانو په لیکو کې پېژندل شوي او ایستل شوي دي.

طالبانو د دولتي ادارو (ملکي او نظامي) کارکوونکو تر څنګ د افغانستان له عامو وګړو هم غوښتي، چې ږیرې پرېږدي.

د طالبانو د امربالمعروف استازي وخت په وخت د نارینه و وېښتانو جوړولو ځايونو ته ورځي او د دوی د امر څخه د سرغړونې په صورت کې یې د تړلو امر کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دغه ډلې له مهمو وزارتونو څخه دی.

واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو چارو وزارت لغوه او دغه وزارت یې جوړ کړ.

د ښځو په وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت چلند او د ښځو پر کار، زده کړو او د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه د بشري حقونو د سازمانونو او ملګرو ملتونو له خوا له سختو نيوکو سره مخ شوي دي.

په ورته وخت کې دغه وزارت ويلي، چې تېر کال یې د ښځو د خرڅلاو له ۲۰۰ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۰ پېښو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د ښځو د ملاتړو یوشمېر بنسټونو فعالیتونه بند شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکي هم وايي، چې تېر کال یې په ټول افغانستان کې د موسیقۍ ۲۱ زره ۳۲۸ الې او وسايل له منځه وړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

روسیې ۲۵ ټنه لومړنۍ مرستې کندهار ته ولېږلې

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د روسيې د بشري مرستو شپږمه جوپه نن د سې شنبې په ورځ د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر ته راورسېده. طالبانو اعلان کړی، چې په دغو مرستو کې ۲۵ ټنه لومړني خوراکي توکي شامل دي.

د کندهار ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د دې ډلې د سیمه ییزو چارواکو په حواله په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه مرستې نن سهار د زمري ۳۰ مه افغانستان ته راورسېدې.

طالبان دا مرستې د افغانستان په وړاندې د روسیې د ښه نیت نښه ګڼي او روسیه ټینګار کوي، چې دا مرستې په افغانستان کې د بېلابېلو ناورینونو له قربانیانو سره د مرستې لپاره ورکړل شوې دي.

دغه مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حکم د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت د الوتکې په وسیله افغانستان ته را رسېدلې دي.

روسیې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې افغانستان ته د خوراکي او لومړنیو اړتیاو په ګډون ۲۱ ټنه بشري مرستې استولې وې.

ملا هبت الله د خپلې ډلې والیانو ته ویلي، چې اسلامي نظام ټینګ کړئ

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله د خپلې ډلې والیانو سره د لیدنې پر مهال ویلي:" اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ". د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا هبت الله په کندهار کې له خپلو والیانو سره لیدلي دي.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه «د زمري ۳۰مه» په خپلې اېکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له والیانو سره د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د لیدنې خبر ورکړ.

په دغه خبر پانه کې لیکل شوي، چې ملا هبت الله د دې ډلې والیانو ته "د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسوولیتونو ته د پاملرني، د جهاد په نتیجه کې د راغلي اسلامي نظام د ساتني او د مجاهدینو د قربانیو د اساسي هدف چې د مقدس شریعت تطبیق دی، په اړه هر اړخیزه وینا وکړه."

ملا هبت الله همدراز خپلو والیانو ته په وینا کې ویلي، چې دوی د "جهاد" د میدان اولني فاتحین دي.

هغه زیاته کړې: "د جنګ په لومړۍ کرښه کې به تاسو واست، ستاسو تر قوماندې لاندې په لسګونو طالبان وژل شوي دي، د دوی ارمانونو ته تحقق ورکړئ، اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ."

ملا هبت الله له خپلو والیانو غوښتي، چې هیچاته اجازه مه ورکوئ، چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړئ او د علماو سره تعلق وساتئ.

هغه زیاته کړې، چې دیني علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځني واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې همدراز لیکل شوي، په پای کې ملا هبت الله د ټولو والیانو څخه د دې ډلې د نظام د ساتني او شریعت د تطبیق اړوند نظرونه واورېدل او په اړه یې دوی ته لازم هدایات وکړل.

د طالبانو مشر ملا هبت الله چې تر اوسه یې څېره افغانانو نه ده لیدلې، د دې ډلې له چارواکو سره په منظم ډول لیدنې پیل کړې دي؛ خو په دې ناستو کې د نوموړي ویناوې تر ډېره تکراري دي او یوازې د شرعي نظام د پاتې کېدو لپاره سپارښتنې کړي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ټولبښنې څخه نیولې تر ځینو فرمانونه یوازې د کاغذونو پرمخ پاتې دي او د درېیو کالو په تېریدو سره تر اوسه عملي شوي نه دي.

ډېری افغانان له طالبانو غواړي، چې د عامو افغانانو په څېر دې لومړی شریعت پر خپلې ډلې عملي کړي.

طالبانو د کندهار په ښوونځیو او دیني مدرسو کې د «امارت پېژندنې» کتاب وېشلی

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د کندهار والي دفتر نن سې شنبه د کندهار په سپین بولدک کې د ۹۵ ښوونځیو او ۲۱ دیني مدرسو زده کوونکو ته د «امارت پېژندنې » کتاب د وېشلو اعلان وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ښوونځي د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سې شنبه د زمري په ۳۰ مه په کندهار کې د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د "امارت پېژندنې" کتاب د ښوونځيو زده کوونکو ته د ازموينې د اخېستلو په موخه ووېشل شو.

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د «امارت پېژندنې» ازموینه اخیستې ده.

د طالبانو امارات پېژندنې په کتاب کې د خپلو مشرانو او پېښو په اړه په معلوماتو کې لاسوهنه کړې ده او طالبانو په دې کې د خپلو مشرانو او هېواد کې د شویو پېښو په اړه خپل تبلیغات ځای پر ځای کړي دي.

طالبان د دې کتاب په خپرولوسره هڅه کوي، چې د دې ډلې په اړه د خلکو نظر بدل کړي او په دې اړه معلومات ورکړي.

طالبانو په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د افغانستان د واک له اخیستو راهیسې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي، نجونې یې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې او پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

د کابل اوسېدونکو د اوبو د کمښت شکایت تر ملا کبیر ورساوه او د ژر حل غوښتنه یې وکړه

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د کابل ښار د ۱۵ ناحيې مشرانو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه د طالبانو د رییس الوزرا تر سياسي مرستیال ملا کبير پورې رسولې او د ژر حل غوښتنه یې کړې ده. افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچې يې کمه او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د طالبانو ارګ نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د رییس الوزرا سیاسي مرستيال ملا کبير د کابل ښار د ۱۵ ناحيې د قصبې سېمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د اوبو د کمښت ستونزه به یې ژر حل کړي.

خبرپاڼه کې د ملا کبير له قوله ليکل شوي: «موږ په دې برخه کې اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، ټولو خپلي هڅې پيل کړې دي.»

طالب مشران له ولسي خلکو سره په ورته ليدونو کې په تکرار د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو خلک وايي، چې تر ليدنو وروسته دغه ډله خپلې کړې ژمنې نه تعقيبوي او نه یې هم عملي کوي.

د کابل ښار د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه د پخواني پرځيدلي جمهوري نظام چارواکو د دغه ښار د برېښنا او پاکو اوبو لپاره د شاه عروس بند چارې پيل کړې وې.

د جمهوریت د پرځېدو په درشل کې ویل کېدل چې د دې بند چارې به دوو میاشتو کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله پوره کېږې، چې لا هم د شاه عروس بند نيمګړې چارې نه دي بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي، چې د شاه عروس بند په جوړېدو سره به څه باندي ۲ زره کرنيزه ځمکه خړونه او هم به ۱،۲ ميګاواټه برېښنا توليد کړل شي.

دغه بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې دی، چې د ۹ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

د کابل ښار په ډېر سېمو کې خلګو پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره له ژورو څاګانو استفاده کوي، چې دا مهال هغه هم پر وچېدو دي.

طالبانو کابل کې د اوبو ستونزې د حل لپاره له پنجشېر د بند تېرولو خبره هم کړې، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسي له پرله پسې اوچکالۍ سره مخ دی او هر کال د ځمکې لاندې د اوبو کچه خپل ټاکلي هدف ته نده پورته شوې.

طالبانو د ام پاکس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا له نړیوال سازمان سره ناسته وکړه

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو په سرحدي سیمو کې د ام پاکس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او د کډوالو د نړیوال سازمان له استازو سره خبرې کړې دي. طالبانو وايي، دغو موسسو ژمنه کړې چې په سرحدي سیمو کې به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (د زمري۳۰مه) وویل چې د دغه وزارت مرستیال محمد حسن غیاثي د دغو ادارو له استازو سره د افغانستان په صفري نقطو کې د ام پاکس په شمول ساري ناروغیو د مخنیوي او درملنې په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

په دې وروستیو کې، پاکستاني چارواکو په پښتونخوا صوبه کې د ام پاکس د دریو نویو پیښو د پیژندلو اعلان وکړ.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه کسان په دې وروستیو کې له متحده عربي اماراتو پېښور ته ستانه شوي دي.

په پاکستان او په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې د ام پاکس ناروغۍ زیاتوالي افغانستان ته د دې ناروغۍ د انتقال په اړه اندېښنې راپارولي دي.

ام پاکس ناروغي چې د 'منکي پاکس' په نوم هم یادیږي، یوه وژونکې ناروغي ده، چې له تیر کال راهیسې د کانګو په جمهوریت کې خپره شوې ده.

د دغه هېواد حکومت وايي، چې تر اوسه ۲۷ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۰۰ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

ډاکټران وايي، ام پاکس یوه ویروسي ناروغي ده، چې له حیواناتو څخه انسان ته او همدارنګه له انسان څخه انسان ته د جنسي اړیکې یا فزیکي اړیکې له لارې انتقالیږي. لوړه تبه، د عضلاتو درد او د پوستکي لوی زخمونه د دې ناروغۍ پیژندل شوي نښې دي.