• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل اوسېدونکو د اوبو د کمښت شکایت تر ملا کبیر ورساوه او د ژر حل غوښتنه یې وکړه

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د کابل ښار د ۱۵ ناحيې مشرانو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه د طالبانو د رییس الوزرا تر سياسي مرستیال ملا کبير پورې رسولې او د ژر حل غوښتنه یې کړې ده. افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچې يې کمه او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د طالبانو ارګ نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د رییس الوزرا سیاسي مرستيال ملا کبير د کابل ښار د ۱۵ ناحيې د قصبې سېمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د اوبو د کمښت ستونزه به یې ژر حل کړي.

خبرپاڼه کې د ملا کبير له قوله ليکل شوي: «موږ په دې برخه کې اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، ټولو خپلي هڅې پيل کړې دي.»

طالب مشران له ولسي خلکو سره په ورته ليدونو کې په تکرار د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو خلک وايي، چې تر ليدنو وروسته دغه ډله خپلې کړې ژمنې نه تعقيبوي او نه یې هم عملي کوي.

د کابل ښار د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه د پخواني پرځيدلي جمهوري نظام چارواکو د دغه ښار د برېښنا او پاکو اوبو لپاره د شاه عروس بند چارې پيل کړې وې.

د جمهوریت د پرځېدو په درشل کې ویل کېدل چې د دې بند چارې به دوو میاشتو کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شي.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله پوره کېږې، چې لا هم د شاه عروس بند نيمګړې چارې نه دي بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي، چې د شاه عروس بند په جوړېدو سره به څه باندي ۲ زره کرنيزه ځمکه خړونه او هم به ۱،۲ ميګاواټه برېښنا توليد کړل شي.

دغه بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې دی، چې د ۹ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

د کابل ښار په ډېر سېمو کې خلګو پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره له ژورو څاګانو استفاده کوي، چې دا مهال هغه هم پر وچېدو دي.

طالبانو کابل کې د اوبو ستونزې د حل لپاره له پنجشېر د بند تېرولو خبره هم کړې، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسي له پرله پسې اوچکالۍ سره مخ دی او هر کال د ځمکې لاندې د اوبو کچه خپل ټاکلي هدف ته نده پورته شوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ام پاکس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا له نړیوال سازمان سره ناسته وکړه

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو په سرحدي سیمو کې د ام پاکس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او د کډوالو د نړیوال سازمان له استازو سره خبرې کړې دي. طالبانو وايي، دغو موسسو ژمنه کړې چې په سرحدي سیمو کې به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (د زمري۳۰مه) وویل چې د دغه وزارت مرستیال محمد حسن غیاثي د دغو ادارو له استازو سره د افغانستان په صفري نقطو کې د ام پاکس په شمول ساري ناروغیو د مخنیوي او درملنې په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

په دې وروستیو کې، پاکستاني چارواکو په پښتونخوا صوبه کې د ام پاکس د دریو نویو پیښو د پیژندلو اعلان وکړ.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه کسان په دې وروستیو کې له متحده عربي اماراتو پېښور ته ستانه شوي دي.

په پاکستان او په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې د ام پاکس ناروغۍ زیاتوالي افغانستان ته د دې ناروغۍ د انتقال په اړه اندېښنې راپارولي دي.

ام پاکس ناروغي چې د 'منکي پاکس' په نوم هم یادیږي، یوه وژونکې ناروغي ده، چې له تیر کال راهیسې د کانګو په جمهوریت کې خپره شوې ده.

د دغه هېواد حکومت وايي، چې تر اوسه ۲۷ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۰۰ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

ډاکټران وايي، ام پاکس یوه ویروسي ناروغي ده، چې له حیواناتو څخه انسان ته او همدارنګه له انسان څخه انسان ته د جنسي اړیکې یا فزیکي اړیکې له لارې انتقالیږي. لوړه تبه، د عضلاتو درد او د پوستکي لوی زخمونه د دې ناروغۍ پیژندل شوي نښې دي.

طالبان د ازبکستان په مرسته په بلخ کې د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت مدرسه جوړوي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۵۶ GMT+۱

طالبانو د ازبکستان په مرسته د بلخ د مرکز مزار شریف په شهرينو کې د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د مدرسې جوړلو بنسټ کېښود. د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې ورځ تر بلې بې کاري او بې وزلي زیاتېږي، خو ور سره دې ډلې زرګونه مدرسې جوړې کړې، چې دوه یې په ارګ کې دي.

د طالبانو د بلخ ولایت رسنیز دفتر نن خبرپاڼه کې لیکلي دي، چې دا مدرسه د «خیرالمدارس امام بخاري رحمه الله» نومېږي او د ازبکستان ساختماني چارو وزارت یې په ۱۲ جریبه ځمکه کې جوړوي.

په دې اړه غونډه کې د طالبانو د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس او په دغه ولایت کې د ازبکستان د کونسلګرۍ سرکونسل فرقت نظروف کډون کړی و.

د طالبانو د بلخ مرستیال والي خوښي ښودلې، چې بلخ کې د هېواد په سطحه لویه دیني مدرسه جوړیږي.

په بلخ کې د ازبکستان کونسلګرۍ سرکونسل فرقت نظروف د دې مدرسې د پرانیسې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، دا مدرسه د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا په وړاندیز د ازبکستان ساختماني چارو وزارت له لوري په ۱۲ جریبه ځمکه باندې جوړیږي، چې په لومړی مرحله کې به ۳ جریبه ځمکه باندې د ۱۰۰۰ کسانو لپاره د تعلیم کولو زمینه برابره شي.

طالبانود څه د پاسه درې کلنه واکمنۍ کې، چې افغانان ورځ تر بلې له فقر او بې وزلۍ سره مخ دي، دې ډلې په هر ولایت کې یوه جهادي او هره ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه جوړه کړې ده.

د طالبانو د مشرانو ترمنځه په کابل او ولایتونو کې د شخصي مدرسو د جوړولو سیالي روانه ده او ځینو یې د مدرسو په نومونو دولتي ځمکې نیولي او له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې ټولوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له ځینو طالب مشرانو غوښتي، چې په خپل سر د مدرسو جوړولو دا روانه سیالي ودروي.
دغې ډلې په داسې حال کې د جهادي مدرسو د جوړولو کار چټک کړی، چې د شپږم ټولګیو پورته ښوونځي د نجونو لپاره تړلي دي.

پر طالبانو نیوکه دا هم ده چې د عصري زدکړو په برخه کې د نویو مرکزونو جوړولو ته کوم پام نه کوي او همدارنګه د عصري زدکړو پر ځای په دیني زدکړو کې د ځوانانو او ماشومانو ترمنځ په ولایتي کچو سیالۍ کوي.

طالبان: هغو ګواښونو ته چې دراني اشاره کړې په حقیقت کې له خپل هېواده یې پېښېدونکي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د اصف دراني څرګندونو ته د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم تېره ورځ غبرګون ښودلی و.

حافظ ضیا احمد د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي:« دراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.»
اصف دراني خبرداری ورکړی و، چې ښايي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال یې په غبرګون کې لیکلي:« افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی ،چې د بهرنیو هیوادونو د پورونو او مرستو پر ځای، د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.»
اصف دراني ویلي، چې د داعش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي، چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.
د داعش په اړه د دراني څرګندونو ته په غبرګون کې ضیا احمد وايي:« د افغانستان حکومت توانېدلی، چې داعش بلوا ګره ډله په بشپړ ډول وځپي؛ که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دغې ډلې ګواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.»
همدارنګه نوموړی وايي، ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او کورنۍ حل لارې غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې ښايي په افغانستان کې د داعش د ټولو غړو شمېر شاوخوا د ۱۰۰ او ۲۰۰ کسانو په شاوخوا کې وي.

له دې سره، د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف بیا امنیت شورا ته ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې او دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

په غور کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

په غور ولایت کې په یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. په غور ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري وايي، دغه پېښه د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې شوې ده.

د هغه په وینا، پېښه د یوه مساپر وړونکي فلانکوچ موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
‏هغه زیاته کړې، چې د ټپیانو له ډلې د اوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

ښاغلي بدري ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي، چې دغه پېښه د موټر د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.
په تېرو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی دی.
له بل پلوه بیا د طالبانو اړونده ادارو مسوولین وایي، چې ډېری دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کېږي؛ خو موټر چلوونکي بیا د کندې کپر سړکونو خبره هم کوي.

طالبانو په پکتیکا کې د پلتوني اوبو بند د چارو د پیل اعلان کړی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

طالبانو اعلان کړی، چې د دې ډلې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ملا برادر وویل؛ دغې ډلې درک کړې ده، چې د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې د پرمختګ لپاره اوبه تر هر څه مهمې دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پلتوني بند چارې به په دوه نیمو کلونو کې بشپړې شي او په جوړېدو سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره.
د خبرپاڼې له مخې؛ د دې بند په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵ میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه، ۲۵۰۰ هېکټاره ځمکه خړوبه او ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا به هم ورسره تولید شي.

100%


په دې غونډه کې ملا برادر زیاته کړې ده، چې یاده ډله د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د طبیعي سرچینو د مدیریت قوي هوډ لري او په دې برخه یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه هم برابره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه کړې، چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه وو پیل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بند په بشپړېدو سره به د دغه ولایت پر مرکز ښرنې سربېره د نېږدې سیمو تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې قوي، کرنیزې ځمکې خړوبې، سېلابونه به کنټرول او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې رغنده رول ولوبوي.