• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د پخواني حکومت يو سرتېری په کوټه کې په هدفي بريد کې وژل شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د تېر حکومت د کندهار د سرحدي قطعې یو سرتېری سيدولي د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه هدفي بريد کې وژل شوی. وژل شوي سرتيري د کوټې ښار په سورکي سړک کې په ليړۍ کې وريژې پلورلې او خپل عادي ژوند یې کاوه.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وويل، چې سيدولي د پخواني حکومت پر مهال د کندهار د ميوند ولسوالۍ د امنيه قومندان حاجي لالا سره دنده درلوده او وروسته په سرحدي قطعه کې و.

د کندهار تر سقوط وروسته د کندهار ډېری نظاميان پاکستان او ایران ته ولاړل او ډېری هلته خپل عادي ژوند کوي.

سيدولي د خپلې کورنۍ مشر و او يوه اونۍ وروسته یې واده کاوه.

د پخواني حکومت د پکتیکا ولایت د شېخ اباد ولسوالۍ قومندان عبدالرحمان هم تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

د پخواني افغان پوځ مشرانو پر نظامیانو ږغ کړی، چې په کور دننه او ګاونډيو هېوادونو کې د ځان ساتني تدابير ونیسي.

د دوی په خبره، طالبانو د غچ اخيستلو لړۍ جارې ساتلې.

د پخواني افغان پوځ يو جنرال سمېع سادات څو ورځي وړاندي په بلوچستان کې د یو بل افغان قومندان برات خان باختر د مرموزې وژنې په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې غچ به یې اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

۱۹ افغان زده‌کړیالانې د زده‌کړو د دوام په موخه سکاټلېنډ هېواد ته رسېدلې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

۱۹ افغانې زده‌کړیالانې د سکاټلېنډ پلازمېنې اډینبورګ ته رسېدلې چې د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته د روغتیا په برخه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. دغه زده‌کړیالانې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د خپلو زده‌کړو له دوام ګرځول شوې وې.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه زده‌کړیالانې له کابل، میدان وردګ، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه د پاکستان له لارې برېتانیې ته لېږدول شوې دي.

دغه بنسټ وايي، له درې کلنو هڅو وروسته دغه نجونې سکاټلېنډ ته ورسېدلې.

۱۹ کلنې زهرا حسیني چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یې د طب پوهنځي لومړی کال پای ته رسولی و وايي، هیله لري چې افغانستان ته د ستنېدو تر مهاله به یې کور امن شوی وي.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ چې له نجونو سره د مرستې لپاره جوړ او د لینډا نورګرو په نوم د یوې مرستندویه کارکونکي د مور او پلار له‌خوا رامنځته شوی، لینډا نورګرو په ۲۰۱۰ کال کې په کونړ ولایت کې وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ یې بندیز لګولی دی.

ځايي سرچینې: د پخواني حکومت یو قومندان په پکتیکا کې په مرموز ډول وژل شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د پخواني حکومت د پکتیکا ولایت د شېخ اباد سېمې قومندان عبدالرحمان تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی. نوموړی د افغانستان تر سقوط وروسته ایران ته تللی او څو ورځي مخکې د طالبانو په ډاډ بيرته کورته راستون شوی و.

له پکتیکا ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وویل، چې تېره شپه نامعلومو کسانو قومندان عبدالرحمان له کوره ايستلی او نن سهار يې جسد د کور مخ ته غورځولی و.

د سرچينې په خبره، نوموړي له ایران تر تراتګ وروسته خپل عادي ژوند کوی.

د وژل شوي قومندان عبدالرحمان پلار او يو ورور، چې نظاميان و هم د پخواني حکومت پر مهال په جګړه کې وژل شوي وو.

نوموړی دامهال د خپلي کورنۍ يوازني سرپرست و.

طالبانو تر اوسه د نوموړي د ژول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د تېر حکومت یو قومندان برات خان باختر، چې په اصل کې د پکتیکا اوسېدونکی و، تېره یکشنبه د بلوچستان په مرکز کوټه کې ترور شوی و.
برات خان د کوټې ښار په لورلايي کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه، چې په خپله هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

د سرچینو په خبره، قومندان برات خان اته کاله د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه؛ خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

شپږیزه لیګ؛ بست ساتونکو د ۸۲ منډو په توپیر مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د بست لوبډلې د درویش رسولي ۷۶، اعجاز احمدزي ۴۵ او محمد شهزاد ۳۲ منډو پر مټ د مس عینک لپاره د ۲۰۵ منډو هدف ایښی و، خو د مس عینک لوبډلې توپ وهونکي د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او د لوبې په ۱۸،۲ اور کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د نهم پړاو شپږیزې لیګ سیالیو په ۱۷مې لوبې کې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلې وه او د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بست لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړې وه.

د بست ساتونکو لوبډلې توپ وهونکو، د درویش رسولي ۷۶ ناسوځېدلو، اعجاز احمدزي ۴۵ او محمد شهزاد ۳۲ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو ستر هدف ورکړ.

په نهم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو کې دا تر ټولو لوړ هدف و.

په توپ اچونه کې د مس عینک لوبډلې په ګټه خلیل ګربز درې، نسیم منګل او عبدالرحمن یوه یوه ویکېټه واخیستې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بست ساتونکو توپ اچونکو له ورکړل شوي ۲۰۵ منډو هدف څخه په خورا ښه ډول دفاع وکړه.

د بست لوبډلې توپ اچونکو د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۸،۲ اورونو کې د ۱۲۲ منډو په جوړېدو سره وسوځول.

بست ساتونکو دغه لوبه له مس عینک اتلانو څخه د ۸۲ منډو په توپير وګټله.

د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بست ساتونکو توپ وهونکي درویش رسولي ته ورکړل شوه.

درویش رسولي په دغه لوبه کې په۳۷ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

طالبان: تېر کال مو له شپږ لکه ډېرو بېوزلو کسانو ته له ۱۵ میلیاردو ډېرې افغانۍ وېشلې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت چارواکو د خپل کلنې راپور پر مهال وویل، چې په تېر یوه کال کې یې (۶۱۲۰۸۸) کونډو، یتیمانو او معلولانو ته، ۱۵ میلیارده، ۴۰۷ میلیونه، ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني معاشونه د بانک له لارې ورکړي دي.

دغه وزارت وايي، د تېر حکومت د نظامیانو یو لک او ۲۲ زره کونډې، یتیمان او معلولان هم ورسره ثبت دي او هره میاشت د بانکي سیسټم له لارې ورته میاشتني نغدي امتیازونه ورکوي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۳۱مه) د خپل کلنې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په تېر یوه کال کې یې (۶۱۲۰۸۸) کونډو، یتیمانو او معلولانو ته، ۱۵ میلیارده، ۴۰۷ میلیونه، ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني معاشونه د بانک له لاري ورکړي دي.

ښاغلی حقاني وايي: «د خیریه موسسو له‌خوا له ۸۹۴۴۲ کونډو، یتیمانو او معلولانو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هم شوې دي.»

نوموړی زیاتوي د مرستو راټولو په موخه یې د کونډو، یتیمانو معلولانو د ملاتړ صندوق ی هم جوړ کړی دی.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د خپل کلني راپور پر مهال وویل، د دوی له لوري په ټول هېواد کې له یو لک او ۱۸ زرو څخه زیات د یتیمانو کورنۍ ورسره ثبت دي.

نوموړی وايي، په یادو کورنیو کې د طالبانو، ملکي وګړو او د تېر حکومت د نظامیانو د یتیمانو کورنۍ هم شاملې دي.

ښاغلی حقاني وايي، د درې لکه او ۶۹ زره یتیمانو له جملې څخه یو لک او ۶۳ زره نجونې او دوه لکه او شپږ زره یتیمان هلکان دي.

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې دمګړۍ له ټول هېواده له دوی سره ۹۴ زره کونډې ثبت دي.

د حقاني د معلوماتو له مخې، یو لک ۶۷ زره کونډې، یتیمان او معلولان د طالبانو اړوند دي.

درې لکه او ۶۳ زره کونډې یتیمان او معلولان د ملکي وګړو ورسره ثبت دي او همدارنګه یو لک او ۲۲ زره کونډې، یتیمان او معلولان د تېر حکومت اړوند ورسره ثبت دي.

نوموړی وايي، هره میاشت یادو ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولانو ته د بانکي سیسټم له لارې پيسي ورکړل کیږي.

که څه د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت وايي، د راجسټر شویو کونډو، یتیمانو او معلولانو له جملې څخه یې د تصفیې د کمیسیون له لوري ۲۸ زره غیر مستحق کسان ایستلي دي خو پر یاد وزارت داسې نیوکې هم شته چې کونډو، یتیمانو او معلولانو ته د میاشتني امتیازونو د ورکړې په برخه کې پراخ فساد روان دی.

خالد حنفي: امریکا او ملاتړو یې په ډېرو هڅو سره افغانان له 'جهاده' را ونه ګرځول

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر سمنګان ولايت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې امریکا او ملګرو یې ډېرې پلمې ولټولې او «افغانان یې له جهاده ونه ګرځول.» هغه دوه ورځې وړاندې په کندوز کې ویلي و، چې «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن چهارشنبه د (زمري ۳۱مه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې، په تېرو شلو کلو کې امریکا او د هغوی ملاتړو هر ډول هڅې وکړې چې «افغانان له جهاد کولو ورګرځوي» خو وايي، افغانان یې له خپله هوډه وانه ړول.

د کابل ښار په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې افغانانو پر طالبانو نیوکې کړې چې په تېرو شلو کلو کې یې د جګړو او په ښارونو او لویو لارو کې د ځانمرګو او سړک غاړې ماين چاودنو له امله د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي دي.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر دغه خبرې په سمنګانو کې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د «فرمانونو او احکامو د لاښه پلي کېدو په موخه د عامه پوهاوي» په یوه غونډه کې ديني عالمانو او د سمنګان اوسیدونکو ته کړې دي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي، خو طالبان وايي، دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.