• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خالد حنفي: امریکا او ملاتړو یې په ډېرو هڅو سره افغانان له 'جهاده' را ونه ګرځول

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر سمنګان ولايت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې امریکا او ملګرو یې ډېرې پلمې ولټولې او «افغانان یې له جهاده ونه ګرځول.» هغه دوه ورځې وړاندې په کندوز کې ویلي و، چې «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن چهارشنبه د (زمري ۳۱مه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې، په تېرو شلو کلو کې امریکا او د هغوی ملاتړو هر ډول هڅې وکړې چې «افغانان له جهاد کولو ورګرځوي» خو وايي، افغانان یې له خپله هوډه وانه ړول.

د کابل ښار په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې افغانانو پر طالبانو نیوکې کړې چې په تېرو شلو کلو کې یې د جګړو او په ښارونو او لویو لارو کې د ځانمرګو او سړک غاړې ماين چاودنو له امله د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي دي.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر دغه خبرې په سمنګانو کې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د «فرمانونو او احکامو د لاښه پلي کېدو په موخه د عامه پوهاوي» په یوه غونډه کې ديني عالمانو او د سمنګان اوسیدونکو ته کړې دي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي، خو طالبان وايي، دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون وايي، که له داعش لږ ګواښ هم ور پېښ شي، دوی به برید پرې وکړي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د پنټاګون ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې که امریکا د داعش ډلې په «کېدونکي ګواښ» پوه شي، پر دوی به برید وکړي. جنرال رايډر افغانستان ته په اشارې سره په عراق کې د امريکا د دوامداره شتون دفاع وکړه او ويې ويل چې که «پر داعش فشار نه وي، ښايي بيا سر راپورته کړي.»

د عراق حکومت له امریکايي ځواکونو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي. خو امریکا په دې باور ده چې په عراق او سوریه کې د داعش له خوا ګواښ پر لاره دی، نو په دې هېواد کې د دوی شتون اړین دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کېدو په اړه خبرداری ورکړ، خو د امریکا ګټو ته د دغې ډلې ګواښ سملاسي ګواښ نه بولي.

داعش په تېر کال کې په روسیه او ایران کې دوه خونړي بریدونه کړي دي. دغو بریدونو اندېښنې راپورته کړې، د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نیوکه کونکو د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې، چې داعش ډله ښايي پر امریکا د بریدونو په پلان جوړولو بوخته وي.

جنرال پیټریک رایډر وویل چې دا مهال د داعش خراسان ډلې په وړاندې د متحده ایالاتو د عملیاتو په اړه کوم معلومات نه لري خو دغه ډله په ټولییزه توګه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې مېشته ده.

هغه زیاته کړه، «په جدي توګه وایم، که پر امریکا یا زموږ ګټو ته نږدې ګواښونه وپیژندل شي، موږ حق لرو چې مناسب ګام واخلو، او له هوا یا لرې واټن څخه پرې بریدونه وکړو.خو د اوس لپاره ویلو ته هیڅ نه لرم.»

پنټاګون وايي، له «لرې څخه د څارنې» پروګرام په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اغېزمن دی او له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سره هم کولای شي له ګواښ سره مقابله وکړي.

طالبانو د سیمې او لوېدیځو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ نه دی.

د افغانستان په څلورو ولایتونو کې په ټرافیکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۱

طالب چارواکي وايي، په بغلان، بامیان، سمنګان ولایتونو او د پکتیا ـ لوګر په لویه لاره په ټرافیکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. یادې ټرافیکي پېښې تېره ورځ او شپه رامنځته شوې دي.

بغلان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت د خجان ولسوالۍ د للمه ای په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده پېښه د لنډکروزر او کرولا موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

همدارنګه په سمنګان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د یاد ولایت په خلمک ولسوالۍ کې د ګړندي تګله امله موټر له سړکه بې واکه شوی او اوښتی چې په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

تېره شپه د ټرافیکي پېښو په دوام په بامیان کې موټر یو باروړونکی موټر له سړکه وتلی او اوښتی چې په دې پيښه کې هم دوه کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتیا ـ لوګر پر لویه لاره د تېرې غاښي په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه ټپیان شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د يوه پلاوي په مشرۍ هرات ته تللی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ته تللی او هلته به له خپل ترکمنستاني سیال سره د ټاپي پروژې، اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژې په اړه خبرې وکړي.

د امیرخان متقي دغه سفر یو ناڅاپه بریښي او په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت وړاندې څه نه و ويلي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن چهارشنبه د (زمري ۳۱مه) خبر ورکړی چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ته تللی او هلته به په تورغونډۍ بندر کې له خپل ترکمنستاني سیال سره د ټاپي پروژې، اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژې په اړه خبرې وکړي.

دا له څه مودې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سفر دی چې په افغانستان کې دننه یې کړی، تر دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله هغه د قطر دوحې او ایران ته په غونډو کې له ګډون کولو څخه راګرځولی و.

ترکمنستان هم د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په څېر هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره اقتصادي اړېکې جوړې او له دغې ډلې سره نږدې پاتې شي.

روانه اوونۍ کابل ته د ازبکستان او اذربایجان هیوادونو دوه سوداګریز پلاوي راغلي وو او د طالبانو د سوداګرۍ وزرات په ملتیا یې د درېیو هیوادونو د سوداګریزې همغږۍ او صادراتو په اړه خبرې وکړې.

سېلابونو په ننګرهار کې بیا ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي، تېره شپه د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه غوچکو، خوږیانو او د سره رود ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټې کې له باران وروسته سېلابونه راوتلي چې له امله یې یو ماشوم مړ او اووه تنه نور ټپیان شوي.

دغو سېلابونو سلګونه کورونه، هټۍ او په جریبونو کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار ښار په اوومه ناحیه، خوږیاني او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټې کې تېر ماښام له چټکو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سېلابونو له امله سلګونه کورونه او هټۍ زیانمنې شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یادو سېلابونو په جریبونو کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

تېره ورځ د کابل ښار د یو شمېر سیمو په ګډون د پنجشیر په رخه او عنابه ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي، چې د کرنیزو ځمکو لاندې کېدو تر څنګ د رخې ولسوالۍ لاره یې هم تړلې وه.

په دې ورستیو کې د افغانستان، ختیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمن شوي، چې خلکو ته یې د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د نوترډام نړۍوالېادارې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد ګڼلی دی.

شپږیزه لیګ؛ د مس عینک لوبډلې د ۱۷مې لوبې پچه وګټله او د بست په وړاندې توپ اچونه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۱

په روانو سیالیو کې مس عینک د څلورو بریاوو او دوه ماتو سره په دویم او بست ساتونکي لوبډله د درې بریاوو او درې ماتو سره په څلورم مقام کې ځای لري.

د نهم پړاو شپږیزې لیګ په دوام د ۱۷مې لوبې پچه د مس عینک اتلانو لوبډلمشر افسر ځاځي وګټله او د بست ساتونکو لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بست په وړاندې نن لوبه کې د مس عینک په ۱۱ کسیز نوملړ کې د افسر ځاځي په لوبډلمشرۍ، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله تره خیل، محمد نبي، یوسف شاه، رحمان الله ځدراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیا اکبر، نسیم منګل او خلیل ګربز اخیستل شوي.

همدارنګه د نننۍ لوبې لپاره د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د بست لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې عبدالهادي، محمد اکرم، حضرت الله ځاځی، درویش رسولي، اعجاز احمدزی، نصیر خان، نور احمد، عبدالباقي پوپل، فرید احمد ملک او سمیع سرمست اخیستل شوي دي.

نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده.

که مس عینک لوبډله نننۍ سیالي وګټي د لومړنۍ لوبډلې په توګه به پایلوبې ته ووځي.

او که بست لوبډله نننۍ لوبه وبایلي په روان لیګ کې به له مخکې تګ څخه پاتې شي.