شپږیزه لیګ؛ د مس عینک لوبډلې د ۱۷مې لوبې پچه وګټله او د بست په وړاندې توپ اچونه کوي

په روانو سیالیو کې مس عینک د څلورو بریاوو او دوه ماتو سره په دویم او بست ساتونکي لوبډله د درې بریاوو او درې ماتو سره په څلورم مقام کې ځای لري.

په روانو سیالیو کې مس عینک د څلورو بریاوو او دوه ماتو سره په دویم او بست ساتونکي لوبډله د درې بریاوو او درې ماتو سره په څلورم مقام کې ځای لري.
د نهم پړاو شپږیزې لیګ په دوام د ۱۷مې لوبې پچه د مس عینک اتلانو لوبډلمشر افسر ځاځي وګټله او د بست ساتونکو لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د بست په وړاندې نن لوبه کې د مس عینک په ۱۱ کسیز نوملړ کې د افسر ځاځي په لوبډلمشرۍ، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله تره خیل، محمد نبي، یوسف شاه، رحمان الله ځدراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیا اکبر، نسیم منګل او خلیل ګربز اخیستل شوي.
همدارنګه د نننۍ لوبې لپاره د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د بست لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې عبدالهادي، محمد اکرم، حضرت الله ځاځی، درویش رسولي، اعجاز احمدزی، نصیر خان، نور احمد، عبدالباقي پوپل، فرید احمد ملک او سمیع سرمست اخیستل شوي دي.
نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده.
که مس عینک لوبډله نننۍ سیالي وګټي د لومړنۍ لوبډلې په توګه به پایلوبې ته ووځي.
او که بست لوبډله نننۍ لوبه وبایلي په روان لیګ کې به له مخکې تګ څخه پاتې شي.


د نشهیي توکو دوو لوړپوړو څیړونکو فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلډ په ورلډ پالېټیکس ریویو ویبپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منع کېدو سره سره بیا هم په افغانستان کې یې سوداګري او قاچاق دوام لري او نشهيي توکي د اروپا بازارونو ته رسیږي.
د دې مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې د نشهیي توکو پراخې زېرمې او پرله پسې سوداګري او قاچاق د اروپا بازارونه ګرم ساتلي او دغه بازارونه لا هم د هیروینو له کموالي سره نه دي مخامخ شوي.
فیلیپ ای. بری، په لندن کې د کینګز کالج پوهنتون مېلمه او د نشهیي توکو د چارو لوړپوړي څېړونکي ډیویډ مانسفیلډ په یوه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ په «ورلډ پالیټېکس ریویو» ویبپاڼه کې خپره شوه ټینګار وکړ، چې کافي شواهد نه شته چې طالبانو د نشهیي د کښت او قاچاق مخه نیولې وي.
دغو څیړونکو ویلي چې په افغانستان کې دننه د نشهيي توکو پېر او پلور روان دي.
د دغې څېړنې له مخې، د طالبانو له خوا د نشهيي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره سره، د نشهيي توکو بیې نږدې ۵۰ سلنه راټیټې شوې، چې دا په افغانستان کې د نشهيي توکو لویو زېرمو شتون په ګوته کوي.
د نشهیي توکو لوړپوړو څیړونکو لیکلي: «دا چې تر اوسه پورې په اروپا کې د هیروینو د کموالي احساس نه دی شوی، لامل یې دا دی چې د تریاکو زیاته اندازه زېرمې په افغانستان کې ساتل کیږي.»
دوی زیاته کړي: «د سپوږمکۍ د انځورونو په کارولو سره څېړنو ښودلې چې د افغانستان په سویل لوېدیځ سیمو کې کروندګرو ښايي تر ۲۰۲۲ کال مخکې شاوخوا ۱۶۵۰۰ مټریک ټنه تریاک زېرمه کړي وي.»
په مقاله کې راغلي چې دوه کاله وړاندې د نشهيي توکو له کښت، تولید او قاچاق څخه د طالبانو د اوږدمهاله عوایدو له امله ګڼو کتونکو د دغه بندیز پر ریښتینولۍ او عملي کېدو شک درلود.
په مقاله کې ویل شوي، چې دوه کاله وروسته نوي شواهد ښيي چې د پرله پسې دویم کال لپاره د طالبانو له خوا پر نشهيي توکو بندیز د کوکنارو په کښت کې د بې ساري کموالي لامل شوی دی.
په مقاله کې راغلي، له همدې امله ډېرو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې په اروپا کې د هيرويينو له کموالي سره به ښايي د دې تشې د ډکولو لپاره د ډېرو قوي مصنوعي نشهيي توکو د راتګ لامل شي.
په امریکا او کاناډا کې، مصنوعي نشهيي توکي وژونکي دي او یو لوی ناورین یې رامنځته کړی دی.
دغو دوو لوړپوړو څیړونکو ویلي دي: «تر اوسه پورې د اروپا په بازارونو کې د افغانستان په هیروینو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی او ښايي دا کار یو څه وخت ونیسي. خود افغانستان د هیروینو پر لیږد د نږدې څارنې سربیره، اروپایي حکومتونه هڅه کوي چې د مصنوعي نشهیي توکو د واردیدو مخنیوی هم وکړي.»
له لسیزو راهیسې افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و او نږدې ټول هیرویین یې په اروپا کې کارېدل.
په دې مقاله کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د نشهيي توکو د کښت له منع کېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت له ۲۱۹ زره ۷۴۴ هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۱ زره ۸۸ هکتارو ته راټيټ شوی دی.
په مقاله کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو نقشه چې په ۲۰۲۲ کال کې په کې ۹۲ سلنه کوکنار کرل شوي وو، ښيي چې سږ کال د دغه کښت کچه تر څلور زره هکتاره را کمه شوې ده.
د مقالې لیکوالانو ویلي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅې ناکامې شوې دي.
لیکوالانو اروپا ته د افغانستان د نشهیي توکو د قاچاق په اړه دوه سناریوګانې وړاندې کړې دي: «لومړۍ سناریو دا ده چې طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز ولګوي او په تدریجي ډول د نشهيي توکو پر سوداګرۍ ډیر کنټرول راولي چې په نتیجه کې یې لېږدول کم شوي دي. دا کولی شي اروپا ته د هیروینو لېږد خورا کم کړي.»
فیلیپ ای. بري او ډیویډ مانسفیلډ لیکلي: «دویمه او ډیره احتمالي سناریو دا ده چې طالبان به په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت په مخنیوی کې له ډیرو ستونزو سره مخ شي.»
په مقاله کې راغلي، چې د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ځمکو لويو څښتنانو ګټه پورته کړې او بې ځمکې کروندګر سخت اقتصادي زيانونه سره مخ شوي.
لیکوالا وړاندوینه کړې، چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي، سیاسي بې ثباتي به زیاته شي او د نشهیي توکو د مخنیوي لپاره به د طالبانو پلان ناکام شي.
د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشهیي توکو کښت، تولید، قاچاق، سوداګري او کارول منع دي.
طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د نشهیي توکو د بدیل کښت په برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې بېنیټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري. ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي د طالبانو پر ضد په 'پروپاګند' تورن کړ.
مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بېنیټ به کوچنۍ مسلې لویولې او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.
د طالبانو ویاند وویل «ښاغلی بېنیټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده وسپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په څو راپورونو کې، ریچارډ بېنیټ طالبان په افغانستان کې د ښځو، مدني ټولنې غړو، رسنیو، پخوانیو پوځي کسانو او قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.
بېنیټ په خپل وروستي راپور کې د بشري حقونو فعالانو په حواله ویلي چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.
نوموړي دغه راز د جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلو طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه.
د طالبانو ویاند دغه اوونۍ دویچه ویله ته وویل چې د یوناما په ګډون نړۍوالې ادارې د «افغانستان پرضد پروپاګند» کوي.
هغه وویل چې دغه بنسټونه د طالبانو د رژیم مثبت اړخونه له پامه غورځوي او یوازې کمزوري ټکي راپور کوي.
مجاهد ادعا وکړه چې دغه بنسټونه د «تبلیغاتو لپاره جوړ شوي دي.»
پخوانۍ څېرې د طالبانو په حکومت کې ځای نه لري
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې طالبانو د افغانستان په سیاسي نظام کې د ټولو ډلو د سیاسي ونډې په اړه خپلې لومړنۍ ژمنې نه دي عملي کړي، د طالبانو ویاند وویل: «هغه څېرې چې په تېرو وختونو کې له ازموینو تېر شوي او د خلکو له کرکې سره مخ شوي دي. هغوی به هیڅکله بیرته حکومت ته نه راوستل کیږي.»
هغه وویل چې طالبان په خپل حکومت کې د پخواني حکومت سیاستوال او هغه چارواکي چې خلک ترې کرکه لري نه شاملوي .
مجاهد زیاته کړه چې د هر حکومت کابینه سیاسي بڼه لري او ویې ویل چې په لویدیځ کې ګټونکي ګوند د حکومت ټول مشرتابه پر غاړه لري.
مجاهد د ټاکنو او د خلکو له خوا د هېواد د مشر د ټاکلو نظر رد کړ او ویې ویل، طالبان د افغانستان د رهبرۍ او د خلکو د استازیتوب مستحق دي. ځکه، «هغه کسان چې شل کاله یې مبارزه کړې او قرباني یې ورکړې، کولای شي د افغان ولس د جهاد او مبارزې ارمانونه په ښه توګه اداره کړي.»
په لوېدیځو هیوادونو کې هر ګوند د ټاکنو له امله د یوې مودې لپاره واک اخلي. د نوي حکومت په واک کې به نوي سیاسي او اداري شخصیتونه د حکومت په سر کې وي. طالبانو د ټاکنو په ردولو سره د اوږد مهال لپاره د حکومت د بدلون احتمال رد کړی دی.
د افغان حکومت له پرځېدو وروسته په جلاوطنۍ کې افغان سیاسي ډلو د طالبانو د واک انحصار خبرداری ورکړی دی. خو طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د دغو ډلو او همدارنګه د بهرنیو ځواکمنو هیوادونو غوښتنې رد کړې دي.

د ایران د نشهیې توکو پر وړاندې د مبارزې مرکزي دفتر مرستیال کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې ایران او طالبان د نشهیي توکو د سترو قاچاق وړونکو ډلو ته د زیان اړولو لپاره د معلوماتو د شریکولو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.
محمد زارعي ټینګار وکړ، چې له نشهیي توکو سره مبارزه به په هدفمنده توګه ترسره شي.
هغه وویل، چې دواړه لوري به د مبارزي د چټکتیا لپاره له یو بل سره معلومات شریکوي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، محمد زارعي چې افغانستان ته یې د ایراني پلاوي مشري کوله د سه شنبې په ورځ وویل: «په کابل کې په دې ګډه ناسته کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، مخنیوي، د تقاضا کمښت او د روږدو کسانو د درملنې په اړه بحثونه او نظرونه شریک شول.»
زارعي له طالبانو سره نویو هوکړه لیکونو ته په اشارې سره زیاته کړه:« له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه د معلوماتو شریکول، د تجربو لېږد، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د معلوماتو د تبادلې لپاره د ګډو کمېټو جوړول د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړه لیکونو له جملې څخه دي.»
د هغه په وينا، «طالب چارواکو هم غوښتل چې دغه غوښتنې عملي کړي.»
هغه په ټینګار سره وویل چې د نشهیي توکو کارول او لیږد په یو ځای کې نه دی متمرکز شوی، اویادونه یې وکړه چې سیمه ییز او څو اړخیز معلومات باید د نشهیي توکو سره د مبارزې په اجنډا کې شامل شي.
دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، چې د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې پرېکړه وشوه چې د نشهیي توکو د لویو قاچاقبرانو د ځپلو لپاره له استخباراتي وړتیاوو په ګټې اخیستنې سره لازمه همغږي زیاته شي.
زارعي د زمري په ۲۶مه د شپږ کسیزه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ.
نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون د نشهيي توکو سره د مبارزي له مرستیال سره هم وکتل.
طآلبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې د کوکنارو پر کښت، تولید، پير او پلور باندې بندیز ولګاوه.
افغانستان له څو کلونو راهیسې په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد و.
ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته په افغانستان کې د دې کښت تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.
خو د دغه سازمان په وینا له افغانستان څخه د صنعتي مخدره توکو تولید او قاچاق نه دی کم شوی.
همدارنګه ایراني چارواکو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان څخه د نشهيي توکو د تولید او قاچاق پر دوام نیوکې کړې دي.

لیکوال: بری افغان څه باندې درې کاله وشول چې طالبان په کابل کې واک ته رسېدلي او د افغانستان په ټوله خاوره یې واګې ټینګې کړي، دغې ډلې تر نورو ټولو برخو ډېره پاملرنه لوبو ته کړې او دغې چارې ته یې ډېر پام اړولی دی. له دې کاره د طالبانو موخه څه ده، په دې مطلب کې یې لولو.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه چې تېر جمهوري حکومت وپرځېد او طالبان پر کابل واکمن شول دغې ډلې په دېرو مهمو او هغو برخو بندیزونه ولګول چې د انسانانو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې دي، انسانان پرمختګ ورسره کوي او د سوکاله ژوند څښتنان کیږي، خو طالبانو لوبو ته هر څه زیاته پاملرنه وکړه، په پلازمېنه او ولایتونو کې یې د بېلابېلو لوبو سیالۍ پیل کړې او لا هم روانې دي.
د کابل او ولایتونو ځوانان، د پاخه عمر خلک او ماشومان یې د لوبو په نندارو بوخت وساتل او په زرګونو هغه کسان چې یا یې د زدهکړو، کار او زیار وخت و، لوبو ته راوبلل او دلته یې بوخت وساتل، هغوی په ولولو او ساعت تیرۍ بوخت دي او د ژوند، کار او زدهکړو پروا نه کوي چې دا مهال له خپلې اصلي لارې راګرځول شوي او د بل د موخو ښکار دي.

افغانستان کې دا مهال کومې لوبې کیږي؟
پر کرېکټ سربېره، فوټبال، واليبال، فوټسال، نیزه بازي، وزلوبه، سوک وهنه، مویتای، غېږنیونه او داسې نورې لوبې چې د هیواد په کچه رواج دي او وخت پر وخت کیږي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بدني رونې ریاست په ویبپاڼه او نورو رسنیو کې یې خبرونه خپریږي. له دې ور ها خوا په کلبونو کې رزمي لوبې هم ترسره کیږي او کله نا کله یې د بېلابېلو ډلو تر منځ سیالۍ هم ترسره کیږي.
کرېکټ دا مهال په افغانستان کې تر ټولو ډیره کېدونکي لوبه ده او ډېر مینهوال لري، چې پر رسمي لوبو او لیګونو سربیره په نارسمي ډول هم په لرې پرتو کلیو او بانډو کې یې ځوانان بوخت ساتلي او دغه لوبه تر نورو هغو ډېره د خلکو تر منځ رواج شوې، فوټبال بله هغه لوبه ده چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې تکړه لوبغاړي او مینهوال لري چې هم په رسمي ډول ډېره کیږي او هم په کلیو او بانډو کې د ځوانانو تر منځ په نارسمي ډول د فوټبال لوبې ډیرې دود دي او ځوانانو ته یوه بوختیا ده.
والیبال بله هغه لوبه ده چې افغانستان کې له پخوا راهیسې دود ده او زدهکوونکي یې د ښوونځي له مهاله پیلوي چې بیا د دې تر څنګ په د افغاانستان په رسمي لوبو کې خپله رسمي ډله لري او د ولایتونو او هیوادونو په کچه رسمي سیالۍ هم ترسره کیږي، د دې تر څنګ په کلیو کې هم ډېره دود ده خو د کرېکټ لوبې په راتلو سره دغه لوبه یو څه پیکه شوې. فوټسال هم تر یوه بریده خپل مینهوال او لوبغاړي لري چې په دې وروستیو کلونو کې یو څه غوړېدلې ده.
نیزه بازي د افغانستان په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې کېدونکې لوبه ده چې پخوانی تاریخ لري او د اسانو پر مټ د ډولونو په غربولو سره ترسره کیږي، خو د طالبانو په راتلو سره که څه هم پام ورته ډېر شوی او د دغې لوبې سیالۍ د هیواد په کچه ترسره کیږي خو د ډولونو له غږ پرته ترسره کیږي، د دې تر څنګ وزلوبه چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو سربېره د هیواد په شمالي او شمال ختیځواو سوېلي ولایتونو کې کیږي هم خپل تکړه لوبغاړي او ډیر مینهوال لري چې د هیواد په کچه یې سیالۍ دا مهال ترسره کیږي.

سوک وهنه، مویتای، غېږنیونه او ورته نورې رزمي لوبې هم روانې دي او دا مهال په افغانستان کې ډیر مینهوال لري چې د ولایتونو او مرکز په کچه د کلبونو تر منځ سیالۍ کیږي.
دغو لوبو ته تر دې مخکې پاملرنه کېدله؟
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بدني رونې ریاست په ویبپاڼه کې یوازې هغه ۱۶ د المپیکي لوبو فډراسیونونه او ۱۶ د غیر المپیکي لوبو فډارسیونونه شته چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال دغې ویبپاڼې ته ور زیات شوي وو او دغه پاڼه چلیدله خو تازه په کې یوازې د پورته یادو شویو کرېکټ، فوټبال، والیبال، فوټسال، نیزه بازي، وزلوبې، غېږنیونه، سوک وهنه، مویتای او داسې نورو لوبو خبرونه خپریږي.
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان بدني روزنې ریاست په اډانه کې د المپیکي لوبو ۱۶ فډراسیونونه لکه: فوټبال، والیبال، بایسکل ځغلونه، پینګ پانګ، سوک وهنه، بډمنټن، لامبو وهلو، سیکي، د معلولانو، ملي وزن پورته کول، بایسکیټ بال، جمناسټیک، ټېنس، هاکي، تورې وهلو او هیندبال فډراسیونونه موجود وو، او د غیر المپیکي لوبو بیا وزلوبه، د غړو ښکلا، قوت الرمی، تکواندو، زورخانه يي، پاکریشن، کبړي، باتوراندود، طمبا، کورش سامبو او رستمي غېږنیونه، کاراته، پاورلفټینګ، ووشو، ووینام، فولرزم او کڼ نورفډراسیونونه وو، چې دغه ټول یې فعال او په خپلو برخو کې یې د هیواد او کله نا کله سیمه ییزو او نړۍ والو سیالیو کې برخه اخیسته.
د کرېکټ په نړۍواله لوبه کې چې دا مهال د افغانستان لوبډله په کې په نړۍواله کچه ښه ځلېدلې او ان د کرېکټ نړۍوال جام تر ډګره رسېدلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړه او تر دې ډګره رسیدلې ده، د فوټبال، والیبال، فوټسال او نورو مهمو لوبو لوبډلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړې او روزل شوې او تر نړۍوالو ډګرونو رسېدلې دي. هغه مهال لوبو او د لوبغاړو روزنې ته ډېر پام کېده او په هره برخه کې افغانې لوبډلې د روزنې لپاره بهر هیوادونو ته استول کېدې چې نن هم قوي او پرمختللې لوبډلې لرو.
ایا طالبان ښځې لوبو ته پریږدي؟
څه باندې درې کاله کیږي چې طالبانو د نجونو او ښځو پر زدهکړو سربېره د هغوی د کاري او شخصي ژوند پر بېلابېلو برخو د لسګونو فرمانونو له لارې بندیزونه لګولي چې په دې کې لوبې هم راځي، له هغې ورځې چې دغه ډله په افغانستان کې واک ته رسیدلې د نجونو پر لوبو یې کلک بندیزونه لګولي او یوازې له ښځو په هغو برخو کې کار اخلي چې د دوی اړتیا وي.
تر دې وړاندې د مخکیني جمهوري حکومت پر مهال افغانستان د نورو برخو تر څنګ د فوټبال، فوټسال، کرېکټ او والیبال د ښځو لوبډلې لرلې او په هیواد کې دننه او بهر ته د سیالیو لپاره تللې، خو د طالبانو په راتګ سره دا هر څه بند دی. طالبان ښځې زدهکړو ته نه پریږدي چې دا د انسان تر ټولو لومړنۍ بشري حق دی او پر دې سربېره په ګرځیدو، ادارو کې کار، او سیاسي ډګر کې له فعالیته ګرځول شوې دي.
نو طالبان څه غواړي له دغو لوبو لاسته راوړي؟
طالبانو له پیله دغه چاره پیل کړې چې افغان ولس به له خپلو اصلي موخو راګرځوي او دوی به په لوبو او نورو ورته غونډو او پروګرامونو بوختوي چې خلک له اصلي کیسو اصلآ خبر نه شي، د دې تر څنګ طالبان غواړي په دې ډول ډېر خلک لوبو ته راټول او خپل پیغامونه ورته ورسوي او د دې تر څنګ افغانستان د سیمې هیوادونو او نړۍ ته عادي وښيي.که څه هم طالبانو په وړه کچه چې څلور یا تر دې ډیر کسان لوبه کوي، د هغوی د لوبو مخه نیولې چې په حجرو او نورو وړو ځایونو کې د لږو کسانو تر منځ کیږي، طالبانو دغه لوبې ځکه بندې کړې چې په داسې لوبو کې دوی خپلې موخې نه شي ترلاسه کولای، دغې ډلې څو ورځې وړاندې په کندهارکې د چکې (لډو) لوبه بنده کړه او له هټیو څخه د دغې لوبې تختې او دانې ټولې کړې.

په رسمي لوبغالو او لویو میدانونو کې د لوبو پر مهال طالبان پر خلکو خپل سپین بیرغونه ویشي چې د خلکو تر منځ مینهوال ورته پیدا کړي او د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای پر خلکو دغه بیرغ ومني، طالبان په هیڅ ځای کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ته اجازه نه ورکوي خو په نړۍوالو سیالیو کې چې بیا درې رنګ بیرغ رپیږي دوی یې په اړه چوپه خوله دي، داسې بریښي چې په دې برخه کې بې وسه دي او یا له نړۍوالو سره په دې برخه کې ګوتې نه شي ماتولی، څه موده وړاندې د فرانسې په المپیک سیالیو کې د ۱۱ تنو افغان لوبغاړو چې پنځه یې له افغانستانه او پنځه نوریې چې په بېلابېلو هیوادونوکې کډوال دي ورغلي او ګډون یې په کې کړی وو، په ټولو لوبو کې افغان لوبغاړو د ګډون پر مهال له ځان سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لیږداوه او د المپیک لوبو تر وروستیو پورې رپاند و.
په افغانستان کې دننه طالبان په لوبغالو او میدانونو کې د لوبو په پای کې خلک راغونډوي او هغه پیغامونه چې دوی یې غواړي خلکو ته ورسوي نو ښه موقع دا ورته ګوري، دغه ډله هڅه کوي چې د خپل مشر ملا هبتالله فرمانونه پر خلکو واوري او ومني او پر دې سربېره د امربالمعروف محتسبان هم د خلکو له ګڼې ګوڼې په ګټې اخیستو داسې لوبو ته ورځي او پر خلکو خپلې غوښتنې مني.

ځایي سرچینو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د کابل او پنجشیر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.
د پنجشېر ولايت د رخه او عنابه په ولسوالیو کې د سېلابونو انځورونه ښيي چې سېلاب د خلکو باغونه او ځمکې وړي دي.
د پنجشېر لپاره د طالبانو امینه قوماندان عبدالله فاروقي وايي، چې سېلابونو د رخه ولسوالۍ لارې بندې کړي دي. هغه له خلکو وغوښتل، چې تر بلې خبرتیا دې پنجشیر ته له تګ څخه ډډه وکړي.
همدا راز سېلاب د خيرخانې او دشت برچي په ګډون د کابل په ځينو برخو کې د خلکو کورونه ويجاړ کړي دي.
د خیرخانې کوتل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «سېلاب په ۱۷ مې ناحیه کې د یو شمېر خلکو کورونه تخریب کړي دي.»
خو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته.
د افغانستان په مختلفو سیمو کې وخت ناوخته ویجاړونکي سیلابونه راځي.
په دې وروستیو کې بغلان، ننګرهار، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونه د سختو سیلابونو شاهدان وو.
ملګرو ملتونو د غویي په میاشت کې ویلي و، چې په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۶۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.
د طالبانو د راپور له مخې؛ یوازې په بغلان ولایت کې سږ کال د سېلابونو له امله ۳۴۷ کسان مړه شوي او تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دی.
د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت اورښتونه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دغو ویجاړونکو سیلابونو اصلي لاملونه ویل شوي دي.
د نوترډام نړۍوال تطبیق شاخص افغانستان د اقلیم د بدلون له اغیزو سره د مقابلې په برخه کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد ګڼلی دی.