په پنجشیر کې سېلابونو زیانونه اړولي دي

ځایي سرچینو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د کابل او پنجشیر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د کابل او پنجشیر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.
د پنجشېر ولايت د رخه او عنابه په ولسوالیو کې د سېلابونو انځورونه ښيي چې سېلاب د خلکو باغونه او ځمکې وړي دي.
د پنجشېر لپاره د طالبانو امینه قوماندان عبدالله فاروقي وايي، چې سېلابونو د رخه ولسوالۍ لارې بندې کړي دي. هغه له خلکو وغوښتل، چې تر بلې خبرتیا دې پنجشیر ته له تګ څخه ډډه وکړي.همدا راز سېلاب د خيرخانې او دشت برچي په ګډون د کابل په ځينو برخو کې د خلکو کورونه ويجاړ کړي دي.د خیرخانې کوتل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «سېلاب په ۱۷ مې ناحیه کې د یو شمېر خلکو کورونه تخریب کړي دي.»خو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته.د افغانستان په مختلفو سیمو کې وخت ناوخته ویجاړونکي سیلابونه راځي.
په دې وروستیو کې بغلان، ننګرهار، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونه د سختو سیلابونو شاهدان وو.
ملګرو ملتونو د غویي په میاشت کې ویلي و، چې په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۶۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.
د طالبانو د راپور له مخې؛ یوازې په بغلان ولایت کې سږ کال د سېلابونو له امله ۳۴۷ کسان مړه شوي او تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دی.
د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت اورښتونه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دغو ویجاړونکو سیلابونو اصلي لاملونه ویل شوي دي.
د نوترډام نړۍوال تطبیق شاخص افغانستان د اقلیم د بدلون له اغیزو سره د مقابلې په برخه کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد ګڼلی دی.