• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د يوه پلاوي په مشرۍ هرات ته تللی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ته تللی او هلته به له خپل ترکمنستاني سیال سره د ټاپي پروژې، اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژې په اړه خبرې وکړي.

د امیرخان متقي دغه سفر یو ناڅاپه بریښي او په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت وړاندې څه نه و ويلي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن چهارشنبه د (زمري ۳۱مه) خبر ورکړی چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ته تللی او هلته به په تورغونډۍ بندر کې له خپل ترکمنستاني سیال سره د ټاپي پروژې، اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژې په اړه خبرې وکړي.

دا له څه مودې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سفر دی چې په افغانستان کې دننه یې کړی، تر دې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وو، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله هغه د قطر دوحې او ایران ته په غونډو کې له ګډون کولو څخه راګرځولی و.

ترکمنستان هم د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په څېر هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره اقتصادي اړېکې جوړې او له دغې ډلې سره نږدې پاتې شي.

روانه اوونۍ کابل ته د ازبکستان او اذربایجان هیوادونو دوه سوداګریز پلاوي راغلي وو او د طالبانو د سوداګرۍ وزرات په ملتیا یې د درېیو هیوادونو د سوداګریزې همغږۍ او صادراتو په اړه خبرې وکړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

سېلابونو په ننګرهار کې بیا ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي، تېره شپه د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه غوچکو، خوږیانو او د سره رود ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټې کې له باران وروسته سېلابونه راوتلي چې له امله یې یو ماشوم مړ او اووه تنه نور ټپیان شوي.

دغو سېلابونو سلګونه کورونه، هټۍ او په جریبونو کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار ښار په اوومه ناحیه، خوږیاني او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټې کې تېر ماښام له چټکو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سېلابونو له امله سلګونه کورونه او هټۍ زیانمنې شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یادو سېلابونو په جریبونو کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

تېره ورځ د کابل ښار د یو شمېر سیمو په ګډون د پنجشیر په رخه او عنابه ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي، چې د کرنیزو ځمکو لاندې کېدو تر څنګ د رخې ولسوالۍ لاره یې هم تړلې وه.

په دې ورستیو کې د افغانستان، ختیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمن شوي، چې خلکو ته یې د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د نوترډام نړۍوالېادارې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد ګڼلی دی.

شپږیزه لیګ؛ د مس عینک لوبډلې د ۱۷مې لوبې پچه وګټله او د بست په وړاندې توپ اچونه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۱

په روانو سیالیو کې مس عینک د څلورو بریاوو او دوه ماتو سره په دویم او بست ساتونکي لوبډله د درې بریاوو او درې ماتو سره په څلورم مقام کې ځای لري.

د نهم پړاو شپږیزې لیګ په دوام د ۱۷مې لوبې پچه د مس عینک اتلانو لوبډلمشر افسر ځاځي وګټله او د بست ساتونکو لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بست په وړاندې نن لوبه کې د مس عینک په ۱۱ کسیز نوملړ کې د افسر ځاځي په لوبډلمشرۍ، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله تره خیل، محمد نبي، یوسف شاه، رحمان الله ځدراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیا اکبر، نسیم منګل او خلیل ګربز اخیستل شوي.

همدارنګه د نننۍ لوبې لپاره د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د بست لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې عبدالهادي، محمد اکرم، حضرت الله ځاځی، درویش رسولي، اعجاز احمدزی، نصیر خان، نور احمد، عبدالباقي پوپل، فرید احمد ملک او سمیع سرمست اخیستل شوي دي.

نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده.

که مس عینک لوبډله نننۍ سیالي وګټي د لومړنۍ لوبډلې په توګه به پایلوبې ته ووځي.

او که بست لوبډله نننۍ لوبه وبایلي په روان لیګ کې به له مخکې تګ څخه پاتې شي.

څېړونکي وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو زېرمې د اروپا بازارونو ته وړل کیږي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د نشه‌یي توکو دوو لوړپوړو څیړونکو فیلیپ بري او ډیویډ مانسفیلډ په ورلډ پالېټیکس ریویو ویبپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منع کېدو سره سره بیا هم په افغانستان کې یې سوداګري او قاچاق دوام لري او نشه‌يي توکي د اروپا بازارونو ته رسیږي.

د دې مقالې د لیکوال په باور، په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پراخې زېرمې او پرله پسې سوداګري او قاچاق د اروپا بازارونه ګرم ساتلي او دغه بازارونه لا هم د هیروینو له کموالي سره نه دي مخامخ شوي.

فیلیپ ای. بری، په لندن کې د کینګز کالج پوهنتون مېلمه او د نشه‌یي توکو د چارو لوړپوړي څېړونکي ډیویډ مانسفیلډ په یوه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ په «ورلډ پالیټېکس ریویو» ویبپاڼه کې خپره شوه ټینګار وکړ، چې کافي شواهد نه شته چې طالبانو د نشه‌یي د کښت او قاچاق مخه نیولې وي.

دغو څیړونکو ویلي چې په افغانستان کې دننه د نشه‌يي توکو پېر او پلور روان دي.

د دغې څېړنې له مخې، د طالبانو له خوا د نشه‌يي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره سره، د نشه‌يي توکو بیې نږدې ۵۰ سلنه راټیټې شوې، چې دا په افغانستان کې د نشه‌يي‌ توکو لویو زېرمو شتون په ګوته کوي.

د نشه‌یي توکو لوړپوړو څیړونکو لیکلي: «دا چې تر اوسه پورې په اروپا کې د هیروینو د کموالي احساس نه دی شوی، لامل یې دا دی چې د تریاکو زیاته اندازه زېرمې په افغانستان کې ساتل کیږي.»

دوی زیاته کړي: «د سپوږمکۍ د انځورونو په کارولو سره څېړنو ښودلې چې د افغانستان په سویل لوېدیځ سیمو کې کروندګرو ښايي تر ۲۰۲۲ کال مخکې شاوخوا ۱۶۵۰۰ مټریک ټنه تریاک زېرمه کړي وي.»

په مقاله کې راغلي چې دوه کاله وړاندې د نشه‌يي توکو له کښت، تولید او قاچاق څخه د طالبانو د اوږدمهاله عوایدو له امله ګڼو کتونکو د دغه بندیز پر ریښتینولۍ او عملي کېدو شک درلود.

په مقاله کې ویل شوي، چې دوه کاله وروسته نوي شواهد ښيي چې د پرله پسې دویم کال لپاره د طالبانو له خوا پر نشه‌يي توکو بندیز د کوکنارو په کښت کې د بې ساري کموالي لامل شوی دی.

په مقاله کې راغلي، له همدې امله ډېرو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې په اروپا کې د هيرويينو له کموالي سره به ښايي د دې تشې د ډکولو لپاره د ډېرو قوي مصنوعي نشه‌يي توکو د راتګ لامل شي.

په امریکا او کاناډا کې، مصنوعي نشه‌يي توکي وژونکي دي او یو لوی ناورین یې رامنځته کړی دی.

دغو دوو لوړپوړو څیړونکو ویلي دي: «تر اوسه پورې د اروپا په بازارونو کې د افغانستان په هیروینو کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی او ښايي دا کار یو څه وخت ونیسي. خود افغانستان د هیروینو پر لیږد د نږدې څارنې سربیره، اروپایي حکومتونه هڅه کوي چې د مصنوعي نشه‌یي توکو د واردیدو مخنیوی هم وکړي.»

له لسیزو راهیسې افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و او نږدې ټول هیرویین یې په اروپا کې کارېدل.

په دې مقاله کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د نشه‌يي توکو د کښت له منع کېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو کښت له ۲۱۹ زره ۷۴۴ هکتارو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۱ زره ۸۸ هکتارو ته راټيټ شوی دی.

په مقاله کې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو نقشه چې په ۲۰۲۲ کال کې په کې ۹۲ سلنه کوکنار کرل شوي وو، ښيي چې سږ کال د دغه کښت کچه تر څلور زره هکتاره را کمه شوې ده.

د مقالې لیکوالانو ویلي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅې ناکامې شوې دي.

لیکوالانو اروپا ته د افغانستان د نشه‌یي توکو د قاچاق په اړه دوه سناریوګانې وړاندې کړې دي: «لومړۍ سناریو دا ده چې طالبان د کوکنارو پر کښت بندیز ولګوي او په تدریجي ډول د نشه‌يي توکو پر سوداګرۍ ډیر کنټرول راولي چې په نتیجه کې یې لېږدول کم شوي دي. دا کولی شي اروپا ته د هیروینو لېږد خورا کم کړي.»

فیلیپ ای. بري او ډیویډ مانسفیلډ لیکلي: «دویمه او ډیره احتمالي سناریو دا ده چې طالبان به په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو د کښت په مخنیوی کې له ډیرو ستونزو سره مخ شي.»

په مقاله کې راغلي، چې د کوکنارو د کښت له مخنيوي څخه د ځمکو لويو څښتنانو ګټه پورته کړې او بې ځمکې کروندګر سخت اقتصادي زيانونه سره مخ شوي.

لیکوالا وړاندوینه کړې، چې که دا بندیز دوام وکړي او د بزګرانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، د طالبانو د مشر لارښوونې به عملي نه شي، سیاسي بې ثباتي به زیاته شي او د نشه‌یي توکو د مخنیوي لپاره به د طالبانو پلان ناکام شي.

د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو نشه‌یي توکو کښت، تولید، قاچاق، سوداګري او کارول منع دي.

طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د نشه‌یي توکو د بدیل کښت په برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي په ورتګ بندیز ولګاوه

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۴۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې بېنیټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري. ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي د طالبانو پر ضد په 'پروپاګند' تورن کړ.

مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بېنیټ به کوچنۍ مسلې لویولې او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

د طالبانو ویاند وویل «ښاغلی بېنیټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده وسپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په څو راپورونو کې، ریچارډ بېنیټ طالبان په افغانستان کې د ښځو، مدني ټولنې غړو، رسنیو، پخوانیو پوځي کسانو او قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.

بېنیټ په خپل وروستي راپور کې د بشري حقونو فعالانو په حواله ویلي چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

نوموړي دغه راز د جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلو طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د طالبانو ویاند دغه اوونۍ دویچه ویله ته وویل چې د یوناما په ګډون نړۍوالې ادارې د «افغانستان پرضد پروپاګند» کوي.

هغه وویل چې دغه بنسټونه د طالبانو د رژیم مثبت اړخونه له پامه غورځوي او یوازې کمزوري ټکي راپور کوي.

مجاهد ادعا وکړه چې دغه بنسټونه د «تبلیغاتو لپاره جوړ شوي دي.»

پخوانۍ څېرې د طالبانو په حکومت کې ځای نه لري

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې طالبانو د افغانستان په سیاسي نظام کې د ټولو ډلو د سیاسي ونډې په اړه خپلې لومړنۍ ژمنې نه دي عملي کړي، د طالبانو ویاند وویل: «هغه څېرې چې په تېرو وختونو کې له ازموینو تېر شوي او د خلکو له کرکې سره مخ شوي دي. هغوی به هیڅکله بیرته حکومت ته نه راوستل کیږي.»

هغه وویل چې طالبان په خپل حکومت کې د پخواني حکومت سیاستوال او هغه چارواکي چې خلک ترې کرکه لري نه شاملوي .

مجاهد زیاته کړه چې د هر حکومت کابینه سیاسي بڼه لري او ویې ویل چې په لویدیځ کې ګټونکي ګوند د حکومت ټول مشرتابه پر غاړه لري.

مجاهد د ټاکنو او د خلکو له خوا د هېواد د مشر د ټاکلو نظر رد کړ او ویې ویل، طالبان د افغانستان د رهبرۍ او د خلکو د استازیتوب مستحق دي. ځکه، «هغه کسان چې شل کاله یې مبارزه کړې او قرباني یې ورکړې، کولای شي د افغان ولس د جهاد او مبارزې ارمانونه په ښه توګه اداره کړي.»

په لوېدیځو هیوادونو کې هر ګوند د ټاکنو له امله د یوې مودې لپاره واک اخلي. د نوي حکومت په واک کې به نوي سیاسي او اداري شخصیتونه د حکومت په سر کې وي. طالبانو د ټاکنو په ردولو سره د اوږد مهال لپاره د حکومت د بدلون احتمال رد کړی دی.

د افغان حکومت له پرځېدو وروسته په جلاوطنۍ کې افغان سیاسي ډلو د طالبانو د واک انحصار خبرداری ورکړی دی. خو طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د دغو ډلو او همدارنګه د بهرنیو ځواکمنو هیوادونو غوښتنې رد کړې دي.

ایران او طالبان له یو بل سره د نشه‌يي توکو د سترو قاچاقبرو ډلو په اړه معلومات شریکوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د ایران د نشه‌یې توکو پر وړاندې د مبارزې مرکزي دفتر مرستیال کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې ایران او طالبان د نشه‌یي توکو د سترو قاچاق وړونکو ډلو ته د زیان اړولو لپاره د معلوماتو د شریکولو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي.

محمد زارعي ټینګار وکړ، چې له نشه‌یي توکو سره مبارزه به په هدفمنده توګه ترسره شي.

هغه وویل، چې دواړه لوري به د مبارزي د چټکتیا لپاره له یو بل سره معلومات شریکوي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، محمد زارعي چې افغانستان ته یې د ایراني پلاوي مشري کوله د سه شنبې په ورځ وویل: «په کابل کې په دې ګډه ناسته کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، مخنیوي، د تقاضا کمښت او د روږدو کسانو د درملنې په اړه بحثونه او نظرونه شریک شول.»

زارعي له طالبانو سره نویو هوکړه لیکونو ته په اشارې سره زیاته کړه:« له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه د معلوماتو شریکول، د تجربو لېږد، د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول او د معلوماتو د تبادلې لپاره د ګډو کمېټو جوړول د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هوکړه ‎لیکونو له جملې څخه دي.»

د هغه په وينا، «طالب چارواکو هم غوښتل چې دغه غوښتنې عملي کړي.»

هغه په ټینګار سره وویل چې د نشه‌یي توکو کارول او لیږد په یو ځای کې نه دی متمرکز شوی، اویادونه یې وکړه چې سیمه ییز او څو اړخیز معلومات باید د نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اجنډا کې شامل شي.

دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، چې د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې پرېکړه وشوه چې د نشه‌یي توکو د لویو قاچاقبرانو د ځپلو لپاره له استخباراتي وړتیاوو په ګټې اخیستنې سره لازمه همغږي زیاته شي.

زارعي د زمري په ۲۶مه د شپږ کسیزه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ.

نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون د نشه‌يي توکو سره د مبارزي له مرستیال سره هم وکتل.

طآلبانو د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې د کوکنارو پر کښت، تولید، پير او پلور باندې بندیز ولګاوه.

افغانستان له څو کلونو راهیسې په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد و.

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته په افغانستان کې د دې کښت تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

خو د دغه سازمان په وینا له افغانستان څخه د صنعتي مخدره توکو تولید او قاچاق نه دی کم شوی.

همدارنګه ایراني چارواکو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر دوام نیوکې کړې دي.