• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند لومړي وزیر له زلینسکي غوښتي، چې له روسیې سره خبرو ته کښیني

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جمعې په ورځ له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي څخه غوښتي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره خبرې اترې وکړي.

مودي دا څرګندونې د اوکراین پلازمینې کییف ته د سفر پرمهال کړی دي.

تېره میاشت مسکو ته د مودي سفر، د کییف له پراخو نیوکو سره مخ شوی و.

مودي وايي، چې د سولې له پیغام سره اوکراین ته راغلی او د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو غوښتونکی دی.
هغه وویل: "د حل لاره یوازې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر مټ موندل کیدای شي. او موږ باید د وخت ضایع کولو پرته په دې برخه کې کار وکړو. دواړه خواوې باید په ګډه سره کښیني ترڅو له دې بحران څخه د وتلو لاره ومومي."

نوموړي زیاته کړه: "زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې هند چمتو دی چې د سولې لپاره په هر ډول هڅو کې فعال رول ولوبوي. که زه په شخصي توګه هم هر څه کولای شم، هغه به وکړم."
دغه څرګندونې د ګډو اعلامیو په ترڅ کې شوې، چې په کې دواړو مشرانو دغه لیدنه "تاریخي" وبلله.

مودي له زلنسکي وروسته وینا وکړه او له همدې امله زیلینسکي فرصت نه درلود، چې د هغه خبرو ته ځواب وايي.
خو د اوکراین ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ویلي چې "د جګړې ختمول او عادلانه سوله د اوکراین لپاره لومړیتوب دی".

دا له پخواني شوروي په ۱۹۹۱ کال کې د اوکراین د ازادۍ له ترلاسولو وروسته اول ځل دی، چې یو هندی لومړی وزیر دغه هېواد ته ځي.

دا لیدنه په داسې مهال شوې ده چې د اوکراین ځواکونو د روسیې لوېدیځ کې کورسک سیمه نیولې او په همدې حال کې روسي ځواکونه هم د اوکراین ختیځ کې ورو پرمختګ کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په تایلنډ کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان ووژل شول

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د تایلنډ چارواکي وايي، یوه کوچنۍ الوتکه چې نهه تنه سپرلۍ په کې وې، د دغه هېواد پلازمېنې بنکاک ته نژدې نسکوره شوې او سپرلۍ یې وژل شوې دي. د دغو چارواکو په وینا په دې پېښه کې دوه تایلنډي پېلوټان، پنځه چینايي سېلانیان او دوه تایلنډي مسافر وژل شوي دي.

د تايلنډ په چاچوینګ ساو کې د حکومت د عامه اړيکو د څانګې ځايي دفتر رسنيو ته ويلي، دغه وړه الوتکه د پنجشنبې په ماسپښين د بنکاک له هوايي ډګر څخه ترات ښار ته روانه شوې وه.

دوی زیاتوي چې له الوتنې لس دقیقې وروسته له الوتکې سره اړیکه پرې شوه.

د تایلنډ چارواکو تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو د غورځېدو د علت په اړه څېړنې روانې دي.

د عامه اړیکو سیمه ییز دفتر زیاته کړې، چې د الوتکې د غورځېدو د لاملونو د څېړلو او تحلیل لپاره یې د الوتکې د پاتې شونو ۷۰ ټوټې راټولې کړې دي.

دا دفتر دا یادونه هم کړې چې الوتکې تور بکس نه درلود او د هوایی ترافیک کنټرول سره مستقیم تماس درلود.

د تایلنډ په کوه کود ټاپو کې د یوه لوکس ارامځي چارواکو ویلي چې دوه تایلنډي سېلانیان د دوی د مېلمنو په منځ کې وو او دغه ارامځي ته د تګ پر مهال مړه شول.

ویل کیږي چې د دې ارامځي میلمانه معمولا د خصوصي الوتکې لخوا نږدې هوایی ډګر ته رسول کیږي.

پاکستان د اې اېم اېف د شرایطو سختېدو سره د منځني ختیځ له بانکونو د پور اخیستو هڅه کوي

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د پاکستان مالیې وزیر د دغه هېواد د بهنریو پورونو د دوو میلیارد ډالرو درز ډکولو لپاره د نور پور اخیستلو لپاره د منځني ختیځ بانکونو لمن نیولې ده. په دا مهال حکومت پرون مشرانو جرګې ته ویلي چې له پیسو نړیوال صندوق د پور اخیستو لګښت تر پنځه سلنې ګټې پورته شوې او دا ګران کار دی.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د پنجشنبې په ورځ له دوبۍ اسلامي بانک د پور غوښتنه کړې ده.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا په یوه اونۍ کې د پور غوښتلو لپاره د ښاغلي اورنګزېب دویمه لیدنه ده.

نوموړي تر دې مخکې د پور ترلاسولو لپاره د مشرق بانک له چارواکو سره هم لیدنه درلوده.

د دوبۍ اسلامي بانګ ګروپ له اجرايي مشر ډاکټر عدنان چلوان سره لیدنه کې د پاکستان اقتصادي تراژیدي یاده کړې او په دغه هېواد کې یې د بانک پانګونه غوښتې ده.

د پاکستان مالیې وزارت وایي، ډاکټر چلوان هم د پاکستان په مالي وده په تېره اسلامي بانکوالۍ، بېخ بنسټو او نورو برخو کې د مهم رول لوبولو لېوالتیا ښودلې ده.

اورنګزېب د اګسټ پر شپږمه دا هم وویل، چې یوه اروپايي بانک د پور ور کولو لپاره تماس ور سره نیولی دی، خو د دې پور په مقابل کې ګټه دومره ډېره وه چې منل یې له سیاسي او اقتصادي پلوه پاکستان ته ناممنکن و.

د پاکستان د مالیې وزیر په داسې مهال له منځني ختیځ بانکونو د پور اخیستلو هڅه کوي چې د دوه میلیارده پیسو درز ډکولو او د سعودي عربستان، چین او متحده عربي اماراتو د ۱۲ میلیارده نغدو پیسو ستنولو کې په پاتې راتلو سره روانه اونۍ د پیسو نړیوال صندوق دغه هېواد ته د ۷ میلیارد ډالرو پور تصویب تر نامعلوم وخت وځنډاوه.

نرېندر مودي د هند د اولني لومړي وزیر په توګه اوکراین ته لاړ

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي نن د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ورسېد. دا له پخواني شوروي په ۱۹۹۱ کال کې د اوکراین د ازادۍ له ترلاسولو وروسته اول ځل دی چې یو هندی لومړی وزیر دغه هېواد ته ځي.

دا لیدنه په داسې مهال ده چې د اوکراین ځواکونو د روسیې لوېدیځ کې کورسک سیمه نیولې او په مقابل کې روسي ځواکونه هم د اوکراین ختیځ کې ورو پرمختګ کوي.

اوکراین ته د سفر په جریان کې پخپله نرېندر مودي هم ویلي چې اوکراین کې د روان کړکېچ د سوله ییز حل لپاره د خپل نظر شریکول غواړي.

مسکو ته د نرېندر مودي د سفر بهیر کې پر اوکراین د روسیې توغندیز برید روغتون په نښه شو، چې له امله یې نوموړي پر ولادیمیر پوتین نیوکې وکړې.

د اوکراین د ولسمشر یو سلاکار میخایلو پودولیاک وايي، نوی ډېلی او مسکو ډېر اغېز لری، ځکه کیف ته د هند د لومړي وزیر سفر مهم بولي

د کاناډا د ریل پټلۍ شرکتونو بندېدو او خبرو اترو د ناکامېدو وروسته ۹۰۰۰ کارګران بېکاره شوي

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د کاناډا دوه مهم د ریل پټلیو شرکتونو له ۹۰۰۰ څخه ډېر کارکوونکي له دندو ایستلي، هغه څه چې ښايي د میلیاردونو ډالرو اقتصادي زیان لامل شي او د شمالي امریکا اکمالاتو لارو ته لوی زیان ورسوي.

د کاناډا د ریل پټلۍ ملي شرکت او کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت د دغه ریل پټلۍ د بندېدو پړه وروسته له هغه پر یو بل اچولې، چې د کاري شرایطو د ښه کولو او د معاشونو د لوړو په برخه د خبرو اترو څو پړاونه ناکام شول.

د کاناډا د ریل اتحادیې مشر پاول بوچر وايي: " د کاناډا د ریل پټلۍ ملي شرکت او کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت د لا زیاتو پیسو د ګټلو لپاره امنیتي مسایلو ته لیوالتیا نه ده ښودلې او د اضافي پیسو ګټلو لپاره یې کورنۍ جلا کړي."

هغه وویل، چې خبرې اترې لا هم دوام لري.

100%

د اورګادي پټلۍ دواړو شرکتونو ویلي، چې دوی په ښه نیت معامله کړې او د غوره معاش او ښه کاري شرایطو لپاره یې ډېر وړاندیزونه کړي دي.

او کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت وویل: "زموږ د غوره هڅو سربېره، دا روښانه ده چې د کاناډا د ریل اتحادیې سره خبرې اترې بې ګټه دي."

د کاناډا حکومت تر دې دمه د ریل پټلۍ او اتحادیې څخه غوښتنه کړې چې په ګډه کار وکړي او یوې موافقې ته ورسیږي.

د ریل اتحادیې مشر خبریالانو ته وویل، چې هغه تمه نه درلوده چې حکومت به کارګران منځګړتوب ته مجبوره کړي.

هغه وايي: "موږ باور لرو چې دا موضوع باید د خبرو اترو له لارې حل شي. موږ په دې باور نه یو چې درېیم اړخ ته اجازه ورکړي چې پرېکړه وکړي."

په لسګونو زره خلک چې د ټورنټو، وینکوور او مونټریال ښارونو ته د ځانګړي ریل شرکتونو له لارې سفر کوي، لا هم په انتظار کې دي، ځکه چې د کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت ملکیت د ریل پټلۍ کې د اورګاډو تګ راتګ درول شوی دی.

د ترکیې مرستندویه اداره وايي، په افریقا او افغانستان کې له یو شمېر اقشارو سره مرسته کوي

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی په ګیني کې بزګرانو، په سیرا لیون کې کب نیونکو او په افغانستان کې خبریالانو ته تجهیزات چمتو کړي او په ګیني کې یې ورکشاپ جوړ کړی چې په افریقا او افغانستان کې د پراختیا هڅو ته وده ورکړي.

ټیکا په یوه بیان کې ویلي، چې د ګیني د کرنې وزارت په همکارۍ یې د دغه هېواد د فرانه سیمې په کروندګرو باندې کرنیز وسایل وویشل شول.

په بیان کې راغلي، چې د ګیني په دویم لوی ښار کې یې د بېلابېلو موضوعاتو ورکشاپ هم جوړ کړی.

په جلا توګه، دا وویل چې دا د ګیني په دویم لوی ښار نزیریکور کې د بریکټ ورکشاپ جوړ کړی.

په یوه بل بیان کې د ترکیې مرستندویه ادارې ویلي، چې د ناقانونه کب نیونې د مخنیوي لپاره یې د سیرا لیون حکومت د هڅو د ملاتړ په پار په سیرا لیون کې پر کب نیونکو تجهیزات هم ویشلي دي.

همدا راز، په افغانستان کې په هرات ولایت کې د اټیکا دفتر ویلي، چې دوی په افغانستان کې د خبریالانو ته د دوی د ملاتړ لپاره تجهیزات چمتو کړي دي.