قزاقستان د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د افغانستان نشهیي توکي ونیول

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د روسیې د استخباراتي ادارو په مرسته یې په افغانستان کې تولید شوي ۵۰ کیلو ګرامه نشهیي توکي نیولي دي.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د روسیې د استخباراتي ادارو په مرسته یې په افغانستان کې تولید شوي ۵۰ کیلو ګرامه نشهیي توکي نیولي دي.
دغې کمېټې ویلي چې نیول شوي نشه يي توکي چرس دي چې په «تور بازار» کې یې بیه شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسیږي.
د قزاقشتان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ د (وږي دویمه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روسیې او د دغه هېواد استخباراتي څانګې توانیدلي چې له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونیسي.
د خبرپاڼې له مخې، د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې او قزاقستان په ګډو عملیاتو کې د نشهيي توکو د قاچاقو د نړۍوالې ډلې دوه تنه غړي یې هغه مهال د روسیې سره په پوله ونیول چې نشهيي توکي یې لېږدول.
د قزاقستان د ملي امنیت کمېټه وايي، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاقو بار موټرې نیول شوې دي.
د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بیا د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستانه خپلو هېوادونو ته د نشهیي توکو د قاچاقو په اړه اندېښمن دي.

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی په ګیني کې بزګرانو، په سیرا لیون کې کب نیونکو او په افغانستان کې خبریالانو ته تجهیزات چمتو کړي او په ګیني کې یې ورکشاپ جوړ کړی چې په افریقا او افغانستان کې د پراختیا هڅو ته وده ورکړي.
ټیکا په یوه بیان کې ویلي، چې د ګیني د کرنې وزارت په همکارۍ یې د دغه هېواد د فرانه سیمې په کروندګرو باندې کرنیز وسایل وویشل شول.
په بیان کې راغلي، چې د ګیني په دویم لوی ښار کې یې د بېلابېلو موضوعاتو ورکشاپ هم جوړ کړی.
په جلا توګه، دا وویل چې دا د ګیني په دویم لوی ښار نزیریکور کې د بریکټ ورکشاپ جوړ کړی.
په یوه بل بیان کې د ترکیې مرستندویه ادارې ویلي، چې د ناقانونه کب نیونې د مخنیوي لپاره یې د سیرا لیون حکومت د هڅو د ملاتړ په پار په سیرا لیون کې پر کب نیونکو تجهیزات هم ویشلي دي.
همدا راز، په افغانستان کې په هرات ولایت کې د اټیکا دفتر ویلي، چې دوی په افغانستان کې د خبریالانو ته د دوی د ملاتړ لپاره تجهیزات چمتو کړي دي.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ د امریکايي وسلو تصویرونه خپاره کړي، چې په افغانستان کې له امریکا څخه پاتې شوې دي. راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان د حکومت مخالفین هغه وسلې کاروي، کومې چې له افغانستان څخه پاکستان ته راوړل شوې دي.
جیو نیوز د امنيتي سرچينو د معلوماتو په حواله لیکي، چې په مستونګ عملیاتو کې له مخالفو وسله والو څخه بهرنې وسلې ترلاسه شوي.
په دغو تر لاسه شویو وسلو کې ار پي جي، ایم ایم ای کی ۸ او چاودیدونکې توکي شامل وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو په بهیر کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ژوب په سمبازه سيمه کې د عملياتو پر مهال د وژل شویو وسله والو څخه هم په زياته کچه بهرنۍ وسلې ترلاسه شوې دي، په وسلو کې د پي جي ايم ټوپکونه، لاسي بمونه، ار پي جي، اې کې ایم رایفلونه او راکټونه شامل دي.
جیو نیوز لیکلي، چې په خیبرپښتونخوا کې هم د عملیاتو پر مهال له ترهګرو څخه ایم فور/ اې ون، اې کې ۴۷، باروت او چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په پښین سیمه کې هم د عملیاتو پر مهال له لسو وژل شویو وسله والو څخه بهرنۍ وسلې ترلاسه شوي.
جیو نیوز وایي، چې د شمالي وزیرستان او ګوادر بندر د عملیاتو پر مهال هم له وسله والو بهرنۍ وسلې تر لاسه شوي دي.
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې له افغانستانه ترهګر د پولې له لارې د نفوذ هڅه کوي.
پاکستاني چارواکو په کراتو افغان طالبان په دې تورن کړي، چې پاکستاني طالبانو ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی او ملاټړ یې کوي.
بل خوا؛ طالبانو تل ویلي، اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره دې د ترهګرې لپاره وکارول شي.

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې نن د طالبانو پر رېنجر چاودنه شوې، چې له امله یې «شپږ ماشومان وژل شوي او څلور طالبان او یو ماشوم ټپي شوی دی.» د طالبانو شخصي ګروپونو کې درز شوی پیغام ښيي چې د دوی په رېنجر کې د مدرسې طالبان دغې ولسوالۍ ته په چکر روان و، چې چاودنه پرې وشوه.
د طالبانو د پیغامونو له مخې، دا ماشومان نورستان کې د مدرسې شاګردان و او د چکر لپاره دره نور ته د طالبانو رېنجر کې تللي وو.
د دې پیغام له مخې د دوی په موټر په شیمل کلي کې چاودنه شوې چې له امله یې څلور ماشومان ځای پر ځای او دوه نور له ټپونو وروسته مړه شوي دي.
طالبان وايي، دې پېښه کې د دوی څلور سرتېري او یو ماشوم ټپي شوی دی.
خو له بلې خوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پخواني ماین د چاودنې له امله دې پېښه کې د مدرسې پنځه ماشومان زدکوونکي او یو استاد یې وژل شوي دي.
عبدالبصیر زابلی وايي، د پېښې قربانیان ټول د نورستان ولايت اوسيدونکي او «د مدرسي استادان او شاګردان دي او د دینې زدکړو لپاره دره نور ته روان و.»
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې یو طالب مسوول د بل کس د پوښتنې ځواب کې وايي، «مجاهدین هم پکې دي.»
د دې پېښې رسېدلو انځورونو کې د دوو ماشومانو مړي او څو سړي ښکاري چې درملنه یې کېږي.
لا هم د دې پېښې د څرنګوالي په هکله بې پرې مالومات نشته، خو په افغانستان کې د جنګي ډلو او تېرو ۴۰ کلونو ناخوالو کې تر ډېره قرباني پاړکی ماشومان دي.
افغان ماشومان تر دېره د ناچاودو مرمیو او د وسلوالو ډلو د استفادې ښکار کېږي.

د «بازگشت طالبان» په نامه د یوه کتاب لیکوال حسن عباس وایي، چې پر طالبانو د ایران پخوانی اغېز کم شوی؛ خو متحده عربي اماراتو او قطر په دې وروستیو کې پر طالبانو خپل اغېز زیات کړی دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبتالله ځواک د پخوا پرتله زیات شوی دی.
د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد په خپله مرکه کې وویل، چې «د ملا هبت الله د ځواک شبکه تر ملا عمر زیاته او پیاوړې ده.»
هغه ویلي، چې ملا هبتالله د خپل ځواک د ډېرولو لپاره له قومي تړاونو کار اخلي، هغه وایي: «طالبان تل وايي چې ټول د یوه دیني او ایډیولوژیک بهیر غړي دي؛ خو په ټوله کې دوی په خپلو قومي جوړښتونو خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي.»
د نوموړي په وینا دمګړۍ د طالبانو ۲۵ زره کسیز ځواک په کندهار کې شته او د دغه ځواک په ملتیا ملا هبت الله کولای شي خپله هر ډول پرېکړه پر خلکو ومني.
حسن عباس په کابل کې د طالب چارواکو ادلون بدلون ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب واک کم شوی؛ خو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر پخوا نور هم ځواکمن شوی دی.
هغه وویل، چې «د واک او سرچېنو د تر لاسه کولو لپاره په کابل کې د طالب وزیرانو تر منځ اخ و ډب روان دی.»
هغه دا رنګه ویلي، شهابالدین دلاور چې پخوا یو ځواکمن کس و، ځکه له دندې ګوښه شوی چې خپل زوم او زوی یې په دولتي لوړو څوکیو ګومارلي وو.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهابالدین دلاور دا مهال د سرې میاشتې ټولنې مشر ټاکل شوی او زوی یې په تاشکند کې د یو ډیپلوماټ په توګه معرفي شوی و.
دغه جګپوړي څېړونکي ویلي، چې قطر پر طالبانو زیات نفوذ لاره؛ خو له هغه مهاله چې دغه هېواد د منځني ختیځ په مسلو کې ډېر بوخت شو، نو سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له فرصته ګټه پورته کړه او په افغانستان کې یې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره هڅې پیل کړې.
هغه وايي، دغه هېوادونه غواړي په افغانستان کې د ایران پخوانی نفوذ را کم کړي، چې په دې توګه نن سبا د هغه هېواد نفوذ هم په افغانستان کې مخ په کمېدو دی.
حسن عباس د «بازگشت طالبان» نومي کتاب کې پر هبت الله د سپاه پاسداران د نفوذ یادونه کړې وه.
هغه دا رنګه د طالبانو له رژیمه د افغانستان د پراخه پرګنو د نا رضایتۍ یادونه هم کړې وه، چې په وینا یې هزاره توکمي، تاجکان او ازبکان د طالبانو له سیاستونو ناراضه دي.
نوموړي په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وضیعت اندېښنه ښودلې او وړاندوینه یې کړې، چې طالبان به په راتلونکې کې دې ته اړ شي چې په دغه هېواد کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د یوه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱مې نېټې تر ۶ سوه ۸۳ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې؛ د کډوالو اېستل د مارچ میاشتې راهیسي ډېر شوي، چې د می او جون میاشتو کې شاوخوا ۳۸ زره کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي؛ خو په جولای میاشت کې دا شمېر لږ راکم شوی او د ۳۶ زره کډوالو د اېستلو راپور ورکړل شوی دی.
خو پاکستاني رسنیو ویلي، چې د روان ۲۰۲۴کال (د جولای له ۲۱مې د اګسټ تر ۱۷مې نېټې) له پاکستانه ۳۲زره او ۲۰۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.
د کډوالوعالي کمېشنرۍ د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او شریکانو یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۷۵۸ زره او ۹۲۵ کسانو ته بشري مرستې برابرې کړې دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د کډوالو د اېستلو د پالیسۍ له پلي کولو وروسته په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او شړلو هڅې ګړندۍ کړې.
د کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه خشنه پالیسي که څه هم په نړۍواله کچه نقد شوې، په کور دننه هم یو شمېر سیاستوالو د یادې پالیسۍ مخالفت کړی.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخواني لنډ مهالي لومړي وزیر په یوې مرکې کې له خپلې دغې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې افغانان باید خپل هېواد ته لاړ شي.
یو شمېر پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.
بل خوا، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (د سې شنبې په ورځ) ویلي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه غواړي په پکتیا ولایت کې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي.
