• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جیو نیوز: وسله وال په عملیاتو کې له افغانستان څخه پاکستان ته راوړل شوې بهرنۍ وسلې کاروي

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ د امریکايي وسلو تصویرونه خپاره کړي، چې په افغانستان کې له امریکا څخه پاتې شوې دي. راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان د حکومت مخالفین هغه وسلې کاروي، کومې چې له افغانستان څخه پاکستان ته راوړل شوې دي.

جیو نیوز د امنيتي سرچينو د معلوماتو په حواله لیکي، چې په مستونګ عملیاتو کې له مخالفو وسله والو څخه بهرنې وسلې ترلاسه شوي.

په دغو تر لاسه شویو وسلو کې ار پي جي، ایم ایم ای کی ۸ او چاودیدونکې توکي شامل وو.

په راپور کې ویل شوي، چې د عملیاتو په بهیر کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ژوب په سمبازه سيمه کې د عملياتو پر مهال د وژل شویو وسله والو څخه هم په زياته کچه بهرنۍ وسلې ترلاسه شوې دي، په وسلو کې د پي جي ايم ټوپکونه، لاسي بمونه، ار پي جي، اې کې ایم رایفلونه او راکټونه شامل دي.

جیو نیوز لیکلي، چې په خیبرپښتونخوا کې هم د عملیاتو پر مهال له ترهګرو څخه ایم فور/ اې ون، اې کې ۴۷، باروت او چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په پښین سیمه کې هم د عملیاتو پر مهال له لسو وژل شویو وسله والو څخه بهرنۍ وسلې ترلاسه شوي.

جیو نیوز وایي، چې د شمالي وزیرستان او ګوادر بندر د عملیاتو پر مهال هم له وسله والو بهرنۍ وسلې تر لاسه شوي دي.

پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې له افغانستانه ترهګر د پولې له لارې د نفوذ هڅه کوي.

پاکستاني چارواکو په کراتو افغان طالبان په دې تورن کړي، چې پاکستاني طالبانو ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی او ملاټړ یې کوي.

بل خوا؛ طالبانو تل ویلي، اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره دې د ترهګرې لپاره وکارول شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې د طالبانو پر رېنجر په چاودنه کې «شپږ ماشومان» ووژل شول

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې نن د طالبانو پر رېنجر چاودنه شوې، چې له امله یې «شپږ ماشومان وژل شوي او څلور طالبان او یو ماشوم ټپي شوی دی.» د طالبانو شخصي ګروپونو کې درز شوی پیغام ښيي چې د دوی په رېنجر کې د مدرسې طالبان دغې ولسوالۍ ته په چکر روان و، چې چاودنه پرې وشوه.

د طالبانو د پیغامونو له مخې، دا ماشومان نورستان کې د مدرسې شاګردان و او د چکر لپاره دره نور ته د طالبانو رېنجر کې تللي وو.

د دې پیغام له مخې د دوی په موټر په شیمل کلي کې چاودنه شوې چې له امله یې څلور ماشومان ځای پر ځای او دوه نور له ټپونو وروسته مړه شوي دي.

طالبان وايي، دې پېښه کې د دوی څلور سرتېري او یو ماشوم ټپي شوی دی.

خو له بلې خوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پخواني ماین د چاودنې له امله دې پېښه کې د مدرسې پنځه ماشومان زدکوونکي او یو استاد یې وژل شوي دي.

عبدالبصیر زابلی وايي، د پېښې قربانیان ټول د نورستان ولايت اوسيدونکي او «د مدرسي استادان او شاګردان دي او د دینې زدکړو لپاره دره نور ته روان و.»

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې یو طالب مسوول د بل کس د پوښتنې ځواب کې وايي، «مجاهدین هم پکې دي.»

د دې پېښې رسېدلو انځورونو کې د دوو ماشومانو مړي او څو سړي ښکاري چې درملنه یې کېږي.

لا هم د دې پېښې د څرنګوالي په هکله بې پرې مالومات نشته، خو په افغانستان کې د جنګي ډلو او تېرو ۴۰ کلونو ناخوالو کې تر ډېره قرباني پاړکی ماشومان دي.

افغان ماشومان تر دېره د ناچاودو مرمیو او د وسلوالو ډلو د استفادې ښکار کېږي.

شننه؛ پاکستان کې د جنرالواکۍ د نظام بحران او د پوځ اقتصادي امپراتوري

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

هسې خو پاکستان د خپل اساسي قانون له مخې په تیورۍ کی یو فیدرالی او پارلماني جمهوریت دی. په ظاهره یې حکومتي نظام هم دغه بڼه لري، خو په حقیقت او په عمل کې په دغه هیواد کې د اساسي قانون د حد نه ماورا، په ۱۹۷۷ کې د جنرال ضیاالحق د پوځي دکتاتورۍ نه وروسته د جنرالواکۍ نظام نافذ دی.

جنرالواکي د اساسي قانون د محتوا نه په سرغړونه د تقنینیه، اجراییه او د قضا قواوو صلاحیتونه سلبوي او د دولتي او حکومتي نظام د اداره کولو واګې د جنرالانو لاس ته ور کوي.

د ولسواکۍ او د جنرالواکۍ تر منځه تضاد د پاکستان د موجوده هر اړخیز بحران اساسي علت او ریښه تشکیلوي او د وخت په تیریدو سره دغه بحران لا پسې ژوریږي.

پاکستان کې عام انتخابات اوس په یوه نمایشي عمل بدل شوي اوس انتخابات تش د دې لپاره کیږي چې دولت خپل داخلي او بین المللي مشروعیت وساتي.

پاکستان کې لومړني او وروستي ازاد انتخابات

پښتونخوا او بلوچستان کې خلک د پاکستان د پوځ پر ناامنۍ تورنوۍ
100%
پښتونخوا او بلوچستان کې خلک د پاکستان د پوځ پر ناامنۍ تورنوۍ

پاکستان کې اول او اخري ځل ازاد او بیطرفه انتخابات په ۱۹۷۰کې د جنرال یحاخان په حکومت کې شوي وو.

په هغو انتخاباتو کې د بنګالیانو ملتپال ګوند عوامي لیګ، چې شیخ مجیب الرحمان یې رهبر و، د پارلمان د چوکیو مطلق اکثریت تر لاسه کړی وو، خو جنرالانو د انتخاباتو ګټونکي ګوند ته د قدرت د سپارلو نه انکار وکړ.

د بنګال ولس او د هغوی نماینده ګوند عوامي لیګ مقاومت ته ملا وتړله چې په نتیجه کې یې پاکستان په ۱۹۷۱ کې دوه ټوټې شو.

د هغه نه پس په پاتې پاکستان کې جنرالانو د خپل استخباراتي سازمان ای ایس ای په وسیله په انتخاباتو کې درغلي او لاسوهنه پیل کړې ده او تل یې د خپلې خوښې ګوندونو ته د دې لپاره واکمني سپارلې ده چې دوی به په ښکاره په حکومتي چوکیو ناست وي، خو په عمل کې به جنرالان خپل باداران مني.

کله کله چې ځینې سیاسي ګوندونه د جنرالانو باداري نه مني، نو بیا ای ایس ای د هغوی په ضد کودتا وکړي او سیاسي حکومت وپرځي، خو جنرالان دا تلاش کوي چې دغه کودتاوې او د سیاسي حکومتونو چپه کیدل هم په ظاهره په اصطلاح قانوني شکل ولري.

د پاکستان پوځ کې د قومونو ونډه

پروېز مشرف وروستی پوځي جنرال و چې مخامخ کودتا سره یې د نواز شریف حکومت نسکور کړ
100%
پروېز مشرف وروستی پوځي جنرال و چې مخامخ کودتا سره یې د نواز شریف حکومت نسکور کړ

د پاکستان پوځ کې د ۸۰ فیصدو شاوخوا پنجابیان دياو ۱۰/۱۲فیصده شاوخوا به یې پښتانه وياو پاتې نور قومونه دي.

د پوځ زعامت تر ټولو لوړ پوړي ۱۱ تنه دغه افسران تشکیلوي، لکه لوی درستیز ، ۹ د قول اردو قومندانان ، د ای ایس ای عمومی رئیس. دا کسان زیات وخت پنجابیان وي.

د قول اردو قومندانانو کې کله کله یو نیم پښتون هم لیدل کیږي، خو دا خبره څرګنده ده چې اصل تصمیمونه څوک نیسي.

په ۱۹۴۷ کې چې د انګلیسانو واکمني پای ته ورسیده او پخوانی هندوستان د هند او پاکستان په نامه په دوو مملکتونو وویشل شو، نو د پخواني مملکت منابع او داراې د نویو مملکتونو تر منځ وویشل شوې.

په دې ویش کې د هندوستان د مادي منابعو ۱۷ فیصدي د پاکستان برخه شوه او د ګډ پوځ څخه ۳۳ فیصدي پوځ د پاکستان ورسید.

دا معلومه خبره ده چې د پاکستان پوځ لهو ړومبۍ ورځې د پاکستان د مالي منابعو په تناسب غټ و.

په ۱۹۷۱ کې چې کله بنګلدیش بیل او مستقل هیواد وګرځید، نو په پاتې پاکستان باندې د غټ پوځ بار لا سېوا شو.

د ۱۹۷۱ نه پس جنرالونو دوه واره د کودتا ګانو له لارې سیاسي قدرت په خپل لاس کې اخستې او شل کاله یې نیغ په نیغه سیاسي قدرت اشغال کړی.

د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۸ پورې جنرال ضیالحق پوځي دکتاتوري چلولې ده او د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۸ پورې جنرال مشرف د قدرت واګې په لاس کې لرلې دي.

په دې برسیره دغه نور پاتې وخت کې هم جنرالان د سیاسي حکومتونو د پردې تر شا اصلي واکمنان پاتې شوي.

د پوځ اقتصادي امپراتوري

جنرالانو د خپلې واکمنۍ په جریان کې یوه لویه اقتصادي امپراتوري هم جوړه کړې ده.

په دې کې عسکري بانک، د FWO په نوم د پاکستان تر ټولو غټ تعمیراتي شرکت.

د NCC په نوم تر ټولو غټ ترانسپورتي شرکت، په ګڼ شمیر صنعتي فابریکې، د انشورنس یا بېمې شرکتونه، د DHA په نوم د پاکستان په هر یوه ښار کې د کور جوړولو کاروبار او نورې ډیرې دارایانې ګډون لري.

د دې نه علاوه دوی د جنګي اقتصاد نه هم ګټې لاس ته راوړي، خو اوس د پاکستان ولسونه د جنرالانو په منځ کې موجودو میلیاردرانو په باره کې د سوشل میډیا په برکت معلومات لري.

په واقعیت کې پاکستاني جنرالان اوس په یوه بیوراکراتیکه سرمایه داره طبقه بدل شوي دي، چې اوس هغوی د خپلو اقتصادي او طبقاتي ګټو د ساتلو لپاره حکومتي او دولتي قدرت په خپل لاس کې ساتلو ته اړتیا لري.

دغه بیوراکراتیکه سرمایه داره طبقه د نواز شریف او د عمران خان په ګوندونو کې شاملو سرمایه دارو طبقو سره د سیاسي قدرت د نیولو لپاره سیالي کوي، په دغه سیالۍ کې د پوځ استخبارات خاص نقش لري.

د پاکستان پوځ پخوانی تربیت او دسپلن د انګلیسانو د زمانې و، نو دا پوخ او مضبوط و، خو اوس لوړ پوړيجنرالان پانګوال شوي او پراخې مادي ګټې لري.

د پوځ د لوی درستیز منصب اوس په عمل کې د پاکستان د بادشاه حیثیت لري، نو ځکه دغې چوکۍ ته د رسیدو په سر سیالۍ سختې شوې دي.

د لوی درستیز د عهدې قانوني میعاد درې کاله دی، خو اوس په دغه چوکۍ ناست جنرالان د خپل میعاد د تمدید په لټه کې وي.

د پاکستان د پوځ پخوانی لویدرستیز جنرال قمر جاوید باجوه شپږ کاله په دغه منصب تیر کړ.

د ای ایس ای پخوانير ئیس جنرال فیض حمید د پخواني صدراعظم عمران سره د دې لپاره ځان نزدې کړی و،چې هغه به لوی درستیز شي.

چې کله عمران خان د پارلمان له خوا د سلب اعتماد له لارې برطرف شو، نو فیض حمید هم د ترفیع چانس له لاسه ور کړو او د نواز شریف په پشتیبانۍ په ۲۰۲۲ کې جنرال عاصم منیر لوی درستیز شو.

د فیض حمید د کودتا هڅه

پوځي محکمن کې د عمران خان او فیض حمید د محاکمې امکان شته
100%
پوځي محکمن کې د عمران خان او فیض حمید د محاکمې امکان شته

فیض حمید د قدرتمنې چوکۍ د نیولو تلاش ته لاهم ادامه ورکړه، جنرال فیض حمید د عمران خان په مرسته د ۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه د جنرال عاصم منیر په ضد په کودتا لاس پورې کړ، خو دغه کودتا ناکامه شوه.

فیض حمید او عمران خان دواړه بندیان شول او د دې خبرې امکان موجود دی چې دوی دواړه به په یوه پوځي محکمه کې محاکمه او مجازات شي.

پاکستان کې د موجوده اړۍ ګړۍ او سیاسی انقطاب اساسي علت د پاکستان د اساسي قانون د چوکاټ نه بهر د جنرالواکۍ د نظام بحران دی.

د سیاسي رهبرانو او جنرالانو تر منځ په سیاسي قدرت شخړې او د جنرالانو خپل مینځي شخړو پاکستان په سیاسي توګه بې ثباته کړی دی او اقتصاد یې هم ورشکست سره مخامخ دی.

که پاکستان د خپل اساسي قانون سره سم دموکراتیک نظام ته زر نه راوګرځي، نو د دې خبرې امکان موجود دی چې د جنرالواکۍ بحران تر دې زیات خطرناک شکل غوره کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د پي‌ټي‌ای د غونډې تر اعلان وروسته، د اسلام اباد او راولپنډۍ ټولې لارې او ښوونځي وتړل شول

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتجاجي غونډې تر اعلان وروسته، د اسلام اباد او راولپنډۍ ټولې لارې او ښوونځي وتړل شول. د پاکستان تحريک انصاف د غونډې لپاره حکومت د اسلام اباد او راولپنډۍ ټولې لارې د کانټينرونو په اېښودلو سره تړلې دي.

تر دې وړاندې تحریک انصاف په راولپنډۍ کې د غونډې اعلان کړی و؛ خو اوس دغه غونډه ځنډول شوې ده.

د عمران خان ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حکومت د ګډوډۍ په خورولو او د دوی پر وړاندې د دسیسې په جوړولو تورن کړی دی.

دغه ګوند وایي، چې دوی به د را روانې سپټمبر په ۸مه او ۹مه نېټه خپله احتجاجي غونډه جوړه کړي.
په راولپنډۍ کې چارواکو تېره ورځ په ترنول کې د پاکستان تحريک انصاف د جلسې اجازه نه وه ورکړې.
په راولپنډۍ کې حکومتي چارواکي وایي، چې په دغه ښار کې د پاکستان او بنګه دېش لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده؛ نو د سختو امنیتي اندېښنو له امله د غونډې اجازه نه ورکول کېږي.
تېره ورځ د پنجاب حکومت هم په ټوله صوبه کې په غونډو او پرلتونو بنديز لګولی وو.
ورته مهال حکومت په اسلام اباد کې د پي‌ټي‌ای د احتجاج له امله ټول ښوونځي د يوې ورځې لپاره تړلي دي.
په اسلام اباد ښار کې اوس‌مهال دغې احتجاجي غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د لارو بندېدو له امله د ډېرو دفترونو چارې هم ټکنۍ شوې دي.
د راپورونو له مخې، په لاهور کې هم پولیس واټونو ته راوتلي او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
له بل پلوه د پي‌ټي‌ای د غونډې له امله د سړکونو او لارو بندېدو له کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ اونيزه خبري ناسته هم لغوه شوې ده.
د خيبر پښتونخوا وزير اعلی علي امين ګنډاپور پرون په خپل يوه بيان کې د راولپنډۍ د چارواکو له‌خوا د غونډې د لغوه کولو پرېکړه رد کړه او ويې ويل، چې سبا به په ترنول چوک کې يوه غونډه کېږي او دا غونډه به حتمي کېږي.

په بلوچستان کې د تېرو وروستیو بارانونو له امله ۲۹ کسان مړه شوي دي

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۱

په کوټه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په بلوچستان کې د جون له اوومې راهیسې د بارانونو له امله د اوښتو زیانونو راپور خپور کړی دی.

د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، په بلوچستان کې د بارانونو له کبله په تېرو دوه نيمو مياشتو کې ۲۹ کسان مړه شوي دي چي په مړو شویو کې ۱۵ نارينه، ۱۳ ماشومان او يوه ښځه شامله ده.
د راپورونو له مخې، د بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۳۷ تنه ټپیان شوي هم دي.
د بارانونو له امله ۱۵۰ څاروي تلف شوي او د ۴۱۲ جریبه کرنیزې ځمکې فصلونه له منځه تللي دي.
د دغو ورښتونو له امله ۲۳۵ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي، ۶۰۲ کورونه برسېرن زیانمن شوي، ۷ پلونه او ۵۲ لويې لارې هم ویجاړې شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان په پنجاب کې د طبیعي پېښو ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې په پنجاب کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸۴ تنه مړه او ۲۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې په خبره، د دغو ورښتونو په لړ کې ۲۴۵ کورونه زیانمن شوي چې له ډلې یې ۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۴۵ یې برسېرن اغېزمن شوي دي.

حسن عباس: پر طالبانو د ایران اغېز کم شوی، خو د اماراتو او قطر اغېز بیا پام وړ زیات شوی دی

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د «بازگشت طالبان» په نامه د یوه کتاب لیکوال حسن عباس وایي، چې پر طالبانو د ایران پخوانی اغېز کم شوی؛ خو متحده عربي اماراتو او قطر په دې وروستیو کې پر طالبانو خپل اغېز زیات کړی دی.

هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله ځواک د پخوا پرتله زیات شوی دی.
د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد په خپله مرکه کې وویل، چې «د ملا هبت الله د ځواک شبکه تر ملا عمر زیاته او پیاوړې ده.»
هغه ویلي، چې ملا هبت‌الله د خپل ځواک د ډېرولو لپاره له قومي تړاونو کار اخلي، هغه وایي: «طالبان تل وايي چې ټول د یوه دیني او ایډیولوژیک بهیر غړي دي؛ خو په ټوله کې دوی په خپلو قومي جوړښتونو خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي.»
د نوموړي په وینا دمګړۍ د طالبانو ۲۵ زره کسیز ځواک په کندهار کې شته او د دغه ځواک په ملتیا ملا هبت الله کولای شي خپله هر ډول پرېکړه پر خلکو ومني.
حسن عباس په کابل کې د طالب چارواکو ادلون بدلون ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب واک کم شوی؛ خو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر پخوا نور هم ځواکمن شوی دی.

هغه وویل، چې «د واک او سرچېنو د تر لاسه کولو لپاره په کابل کې د طالب وزیرانو تر منځ اخ و ډب روان دی.»
هغه دا رنګه ویلي، شهاب‌الدین دلاور چې پخوا یو ځواکمن کس و، ځکه له دندې ګوښه شوی چې خپل زوم او زوی یې په دولتي لوړو څوکیو ګومارلي وو.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب‌الدین دلاور دا مهال د سرې میاشتې ټولنې مشر ټاکل شوی او زوی یې په تاشکند کې د یو ډیپلوماټ په توګه معرفي شوی و.
دغه جګپوړي څېړونکي ویلي، چې قطر پر طالبانو زیات نفوذ لاره؛ خو له هغه مهاله چې دغه هېواد د منځني ختیځ په مسلو کې ډېر بوخت شو، نو سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له فرصته ګټه پورته کړه او په افغانستان کې یې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره هڅې پیل کړې.
هغه وايي، دغه هېوادونه غواړي په افغانستان کې د ایران پخوانی نفوذ را کم کړي، چې په دې توګه نن سبا د هغه هېواد نفوذ هم په افغانستان کې مخ په کمېدو دی.
حسن عباس د «بازگشت طالبان» نومي کتاب کې پر هبت الله د سپاه پاسداران د نفوذ یادونه کړې وه.

هغه دا رنګه د طالبانو له رژیمه د افغانستان د پراخه پرګنو د نا رضایتۍ یادونه هم کړې وه، چې په وینا یې هزاره توکمي، تاجکان او ازبکان د طالبانو له سیاستونو ناراضه دي.
نوموړي په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وضیعت اندېښنه ښودلې او وړاندوینه یې کړې، چې طالبان به په راتلونکې کې دې ته اړ شي چې په دغه هېواد کې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.