حنفي:د اسلامي شریعت پلي کول مو سره کرښه ده

د طالبانو د امرباالمعروف وزیر وایي، چې افغانانو په ایماني قوت، افغاني غیرت او د سرونو په بیه هېواد له «شرارتونو او فتنه ګرو» خلاص کړی دی. محمد خالد حنفي دا خبرې بلخ کې یوې ولسي غونډې ته د خبرو پرمهال وکړې او زیاته یې کړه، چې افغانانو د هر ډول «استعمار» پر وړاندې ملا تړلې ده.