د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو د خاموشه کولو هڅه ده

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون غندي او وایي؛ دغه قانون د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د خاموشه کولو لپاره یوه بله هڅه ده. کاناډا له طالبانو غوښتي، څو پر ښځو او نجونو ټول محدودیتونه لرې کړي او د بشري حقونو نقضول پای ته ورسوي.