• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ لوبغاړې ایمان خان د رزمي هنرونو اسیايي جام کې د سرو زرو مډال وګاټه

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱

د پاکستان د ازادوسیاليو لوبغاړې ایمان خان د رزمي هنرونو اسيايي جام کې پرون د سرو زرو مډال وګاټه. ایمان خان د پنجاب مرکز لاهور کې د دې سیالیو په پايلوبه کې قزاقستانۍ سيالې ته په ماتې ورکولو دغه قهرماني په خپل نوم کړه.

د پاکستان راډيو د شنبې په ورځ په خپل خبر کې ويلي، چې اتلې لوبغاړې د ښځو په برخه کې په ۵۶ اعشاريه ۷ کيلوګرامه لوړ وزن کې دغه اتلولي خپله کړې ده.

ایمان خان د سيالۍ تر ګټلو وروسته ويلي، چې د دې بريا لپاره یې درې کلونه هڅې کړې.

دا وایي، غواړي په ورته نورو سياليو کې پاکستان ته زياتي برياوي راوړي.

تر ایمان خان مخکې يوې بلې پاکستانۍ لوبغاړې بنو بټ هم په ورته کټګورۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

د رزمي هنرونو د ښځو اسيایي جام په سياليو کې تاجکستان او قزاقستان د اوو سرو زرو ۷ـ۷ مډالونو په لرلو سره تر ټولو مخکې دي.

بحرین لوبډلې د سرو زرو درې، پاکستان او قرغزستان بیا د سرو زرو دوه – دوه مډالونه وګټل.

پاکستان په دغو سيالیو کې څلور د سپینو زرو مډالونه هم ګټلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

شهرزاد اکبر: خلک له لوږې او درملو له نشتوالي مري، طالبان د ږيرې او حجاب پسې دي

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانی مشره وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر نوی قانون د دې ډلې د «ناروغ ذهنیت» ښکارندويي کوي. شهرزاد اکبر وايي، چې خلک له لوږې، د برېښنا او درملو له نشتوالي مري، خو طالبان د حجاب او ږيرې پسې دي.

اغلې اکبر چې دا مهال د رواداري د بشري حقونو د سازمان مشره ده، د جمعې په ورځ - د وږي په دویمه - یې پر اېکس ټولنیزه شبکه خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د مشر له خوا نوی نافذ شوی قانون باندې ښځې اعتراض کوي او د هغوي انساني کرامت ته یې سپکاوی بولي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ - د زمري په ۳۱ مه - اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده «د امر بالمعروف او نهې المنکر قانون» تصویب کړی.

د طالبان عدلیې وزارت زیاته کړه، چې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی چې اوس د تطبیق وړ دی.

د طالبانو نوی قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د "عورت" په توګه بللي او د "غیر محرم" په مخ کې یې ښکاره کول جرم بللی دی. دا قانون په ګرځنده ټلیفونونو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو کې د ژوندیو مخلوقاتو عکسونه او ویډیوګانې هم منع کړي دي.

د طالبانو دغه قانون په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د دغو شبکو ډیری ښځینه کاروونکو په دې قانون نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د دې قانون په تصویب سره په افغانستان کې د "ښځو ضد او جنسیتي توپیر" سیاست عملي کوي.

شپږيزه لیګ؛ امونهنګان لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۱۹ منډو په توپير ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۸ مه لوبه کې امونهنګان لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۱۹ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې پنځمه بريا هم خپله کړه. امو نهنګانو لوبډله ۱۰ امتيازه لري، د سبا تر لوبې وروسته به یې پايلوبې ته د رسېدو برخلیک معلوم شي.

د شپږېزې کرېکټ لیګ د ۱۸ مې لوبې پچه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

امونهنګانو لوبډلې په بهترينه توپوهنې سره د لوبې غوره پيل وکړ.

دغه لوبډلې په ۲۰ اورنو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې هدف وټاکه.

عبدالمالک تر نور لوبغاړو ډېرې په ۵۶ توپونو ۷۳ منډې وکړې او د لوبې تر پايه ولوبيد.

د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ د بندامير ښامارانو لوبډله په ۱۹.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړی کړې او دغه لوبه یې د ۱۹ منډو په توپير وبايلل.

د امونهنګانو په لوبډله کې تېز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي د سيالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د دې سیالیو په وروستيو کې د امو په لوبډله کې شرف الدين اشرف د لوبې تغير کوونکی، عبدالمالک د «سټايلش» لوبغاړي، قیس احمد غوره توپ نيوونکی او کریم جنت د ډېرو شپږيزو وهوونکي وټاکل شول او جايزې هم ورکړل شوې.

۱۹ افغان زده‌کړیالانې د زده‌کړو د دوام په موخه سکاټلېنډ هېواد ته رسېدلې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

۱۹ افغانې زده‌کړیالانې د سکاټلېنډ پلازمېنې اډینبورګ ته رسېدلې چې د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته د روغتیا په برخه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. دغه زده‌کړیالانې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د خپلو زده‌کړو له دوام ګرځول شوې وې.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه زده‌کړیالانې له کابل، میدان وردګ، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه د پاکستان له لارې برېتانیې ته لېږدول شوې دي.

دغه بنسټ وايي، له درې کلنو هڅو وروسته دغه نجونې سکاټلېنډ ته ورسېدلې.

۱۹ کلنې زهرا حسیني چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یې د طب پوهنځي لومړی کال پای ته رسولی و وايي، هیله لري چې افغانستان ته د ستنېدو تر مهاله به یې کور امن شوی وي.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ چې له نجونو سره د مرستې لپاره جوړ او د لینډا نورګرو په نوم د یوې مرستندویه کارکونکي د مور او پلار له‌خوا رامنځته شوی، لینډا نورګرو په ۲۰۱۰ کال کې په کونړ ولایت کې وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ یې بندیز لګولی دی.

شپږیزه لیګ؛ بست ساتونکو د ۸۲ منډو په توپیر مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د بست لوبډلې د درویش رسولي ۷۶، اعجاز احمدزي ۴۵ او محمد شهزاد ۳۲ منډو پر مټ د مس عینک لپاره د ۲۰۵ منډو هدف ایښی و، خو د مس عینک لوبډلې توپ وهونکي د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او د لوبې په ۱۸،۲ اور کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د نهم پړاو شپږیزې لیګ سیالیو په ۱۷مې لوبې کې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلې وه او د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بست لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړې وه.

د بست ساتونکو لوبډلې توپ وهونکو، د درویش رسولي ۷۶ ناسوځېدلو، اعجاز احمدزي ۴۵ او محمد شهزاد ۳۲ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو ستر هدف ورکړ.

په نهم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو کې دا تر ټولو لوړ هدف و.

په توپ اچونه کې د مس عینک لوبډلې په ګټه خلیل ګربز درې، نسیم منګل او عبدالرحمن یوه یوه ویکېټه واخیستې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بست ساتونکو توپ اچونکو له ورکړل شوي ۲۰۵ منډو هدف څخه په خورا ښه ډول دفاع وکړه.

د بست لوبډلې توپ اچونکو د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۸،۲ اورونو کې د ۱۲۲ منډو په جوړېدو سره وسوځول.

بست ساتونکو دغه لوبه له مس عینک اتلانو څخه د ۸۲ منډو په توپير وګټله.

د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بست ساتونکو توپ وهونکي درویش رسولي ته ورکړل شوه.

درویش رسولي په دغه لوبه کې په۳۷ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

شپږیزه لیګ؛ د مس عینک لوبډلې د ۱۷مې لوبې پچه وګټله او د بست په وړاندې توپ اچونه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۱۳ GMT+۱

په روانو سیالیو کې مس عینک د څلورو بریاوو او دوه ماتو سره په دویم او بست ساتونکي لوبډله د درې بریاوو او درې ماتو سره په څلورم مقام کې ځای لري.

د نهم پړاو شپږیزې لیګ په دوام د ۱۷مې لوبې پچه د مس عینک اتلانو لوبډلمشر افسر ځاځي وګټله او د بست ساتونکو لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بست په وړاندې نن لوبه کې د مس عینک په ۱۱ کسیز نوملړ کې د افسر ځاځي په لوبډلمشرۍ، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله تره خیل، محمد نبي، یوسف شاه، رحمان الله ځدراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیا اکبر، نسیم منګل او خلیل ګربز اخیستل شوي.

همدارنګه د نننۍ لوبې لپاره د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ د بست لوبډلې په ۱۱ کسیز نوملړ کې عبدالهادي، محمد اکرم، حضرت الله ځاځی، درویش رسولي، اعجاز احمدزی، نصیر خان، نور احمد، عبدالباقي پوپل، فرید احمد ملک او سمیع سرمست اخیستل شوي دي.

نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده.

که مس عینک لوبډله نننۍ سیالي وګټي د لومړنۍ لوبډلې په توګه به پایلوبې ته ووځي.

او که بست لوبډله نننۍ لوبه وبایلي په روان لیګ کې به له مخکې تګ څخه پاتې شي.