• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي دي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دې هېواد څخه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د راپور له مخې؛ دا پېښه د مکران په لویه لار هغه وخت رامنځته شوه، چې د یادو زیارت کوونکو بس موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې دا بس له پنجاب څخه ایران ته روان و.
د پولیسو په خبره؛ د پېښې قربانیان د پېښې له سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.
د راپورونو له مخې؛ دا کسان دوه ورځې مخکې له ایران څخه د یوې ځانګړې الوتکې په وسیلې سره پاکستان ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار بیا د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله چې یو بس موټر د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره و، له سړک بېواکه شوی او ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله یې ۲۹ مساپر مړه او یو بل ټپي شوی دی.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره د یوه بس د اوښتو په پېښه کې ۲۹ کسان مړه شوي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه مساپر وړونکی بس چې نن سهار د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره و، له سړک بېواکه شوی او ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله یې ۲۹ مساپر مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې نن سهار له کهوټې سیمې څخه راولپندۍ ته تلونکی بس د (پانه پل) سیمې ته نږدې یوه ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د غرنۍ سيمې له امله پوليس او د ژغورنې ډلې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي خو ځايي خلک هڅه کوي چې له بس څخه مړي او ټپي کس را وباسي او روغتون ته یې ورسوي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې د دغه بس ټولې سورلۍ نارینه وو.

شمالي وزیرستان میرعلي کې زرګونه کسانو د امن غوښتلو لپاره لاریون کړی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نن یکشنبه د وږي میاشتې څلورمه نېټه د سیمې زرګونو کسانو په خپلو سیمو کې د امن غوښتلو لپاره لاریون وکړ. دوی وايي، په خپل چم ګاونډ کې نور پردئ جګړې نه مني.

له شمالي وزیرستان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو وویل، چې نن د یکشنبې ورځ د (وږي څلورمه) د میرعلي او شاوخوا سیمو زرګونه اوسیدونکو د امن غوښتنې په پار لاریون کړی او د میرعلي بازار یې هم تړلی.

دوی د پاکستان له حکومت او پوځ څځه غواړي چې د دوی په سیمو کې دې وسله والې جګړې ودرول شي او دوی نور د جګړو او کډوالۍ زور نه لري.

د میرعلي یوه اوسیدونکي حاجي عثمان له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوی نور په خپله سیمه کې هیڅ ډول جګړه او پوځي عملیات نه مني او دوی دې ژوند ته پرېښودل شي: «۱۵ کاله وشول چې زموږ په سیمو کې پردۍ جګړې روانې دي، امنیتي کسان او وسله وال دواړه لوري مو وژني او کلي مو را ړنګوي، موږ نور په خپلو سیمو کې هیڅ ډول جګړې او اپریشن نه منو او په وړاندې یې کلک دریږو.»

حاجي عثمان وړاندې وايي، د جګړو له امله د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه، برېښنا، زده‌کړو، ګاز، سړکونو، روغتیايي مرکزونو او انټرنیټ ته لاسرسی نه لري.

بل پلو په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، چې د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې له کلونو راهيسې هدفې بريدونه او سړک غاړې ماین چاودنې کيږي چې په هغه کې د سیمې په سلګونو خبريالان، ديني عالمان، قومي مشران، زده‌کړیالان او د بشر حقونو فعالان وژل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

هغه وړاندې وايي، «زموږ په سېمو کې هره ورځ اپريشن کيږي چې په هغه کې په لسګونه کسان وژل کيږي چې د هغوی ډیری قربانيان ملکي وګړي دي.»

تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په ډیریو سیمو کې د کلیو او بانډو خلکو په خپله سیمه کې د امن راوستو په موخه لاریونونه او پرلتونه وهلي، له حکومت او پاکستاني پوځ یې غوښتي چې د دوی په چم ګاونډ کې دې نورې پردئ جګړې ودروي او خلک دې خپل عادي ژوند ته پریږدي.

شهباز شریف پشین کې چاودنې ته په غبرګون کې وايي «د ترهګرۍ ضد جګړه به روانه وي»

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر د بلوچشتان په پشین کې د چاودنې غندلو سره وايي، «د ترهګرۍ ضد جګړه به یې روانه وي.» د پولیسو مرکز سره چاودنه کې ۲ ماشومان ووژل او د ۷ پولیسو په ګډون ۱۶ کسان ټپي شول. شهباز شریف په اعلامیه کې د دې برید قربانیانو سره خواخوږي ښيي او د ټپیانو د رغېدو هیله کوي.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، نوموړی په اعلامیه کې ټپیانو ته د ممکنه درملنې د برابریدو غوښتنه کوي.

ښاغلی شریف وایي، د دې پېښې عاملان باید وپېژندل او په سزا ورسول شي.

د پشین د پولیسو منظور بولدي وايي، موټرسیکل کې ایښي باروت نن په پشین کې د پولیسو مرکز سره نږدې وچاودېدل.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې ۷ پولیس او ۹ ولسي وګړي ټپي شوي دي.

د پولیسو بل مشر مجیب رحمان وايي، دې چاودنه کې له دې سیمې تېرېدونکي دوه ماشومان هم ووژل شول.

د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په پاکستان کې د پولیو شپاړلسمه پېښه ثبت شوې

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۱

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ (د وږي دریمه) وویل، چې په سند ایالت کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

دا په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو شپاړلسمه ثبت شوې پېښه ده.

د روغتیا ملي موسسې کې د پولیو د له منځه وړلو سیمه ییز لابراتوار د چارواکو په وینا، دا ناروغي په حیدراباد کې په یو ۲۹ میاشتني ماشوم کې لیدل شوې.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې د روان کال له پیل راهیسې دا ناروغي په ۶۲سیمو کې ثبت شوې ده.

د دې ناروغۍ ۱۲ پېښې په بلوچستان، درې په سند او یوه په پنجاب کې ثبت شوې ده.

د واکسيناسيون د کمپاين له پيلېدو سربیره افغانستان او پاکستان د نړۍ يوازيني هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي په کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

تر دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل او په لویه کچه د خلکو بې ځایه کېدل په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

پاکستان د اې اېم اېف د شرایطو سختېدو سره د منځني ختیځ له بانکونو د پور اخیستو هڅه کوي

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د پاکستان مالیې وزیر د دغه هېواد د بهنریو پورونو د دوو میلیارد ډالرو درز ډکولو لپاره د نور پور اخیستلو لپاره د منځني ختیځ بانکونو لمن نیولې ده. په دا مهال حکومت پرون مشرانو جرګې ته ویلي چې له پیسو نړیوال صندوق د پور اخیستو لګښت تر پنځه سلنې ګټې پورته شوې او دا ګران کار دی.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د پنجشنبې په ورځ له دوبۍ اسلامي بانک د پور غوښتنه کړې ده.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا په یوه اونۍ کې د پور غوښتلو لپاره د ښاغلي اورنګزېب دویمه لیدنه ده.

نوموړي تر دې مخکې د پور ترلاسولو لپاره د مشرق بانک له چارواکو سره هم لیدنه درلوده.

د دوبۍ اسلامي بانګ ګروپ له اجرايي مشر ډاکټر عدنان چلوان سره لیدنه کې د پاکستان اقتصادي تراژیدي یاده کړې او په دغه هېواد کې یې د بانک پانګونه غوښتې ده.

د پاکستان مالیې وزارت وایي، ډاکټر چلوان هم د پاکستان په مالي وده په تېره اسلامي بانکوالۍ، بېخ بنسټو او نورو برخو کې د مهم رول لوبولو لېوالتیا ښودلې ده.

اورنګزېب د اګسټ پر شپږمه دا هم وویل، چې یوه اروپايي بانک د پور ور کولو لپاره تماس ور سره نیولی دی، خو د دې پور په مقابل کې ګټه دومره ډېره وه چې منل یې له سیاسي او اقتصادي پلوه پاکستان ته ناممنکن و.

د پاکستان د مالیې وزیر په داسې مهال له منځني ختیځ بانکونو د پور اخیستلو هڅه کوي چې د دوه میلیارده پیسو درز ډکولو او د سعودي عربستان، چین او متحده عربي اماراتو د ۱۲ میلیارده نغدو پیسو ستنولو کې په پاتې راتلو سره روانه اونۍ د پیسو نړیوال صندوق دغه هېواد ته د ۷ میلیارد ډالرو پور تصویب تر نامعلوم وخت وځنډاوه.