• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې د چړې په برید تورن یو سوریایي دی، چې په خپل جرم یې اعتراف کړی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د جرمني د پولیسو په بند کې د سولینګن ښار د چړې د برید شکمن یو ۲۶ کلن سوریایي دی، چې چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې له داعش سره د دغه کس د احتمالي اړیکو په اړه څېړنې کوي. دغه بریدګر درې کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

د اورپکو ډلې داعش له خوا د دغې پېښې د مسوولیت تر منلو وروسته، د ځینو جرمن سیاستوالو ترمنځ اندیښنې ډېرې شوې دي.

دغه سیاستوال د امنیت د ښه کولو، په وسلو باندې د سختو بندیزونو لګولو، د تاوتریخجنو جرمونو لپاره د سختو سزاګانو ټاکلو او کډوالۍ د محدودیدو غوښتنه کړې.

برید د جمعې په ماښام د فرون هوف په بازار کې د یو جشن پر مهال شوی، چیرې چې د سولینګین د ۵۶۰ کلن تاریخ د نمانځلو لپاره موسیقي غږېده.

د پیښې د قربانیانو کورنیو د پېښې ځای ته نږدې یو موقتي یادگار جوړ کړی دی.

د دوسلدورف پولیسو او څارنوالانو د یکشنبې په سهار په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې شکمن د شنبې په ورځ ناوخته ځان تسلیم کړ او په جرم یې اعتراف وکړ.

دوی وویل: “ د داعش سره د دغه کس ښکېلتیا اوس تر جدي څېړنو لاندې ده.”

جرمن سیاستوال فریدریش میرز چې د اپوزیسیون د مرکزي ښي اړخه ګوند مشري کوي، غواړي چې هېواد یې د سوریې او افغانستان څخه د نورو کډوالو د منلو مخه ونیسي.

" هغه په ​​خپله ویب پاڼه کې په یوه پیغام کې وویل: همدومره بس دي!"

د شمالي راین ویسټفالیا د کورنیو چارو وزیر هربرت ریول وویل، چې شکمن په سولینګن کې د کډوالو په یو کور کې اوسېده چې د شنبې په ورځ تلاشي شوی و.

د شپیګل مجلې د نامعلومو امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې دغه شکمن د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې جرمني ته تللی و او هلته یې د پناه غوښتنه کړې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د اسراییل او حزب الله له خوا پر یو بل د توغندیو درانه بریدونه شوي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۱

حزب الله د یکشنبې پر سهار په اسراییل د سلګونو راکټونو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ برید کړی. بل خوا اسراییل وايي،‌ چې ۱۰۰ جنګي الوتکو یې په لبنان بمبار کړی، تر څو چې د حزب الله برید ته ځواب ورکړي. د دواړو خواو ترمنځ په لس میاشتنۍ سرحدي نښته کې دغه برید تر ټولو ستر بلل کیږي.

د برید په پیل سره ډېر شمېر توغندي په داسې حال کې د لبنان او اسراییل د سرحدي‌ سیمې په اسمان کې لیدل شوی، چې اسراییل کې د هوايي برید د خبرداري سیسټم فعال شوی او په یوې لرې پرتې سیمه کې چاودنه شوې.

په همدې حال کې د سوېلي لبنان په خیام سیمه کې هم له کورونو لوخړې پورته شوي.

په دغو بریدونو کې په لبنان کې د درې کسانو وژل کېدل تایید شوي او په اسراییل کې چا زیان نه دی لیدلی.

حزب الله ویلي، چې اوس د نورو بریدونو پلان نه لري.

د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې هېواد يې د پراخې جګړې په لټه کې نه دی.

په دغه سرحدي اخ او ډب کې هر ډول پراخوالی او په یوې دوامده جګړې بدلېدل به د حزب الله ملاتړی ایران او د اسراییل اصلي ملاتړ کوونکې امریکا هم جګړې ته ورګډ کړي.

د اسراییل او حزب الله ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر یو بل بریدونه د غزې جګړې سره هم‌مهاله پیل شوي دي.‌

د یکشنبې د ورځې بریدونه په داسې حال کې شوي، چې مذاکره کوونکي په قاهره کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هڅو په توګه خپلو غوڼډو ته دوام ورکوي.

د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې ویلي، چې پر اسراییل یې ۳۲۰ کاتیوشا راکټونه توغولي او ۱۱ پوځي هدفونه یې په نښه کړي.

دغه ډله وايي،‌ یاد بریدونه د دوی د یو جګپوړي قوماندان فواد شکر د غچ اخیستنې لومړی پړاو دی.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د لبنان په سوېل کې یې د حزب الله له ۴۰ څخه زیاتو مرکزونو باندې د ۱۰۰ جیټ الوتکو په کارولو سره وروسته له هغه بریدونه کړي، چې حزب الله د لوی برید په اړه یې له مخې معلومات تر لاسه کړي وو.

د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره د یوه بس د اوښتو په پېښه کې ۲۹ کسان مړه شوي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه مساپر وړونکی بس چې نن سهار د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره و، له سړک بېواکه شوی او ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله یې ۲۹ مساپر مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې نن سهار له کهوټې سیمې څخه راولپندۍ ته تلونکی بس د (پانه پل) سیمې ته نږدې یوه ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د غرنۍ سيمې له امله پوليس او د ژغورنې ډلې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي خو ځايي خلک هڅه کوي چې له بس څخه مړي او ټپي کس را وباسي او روغتون ته یې ورسوي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې د دغه بس ټولې سورلۍ نارینه وو.

شمالي وزیرستان میرعلي کې زرګونه کسانو د امن غوښتلو لپاره لاریون کړی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نن یکشنبه د وږي میاشتې څلورمه نېټه د سیمې زرګونو کسانو په خپلو سیمو کې د امن غوښتلو لپاره لاریون وکړ. دوی وايي، په خپل چم ګاونډ کې نور پردئ جګړې نه مني.

له شمالي وزیرستان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو وویل، چې نن د یکشنبې ورځ د (وږي څلورمه) د میرعلي او شاوخوا سیمو زرګونه اوسیدونکو د امن غوښتنې په پار لاریون کړی او د میرعلي بازار یې هم تړلی.

دوی د پاکستان له حکومت او پوځ څځه غواړي چې د دوی په سیمو کې دې وسله والې جګړې ودرول شي او دوی نور د جګړو او کډوالۍ زور نه لري.

د میرعلي یوه اوسیدونکي حاجي عثمان له افغانستان انټرنشنل پښتو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوی نور په خپله سیمه کې هیڅ ډول جګړه او پوځي عملیات نه مني او دوی دې ژوند ته پرېښودل شي: «۱۵ کاله وشول چې زموږ په سیمو کې پردۍ جګړې روانې دي، امنیتي کسان او وسله وال دواړه لوري مو وژني او کلي مو را ړنګوي، موږ نور په خپلو سیمو کې هیڅ ډول جګړې او اپریشن نه منو او په وړاندې یې کلک دریږو.»

حاجي عثمان وړاندې وايي، د جګړو له امله د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه، برېښنا، زده‌کړو، ګاز، سړکونو، روغتیايي مرکزونو او انټرنیټ ته لاسرسی نه لري.

بل پلو په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، چې د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې له کلونو راهيسې هدفې بريدونه او سړک غاړې ماین چاودنې کيږي چې په هغه کې د سیمې په سلګونو خبريالان، ديني عالمان، قومي مشران، زده‌کړیالان او د بشر حقونو فعالان وژل شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

هغه وړاندې وايي، «زموږ په سېمو کې هره ورځ اپريشن کيږي چې په هغه کې په لسګونه کسان وژل کيږي چې د هغوی ډیری قربانيان ملکي وګړي دي.»

تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په ډیریو سیمو کې د کلیو او بانډو خلکو په خپله سیمه کې د امن راوستو په موخه لاریونونه او پرلتونه وهلي، له حکومت او پاکستاني پوځ یې غوښتي چې د دوی په چم ګاونډ کې دې نورې پردئ جګړې ودروي او خلک دې خپل عادي ژوند ته پریږدي.

رسنۍ: په هند او بنګله دېش کې د سېلابونو له امله ۳۶ تنه مړه او سلګونه زره زیانمن شوي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د هند شمال ختیځ او د بنګله دېش په ختیځ کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۶ کسان مړه، او په لکونو کسان زیانمن او اوبو کې بند پاتې دي. الجزیري راپور ورکړی، چې په دغو سېلابونو کې یوازې بنلګه دیش ۴،۵ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د سیلابونو اوبو د هند او بنګله دیش ځینې برخې ډوبې کړې دي او د هند په شمال ختیځ او بنګله دېش ختیځو سیمو کې په سلګونو زره خلک بند پاتې دي.

د راپورنو له مخې په بنګله دېش کې د مړو شمېر ۱۳ تنو ته لوړ شوی دی.

الجزیرې ټلویزیون د بنلګه دېش د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزي وزارت له قوله ویلي، چې د بنګله دېش په ختیځ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴،۵ میلیونه کسان اغېزمن شوي.

همدارنګه د هند په شمال ختیځ ایالت تریپوره کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې له امله له ۶۵۰۰۰ څخه ډیر خلک یې له خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او لږ تر لږه ۲۳ کسان د یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله مړه شوي.

هندي چارواکو په تریپوره کې د ۱،۷ میلیونو زیانمن شویو کسانو لپاره ۴۵۰ لنډمهالي پنډغالي پرانیستي دي.

د سېلابونو راوتلو او بارانونو له امله د بنګله دېش او هند د یو شمېر ولسوالیو لارې بندې شوې دي.

د راپورونو له مخې په سیمه کې ډیری سړکونه سېلابي اوبو او ځمکې ښویېدونې له امله ویجاړ شوي دي.

د راپورنو له مخې د پلازمېنې ډاکې او د سویل ختیځ بندري ښار چټاګانګ ترمنځ تګ راتګ او اړېکې پرې شوې دي، ځکه چې د لویې لارې ځینې برخې اوبو لاندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ملګرو د افغانستان په ګډون، هند، بنګله دېش، سریلانکا او پاکستان هېوادونو ته د اقلیمي بدلون له امله د زیاتو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امه خبرداری ورکړی وو.

فرانسوي رسنیو د پاریس په څنډو کې د ټیلیګرام د اجراییوي مشر د نیولو خبر ورکړی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د فرانسې تلویزیوني چینلونو ټي‌ایف-۱ او بي‌ایف‌ایم راپور ورکړی چې پاول ډروف، د ټیلیګرام بنسټ ایښودونکی او اجرایوي مشر، د پاریس په څنډو کې د بورژه په هوایي ډګر کې نیول شوی. ډروف د اذربایجان جمهوریت څخه په خپله شخصي جیټ الوتکه کې سفر کاوه.

نوموړی د شنبې په ورځ، د وږي په درېیمه نېټه د فرانسوي چارواکو له‌خوا د صادر شوي حکم سره سم ونیول شو.

د دغو راپورونو له مخې، د نیولو دغه امر د ټیلیګرام په اړه د پولیسو د څېړنو د یوې برخې له لوري صادر شوی.

پولیس وايي چې په ټیلیګرام کې د څارنې د میکانیزم نشتوالی په دې مسینجر کې د جرمي فعالیتونو د پراخېدو لامل شوی دی.

د ټي‌ایف -۱په وینا، ډروف ښايي د بیلابېلو جرمونو پورې اړوند تورونو سره لکه، «ترهګرۍ، نشه‌يي توکو قاچاق، درغلۍ، د پیسو مینځلو، او د ماشومانو لوڅو فلمونو.» مخ شي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په فرانسه کې د دغه هېواد سفارت د ډروف د نیول کېدو د روښانه کولو لپاره لازم ګامونه اخیستي دي.