• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسوي رسنیو د پاریس په څنډو کې د ټیلیګرام د اجراییوي مشر د نیولو خبر ورکړی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د فرانسې تلویزیوني چینلونو ټي‌ایف-۱ او بي‌ایف‌ایم راپور ورکړی چې پاول ډروف، د ټیلیګرام بنسټ ایښودونکی او اجرایوي مشر، د پاریس په څنډو کې د بورژه په هوایي ډګر کې نیول شوی. ډروف د اذربایجان جمهوریت څخه په خپله شخصي جیټ الوتکه کې سفر کاوه.

نوموړی د شنبې په ورځ، د وږي په درېیمه نېټه د فرانسوي چارواکو له‌خوا د صادر شوي حکم سره سم ونیول شو.

د دغو راپورونو له مخې، د نیولو دغه امر د ټیلیګرام په اړه د پولیسو د څېړنو د یوې برخې له لوري صادر شوی.

پولیس وايي چې په ټیلیګرام کې د څارنې د میکانیزم نشتوالی په دې مسینجر کې د جرمي فعالیتونو د پراخېدو لامل شوی دی.

د ټي‌ایف -۱په وینا، ډروف ښايي د بیلابېلو جرمونو پورې اړوند تورونو سره لکه، «ترهګرۍ، نشه‌يي توکو قاچاق، درغلۍ، د پیسو مینځلو، او د ماشومانو لوڅو فلمونو.» مخ شي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په فرانسه کې د دغه هېواد سفارت د ډروف د نیول کېدو د روښانه کولو لپاره لازم ګامونه اخیستي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

داعش د جرمني په لویدیځ کې د چړې برید مسوولیت پر غاړه واخیست

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۰۲ GMT+۱

داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جرمني په لوېدیځ کې د زولینګن په ښار کې د چړې د برید مسوولیت منلی دی. په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې جرمني چارواکو ویلي وو، چې دا هدفي برید و او د دې احتمال شته چې دا یو ترهګریز برید وي.

د نوردراین وستفالن د کورنیو چارو وزیر هربرت ریول دا برید "هدفي" بللی و.

د جرمني لوی څارنوال هم ویلي و، چې ښایي دغه برید د ترهګرۍ انګېزه ولري.

دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او بریدګر د یو کولتوري جشنوارې پر ګډونوالو د چاقو په وسیله برید کړی دی. برید کوونکی نیول شوی خو تر اوسه یې هویت نه دی څرګند.

برید د ښار په مرکز فرونهوف میدان کې شوی، چې شاوخوا یې دوکانونه، رستورانتونه او د پیر او پلور یو مرکز دی.

دغه برید جرمنانو کې د اندیښنې څپې راپارولي دي.

روسیې او اوکراین ۲۳۰ بندیان تبادله کړي دي

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د روسیې او اوکراین حکومتونو د شنبې په ورځ وویل، چې د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب هر یو هیواد ۱۱۵ بندیان تبادله کړي دي. پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دا اووم ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب ترسره کېږي.

د روسیې د دفاع وزارت وویل، چې تبادله شوي روسي بندیان د کرسک په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له خوا نیول شوي وو. دغه وزارت زیاته کړه، چې ټول تبادله شوي بندیان اوس په بلاروس کې دي او روسیې ته د هغوی د راستنیدو او د هغوی د درملنې لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې په ورځ د یو شمېر خوشې شویو اوکرایني بندیانو عکسونه خپاره کړل چې د دغه هېواد بیرغ یې پر اوږو پروټ دی. زلنسکي وویل، چې دا کسان د اوکراین د سرحدي ساتونکو، سمندري او وسله والو ځواکونو غړي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې د اسانتیا په برخه کې د خپل رول په تاییدولو سره وویل، چې د دغه هېواد په منځګړیتوب د تبادلې شویو بندیانو شمېر یو زرو ۷۸۸ تنو ته رسیدلی دی.

متحده عربي امارات په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د نږدې امنیتي متحد په توګه پیژندل کیږي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو په تبادله کې فعال رول لوبولی او له مسکو او کییف سره یې خپلې نږدې اړیکې ساتلي.

د متحده عربي اماراتو چارواکو وویل، چې نړۍوالو بېلابېلو لوبغاړو سره د دوی د خبرو وړتیا دوی ته دا اجازه ورکوي چې په اغیزمنه توګه د بیلابیلو اړخونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او نړۍواله همکاري او امنیت پیاوړی کړي.

د فرانسې لومړی وزير: په سنیګاک کې چاودنه د یهودیانو ضد کار و

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د فرانسې په سويل کې د شنبې په ورځ (د وږي ۳ مه) د یو سنیګاک (د یهوديانو عبادت ځای) بهر په يوې چاودنه کې يو پولیس زخمي شوی. د فرانسې لومړي وزير ګابريل ايتيل دا چاودنه د «یهودیانو ضد کړيو کار» بللی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د فرانسې په سویل کې د لاګراند موتې ښار د بایس یاکوف سنیګاک د موټرونو په تم ځای کې دوو موټرو ته اور اچول شوی، چې له امله یې چاودنه شوې ده.

د لاګرانډي موتې ښاروال وویل، چې د څارنې کیمرې د یو کس تصويرونه اخيستي، چې د عبادت ځای څخه بهر موټرو ته اور اچوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې «د بریدګرو سره د فلسطین بیرغ وو.»

د ټولنیزو رسنيو په نشر شويو تصويرونه کې په عبادت ځای کې لوګي او اور معلوميږي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین دا برید «په ښکاره ډول جنایتکاره» بللی او لیکلي یې دي، چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په امر ټول ځواکونه د عاملینو د موندلو لپاره ګمارل شوي دي.

د فرانسې لومړي وزیر دغه چاودنه د «یهودانو ضد برید» د یادولو ترڅنګ وویل، چې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر څېړنې کوي.

هغه په خپله اېکس پاڼه ليکلي: «موږ به هيڅ وخت د یهوديت ضد تاوتريخوالي ته تسليم نه شو.»

ایتیل ژمنه وکړه، چې ژر به د یهودیانو د عبادت ځایونو ساتنې ته پام ډېر کړي.

چاودنه د یهودي «شبات» یا د استراحت د ورځې په جریان کې شوې، چې د جمعې له ماښام څخه تر شنبې ماښام پورې دوام کوي.

په دې وخت کې د دې مذهب ډیری پیروان معمولا د مذهبي چارو لپاره عبادت ځایونو ته ځي.

د پولیسو د یو چارواکي په وینا، د دې پېښې پر مهال هلته کوم مذهبي مراسم نه وو.

د فرانس ۲۴خبري شبکې د خبر له مخي، په دې چاودنه کې د عبادت ځای دوې دروازې زیانمنې شوې دي.

پولیسو د عبادت ځای شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې فرانسې او نور اروپايي هېوادونو د غزې د جګړې له امله لوړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ويلي، چې حکومت يې د۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې په فرانسه کې د یهودیانو ضد کړونو ۸۸۷ پېښې ثبت کړي دي.

دا شمیر د ۲۰۲۳ د ورته مودې په پرتله نږدې درې برابره ډیر دی.

فرانسه د اسراییلو او امریکا څخه وروسته د یهودیانو ترټولو ډیر نفوس لري او همدارنګه په اروپایی ټولنه کې د مسلمانانو ترټولو لوی شمېر لرونکی هیواد هم دی.

د جرمني پولیسو هغه کس نیولی، چې په یو فسټیوال کې یې درې کسان په چاقو وژلي

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۸ GMT+۱

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د وږي درېیمه) وویل، چې د زولینګن ښار په مرکز کې یې د برید په تړاو یو کس نیولی دی. د جرمني ځایي رسنیو د جمعې په ماښام راپور ورکړ، چې یو کس د دغه هېواد په لویدیځ کې په یو فسټیوال کې برید کړی، چې په پایله کې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د دې پېښې لامل "نامعلوم" وباله او وې ویل، چې د برید په تړاو ل نیول شوي کس څخه څېړنې کوي.

دغه اعلامیه زیاته وي: «د دې برید د احتمالي لاملونو لپاره څیړنې روانې دي.»

رسنیو په خپلو راپورونو کې لیکلي، چې بریدګر پر هغو لارویانو برید کړی، چې د زولینګن مرکز ته د یو کولتوري فسټیوال د لیدو لپاره تلل.

د جرمني لوی څارنوال هم وویل، چې ښایي دغه برید د ترهګرۍ انګېزه ولري.

پولیسو د جمعې په ماښام وویل، چې بریدګر تښتیدلی او د لټون لپاره یې عملیات پیل شوي دي.

برید د ښار په مرکز فرونهوف میدان کې شوی، چې شاوخوا یې دوکانونه، رستورانتونه او د پیر او پلور یو مرکز دی.

شهباز شریف پشین کې چاودنې ته په غبرګون کې وايي «د ترهګرۍ ضد جګړه به روانه وي»

۳ وږی ۱۴۰۳ - ۲۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر د بلوچشتان په پشین کې د چاودنې غندلو سره وايي، «د ترهګرۍ ضد جګړه به یې روانه وي.» د پولیسو مرکز سره چاودنه کې ۲ ماشومان ووژل او د ۷ پولیسو په ګډون ۱۶ کسان ټپي شول. شهباز شریف په اعلامیه کې د دې برید قربانیانو سره خواخوږي ښيي او د ټپیانو د رغېدو هیله کوي.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، نوموړی په اعلامیه کې ټپیانو ته د ممکنه درملنې د برابریدو غوښتنه کوي.

ښاغلی شریف وایي، د دې پېښې عاملان باید وپېژندل او په سزا ورسول شي.

د پشین د پولیسو منظور بولدي وايي، موټرسیکل کې ایښي باروت نن په پشین کې د پولیسو مرکز سره نږدې وچاودېدل.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې ۷ پولیس او ۹ ولسي وګړي ټپي شوي دي.

د پولیسو بل مشر مجیب رحمان وايي، دې چاودنه کې له دې سیمې تېرېدونکي دوه ماشومان هم ووژل شول.

د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.