• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، بادونو، دوړو، برېښنا او سېلابونو اټکل کړی دی. دغې ادارې په خپل اټکل کې ويلي، چې د وږي په ۷مه نېټه به په دې ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د طالبانو هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې په ورځ خلکو ته په يوې خبرتيا کې ویلي، چې سبا ته په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د بارانو او سېلابونو اټکل شوی.

د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختيځو، شمالي، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې هم د بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو اټکل شته.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په بېلا بېلو سېمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره وي.

طالبانو ويالو او سیندونو ته نږدې اوسېدونکو ته خبر ورکړی، چې مخکې له مخکې دې خپل لومړني تدابير ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د کابل په لوېديځ او يو شمېر ولايتونو کې د سختو اورښتونو په پایله کې سېلابونه راوتلي، چې یو شمېر د استوګنې کورونه یې ویجاړ کړي وو.

د کابل د دشت برچي اوسېدونکو د سېلابونو د راوتلو او د خلکو کورونو ته د ور اوښتو زيانونو د ويډيو په لېږلو سره افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې تر اوسه یې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت له چارواکو هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاس رسي له ستونزو سره مخ دی. دغه دفتر د سې شنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې د هوا د تودوخې لوړېدو د اوبو کمښت لاپسې زیات کړی دی.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۶ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې کلیوالې کورنۍ د اوبو د تر لاسه کولو لپاره په اوسط ډول ۱۷ دقیقې مزل کوي او په ښار کې کورنۍ د تېر کال په پرتله دوه برابره پیسې ورکوي.

اوچا وايي، په ۲۰۲۱ کال کې به په افغانستان کې ۴۸ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ وې.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي په دغه هېواد کې د اوبو د بحران په پراخېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې وچکالي، ککړتیا او له اوبو ډېره ګټه اخیستنه د خلکو د اوبو سرچینې ګواښي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له طالبانو غوښتي چې د امربالمعروف قانون لغوه کړي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک پر طالبانو غږ وکړ، چې سمدستي دې د امربالمعروف نوی قانون لغوه کړي. ښاغلي ترک په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ طالبان هڅه کوي چې له دې قانون سره د ښځې سیوری بې څېرې او بې غږه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زیاتوي، چې دغه قانون د طالبانو هغه سیاستونه پياوړې کوي چې ښځې په بشپړه توګه له عامه ژوند څخه حذف کوي.

ولکر ترک وویل، "دا قانون د ښځو غږونه خاموشوي، د هغوی فردي خپلواکي یې سلب کړي، او هغوي لکه سیوری بې څېرې او بې غږه کوي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دغه قانون پلي کېدل "د زغم وړ نه دي".

د طالبانو هغه قانون چې پر ښځو سخت بندیزونه لګوي، د نړۍوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه قانون په غبرګون کې افغان ښځینه فعالانو د "د ښځې غږ عورت نه دی" تر نامه لاندې یو کمپاین پیل کړی او د ښځو پر وړاندې یې د طالبانو د نویو بندیزونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې د سوک وهنې ازادې سیالۍ بندې کړې

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون له مخې په افغانستان کې د سوک وهنې پر ازادو سیالیو یا یا فري فايټ بنديز ولګول شو. د طالبانو په دغه مکتوب کې دغه سيالۍ د دوی د خوښې «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې بلل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ طلوع نيوز خصوصي تلویزیون ته منلې، چې د دغې ډلې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د رسمي مکتوب له مخي پر فري فايټ سياليو بنديز لګول شوی.

ښاغلي وثيق په خپلو خبرو کې ويلي: « فري فايټ سيالۍ له تاوتريخوالي ډکې دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ په کې ډېر دی.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو مکتوب، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړی، پکې یې له ملا هبت الله غوښتي چې ځینې بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو لمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

دغه مکتوب شاوخوا درې میاشتې وړاندې د خالد حنفي په لاسلیک د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته لېږل شوی او هغه هم منلی او توشیح کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې مکتوب کې د بوکس ازادو سیالیو د بنديز اړوند لیکل شوي: « پر دې لوبه باندې ځکه بندیز دی، چې د سترګو د ‌ړندېدو او دماغو د زخمي کېدو تر څنګ د مرګ خطر دی؛ نو په اسلامي شریعت کې دغه شان لوبه ناجایزه نه ده.»

د ازادو سیالیو یا فري فایټ یو شمېر افغان لوبغاړو د طالبانو دغه اقدام غندلی او غوښتنه یې کړې، چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي ځکه دوی به دې برخه کې ډېرې لاسته راوړني ولري.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ورزش نورو لوبغاړو ته هم په شفاهي ډول د «شريعت د عملي کولو» لارښوونې کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر محتسبانو په ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو هم غوښتي، چې ږيري پرېږدی او هم د لوبو پرمهال داسي لباس واغوندي، چې ټول بدن یې پټ وي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو هر ډول ورزشي فعالیتونه هم بند شوي دي.

که څه هم افغان لوبغاړې له افغانستان بهر د فوټبال، کرېکټ، باسيکل ځغلونې او یو شمېر نورو برخو کې لوبډلې لري او فعالیتونه کوي؛ خو دغې ډلې څه موده مخکي په فرانسه کې د المپيک په سياليو کې د دريو افغان ښځينه لوبغاړو ګډون ته په اشارې ويلي و، چې دغه لوبغاړې د دوی استازولي نه کوي.

طالبان: په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو له زرو ډېر کانونه شته

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د شمال د ډبرو سکرو دولتي تصدۍ رییس وايي په شمالي دولایتونو کې د ډبرو سکرو یو زرو ۲۸ کانونه شته، چې اوس مهال په ۳۳ کانونو کې د استخراج چارې روانې دي. عبدالله حامد زیاتوي چې په دغو ولایتونو د ډبرو سکرو په کانونو کې «شل زره کسان کار کوي.»

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د ښاغلي حامد له قوله لیکلي، چې دغه ۳۳ کانونه د دولتي تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجېږي.

له بلې خوا د طالبانو تر واک لاندې شریعت غږ ورځپاڼې په خپله وېپ پاڼه کې د عبدالله حامد له قوله لیکلي، چې دغه تصدۍ د غوایي میاشتې له ۱۷مې د زمري تر ۱۵مې پورې د ډبرو سکرو د پلور له لارې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.

پر طالبانو بیا بیا نیوکې کېږي چې د افغانستان کانونه استخراجوي، خو د لاسه راغلې شتمنۍ د مصرف په هکله چا ته حساب نه و رکوي.

طالبان ننګرهار کې مدیرانو ته: خپلې او د ښوونکو څېرې په شریعت برابرې کړئ کنه منفک به شئ

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د ځینو لیسو مدیرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو دوی ته ویلي، «خپلې او د ښوونکو څېرې د شریعت مطابق برابرې کړئ کنه له خپلو دندو به منفک شئ. » دوی زیاتوي طالبانو د ښوونکو او زدکوونکو لپاره د سپارښتنو کتاب هم چاپ کړی، چې راتلونکی ښوونیز کال به ووېشل شي

د ننګرهار د ځینو ښوونځیو مدیرانو نن « د وږي ۶مه» افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، دوه ورځې وړاندې طالبانو د ننګرهار ولایت مقام کې د دولتي او غیر دولتي ښوونځیو مدیرانو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د پوهنې وزارت ځینو چارواکو کډون کړی و.

سرچینې وايي طالبانو په دغه ناسته کې د ښوونځیو مدیرانو ته د امربالمعروف وزارت د نوي قانون د عملي کولو په اړه هم سپارښتنې وکړې.

طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی دی، چې که ږېرې او خولي ونه لري او څېرې یې د دوی له خوښې سره سم د شریعت خلاف وي د ښوونځي د مدیر سره به له دندې شړل کیږي.

سرچینې وايي، په دغه ناسته کې د طالبانو لخوا د زدکوونکو د څېرې د شریعت برابرولو په اړه هم څرګندونې شوې دي او ویل شوي چې په دې اړه زدکوونکو ته لومړی عامه پوهاوی ورکړل شي.

زدکوونکو ته نوی کتاب

100%

سرچینې زیاتوي طالبانو ورته ویلي د دې ډلې امربالمعروف او د پوهنې وزارتونو دوی ته لارښود کتاب چاپ کړی، چې د ښوونکو ترڅنګ به زدکوونکو ته هم تدریس کیږي؛ خو دا کتاب به په رسمي تقسیم اوقات کې نه وي او غیر رسمي به لوستل کیږي.

خو طالبانو د دې کتاب اړوند نور ډېر جزیات نه دي ورکړي خو نوی ښوونیز کال کې به ټولو ښوونځیو ته ورکړل شي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوي توشیح شوي قانون کې د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضح توګه خلک له ږېرې خرېلو هم منع شوي دي.