• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له طالبانو غوښتي چې د امربالمعروف قانون لغوه کړي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۴ GMT+۱

د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک پر طالبانو غږ وکړ، چې سمدستي دې د امربالمعروف نوی قانون لغوه کړي. ښاغلي ترک په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ طالبان هڅه کوي چې له دې قانون سره د ښځې سیوری بې څېرې او بې غږه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر زیاتوي، چې دغه قانون د طالبانو هغه سیاستونه پياوړې کوي چې ښځې په بشپړه توګه له عامه ژوند څخه حذف کوي.

ولکر ترک وویل، "دا قانون د ښځو غږونه خاموشوي، د هغوی فردي خپلواکي یې سلب کړي، او هغوي لکه سیوری بې څېرې او بې غږه کوي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دغه قانون پلي کېدل "د زغم وړ نه دي".

د طالبانو هغه قانون چې پر ښځو سخت بندیزونه لګوي، د نړۍوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه قانون په غبرګون کې افغان ښځینه فعالانو د "د ښځې غږ عورت نه دی" تر نامه لاندې یو کمپاین پیل کړی او د ښځو پر وړاندې یې د طالبانو د نویو بندیزونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په افغانستان کې د سوک وهنې ازادې سیالۍ بندې کړې

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون له مخې په افغانستان کې د سوک وهنې پر ازادو سیالیو یا یا فري فايټ بنديز ولګول شو. د طالبانو په دغه مکتوب کې دغه سيالۍ د دوی د خوښې «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې بلل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ طلوع نيوز خصوصي تلویزیون ته منلې، چې د دغې ډلې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د رسمي مکتوب له مخي پر فري فايټ سياليو بنديز لګول شوی.

ښاغلي وثيق په خپلو خبرو کې ويلي: « فري فايټ سيالۍ له تاوتريخوالي ډکې دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ په کې ډېر دی.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو مکتوب، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړی، پکې یې له ملا هبت الله غوښتي چې ځینې بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو لمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

دغه مکتوب شاوخوا درې میاشتې وړاندې د خالد حنفي په لاسلیک د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته لېږل شوی او هغه هم منلی او توشیح کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې مکتوب کې د بوکس ازادو سیالیو د بنديز اړوند لیکل شوي: « پر دې لوبه باندې ځکه بندیز دی، چې د سترګو د ‌ړندېدو او دماغو د زخمي کېدو تر څنګ د مرګ خطر دی؛ نو په اسلامي شریعت کې دغه شان لوبه ناجایزه نه ده.»

د ازادو سیالیو یا فري فایټ یو شمېر افغان لوبغاړو د طالبانو دغه اقدام غندلی او غوښتنه یې کړې، چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي ځکه دوی به دې برخه کې ډېرې لاسته راوړني ولري.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ورزش نورو لوبغاړو ته هم په شفاهي ډول د «شريعت د عملي کولو» لارښوونې کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر محتسبانو په ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو هم غوښتي، چې ږيري پرېږدی او هم د لوبو پرمهال داسي لباس واغوندي، چې ټول بدن یې پټ وي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو هر ډول ورزشي فعالیتونه هم بند شوي دي.

که څه هم افغان لوبغاړې له افغانستان بهر د فوټبال، کرېکټ، باسيکل ځغلونې او یو شمېر نورو برخو کې لوبډلې لري او فعالیتونه کوي؛ خو دغې ډلې څه موده مخکي په فرانسه کې د المپيک په سياليو کې د دريو افغان ښځينه لوبغاړو ګډون ته په اشارې ويلي و، چې دغه لوبغاړې د دوی استازولي نه کوي.

طالبان: په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو له زرو ډېر کانونه شته

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د شمال د ډبرو سکرو دولتي تصدۍ رییس وايي په شمالي دولایتونو کې د ډبرو سکرو یو زرو ۲۸ کانونه شته، چې اوس مهال په ۳۳ کانونو کې د استخراج چارې روانې دي. عبدالله حامد زیاتوي چې په دغو ولایتونو د ډبرو سکرو په کانونو کې «شل زره کسان کار کوي.»

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د ښاغلي حامد له قوله لیکلي، چې دغه ۳۳ کانونه د دولتي تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجېږي.

له بلې خوا د طالبانو تر واک لاندې شریعت غږ ورځپاڼې په خپله وېپ پاڼه کې د عبدالله حامد له قوله لیکلي، چې دغه تصدۍ د غوایي میاشتې له ۱۷مې د زمري تر ۱۵مې پورې د ډبرو سکرو د پلور له لارې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.

پر طالبانو بیا بیا نیوکې کېږي چې د افغانستان کانونه استخراجوي، خو د لاسه راغلې شتمنۍ د مصرف په هکله چا ته حساب نه و رکوي.

طالبان ننګرهار کې مدیرانو ته: خپلې او د ښوونکو څېرې په شریعت برابرې کړئ کنه منفک به شئ

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د ځینو لیسو مدیرانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبانو دوی ته ویلي، «خپلې او د ښوونکو څېرې د شریعت مطابق برابرې کړئ کنه له خپلو دندو به منفک شئ. » دوی زیاتوي طالبانو د ښوونکو او زدکوونکو لپاره د سپارښتنو کتاب هم چاپ کړی، چې راتلونکی ښوونیز کال به ووېشل شي

د ننګرهار د ځینو ښوونځیو مدیرانو نن « د وږي ۶مه» افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، دوه ورځې وړاندې طالبانو د ننګرهار ولایت مقام کې د دولتي او غیر دولتي ښوونځیو مدیرانو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د پوهنې وزارت ځینو چارواکو کډون کړی و.

سرچینې وايي طالبانو په دغه ناسته کې د ښوونځیو مدیرانو ته د امربالمعروف وزارت د نوي قانون د عملي کولو په اړه هم سپارښتنې وکړې.

طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی دی، چې که ږېرې او خولي ونه لري او څېرې یې د دوی له خوښې سره سم د شریعت خلاف وي د ښوونځي د مدیر سره به له دندې شړل کیږي.

سرچینې وايي، په دغه ناسته کې د طالبانو لخوا د زدکوونکو د څېرې د شریعت برابرولو په اړه هم څرګندونې شوې دي او ویل شوي چې په دې اړه زدکوونکو ته لومړی عامه پوهاوی ورکړل شي.

زدکوونکو ته نوی کتاب

100%

سرچینې زیاتوي طالبانو ورته ویلي د دې ډلې امربالمعروف او د پوهنې وزارتونو دوی ته لارښود کتاب چاپ کړی، چې د ښوونکو ترڅنګ به زدکوونکو ته هم تدریس کیږي؛ خو دا کتاب به په رسمي تقسیم اوقات کې نه وي او غیر رسمي به لوستل کیږي.

خو طالبانو د دې کتاب اړوند نور ډېر جزیات نه دي ورکړي خو نوی ښوونیز کال کې به ټولو ښوونځیو ته ورکړل شي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوي توشیح شوي قانون کې د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضح توګه خلک له ږېرې خرېلو هم منع شوي دي.

چین د پاکستان بلوچستان کې وروستی برید وغانده چې پکې ۷۳ کسان وژل شوي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وروستی برید سخت غندي او «د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د اسلام اباد قوي ملاتړ وکړي.» په طبیعي زېرمو بډایه بلوجستان کې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو مرګونی برید دی چې ۷۳ کسان پکې وژل شوي دي.

چین په دغه صوبه کې اقتصادي پروژې پلې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم د دې پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

بلوڅ بېلتونپالو پرون د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

سرچېنو په کابل او پکتیا کې د اېم پاکس په ناروغۍ د دوو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۳ GMT+۱

په روغتونونو کې ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بېزو په تڼاکو (اېم پاکس) دوه تنه اخته شوي دي. دغو سرچېنو ویلي، چې دغه اخته کسان هغه دوه تنه ماشومان دي چې یو یې د پکتیا او بل یې د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د سرچینو په وینا، دا مهال دغه ماشومانو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تراوسه طالب چارواکو په افغانستان کې د اېم پاکس په ناروغۍ د دغو ماشومانو د اخته کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د اېم پاکس په ناروغۍ د دوو کسانو د اخته کېدو خبره کېږي.
افغانستان انټرنشنل د هغو دوو ماشومانو انځورونه هم تر لاسه کړي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دغو ماشومانو د بدن په بېلابېلو برخو کې کوچنۍ تڼاکې له ورایه ښکاري.
د اېم‌پاکس ناروغي چې د «بېزو تڼاکو یا چیچک» په نامه هم یادېږي، تېر کال په کانګو جمهوریت کې خوره شوه.

د هغه هېواد دولتي چارواکو ویلي، چې تر اوسه ۲۷ زره کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۰۰ کسه ترېنه مړه شوي دي.
ډاکتران وايي، اېم پاکس یوه مکروبي ناروغي ده چې له څارویو انسانانو او بیا له یو انسان څخه بل ته د نږدې تماس له امله، د جنسي او فزیکي اړیکو له لارې لېږدي.
زوروره تبه، د بدن د اندامونو درد او د پوټکي ضایع کېدل هغه نښې نښانې دي، چې په دغې ناروغۍ اخته شوي کس کې لیدل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د اېم پاکس اوسنۍ او پخوانۍ دواړه بڼې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ته ورته دي.