• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د پاکستان بلوچستان کې وروستی برید وغانده چې پکې ۷۳ کسان وژل شوي

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وروستی برید سخت غندي او «د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د اسلام اباد قوي ملاتړ وکړي.» په طبیعي زېرمو بډایه بلوجستان کې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو مرګونی برید دی چې ۷۳ کسان پکې وژل شوي دي.

چین په دغه صوبه کې اقتصادي پروژې پلې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، دا بریدونه هم د دې پروژو د مخنیوي لپاره شوي دي.

ښاغلي شریف کابینې ته په وینا کې دا هم وویل، چې له «ترهګرو» سره به نرمښت ونه کړي.

هغه یو ځل بیا تور ولګاوه چې وسلوال په افغانستان کې د دې صوبې پرضد هم فعالیت کوي.

پاکستاني چارواکي له ورته بریدونو وروسته ګوته هند او افغانستان ته نیستي، خو مقابل لوري تل دا تورونه ردوي.

بلوڅ بېلتونپالو پرون د بلوچستان د موساخېل او بولان په ګډون تر لسو ډېرو ضلعو کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو بریدونه وکړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو پرون وویل، چې په دغو بریدونو کې تر شپېتو ډېر کسان وژل شوي، خو رویټرز په تازه راپور کې وايي، چې ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د وسلوالو له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور د نورو امنیتي ادارو کسان دي.

د دې بریدونو مسوولیت بلوڅ ازادیپال پوځ منلی دی.

دا بریدونه د بلوڅانو د سیاسي مشر نواب محمد اکبر بګټي له ۱۸ تلین سره سم شوي دي.

نوموړی پر ۲۰۰۶ کال د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین کړکېچ؛ روسیې د اوکراین د برېښنا په تاسیساتو د لویو توغندیو او ډرون بریدونه کړي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۵۹ GMT+۱

کییف وايي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ پر اوکراین د شاوخوا ۲۰۰ توغنديو او بې پیلوټه الوتکې پر مټ بریدونه کړي، چې پنځه کسان په کې وژل شوي او په ټول هېواد کې یې د برېښنا تاسیسات په نښه کړي دي.

بل خوا د ناټو غړی هېواد پولنډ وايي، چې ښايي یوه بې پېلوټه الوتکه د دوی فضايي حریم ته ننوتې وي.

د کییف د ځینو برخو په ګډون په ډېرو سیمو کې برېښنا پرې شوې او د اوبو رسولو چارې بندې شوي دي.

دغه برید په شاوخوا لسو سیمو کې برېښنا یا نور مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړي دي.

روسیې د مارچ په میاشت کې په پراخه توګه د اوکراین د برښنا پر تاسیساتو خپل بریدونه زیات کړي وو.

کییف هغه مهال ویلي وو،‌ چې دغه بریدونه د اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو د خرابولو په موخه ترسره کیږي، چې خلکو ته ژوند لا پسې سخت کړي.

د دوشنبې ورځې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه په څو وروستیو اونیو کې د روسیې تر ټولو سخت بریدونه بلل شوي دي.

بل خوا اوکرایني ځواکونو د روسیې په سوېلي کرسک سیمه کې ډېر شمېر کلي نیولي‌ دي؛ خو روسي ځواکونه بیا د اوکراین په ختیځ کې په دوامداره توګه پر مخ روان دي او لا ډېرې سیمې نیسي.

ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د روسیې د وروستي‌ برید په اړه ویلي: "دا یو له سترو ګډو بریدونو څخه وو. له سلو څخه زیات توغندي او شاوخوا سل بې پېلوټه الوتکې په کې کارېدلې وې. دغه برید د روسیې د پخوانیو بریدونو په څېر د ملکي خلکو مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړي دي دي."

پولنډ بیا وايي؛ یو څه چې دوی فکر کوي ښايي ډرون الوتکه وي، د دوی فضایي حریم ته ننوتلې او ښايي د پولنډ خاورې کې ښکته شوی وي او لټون یې روان دی.

د اوکراین لومړي وزیر ډینس شمهال په وینا؛ د اوکراین ۱۵ سیمې د توغندیو او ډرون د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

زېلینسکي بیا ویلي، چې د برېښنا تاسیسات ته "ډیر زیان" رسیدلی دی.

د کییف لوړپوړو چارواکو له خپلو لویدیځو متحدینو او د وسلو له برابرونکو وغوښتل چې پر روسیې د اوږد واټن توغندیو د بریدونو اجازه ورکړي.

زېلینسکي د پولنډ په څېر متحدینو باندې هم غږ کړی، چې د اوکراین په فضا کې د توغندیو او ډرون په ویشتلو کې ورسره همکاري وکړي.

امریکا له افغانستانه ازبکستان ته وړل شوې د افغانستان ۴۶ الوتکې ازبکستان ته موقتي سپاري

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۱

امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶ چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر وايي، د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک ازبک کوون نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا او ازبکستان د افغان پوځ اړوند د هغو جنګي الوتکو او پوځي چورلکو د وضعیت په اړه موافقې ته رسېدلي، چې د افغان پېلوټانو له خوا په ۲۰۲۱ کال کې ازبکستان ته وړل شوې وې.

100%

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې شي، هینک وویل: "دغه پوځي وسایط به په ازبکستان کې پاتې شي، په دې اړه موافقه شوې ده."

هینیک یادونه وکړه، چې ازبکستان او امریکا په دې مساله کې ګډ کار ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه: "دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه وو، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو موږ یې تل مالکان وو. "

100%

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان پوځ ګڼې جنګي الوتکې او پوځي چورلکې د افغان پوځیانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته یوړل شوې.

100%

د ازبکستان د څارنوالۍ دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ویلي وو، چې د افغان وسله والو ځواکونو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې د ازبکستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او دغه هېواد ته ننوتلي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو له ازبکستانه د دغو الوتکو د بېرته اخیستو غوښتنه کړې، ازبکستاني چارواکو ویلي، چې له امریکايي لوري سره د یادو پوځي وسایطو د وضعیت په اړه لا هم خبرې روانې دي.

بایډن: په کابل هوايي ډګر کې ځینې وژل شوي سرتېري د افغانستان د جګړې په پیل کې زېږېدلي وو

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو د قربانیو یادونه کړې، چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په وروستیو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شول.

بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ باید هیڅکله دا هېر نه کړو چې هر یو سرتېری چې موږ له لاسه ورکړی داسې یو انسان و، چې خپله ټوله کورنۍ او ټولنه یې شاته پریښې ده. موږ په ګډه باید تل د هغوی قربانۍ په یاد ولرو."

هغه زیاته کړه: "نن ورځ موږ ژمنه کوو، چې تل به د هغوی یاد ژوندی ساتو. خدای دې زموږ ټول وژل شوي اتلان وبښي. خدای دې ټولو هغو کسانو ته برکت ورکړي چې خدمت یې کړی او قربانۍ یې ورکړې."

سپینې ماڼۍ وايي، چې وژل شوي سرتېري د سمندري قول اردو غړي وو.

بایډن وویل، چې دا ۱۳ امریکایان او ډېر نور چې ټپیان شوي وو "په لوړه کچه هېوادپالان وو."

هغه وايي: "ځینې دغه سرتېري په هغه کال کې زېږیدلي وو، چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې وه. ځینې یې افغانستان ته په دویم یا درېیم سفر وو؛ خو ټولو د خپل ځان څخه لوی هدف ته د خدمت کولو لپاره جوګه شوي وو. هغوی د خپلو امریکایانو، متحدینو او ملګرو د خوندیتوب لپاره خپل ځان په خطر کې واچاوه."

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر په ایبي دروازه کې یو ترهګریز برید له ۱۰۰ ډېر افغانان په داسې حال کې ووژل، چې د جګړه ځپلي افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو وروستۍ ورځې وې.‌ د امریکا د ځواکونو د وتلو له بشپړېدو مخکې افغان ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښوده او طالبانو یو ځل بیا په کابل واک تر لاسه کړ.‌

د داعش خراسان ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی و.

د امریکا متحده ایالاتو له دغه چاودنې پنځه ورځې وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه خپل ټول ځواکونه وویستل او ۱۲۰ زره امریکایان او افغانان یې هم تخلیه کړل او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.‌

په غزه کې د اسراییل د تخلیې له نوي امر وروسته فلسطیني کورنۍ د تېښتې حال کې دي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱

اسراییل د یکشنبې په ورځ ناوخته د غزې تړانګې په مرکزي سیمه دیر البلاح کې خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی، چې ډېری کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.

اسراییل ويلي،‌ چې ځواکونه یې په سیمه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کوي.

په دې وروستیو ورځو کې اسراییل د غزې په بېلابېلو سیمو کې د تخلیې ډېر امرونه صادر کړي، چې دغه کار د فلسطینیانو، ملګرو ملتونو او مرستندویه چارواکو له خوا د بشردوستانه سیمو د کمېدو او د خوندي سیمو د نشتوالي په اړه غبرګونونه راپارولي دي.

د دېرالبلاح ښاروالۍ وايي، چې د اسراییل د تخلیې امرونو تر اوسه ۲۵۰زره کسان بې ځایه کړي دي.

د اسراییل پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ځینو سیمو کې له اوسېدونکو څخه غوښتل شوي، چې سمدستي لویدیځ لور ته لاړ شي، ځکه د دوی سیمې "خطرناکې جنګي" سیمې ګڼل کیږي.

ډاکټرانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه اووه فلسطینیان ووژل شول.

دوه تنه په دېرالبلاح کې ووژل شول چیرې چې شاوخوا یو میلیون کسانو د جکړې له وېرې پناه اخیستې ده.

دوه تنه نور په النصیرات کمپ کې په یو ښوونځي کې وژل شوي او درې تنه د مصر سره پولې ته څېرمه په سوېلي ښار رفح کې ووژل شول.

د اسراییل په دوو نورو بریدونو کې اووه تنه نور فلسطینیان هم وژل شوي، چې پنځه تنه په خان یونس کې د یو موټر د په نښه کېدو پیښه کې او دوه تنه نور یې د غزې په ښار کې په یو ښوونځي کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د غزې په ښار کې ساحل ته څېرمه په یوه خېمه کې د اسراییل برید شپږ فلسطینیان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د تخلیې نویو امرونو ډېری کورنۍ او ناروغان اړ کړل، چې د الاقصی روغتون پرېږدي، هغه روغتیايي مرکز چې په دېرالبلاح کې اصلي طبي مرکز دی او په سلګونو زره اوسېدونکو او بې ځایه شویو خلکو د بمباریو له وېرې پکې پناه اخیستې وه.

سرچینې: د شمالي وزیرستان په رزمک کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۶ ټپیان شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۱

له شمالي وزیرستان څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د رزمک په بازار کې پر یوه موټر شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی څرګند خو ځینې سرچینې ځانمرګی برید بولي.

دغو سرچینو نن دوشنبه د (وږي پنځمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې چاودنه په سیمه کې پر هغو پخوانیو طالبانو شوې چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي وو، او په سیمه کې د ( ښو طالبانو یا سرېنډر طالبانو) په نوم یادیږي.

ويل کیږي، دغه ډله د پخواني تسلیم شوي قوماندان اسحاق په نامه له ټي ټي پي څخه ځانته شوې وه او نن پرې دغه برید شوی.

سرچینې وايي، په برید کې په نښه شوي طالبان له بریده روغ وتلي خو شاوخوا ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځايي پولیس پېښه مني خو په دې اړه نور جزیات نه ورکوي.

د پاکستان حکومت له لوري د عزم استحکام په نامه د عملیاتو تر اعلان وروسته په لوی وزیرستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کیږي. او د وسله والو له لوري د سیمې خلکو ته ویل کیږي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې کډه شي.