• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د اسراییل د تخلیې له نوي امر وروسته فلسطیني کورنۍ د تېښتې حال کې دي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۱

اسراییل د یکشنبې په ورځ ناوخته د غزې تړانګې په مرکزي سیمه دیر البلاح کې خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی، چې ډېری کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.

اسراییل ويلي،‌ چې ځواکونه یې په سیمه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کوي.

په دې وروستیو ورځو کې اسراییل د غزې په بېلابېلو سیمو کې د تخلیې ډېر امرونه صادر کړي، چې دغه کار د فلسطینیانو، ملګرو ملتونو او مرستندویه چارواکو له خوا د بشردوستانه سیمو د کمېدو او د خوندي سیمو د نشتوالي په اړه غبرګونونه راپارولي دي.

د دېرالبلاح ښاروالۍ وايي، چې د اسراییل د تخلیې امرونو تر اوسه ۲۵۰زره کسان بې ځایه کړي دي.

د اسراییل پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ځینو سیمو کې له اوسېدونکو څخه غوښتل شوي، چې سمدستي لویدیځ لور ته لاړ شي، ځکه د دوی سیمې "خطرناکې جنګي" سیمې ګڼل کیږي.

ډاکټرانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه اووه فلسطینیان ووژل شول.

دوه تنه په دېرالبلاح کې ووژل شول چیرې چې شاوخوا یو میلیون کسانو د جکړې له وېرې پناه اخیستې ده.

دوه تنه نور په النصیرات کمپ کې په یو ښوونځي کې وژل شوي او درې تنه د مصر سره پولې ته څېرمه په سوېلي ښار رفح کې ووژل شول.

د اسراییل په دوو نورو بریدونو کې اووه تنه نور فلسطینیان هم وژل شوي، چې پنځه تنه په خان یونس کې د یو موټر د په نښه کېدو پیښه کې او دوه تنه نور یې د غزې په ښار کې په یو ښوونځي کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د غزې په ښار کې ساحل ته څېرمه په یوه خېمه کې د اسراییل برید شپږ فلسطینیان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د تخلیې نویو امرونو ډېری کورنۍ او ناروغان اړ کړل، چې د الاقصی روغتون پرېږدي، هغه روغتیايي مرکز چې په دېرالبلاح کې اصلي طبي مرکز دی او په سلګونو زره اوسېدونکو او بې ځایه شویو خلکو د بمباریو له وېرې پکې پناه اخیستې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د شمالي وزیرستان په رزمک کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او ۱۶ ټپیان شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۱

له شمالي وزیرستان څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د رزمک په بازار کې پر یوه موټر شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې درې تنه په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی څرګند خو ځینې سرچینې ځانمرګی برید بولي.

دغو سرچینو نن دوشنبه د (وږي پنځمه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې چاودنه په سیمه کې پر هغو پخوانیو طالبانو شوې چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي وو، او په سیمه کې د ( ښو طالبانو یا سرېنډر طالبانو) په نوم یادیږي.

ويل کیږي، دغه ډله د پخواني تسلیم شوي قوماندان اسحاق په نامه له ټي ټي پي څخه ځانته شوې وه او نن پرې دغه برید شوی.

سرچینې وايي، په برید کې په نښه شوي طالبان له بریده روغ وتلي خو شاوخوا ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځايي پولیس پېښه مني خو په دې اړه نور جزیات نه ورکوي.

د پاکستان حکومت له لوري د عزم استحکام په نامه د عملیاتو تر اعلان وروسته په لوی وزیرستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کیږي. او د وسله والو له لوري د سیمې خلکو ته ویل کیږي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې کډه شي.

پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړل شوي او وژل شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د بلوچستان ایالت په موسی‌خیلو سیمه کې وسله والو کسانو ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي. د راپورنو له مخې د بلوچستان ـ سند ایالتونو تر منځ لاره په ډیرو سیمو کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه.

د پاکستان جیونیوز د بلوچستان د موسی‌خیلو د سیمي د پولیسو د مشر ایوب خان اڅکزي له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه وسله والو په یاده سیمه کې ۲۳ سورلۍ له موټرونو راښکته کړې او په ډزو یې وژلي دي.

اڅکزي ویلي، چې وسله والو کسانو د دوو ایالتونو لویه لاره تړلې وه او خلک یې له موټرونو راښکته کول او په نښه شوي کسان یې په ډزو وژل.

100%

نوموړی زیاتوي، چې وسله والو کسانو ۱۰ موټرونه هم سوځولي دي.

په بلوچستان کې ځايي رسنیو خبرونه خپاره کړي، چې له تېرې شپې راهیسې، په کوټه، ګوادر، قلات، مستونګ، لسبېله، سبۍ او تربت کې د پاکستان پر پوځیانو بریدونه شوي دي.

د ځايي سرچینو په حواله، چې د کوټې ـ کراچې لویه لاره او د بلوچستان ایالت یو شمیر نورې لارې هم د بلوڅ وسله والو له لوري بندې شوې وې.

په ورته مهال د لارې د تړل کېدو ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې لیدل کیږي یو شمیر نظامي موټرونه هم سوځول شوي او خال خال ډزې اوریدل کیږي.

په ځينو ويډيوګانو او انځورونو کې د لویې لارې ویجاړ شوي پلونه هم ښکاري چې ویل کیږي وسله والو په بمونو الوځولي دي.

د راپورنو له مخې تېره شپه د دغو وسله والو له لوري د ډبرو سکرو په بار ۱۷ موټرونه هم سوځول شوي دي.

بل خوا بلوڅ وسله والو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلوڅ وسله والو په بلوچستان ایالت کې د (هیروف) په نوم عملیات پیل کړي او د تیرې شپې په عملیاتو کې یې پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا هم کړې ده.

سرچینې: وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ شمالي وزیرستان نورک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستان دوه امنيتي عسکر وژلي او اته نور ټپیان دي. ويل کیږي د ټپیانو له ډلې د درېیو عسکرو روغتیایي حالت نازک دی.

د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی.

ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې د شمالي وزیرستان نورک سیمه کې له لرې څخه د کنټرولېدونکي سړک غاړې ماین د پاکستاني پوځ یو موټر په نښه کړې چې له امله یې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو ویلي، د پاکستاني امنيتي ځواکونو يو کاروان له ميرانشاه څخه بنو ته روان و، چې د نورک په سيمه کې پرې دا ماین چاودلی.

پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه بیان نه دی خپور کړی.

اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسیې په هوايي بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین په څلورو سرحدي سیمو کې د روسیې د تېرې شپې په بمباریو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان مایکولا اولیشچوک پر ټیلیګرام خواله رسنۍ ادعا کړې، چې روسیې د شپې له خوا د چیرنهیف، سومي، ښارکیف او دونیتسک په سرحدي سیمو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.

هغه ادعا وکړه، چې دغه توغندي د روسیې له ورونژ او روستوف سیمو څخه توغول شوي او زیاته کړې یې ده، چې اکثره توغندي خپلو پلان شویو هدفونو ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي وویل، چې برید کې له ښکیلو نهو روسي بې پیلوټه الوتکو څخه اته یې د سوېلي مایکولایف په سیمه کې نسکورې شوې دي.

د مایکولیوف والي ویتالي کیم پر ټېلېګرام ویلي، چې ۱۵ د استوګنې او سوداګریزې ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

بل خوا د دونیتسک د سیمې والي وادیم فلاشکین ویلي، چې اووه کسان په درېیو بېلابېلو ولسوالیو کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هیورهي تیخی پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې دا ډول بریدونه وغندي.

روسي چارواکو تر اوسه د اوکرایني چارواکو د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

د سوریې ولسمشر: له ترکیې سره د اړیکو د بیارغولو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د یکشنبې په ورځ وویل، چې له ترکیې سره د اړیکو د ښه کولو هڅو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

اسد د سوریې پارلمان ته په وینا کې د روسیې، ایران او عراق له خوا د پخلاینې هڅو ته په اشارې سره وویل: "د منځګړیتوب له جدي او رښتیني لیوالتیا سربېره دغو نوښتونو کومه پایله نه ده ورکړې چې د یادولو وړ وي."

ترکیې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته له سوریې سره اړیکې پرې کړې، چې په ترڅ کې یې د بشارالاسد د لېرې کولو په لټه کې د یاغیانو ملاتړ کاوه.

اسد یاغیانو ته د تروریستانو په سترګه ګوري.

اسد وویل: "د اړیکو بیارغونه لومړی د هغه لاملونو لرې کولو ته اړتیا لري چې د اړیکو د ویجاړولو لامل شوي."

د سوریې ولسمشر څرګنده کړه؛ په داسې حال کې چې دی غواړي ترکي ځواکونه له سوریې ووځي، خو دا د خبرو لپاره شرط نه دی.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د جولای په پیل کې ویلي وو، چې هغه به اسد ته "هر وخت" د اړیکو د بیا رغولو لپاره د احتمالي خبرو بلنه ورکړي.

تر دې مخکې یوې ترکي ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې اردوغان او بشارالاسد به په اګسټ میاشت کې سره وویني؛ خو یو ترکي ډېپلوماټ دا راپور رد کړی و.

روسیه هڅه کوي چې د اړیکو د بیا رغولو په هڅه کې د دواړو مشرانو ترمنځ لیدنه ممکنه کړي. عراق هم د جولای په میاشت کې وویل، چې هڅه کوي هڅه وکړي چې دواړه مشران سره یوځای کړي.