• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړل شوي او وژل شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د بلوچستان ایالت په موسی‌خیلو سیمه کې وسله والو کسانو ۲۳ کسان له موټرونو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي. د راپورنو له مخې د بلوچستان ـ سند ایالتونو تر منځ لاره په ډیرو سیمو کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوی وه.

د پاکستان جیونیوز د بلوچستان د موسی‌خیلو د سیمي د پولیسو د مشر ایوب خان اڅکزي له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه وسله والو په یاده سیمه کې ۲۳ سورلۍ له موټرونو راښکته کړې او په ډزو یې وژلي دي.

اڅکزي ویلي، چې وسله والو کسانو د دوو ایالتونو لویه لاره تړلې وه او خلک یې له موټرونو راښکته کول او په نښه شوي کسان یې په ډزو وژل.

100%

نوموړی زیاتوي، چې وسله والو کسانو ۱۰ موټرونه هم سوځولي دي.

په بلوچستان کې ځايي رسنیو خبرونه خپاره کړي، چې له تېرې شپې راهیسې، په کوټه، ګوادر، قلات، مستونګ، لسبېله، سبۍ او تربت کې د پاکستان پر پوځیانو بریدونه شوي دي.

د ځايي سرچینو په حواله، چې د کوټې ـ کراچې لویه لاره او د بلوچستان ایالت یو شمیر نورې لارې هم د بلوڅ وسله والو له لوري بندې شوې وې.

په ورته مهال د لارې د تړل کېدو ځینې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې لیدل کیږي یو شمیر نظامي موټرونه هم سوځول شوي او خال خال ډزې اوریدل کیږي.

په ځينو ويډيوګانو او انځورونو کې د لویې لارې ویجاړ شوي پلونه هم ښکاري چې ویل کیږي وسله والو په بمونو الوځولي دي.

د راپورنو له مخې تېره شپه د دغو وسله والو له لوري د ډبرو سکرو په بار ۱۷ موټرونه هم سوځول شوي دي.

بل خوا بلوڅ وسله والو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلوڅ وسله والو په بلوچستان ایالت کې د (هیروف) په نوم عملیات پیل کړي او د تیرې شپې په عملیاتو کې یې پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلي اړولو ادعا هم کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

۵ وږی ۱۴۰۳ - ۲۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ شمالي وزیرستان نورک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د پاکستان دوه امنيتي عسکر وژلي او اته نور ټپیان دي. ويل کیږي د ټپیانو له ډلې د درېیو عسکرو روغتیایي حالت نازک دی.

د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی.

ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې د شمالي وزیرستان نورک سیمه کې له لرې څخه د کنټرولېدونکي سړک غاړې ماین د پاکستاني پوځ یو موټر په نښه کړې چې له امله یې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو ویلي، د پاکستاني امنيتي ځواکونو يو کاروان له ميرانشاه څخه بنو ته روان و، چې د نورک په سيمه کې پرې دا ماین چاودلی.

پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه بیان نه دی خپور کړی.

اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسیې په هوايي بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۱

اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین په څلورو سرحدي سیمو کې د روسیې د تېرې شپې په بمباریو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان مایکولا اولیشچوک پر ټیلیګرام خواله رسنۍ ادعا کړې، چې روسیې د شپې له خوا د چیرنهیف، سومي، ښارکیف او دونیتسک په سرحدي سیمو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.

هغه ادعا وکړه، چې دغه توغندي د روسیې له ورونژ او روستوف سیمو څخه توغول شوي او زیاته کړې یې ده، چې اکثره توغندي خپلو پلان شویو هدفونو ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي وویل، چې برید کې له ښکیلو نهو روسي بې پیلوټه الوتکو څخه اته یې د سوېلي مایکولایف په سیمه کې نسکورې شوې دي.

د مایکولیوف والي ویتالي کیم پر ټېلېګرام ویلي، چې ۱۵ د استوګنې او سوداګریزې ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

بل خوا د دونیتسک د سیمې والي وادیم فلاشکین ویلي، چې اووه کسان په درېیو بېلابېلو ولسوالیو کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هیورهي تیخی پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې دا ډول بریدونه وغندي.

روسي چارواکو تر اوسه د اوکرایني چارواکو د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

له پاکستانه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي دي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دې هېواد څخه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د راپور له مخې؛ دا پېښه د مکران په لویه لار هغه وخت رامنځته شوه، چې د یادو زیارت کوونکو بس موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې دا بس له پنجاب څخه ایران ته روان و.
د پولیسو په خبره؛ د پېښې قربانیان د پېښې له سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.
د راپورونو له مخې؛ دا کسان دوه ورځې مخکې له ایران څخه د یوې ځانګړې الوتکې په وسیلې سره پاکستان ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار بیا د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله چې یو بس موټر د پنجاب له کهوټې ـ راولپنډۍ ته پر لاره و، له سړک بېواکه شوی او ګړنګ ته غورځېدلی چې له امله یې ۲۹ مساپر مړه او یو بل ټپي شوی دی.


د سوریې ولسمشر: له ترکیې سره د اړیکو د بیارغولو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د یکشنبې په ورځ وویل، چې له ترکیې سره د اړیکو د ښه کولو هڅو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

اسد د سوریې پارلمان ته په وینا کې د روسیې، ایران او عراق له خوا د پخلاینې هڅو ته په اشارې سره وویل: "د منځګړیتوب له جدي او رښتیني لیوالتیا سربېره دغو نوښتونو کومه پایله نه ده ورکړې چې د یادولو وړ وي."

ترکیې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته له سوریې سره اړیکې پرې کړې، چې په ترڅ کې یې د بشارالاسد د لېرې کولو په لټه کې د یاغیانو ملاتړ کاوه.

اسد یاغیانو ته د تروریستانو په سترګه ګوري.

اسد وویل: "د اړیکو بیارغونه لومړی د هغه لاملونو لرې کولو ته اړتیا لري چې د اړیکو د ویجاړولو لامل شوي."

د سوریې ولسمشر څرګنده کړه؛ په داسې حال کې چې دی غواړي ترکي ځواکونه له سوریې ووځي، خو دا د خبرو لپاره شرط نه دی.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د جولای په پیل کې ویلي وو، چې هغه به اسد ته "هر وخت" د اړیکو د بیا رغولو لپاره د احتمالي خبرو بلنه ورکړي.

تر دې مخکې یوې ترکي ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې اردوغان او بشارالاسد به په اګسټ میاشت کې سره وویني؛ خو یو ترکي ډېپلوماټ دا راپور رد کړی و.

روسیه هڅه کوي چې د اړیکو د بیا رغولو په هڅه کې د دواړو مشرانو ترمنځ لیدنه ممکنه کړي. عراق هم د جولای په میاشت کې وویل، چې هڅه کوي هڅه وکړي چې دواړه مشران سره یوځای کړي.

په جرمني کې د چړې په برید تورن یو سوریایي دی، چې په خپل جرم یې اعتراف کړی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د جرمني د پولیسو په بند کې د سولینګن ښار د چړې د برید شکمن یو ۲۶ کلن سوریایي دی، چې چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې له داعش سره د دغه کس د احتمالي اړیکو په اړه څېړنې کوي. دغه بریدګر درې کسان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

د اورپکو ډلې داعش له خوا د دغې پېښې د مسوولیت تر منلو وروسته، د ځینو جرمن سیاستوالو ترمنځ اندیښنې ډېرې شوې دي.

دغه سیاستوال د امنیت د ښه کولو، په وسلو باندې د سختو بندیزونو لګولو، د تاوتریخجنو جرمونو لپاره د سختو سزاګانو ټاکلو او کډوالۍ د محدودیدو غوښتنه کړې.

برید د جمعې په ماښام د فرون هوف په بازار کې د یو جشن پر مهال شوی، چیرې چې د سولینګین د ۵۶۰ کلن تاریخ د نمانځلو لپاره موسیقي غږېده.

د پیښې د قربانیانو کورنیو د پېښې ځای ته نږدې یو موقتي یادگار جوړ کړی دی.

د دوسلدورف پولیسو او څارنوالانو د یکشنبې په سهار په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې شکمن د شنبې په ورځ ناوخته ځان تسلیم کړ او په جرم یې اعتراف وکړ.

دوی وویل: “ د داعش سره د دغه کس ښکېلتیا اوس تر جدي څېړنو لاندې ده.”

جرمن سیاستوال فریدریش میرز چې د اپوزیسیون د مرکزي ښي اړخه ګوند مشري کوي، غواړي چې هېواد یې د سوریې او افغانستان څخه د نورو کډوالو د منلو مخه ونیسي.

" هغه په ​​خپله ویب پاڼه کې په یوه پیغام کې وویل: همدومره بس دي!"

د شمالي راین ویسټفالیا د کورنیو چارو وزیر هربرت ریول وویل، چې شکمن په سولینګن کې د کډوالو په یو کور کې اوسېده چې د شنبې په ورځ تلاشي شوی و.

د شپیګل مجلې د نامعلومو امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې دغه شکمن د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې جرمني ته تللی و او هلته یې د پناه غوښتنه کړې وه.