امیرخان متقي: افغانستان به د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د ټاپي پروژه او افغان ـ ترکمن اقتصادي دهلیز او د انرژۍ د لېږد پروژې د پيلېدو په درشل کې دي. نوموړی وایي، د یادو پروژو په پیلېدو سره به افغانستان د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي.