هېلري کلېنټن د طالبانو د امربالمعروف د قانون پر ضد د نړۍوال اعتراض غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د چهارشنبه په ورځ د طالبانو د امربالمعروف قانون له «کرکې ډک» وباله. کلېنټن وویل چې دغه قانون د یوې «احمقانه بنسټ پالنې» پایله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د چهارشنبه په ورځ د طالبانو د امربالمعروف قانون له «کرکې ډک» وباله. کلېنټن وویل چې دغه قانون د یوې «احمقانه بنسټ پالنې» پایله ده.
د طالبانو امربالمعروف د نوي قانون توشیح کول د نړۍوالو له لوري وغندل شو.
یو شمېر لوېدیځو هېوادونو او سازمانونو د طالبانو د وروستي قانون په اړه چې د ښځو د حقونو او ازادیو د تروړلو او ځپلو په اړه دی، غبرګونونه ښودلي دي.
د طالبانو اسیايي ملګرو لکه روسیه، چین او ایران پر دغه قانون له نیوکې کولو ډډه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او لومړۍ مېرمنې د چهارشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼې لیکلي:«ایا تاسو غواړئ وګورئ چې هغه احمقانه بنسټپالنه کوم ځای ته ورسیدله؟ د طالبانو نوی قانون وګورئ چې ښځې یې له کوره بهر له خبرو کولو بندې کړې دي.»
نوموړې پر نړۍ غږ وکړ چې د دغې «ناوړه او له کرکې خپرونکې نوې قضیې په وړاندې اعتراض وکړي.»
طالبانو په یوه توند غبرګون کې ټینګار کړی، چې نړۍوالې نیوکې او غندنې د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدا هیڅ اغیز نه لري.
د دغې ډلې ویاند دا نیوکي، «شریعت ته ګستاخي» بللې ده.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر بیا نیوکه کوونکي «بې حیثیته» وبلل.


د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر ویلي چې په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت لري. هغه ټینګار وکړ چې امریکا د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د خپل ملي امنیت د ساتنې او د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نږدې کار کوي.
هغه د چهارشنبې په ورځ د (وږي اوومه) په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او په سیمه کې د ټیکاو راوستو په موخه له سیمې نږدې څارنه اوس هم د اجنډا په سر کې ده.
د پنټاګون ویاند د داعش او طالبانو ترمنځ د توپیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «طالبان اوس مهال په افغانستان کې د حکومت په توګه فعالیت کوي، که څه هم زه دا اصطلاح په احتیاط سره کاروم. په دې معنا، چې د طالبانو او داعش تر منځ ښکاره توپیرونه شته.»
طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی. په وروستي ځل د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې.
خو د امریکا د دفاع وزارت د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو له ارزونې سره موافق دی چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ترهګرې ډلې افغانستان ته بېرته راستنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، چې داعش او القاعده د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د ځان د بیا را پورته کېدو لپاره کار اخلي.
امنیت شورا همدارنګه ویلي چې داعش هڅه کوي منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبغاړو سره په ليدنه کې له هغوی غوښتي، چې «ديني او ملي ارزښتونو» ته لومړيتوب ورکړي.
مولوي کبير د مرکزي اسیا فوټبال سياليو کې د افغان لوبډلې بريا ستايلې او غوښتنه يې کړې، چې پر نړۍوالو ميدانونو دې د دوی پيغام وړاندې کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د چهار شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی سياسي مرستیال مولوی عبدالکبير د بدنې روزنې له مسوولینو او د افغان ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې له لوبغاړو سره کتلي او د مرکزي اسيا (کافا) جام سياليو کې يې د افغان لوبډلې د اتلولۍ ستاينه کړې
په اعلاميه کې د مولوي کبير له قوله لیکل شوي، چې دوی د لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: « د لوبو په برخه کې د افغانانو بریاوې د اسلامي امارت د ملاتړ او غوره رهبرۍ له امله دي.»
نوموړي په داسي حال کې له لوبغاړو او لوبو ملاتړ اعلان کړې، چې تېره ورځ د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون له مخې په افغانستان کې د سوک وهنې پر ازادو سیالیو یا فري فايټ بنديز ولګول شو.
د طالبانو په دغه مکتوب کې دغه سيالۍ د دوی د خوښې «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې بلل شوې وې.
طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ورزش په خاص ډول د فوټبال او کرېکټ لوبغاړو ته په شفاهي ډول د «شريعت د عملي کولو» سپارښتنې کړي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر محتسبانو په ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو هم غوښتي، چې ږيري پرېږدی او هم د لوبو پرمهال داسي لباس واغوندي، چې ټول بدن یې پټ وي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی ښاغلي هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.
د کانونواو پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا؛ یاد پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابادکې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې وکړي.
بل خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون (سې شنبه د وږي ۶مه) وویل، چې د ټاپي پروژه او افغان ـ ترکمن اقتصادي دهلیز او د انرژۍ د لېږد پروژې د پيلېدو په درشل کې دي.
د یادو پروژو په پیلېدو سره به افغانستان د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي.
ښاغلی متقي ویلي، یاده پروژه په ترکمنستان کې بشپړه شوې او د ګازو نل لیکه افغانستان ته غځول شوې. افغانستان بشپړ چمتوالی لري چې دغه پروژه پیل کړي.
د ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.
د یادو ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی.

په کندهار کې طالب امنيتي چارواکي وايي، چې په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې يې ده. د بولدک ولسوالۍ طالبان وايي، د پېښه انګېزه معلومه نه ده او دغه کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د کندهار د بولدک ولسوالۍ څخه سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې وژل شوې مېرمن د کندهار اوسېدونکې «بي بي امينه» نومېده او ۲۰ کاله عمر يې درلود.
د معلوماتو له مخې؛ دغې مېرمنې شپږ مياشتي وړاندې د فاریاب ولایت له اوسېدونکي جان محمد سره واده وکړ او د بولدک ولسوالۍ په غلام فاروق کلي کې ګډ اوسېدل.
د بولدک ولسوالۍ د طالبانو امنيه قوماندان مولوی محمود پېښه تایید کړې او سیمه ييزو رسنيو ته یې ويلي، چې د دغه کس د نيولو هڅې کوي.
که څه هم د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی؛ خو له دې وړاندې ورته پېښې ډېری د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي دي.
ښځينه فعالاني واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د بشري حقونو د بنسټونو نشتوالۍ، په کم عمر د نجونو ودول، نرواکه ټولنه او انساني حقونو ته د مېرمنو نه لاس رسۍ د دا او ورته نورو پېښو لاملونه يادوي.
د ښځو د حقونو فعالانې پر واکمنو طالبانو نيوکه کوي، چې پر مېرمنو د بنديزونو او محدويتونو سره - سره د دوی دا ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

په خېبر پښتونخوا کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو پر ضد کړکېچ زور اخیستی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د شپږو زرو څخه د زیاتو کډوالو غیر قانوني پېژندپاڼې یې لغوه کړي دي.
دغه وزارت له سیمه ییزو ادارو وغوښتل، چې د کډوالو د موټرو، کورونو او شتمنیو په اړه معلومات ورکړي.
د پاکستان د حکومت د اعلامیې له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا له ځايي حکومت، د دغه ایالت د مالیې له ادارې او پولیسو غوښتي دي، چې دغه وزارت ته د کډوالو د جنایي قضیو په اړه د اوسېدو له اسنادو پرته او د بهرنیانو په نوم ثبت شوي د وسلو د جوازونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کوي.
د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د هغو ۵۹۵ موټرو جوازونه لغوه کړي، چې د دغو کارتونو له لارې ثبت شوي وو.
د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې چې د پاکستان فېدرالي حکومت له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د څو لسیزو د اوسیدو له امله، چې زیات شمېر یې د کډوالۍ کارتونه، پاکستاني پېژندپاڼې او یا هم د دغه هېواد د اوسېدو نور اسناد لري.