د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی ښاغلي هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.
د کانونواو پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا؛ یاد پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابادکې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې وکړي.
بل خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون (سې شنبه د وږي ۶مه) وویل، چې د ټاپي پروژه او افغان ـ ترکمن اقتصادي دهلیز او د انرژۍ د لېږد پروژې د پيلېدو په درشل کې دي.
د یادو پروژو په پیلېدو سره به افغانستان د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي.
ښاغلی متقي ویلي، یاده پروژه په ترکمنستان کې بشپړه شوې او د ګازو نل لیکه افغانستان ته غځول شوې. افغانستان بشپړ چمتوالی لري چې دغه پروژه پیل کړي.
د ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.
د یادو ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی.


په کندهار کې طالب امنيتي چارواکي وايي، چې په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې يې ده. د بولدک ولسوالۍ طالبان وايي، د پېښه انګېزه معلومه نه ده او دغه کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د کندهار د بولدک ولسوالۍ څخه سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې وژل شوې مېرمن د کندهار اوسېدونکې «بي بي امينه» نومېده او ۲۰ کاله عمر يې درلود.
د معلوماتو له مخې؛ دغې مېرمنې شپږ مياشتي وړاندې د فاریاب ولایت له اوسېدونکي جان محمد سره واده وکړ او د بولدک ولسوالۍ په غلام فاروق کلي کې ګډ اوسېدل.
د بولدک ولسوالۍ د طالبانو امنيه قوماندان مولوی محمود پېښه تایید کړې او سیمه ييزو رسنيو ته یې ويلي، چې د دغه کس د نيولو هڅې کوي.
که څه هم د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی؛ خو له دې وړاندې ورته پېښې ډېری د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي دي.
ښځينه فعالاني واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د بشري حقونو د بنسټونو نشتوالۍ، په کم عمر د نجونو ودول، نرواکه ټولنه او انساني حقونو ته د مېرمنو نه لاس رسۍ د دا او ورته نورو پېښو لاملونه يادوي.
د ښځو د حقونو فعالانې پر واکمنو طالبانو نيوکه کوي، چې پر مېرمنو د بنديزونو او محدويتونو سره - سره د دوی دا ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

په خېبر پښتونخوا کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو پر ضد کړکېچ زور اخیستی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د شپږو زرو څخه د زیاتو کډوالو غیر قانوني پېژندپاڼې یې لغوه کړي دي.
دغه وزارت له سیمه ییزو ادارو وغوښتل، چې د کډوالو د موټرو، کورونو او شتمنیو په اړه معلومات ورکړي.
د پاکستان د حکومت د اعلامیې له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا له ځايي حکومت، د دغه ایالت د مالیې له ادارې او پولیسو غوښتي دي، چې دغه وزارت ته د کډوالو د جنایي قضیو په اړه د اوسېدو له اسنادو پرته او د بهرنیانو په نوم ثبت شوي د وسلو د جوازونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کوي.
د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د هغو ۵۹۵ موټرو جوازونه لغوه کړي، چې د دغو کارتونو له لارې ثبت شوي وو.
د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې چې د پاکستان فېدرالي حکومت له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د څو لسیزو د اوسیدو له امله، چې زیات شمېر یې د کډوالۍ کارتونه، پاکستاني پېژندپاڼې او یا هم د دغه هېواد د اوسېدو نور اسناد لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. بورډ ويلي، چې دغه لوبغاړي به د همدې کال د اګسټ څخه تر ۲۰۲۵ کال تر اپرېل پوري، په روزنيزو کمپونو، دوه او درې اړخيزه لوبو او اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) نېټه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه لوبغاړي به د يوې مياشتي په جريان کې د کابل په کرېکټ لوبغالي کې د فزيکي تکړښت او ظرفيت لوړونې په کمپ کې ګډون وکړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ له دې روزنې وروسته د دغه لوبغاړو لپاره د سپټمبر له ۲۸ څخه تر اکتوبر ۲۱ مې نېټې پوري يو بل روزنيز کمپ هم په پلان کې شته.
د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله به له دې روزنيزو کمپونو وروسته په متحده عربي اماراتو کې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره درې اړخيزه سيالۍ ولري او د نومبر مياشتي په وروستيو کې به د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیا جام کې برخه واخلي.
کرېکټ بورډ په خپله اعلاميه کې زياتوي، چې د اسیا جام له سيالیو وروسته افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال په مارچ مياشت کې د نيپال ۱۹ کلنو لوبډلې سره ۵ يو ورځنۍ سيالۍ هم لري.
د کرېکټ دغه افغان ۱۹ کلنه لوبډله به د کرېکټ نړۍوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال نولس کلنو لوبغاړو نړۍوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالۍ هم ترسره کړي.
د ۱۹ کلنو کريکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ:
پیلیز توپوهونکي: عزیر خان، فیصل خان، عثمان سادات، عمران مسرور او عزت نور شیرزاد
مېډل ارډر توپوهونکي: برکت الله ابراهیمزی، عزت بارکزی، فیصل مبارز، عزیز میاخیل او شېرخان
ویکټ ساتونکي: محبوب تسکین، خالد احمدزی او حمزه علي خیل
الرونډران: عبدالعزیز، نظیف امیري، سهیل خان او نصرت الله نورستانی
ورو توپ اچوونکي: حفیظ ځدراڼ، روح الله عرب، عاقل خان، کمال خان او واحدالله ځدراڼ
چټک توپ اچوونکي: فهیم ښېوه وال، محمد هادي، سلام خان، بلال احمدزی، خاطر ستانکزی، روح الله احمدی او شمس فخري
افغانستان کرېکټ بورډ هيله ښودلې، چې د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د تمريناتي کمپ وروسته په لوبو کې ښه ځليږي او ویاړونه به ترلاسه کوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته بېلابېلو سرچینو ویلي، چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا د تېر نظام د ارګ او درې ګونو امنیتي ادارو د دوو وزیرانو، دوو لوی درستیزانو او اتو مرستیالانو په ګډون ۲۸۴ جنرالانو، رییسانو او قوماندانانو ته د اوسېدو دایمي اسنادونه نه دي ورکړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو په امریکا کې یې له ۷۵ مېشتو پخوانیو نظامیانو او د امنیتي ادارو مشرانو، مرستیالانو او رییسانو سره د هغوی د کډوالۍ د دایمي اسنادو په تړاو خبرې کړې دي.
همدا راز په امریکا کې د کډوالو د یوې ادارې "لورټن" یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکا په ویرجینیا، کلفرونیا، اوهایو، میریلینډ، ویسټ ویرجینیا او فلادلفیا کې د دوی له دفترونو سره ۱۱۸ پخواني نظامیان او جنرالان ثبت دي، چې لا یې دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
د یادې ادارې سرچینه وايي، چې امریکا ته د لویه برخه افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې او همدا راز حقوقي چارو دوسیې دوی پر مخ وړي.
که څه هم دغې سرچینې له مونږ سره د ۱۱۸ جنرالانو، رییسانو او قومندانانو د اوسېدو اسنادونو د نه ترلاسه کولو په اړه معلومات شریک کړي؛ خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د مرکو پر اساس دا شمېر له ۲۸۴ هم زیات دی.
افغانستان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۶مه نېټه په بشپړه توګه د طالبانو له خوا ونیول شو، جمهوري نظام ونړېده او امنیتي ځواکونه وپاشل شول.
امریکايي او ناټو ځواکونو په دې ورځو کې زرګونه نظامیان او د ایتلافي ځواکونو همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه و اېستل.
اوس سره له دې چې د افغانستان له سقوط څخه درې کاله تېریږي او د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو افغان امنیتي ځواکونه په خپله خوښه واېستل؛ خو د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو (پې پې اېس) په ګډون د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت جنرالانو ته د امریکا حکومت د میشتېدو اسناد نه دي ورکړي.
ملي دفاع وزرات:
افغانستان انټرنشنل - پښتو په امریکا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د پخوانیو لوی درستیزانو او مرستیالانو په ګډون ۲۱ جنرالانو سره خبرې کړي.
د معلوماتو له مخې؛ د ملي دفاع وزارت د پخوانیو دوو لوی درستیزانو او څلورو معینانو په ګډون ۸۹ پخوانیو جنرالانو، د قول اردو قوماندانانو، د قول اردو درستیزوالانو او د لېوا قوماندانو ته د اوسېدو دایمي اسناد نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت یو پخواني مرستیال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امریکا د یو ایس سي ای ایس ادارې ترې درې ځله انټرویو اخیستې؛ خو لا یې هم د هغه د اسنادو د تایید او رد احوال نه دی ورکړی.
هغه وايي، چې د ده په ګډون ګڼ داسې نور همکاران یې شته، چې لا ورته د اسنادو د ورکړې تایید یا رد نه دی معلوم شوی.

د کورنیو چارو وزارت:
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني نظام د کورنیو چارو وزارت د معینانو په ګډون له ۲۴ جنرالانو، قوماندانو او لوړ رتبه مامورینو سره خبرې کړي، چې له مخې یې امریکا د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د دوو وزیرانو او پنځو پخوانیو مرستیالانو په ګډون ۶۱ پخوانیو جنرالانو، رییسانو او قوماندانو ته په امریکا کې د بیا مېشتېدنې اسنادونه نه دي ورکړي.
همدا راز په ویرجینیا کې فعالې لورټن د کډوالۍ ادارې سرچینې؛ تایید کړه، چې د جمهوریت د وخت د کورنیو چارو وزارت د څلورو قوماندانانو او د کورنیو چارو پخواني وزیر عبدالستار میرزکوال د دفتر رییس اسناد بیا د امریکا د حکومت له خوا رد شوي دي.
په امریکا کې مېشت د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني سلاکار د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په امریکا کې اوسېږي او تېر کال یې د خپلو اسنادونو لپاره انټرویو کړې ده؛ خو تر اوسه یې هیڅ درک نه شته.
سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت لسګونه جنرالانو ته اسناد نه دي ورکړل شوي او یوازې د ګوتو په شمېر اشخاصو ته د دایمي اسنادو تایید ورکړل شوی دی.
د کونړ ولایت پخواني امنیه قوماندان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د یو ایس سي ای ایس په مرکه کې ترې پوښتل شوي وو، چې څومره زندانیانو ته یې بدني سزا ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: "ډېرې عجیبه پوښتنې یې کولې؛ مثلا څومره کسانو ته دې سزا ورکړې، څوک دې وژلي او کله دې وژلي؟ ما ورته وویل، چې موږ جنګ کړی او خامخا به مو خلک وژلي وي".
نوموړی زیاتوي، چې په امریکا کې له مېشتو اکثرو پخوانیو همکارانو سره اړیکې لري؛ خو یوازې دوو کسانو یې د کډوالۍ د دایمي اسنادو تایید تر لاسه کړی دی.

د ملي امنیت ریاست:
افغانستان انټرنشنل - پښتو د کډوالۍ د خدماتي ادارې تر څنګ په امریکا کې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت ادارې د څلورو مرستیالانو په ګډون له ۱۳ رییسانو، جنرالانو او غړو سره خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې؛ تر دا مهاله په امریکا کې مېشت د جمهوري نظام د ملي امنیت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دغه ریاست ۷۲ د بېلابېلو برخو رییسانو، مستنتقینو، څارنوالانو او جنرالانو د کډوالۍ دایمي اسناد نه دي تایید شوي.
د افغانستان د پخواني ملي امنیت ریاست یوه جنرال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې وروسته له درې ځلې انټرویو یې لا هم اسناد نه دي تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه: " دا یوازې زما ستونزه نه ده، بلکې زموږ اکثرو همکارانو ته یې اسناد نه دي ورکړي".
یوې بلې سرچینې له خوا د افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د ملي امنیت ریاست د هغه چارواکو نوملړ هم په واک کې ورکړل شوی، چې د امریکا له لورې ورته اسنادونه نه دي ورکول شوي.
په دغه نوملړ کې د ملي امنیت د درېیو مرستیالانو په ګډون ددغه ریاست ۱۹ مهم چارواکي شامل دي.

ارګ:
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني جمهوري دولت د ارګ له ۸ پخوانیو رییسانو، مرستیالانو او غړو سره خبرې کړي، چې له مخې یې د ارګ ماڼۍ ۵ رییسانو، ۱۳ متخصصینو او ۳ مرستیالانو تر اوسه په امریکا کې د مېشتیدو دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
که څه هم د امریکا له خوا د تېر حکومت د لوړپوړو چارواکو د اسنادونو د نه ورکولو اصلي لامل روښانه نه دی؛ خو د چارو ادارې یوه کارکوونکي وویل، چې څلور ځله د یو ایس سي ای ایس ادارې ته ورغلی؛ خو هغوی ورته ویلي، چې منتظر پاتې شي.

د ولسمشر د ساتنې ګارد (پي پي ایس):
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر د ساتنې ګارد له ۹ غړو سره خبرې کړي.
د پي پي ایس دا غړي وايي، چې نېږدې د یوولسو جنرالانو په ګډون ۴۱ غړو یې د اوسېدو دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
د ولسمشر د ساتنې د ګارد ځینې غړي له پخواني ولسمشر اشرف غني سره ازبکستان ته تللي وو، چې وروسته اماراتو ته لاړل او بیا له هغه ځایه د امریکا د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته تللي دي.
د پي پي ایس یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د ګڼو غړو د کار جوازونه هم تمام شوي وو؛ خو د امریکا حکومت د کار جواز ورته بېرته تمدید کړی دی.
په امریکا کې د افغان کډوالو د برخې حقوقي سلاکار نجیب احسانزی بیا وايي، چې د افغان کډوالو د کډوالۍ د اسنادو پروسه له یو څخه تر یونیم کال پورې وخت نیسي؛ خو د تېر جمهوري نظام د چارواکو دوسیې ښايي د هغوی د امنیتي تحقیق له امله ځنډېدلې وي.
نوموړي زیاته کړه: " د کډوالۍ د اسنادو یوه مهمه پروسه بګرونډ چیک دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو سربېره، پکې له ترهګرو ډلو سره اړیکې، فساد او امریکا ته خطر څېړل کیږي".
احسانزی وايي، چې ښايي دا پروسه نېږدې پنځه کاله وخت ونیسي؛ خو که چېرې د چا دوسیه ردیږي نو کولی شي محکمې ته مراجعه وکړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د کورنیو چارو وزارت سربېره د یو ایس سي ای ایس له ادارې څخه هم د یو ایمیل پر بنسټ د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کوربه و. هغه تصویرونه چې یاد سفارت خپاره کړي، پکې ښکاري چې ښاغلی کرزی په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونل سره لیدنه کړې.
یاد سفارت د دغې لیدنې نور جزییات نه دي خپاره کړي او ښاغلي کرزي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ترکیې سفارت حامد کرزی یو "ارزښتناک ملګری" بللی او لیکلي یې دي، چې ښاغلي کرزي د تل په څېر خپل ارزښتناک نظرونه په هر اړخیز او "منطقي" ډول شریک کړل.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، ښاغلي کرزي ته له یوه کال څخه د زیات وخت لپاره د سفر اجازه ور نه کړل شوه.
حامد کرزي په وار - وار له بهرنیو چارواکو سره په کتنو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې ده.