• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په لومړي ځل په کابل کې د ترکیې سفارت ته تللی

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۱۸ GMT+۱

په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کوربه و. هغه تصویرونه چې یاد سفارت خپاره کړي، پکې ښکاري چې ښاغلی کرزی په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونل سره لیدنه کړې.

یاد سفارت د دغې لیدنې نور جزییات نه دي خپاره کړي او ښاغلي کرزي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې سفارت حامد کرزی یو "ارزښتناک ملګری" بللی او لیکلي یې دي، چې ښاغلي کرزي د تل په څېر خپل ارزښتناک نظرونه په هر اړخیز او "منطقي" ډول شریک کړل.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، ښاغلي کرزي ته له یوه کال څخه د زیات وخت لپاره د سفر اجازه ور نه کړل شوه.

حامد کرزي په وار - وار له بهرنیو چارواکو سره په کتنو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ځانګړی: د طالبانو لیک پسې اروپايي هېوادونو د افغان سفارتونو د تړلو لپاره فشار زیات کړی

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ځینو اروپايي هېوادونو له افغان سفیرانو سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وروستي لیک په اړه خبرې کړې دي. په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل د دغو خبرو یوه برخه وه او دوی کې جرمني او ناروې تر نورو پر افغان ډیپلوماټانو فشار دېر کړی.

سرچینې زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۹مه ټولو هغو هېوادونو ته یو لیک استولی، چې تر اوسه یې د افغانستان د سفارتونو مدیریت دغې ډلې ته نه دی سپارلی.

دغه وزارت ویلي، چې د تېر حکومت د سفیرانو ماموریت پای ته رسېدلی، دوی د طالبانو استازیتوب نه کوي او د دوی فعالیتونه د دې ډلې لپاره مشروعیت نه لري.

غربي هېوادونو ته د دغه لیک له لېږلو یوه ورځ وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د ۱۴ سیاسي او قونسلګرۍ ماموریتونو قونسلي خدمات مشروعیت نه لري.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې اوس اروپايي چارواکو ویلي، چې د طالبانو لیک باید و ارزول شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو تړل د دغو خبرو اترو يوه موضوع ده.

د سرچينو په وينا په کوربه هېوادونو کې ناروې او جرمني تر نورو نورو اروپايي هېوادونو پر افغان ډيپلوماتانو فشارونه زيات کړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ځينو اروپايي هېوادونو د طالبانو دغه ليک بابيزه نه دی ګڼلی.

د تېر حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو خپل فعالیت ته دوام ورکړ او له طالبانو سره د خبرو لپاره د سفیرانو او قونسلګریو له انکار سره سره د دغو ادارو د اکثرو اجرات او د قونسلګرۍ اسناد طالبانو منلي وو.

له شاوخوا یوې میاشتې را هیسې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د اکثرو افغان ډیپلوماتیکو مرکزونو د قونسلګرۍ اسناد د طالبانو له خوا نه دي منل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د زمري په مياشت کې په اسپانیا، هالنډ، بلغاریا، چک جمهوریت او د جرمني د مونیخ ښار استازولۍ د خپلو همکارو ادارو په توګه اعلان کړې.

دغه وزارت په اروپا کې له مېشتو افغانانو غوښتنه کړې، چې که غواړي قونسلګري خدمات تر لاسه کړي، په اروپا کې د دغې ډلې نمايندګيو ته مراجعه وکړي.

پر بشري حقونو تازه برید

په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د تړلو او پر افغان سفیرانو د فشارونو د ډېرېدو خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده په دې وروستیو کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره د امر بالمعروف په نوم یو قانون توشيح کړ.

په دغه قانون کې طالبانو د ښځو غږ او مخ د «عورت» په توګه ګڼلی او پر ښځو یې د بدن مکمل پټول لازمي بللي دي.

دغه قانون له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بوریل ویلي، د اروپايي ټولنې غړي د طالبانو د تش په نامه قانون له امله اندېښمن دي.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو دغه قانون «پر بشري حقونو یو وحشیانه برید» بللی او ویلي یې دي، چې دغه قانون د افغان ښځو او نجونو لپاره سخت او نوي محدودیتونه رامنځته کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې د طالبانو دغه قانون یو ځل بیا ښيي، چې دوی نه شي کولای له سخت دریځو اسلامپالو سره اړیکې ولري.

د طالبانو لوی درستیز: پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د پوځ مشر وايي، د پاکستان طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي. فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي د دې ډلې د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي، چې د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.

فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.

د طالبانو لوی درستیز وویل: «پاکستان باید په مکرر ډول د خپلي کمزورۍ تورونه پر افغانستان ونه لګوي او موږ د پاکستان دا ادعا په مطلق ډول ردوو. ټي ټي پي له دې ځایه تمویل او تجهیز کیږي نه.»

خود پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو د وړمې ورځې له پرله پسې بریدونو چې له ۷۰ ډیر کسان په کې ووژل شول یوه ورځ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې دوی په دې بریدونو کې د بهرنیو کسانو د لاس لرلو شواهد لري.

د داعش شتون

د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې داعش د افغانستان په هيڅ ځای کې نشته.

هغه وویل، که څه هم داعش په ځینو سیمو کې تخریبي عملیات کوي؛ خو په افغانستان کې نشته او ښايي د بل چا په سېمو کې وي.

هغه زیاته کړه: «داعش بشپړ ختم شوی او په افغانستان کې هیڅ نشته او په افغانستان کې د داعش شتون یوازې تور دی او هیڅ اساس نلري.»

د طالبانو لوى درستيز يو ځل بيا د پخواني پوځ د چورلکو او پوځي الوتکو په اړه د ازبکستان او امريکا تر منځ پر تړون اعتراض وکړ او ويې ويل: «امريکايان له سمندر څخه اوبه نه ورکوي.»

فطرت وويل، چې دا الوتکې د طالبانو دي او د لاسته راوړلو لپاره به يې له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

هغه له ازبکستانه وغوښتل، چې دا ډول معامله ونه مني.

د طالبانو پوځي کسان

دغه طالب چارواکي هم د طالبانو د دفاع وزارت د تشکيلاتو په اړه په خبري غونډه کې وویل، چې دوی کلنۍ تشکيلاتي ارزونه لري او د پوځ د سرتېرو شمېر له سلو زرو پيل او اوس يې شمېر ۱۸۰ زرو ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل، چې د اړتیا په صورت کې به د طالبانو د پوځ شمېر تر ۲۰۰ زرو زیات شي.

فطرت زياته کړه، چې د اړتيا له مخې به د دې ډلې د پوځ پرسونل هر کال زيات کړي.

د طالبانو په اړه د المانیټور راپور: د کندهار ډله له قطر او حقاني له عربي اماراتو سره ده

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

المانیټور تحلیلي ویبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې متحده عربي اماراتو له طالبانو سره د اړیکو په پراخولو کې ډېر مهم لوبغاړي شاته پریښي دي. د دغه راپور پر بنسټ، امارات د امنیتي دلایلو او له ایران او قطر سره په سیالۍ کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو تر حده رسېدلي دي.

تېره اوونۍ متحده عربي اماراتو په رسمي ډول د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني ومانه. له بیجینګ وروسته ابوظبۍ دویم هېواد دی چې د طالبانو سفیر په رسمي ډول مني.

په تېرو درېیو کلونو کې متحده عربي اماراتو د طالبانو د ډیرو جګپوړو چارواکو کوربه‌توب کړی دی. تېره اوونۍ د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند په خپل لومړني بهرني سفر ابوظبۍ ته ولاړ. طالبانو وویل، چې دا سفر یې د درملنې په موخه کړی، خو په روغتون کې له ملا حسن سره د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان لیده کاته د دغه سفر ارزښت او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ښکارندويي کوي.

په جیمزټاون بنسټ کې د روسیې او منځني ختیځ د چارو کارپوه تیوډور کاراسیک الممانیټور ته وویل چې دغه لیدنه له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا او اغېز په برخه کې د ابوظبۍ لومړیتوب ښيي. هغه زیاته کړه، «دا د متحده عربي اماراتو وړتیا ښیي چې له طالبانو سره په بېلابېلو پروژو کې همکاري وکړي.» دغهلیدنه د کابل ګاونډیانو ته یو پیغام و چې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو ژورتیا یې په ډاګه کړه.

د غبرګولي په میاشت کې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. د متحده عربي اماراتو د حکومت مشر په ابوظبي کې د دوی هرکلی وکړ.

دا د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه بهر د حقاني لومړنی سفر و. تر دې مخکې د شیخ محمد او طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب تر منځ د لوړې کچې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې شوې وه.

د کاراسیک په وینا، له دغو ناستو وروسته له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو اړیکې د دوه اړخیزو همکاریو نوي پړاو ته دننه شوې. هغه زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مالي اړيکې ډېرې ټينګې دي او دوبۍ له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لوبوي.

د خراسان ډایری رسنۍ مسوول مدیر افتخار فردوس، متحده اماراتو ته د حقاني کورنۍ د ارزښت په اړه وویل «افغان طالبان د بین الافغاني خبرو اترو لپاره دوه چینلونه لري: «د قطر لپاره کندهاري ډله او د متحده عربي اماراتو لپاره حقاني ډله. د حقاني کورنۍ تاریخي اړیکېیو څه د دې لامل شوې چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپیژندل شي.»

فردوس زیاته کړه چې متحده عربي اماراتو په ورته وخت کې د نړۍوالو بندیزونو لاندې د مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني او طالب چارواکو کوربه توب کړی او دغه نازک انډول یې ساتلی دی.

په افغانستان کې د ابوظبي ستراتیژیکې ګټې

په افغانستان کې د توندلاروډلو شتون، په ځانګړې توګه د داعش خراسان ډله، له کابل سره په جوړجاړي کې د متحده عربي اماراتو له لومړیتوبونو څخه ده. ابوظبي په دې باور دی چې امنیت او د ترهګرۍ ضد ګټې یې په سیمه کې د خپلو اړیکو په ساتلو خوندي کړي. د افغانستان په قضیه کې طالبان د داعش خراسان ډلې لوی دښمنان دي.

فردوس څرګنده کړه: «د متحده عربي اماراتو د اغېز په سیمه کې د اورپکو د ګواښونو پراخېدل د دې لامل شوي چې دغه هیواد له طالبانو سره جوړجاړی وکړي، ځکه چې په دغو ډلو، په ځانګړې توګه په سومالیا او یمن کې په القاعدې پورې تړلو ډلو باندې د طالبانو دودیز اغېزموجود دی.»

د متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ د دودیزې سیالۍ اغیزې

د متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ دودیز کړکېچ هم متحده عربي امارات دې ته وهڅول چې له افغان طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. فردوس وویل، «په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د ګټو له نظره، دا ډیپلوماتیک جوړجاړی د دې لپاره دی چې د ایران او قطر د مخ په زیاتیدونکي اغېز مخه ونیسي او د افغانستان جبهه له دودیزو سیالانو خالي نه شي.»

ورته مهال، قطر او امارات دواړه په افغانستان کې ورته موخې څاري، لکه د هوايي چلند په صنعت کې برخه اخیستل او د کابل د هوایي ډګرونو اداره کول، د بشري مرستو برابرول، او نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بیرته راستنیدو لپاره له لویدیځ سره د خبرو اترو زمینه برابرول.

په داسې حال کې، د کاراسیک په وینا، متحده عربي امارات توانیدلي چې د نورو لوبغاړو مخکې شي چې د کابل په پرېکړوکې ډیر اغېز غواړي.

هغه وویل: «ابوظبۍ ځانګړی رول لوبولی او د سیالانو ترمنځ یې د سوداګریزې سیالۍ زمینه برابره کړې ده. د طالبانو له مسلو سره له بېلابېلو زاویو، که په نړۍوالو فورمونو او یا که د جوړونې او لوژستیک په برخو کې وي، د متحده عربي اماراتو مشورتي رول خورا مهم دی.»

متحده عربي امارات د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ یو له هغو دریو هیوادونو څخه و چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژاند. په ۲۰۲۲ کال کې د متحده عربي اماراتو یوه هوايي شرکت له طالبانو سره د هرات، کابل او کندهار د هوايي ډګرونو د اداره کولو تړون لاسلیک کړ.

سربېره پر دې، فلای دوبۍ، د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت، کابل ته الوتنې کوي او په وچه کې پروت افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره نښلوي. اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، چې ډیریویې په دوبۍ او ابوظبي کې پانګونه کړې ده.

د قطر اندیښنه

په طالبانو کې د متحده عربي اماراتو مخ پر زیاتېدونکي اغېز په قطر کې اندېښنې راپارولې دي. په کابل کې د قطر د سفارت سلاکار په دې وروستیو کې له طالب چارواکو سره یو لړ ناستې لرلې. هغه د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره وکتل او د کابل او دوحې ترمنځ یې د مستقیمو الوتنو د پیلولو د هڅو خبرورکړ.

عبدالکبیر همداراز ویلي چې قطر د طالبانو په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له قطر سره په اقتصادي، سیاسي، زده کړو، صنعت او پانګونې برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی.

قطر له طالبانو سره نږدې او تاریخي اړیکې لري او په ۲۰۱۳ کال کې یې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیست او له امریکا سره یې د طالبانو د اړیکو په ټینګولو او د دوحې د هوکړې په لاسلیکولو کې مهم رول ولوباوه.

د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی چارواکی دی چې په کندهار کې یې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله سره کتلي دي. دغه هېواد په تېرو درېیو کلونو کې پر طالبانو تر ټولو ډېر اغېز درلود.

شننه؛ ایا په طالبانو کې یوازې توندلاري مشران د پرېکړو خلک دي؟

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۴ GMT+۱

لیکوال: بری افغان په تېرو څه باندې درېیو کالو کې د طالبانو په حکومت کې هغه طالب مشران چې تر نورو هغو په پرېکړو او ویناوو کې توند روان دي تر اوسه پورې بریالي ښکاري. او هغه طالب مشران چې یو څه منځلاري دي یا له خپلو څوکیو لرې کړل شوي او یا څنډې ته کړل شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر تازه او پرېکنده خبرې

روانه اوونۍ د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د خپل یو کلن کاري ماموریت د حساب ورکولو پر مهال وویل،‌ چې د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري. ځکه چې په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

100%

ندا محمد ندیم زیاته کړه: «د نجونو پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ په اړه د دیني عالمانو څېړنې روانې دي، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم په جوړه شوې غونډه کې د نجونو زده‌کړو ته په اشارې وویل، چې د نجونو زده‌کړو د پرانیستلو او بندیز په برخه کې د خلکو غوښتنو ته غوږ نه ږدي.

نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې د ښځو حقونه ۹۰ سلنه ورکړل شوي او خلک یوازې دې ته متوجه دي چې ولې ښوونځي نه خلاصیږي. دلته چې هر څه کیږي د اسلامي شریعت په رڼا کې به کیږي. موږ نه شو کولای چې په اسلامي چاپيریال او سل سلنه اسلامي نظام کې د خلکو د غوښتنې مطابق چارې تر سره کړو، هغه که شریعت مني که یې نه مني. د نجونو د پوهنتونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم چې د دغې ډلې مشر هبت‌الله ته نږدې کس دی وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د «اسلام، شری‍عت او کلتور» سره په ټکر کې نه وي.

هغه وايي: «که څېړنو دا وښوده، چې نجونې باید ښوونځیو او پوهنتون ته ولاړې نه شي، نو بیا به پوهنتونونه او ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي. موږ په ډاډ نه شو ویلی، چې په کومه ورځ به ښوونځي پرانیستل شي.»

هغه ویلي چې د زده‌کړو له نصابه به هغه مضمونونه لرې کړي چې فکري رغونه کوي او له نوي عصر سره سم زده‌کوونکي روزي، او پر ځای به یې اسلامي مضمونونه ور زیات کړي.

د طالبانو کوم مشران توندلاري او ملا هبت‌الله ته نږدې کسان دي؟

۱ـ ملا هبت‌الله ته نږدې کس د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم چې په ۱۳۵۵ ل کال په کندهار کې زېږېدلی، هغه د تېر جمهوري حکومت پر مهال په وسله والو جګړو کې د افغانستان د شمال زون مسوول و، چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته یې د کابل او ننګرهار د والي او ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه دندې کړې دي.

۲ـ د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي چې په ١٣۵۰ کال په نورستان ولایت کې زېږېدلی او د افغانستان او پاکستان په مدرسو کې یې دیني زده کړې کړې، خالد حنفي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د «بشري حقونو له مهمو سرغړونکو» بلل کېږي، هغه د طالبانو په راتګ سره د امربالمعروفاو نهي عن المنکر وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی او لا هم په خپله دنده دی. د امربالمعروف وزارت د هغه په امر په افغانستان کې په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه ان په ځینو تفریحي پارکونو کې د مېرمنو منعه کول او د حجاب اغوستلو په پلمه د مېرمنو تر نیولو رسېدلي دي. هغه د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د بندیزونو په لېست کې هم دی.

100%

خالد حنفي ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی خو له حقاني شبکې سره هم نږدې پاتې دی، نوموړی د طالبانو د مشر په پرېکړو کې لوی لاس لري. ملا هبت‌الله تازه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون توشيح کړ، چې د حنفي په مشرۍ یې دغه وزارت ته اجرایوي واکونه هم ورکړل. د طالبانو مشر ان د خالد حنفي په مشرۍ د هغه وزارت ته واک ورکړی چې خلک په ورځو ورځو بندیان کړي او په خپله خوښه سزا ورکړي.

۳ـ مولوي حبیب الله اغا هغه کس چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د فرمانونو او د نجونو زده‌کړو په وړاندې د خپل مشر له نظر سره ظاهرآ مخالف دی خو بیا هم ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی. حبیب الله اغا په ۱۳۳۵ ل کال کې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی، هغه د طالبانو د پوهنې وزرات لپاره د سرپرست په توګه د ۲۰۲۲ په سپتمبر کې وټاکل شو، تر هغه وړاندې د کندهار د علماو شورا مشر و، نوموړي یوازې دينې زده‌کړې کړې دي.

100%

۴ـ حاجي ملا عبدالله حنفي چې په ملا شیرین مشهور دی اصلي د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، نوموړی د کندهار اوسنی والي دی او ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی، هغه په ۲۰۱۹ کال کې په قطر له امریکايي لوري سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و، او له ۱۹۶۹ـ ۲۰۰۱ پورې د طالبانو پخواني مشر ملا عمر د ساتونکو مشر تېر شوی، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کابل والي او بیا د کندهار والي ټاکل شوی. ملا شیرین لومړنۍ ديني زده‌کړې لري او ویل کیږي چې نورې زده‌کړې ترې له روسانو سره د جګړې له امله پاتې شوې دي.

100%

۵ ـ د طالبانو سترې محکمې مشر شیخ عبدالحکیم حقاني په ۱۳۵۶ هجري کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د اسحاقزیو په قبیله کې زېږېدلی دی. پنجوايي د کندهار د طالبانو زېږدځای بلل کیږي. د حقاني پلار دیني عالم او په سیمه کې په حاجي ملا صاحب مشهور و، حقاني په بېلابېلو برخو کې لکه صرف و نحوه، منطق، فلسفه، معاني، فصاحت او بلاغت، فقه او د فقهې اصول له خپل پلار څخه لوستي. هغه په ۲۰۱۹ کال کې په قطر له امریکايي لوري سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر و، شیخ حقاني هم ملا هبت‌الله ته مهم او نږدې کس دی او په مسایلو کې ورته ډېر منلی دی.

100%

۶ ـ د طالبانو مشر ته یو بل نږدې او جګړه مار کس حاجي محمد یوسف وفا، هغه د کندهار اوسیدونکی دی او کابل کې د مخکیني حکومت تر پرځېدو یوه ورځ وړاندې یې د جمهوريت له والي د کندهار ولایت تسلیم کړ او بیا وروسته د کندهار د والي په حیث وټاکل شو، یوسف وفا د ۱۴۰۱ کال د کب ۱۸مه د طالبانو حکومت د بلخ د والي محمد داود مزمل تر وژل کېدو وروسته، د بلخ ولایت چارسمبالی والي وګومارل شو چې بیا تر اوسه پورې هلته د والي په توګه کار کوي.

100%

۷ـ ملا هبت‌الله ته یو بل نږدې او د مشورې کس، د طالبانو د حج و اوقاف اوسنی وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب چې په ۱۳۴۶ ل کال کې د افغانستان د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشکند په سیمه کې زیږیدلی، هغه د دولتزیو له قبیلې څځه دی او له دوه کلنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په قلعه حسن خان کلي کې اوسیږي.

نور محمد ثاقب په ۱۳۶۳ کال کې د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې د حديثو له دورې څخه فارغ شوی، او د دې تر څنګ د عربو په مدرسو کې د حدیث په کورس کې لومړی درجه راغلی و، نورمحمد ثاقب د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د کندهار د مرکزي دارالافتاء د مشر په توګه وټاکل شو. او له هغې پنځه میاشتې وروسته د مرکزي دارالافتاء د عمومي مشر په توګه وټاکل شو. هغه د طالبانو په پخواني حکومت کې د سترې محکمې د مشر په توګه کار کړی، نوموړي د دوکتورا معادل کچې لوړې ديني زده‌کړې کړي او په دیني برخه کې یې ۱۶ کتابونه لیکلي.

100%

ولې منځلاري طالب مشران له څوکیو لرې کیږي او یا څنډې ته کیږي؟

که څه هم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د روغتیا په اړه څو ځله ګنګوسې خپرې شوې چې د هغه روغتیايي حالت سم نه دی خو هغه لا هم لګیا دی چې کندهار د خپل واک او ځواک په مرکز بدل کړي، او په طالبانو کې د خپلو وفادارو کسانو په ګډون د ۴۰ زره کسانو جوړ شوي قوي پوځي ځواک له خوا یې کلکه ساتنه کيږي. د دغه ځواک په جوړېدو شاوخوا ۶۰ میلیارډه افغانۍ لګول شوې دي.

ملا هبت‌الله د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په میاشت کې عبدالاحد طالب چې د هلمند پخوانی والي او د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو پخوانی قوماندان و، د خپلو ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکه. قوماندان طالب ملا هبت‌الله ته نږدې او د باور وړ کس دی.

هغه لوی واک چې ملا هبت‌الله ترې برخمن دی، د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ د واک متناسب انډول ښیي چې منځلاري طالبانو د څنډې ته کولو لامل شوی. د بېلګې په توګه؛ د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې ملا هبت‌الله د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د کندهار د علماو ولایتي شورا مشر مولوي حبیب الله اغا وټاکه.

که څه هم منیر د سخت دریځو طالبانو استازیتوب کاوه او د لوړو زده‌کړو ارزښت یې ردولو؛ خو د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو لپاره د هغه ښکاره ملاتړ د ملا هبت‌الله او د نږدې ملګرو شیخانو د افکارو سره په ټکر کې وو.

کره معلومات دا دي چې، اوس هم سخت دریځه طالبان خپل پخوانی هدف څاري او منځلاري طالبان د لا ډېر څنډې ته کېدو له وېرې تسلیم شوي‌ دي. خو په اصل کې د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، هغه کسان نازوي چې له سخت دریځ څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د دوحې په دویمه غونډه کې وویل، چې طالبان په فکري لحاظ یووالی لري؛ خو د ښځو او نجونو د زده‌کړو په برخه کې سره وېشلې دي. هغه ویلي و، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو يو پخوانى وزير د ښځو د زده‌کړو د ملاتړ په تور له دندې ګوښه شوى. ښاغلي بېنیټ د طالبانو د ګوښه شوي چارواکي نوم وانه خیست؛ خو تر هغه وړاندې د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني له دندې لرې او پر ځای یې د لوړو زده‌کړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم چې د طالبانو له سخت دریځو مشرانو ګڼل کېږي وټاکل شو.

حقاني د طالبانو د کابینې په غونډه کې یوازې دومره ویلي و، چې نجونې د زده‌کړو حق لري؛ او بايد په جلا توګه ورته ټولګي جوړ شي چې زده کړې وکړي.

ریچارډ بېنیټ د طالبانو د لوړو زده‌کړو له پخواني وزير عبدالباقي حقاني سره د خپلې ليدنې په اړه ویلي و، چې دغه چارواکي په پوهنتون کې د نجونو لپاره په جلا ټولګيو کې د زده‌کړو د زمينې برابرولو خبره ورسره کړې وه. چې بیا دغه وزير څو مياشتې وروسته له خپلې دندې لرې کړل شو.

اوس پوښتنه دا ده چې ټولې پرېکړې یوازې د هبت‌الله او کړۍ له لوري یې کیږي؟

ویل کیږي ملا هبت‌الله یو مستبد او ځان غوښتوونکی کس دی، همدا سیاسي ملا چې د طالبانو د سیاسي ـ جنګي ډلې مشر شو، له هغې ورځې يې د خپل واک او ځواک د پراخولو هڅې کولې. هغه کسان چې ده وېره ترې لرله، په خپل چوکاټ کې يې ورته مهمې څوکۍ نه ورکولې، ملا برادر چې یو وخت د طالبانو ډلې ډېر پياوړی کس بلل کېده، له پاکستاني زندانه تر خلاصېدو وروسته یوازې په سیاسي برخه کې، د دغې ډلې مرستیال وټاکل شو. کله چې د هغه په لاس له امریکا سره په قطر کې هوکړه وشوه، او بیا طالبان واک ته ورسیدل، نه ملا برادر ته په حکومت کې هغومره واک ورکړل شو چې تمه يې کېده او نه هغه د دوحې هوکړه ملا هبت‌الله منلې چې د ملا برادر په لاس يې له امریکا سره لاسلیک کړې وه.

ملا هبت‌الله خپل هغه هدف ته ورسېد، چې ځينې مهمې څوکۍ یې د خپلو نږدې ملګرو لپاره را خپلې کړې، هغه د امر بالمعروف وزارت جوړ کړ، او خپلو کسانو ته یې په کې ښه معاشونه وټاکل او هم يې پراخ واکونه ورکړل، ورپسې یې کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونه تر سینې لاندې کړل او د افغانستان بانک، مالیې وزارت او ځينې نورې ډېرې مهمې مالي سرچینې یې تر خپل واک لاندې راوستې.

شیخ عبدالحکیم حقاني، شیخ نور محمد ثاقب، شیخ محمد خالد حنفي، شیخ عبدالحکیم شرعي، شیخ ندا محمد ندیم او نور له دې سره چې په مهمو وزارتونو کې پر دندو ګومارل شوي د دې تر څنګ ملا هبت‌الله دغه شیخان او ځینې روحاني ملایان د سلاکارانو په توګه هم ټاکلي چې په مهمو ناستو کې نور طالب مشران خبرو ته نه پریږدي، د ملا هبت‌الله دغه کړۍ چې کله یو د یوې موضوع په اړه تصمیم ونیسي، بیا د هيڅ بل چارواکي خبرې ته څوک ارزښت نه ورکوي. د نجونو د زده‌کړو پر موضوع او نورو مهمو مسایلو په اړه مخکې په کندهار کې مهمه ناسته وه. د طالبانو ډېری وزیران له کابله کندهار ته ورغلي وو، په دوی کې ملابرادر او د لوړو زده‌کړو مخکینی وزیر شیخ عبدالباقي حقاني هم و. دغو دواړو طالب مشرانو په غونډه کې یادونه کړې وه چې نجونو ته باید د زده‌کړو اجازه ورکړل شي؛ له هغې خوا شیخ عبدالحکیم حقاني په ډېره تونده لهجه ملابرادر ته ویلي و، چې موږ دیني عالمان یو او په دې برخه کې پوهیږو، تاسو په دې اړه نه پوهېږئ، یوازې موږ چې کوم حکم کوو تاسو به يې عملي کوئ، دا خبره څو وارې ملا هبت‌الله په خپلو خبرو کې هم کړې ده. هغه ټولو طالبانو ته ویلي چې زموږ امر به د شریعت د یوه امر په شان منئ! همدا بحث او لفظي شخړې د دې لامل شوې چې عبدالباقي حقاني خپله دنده وبایلله او پر ځای يې د هبت‌الله نږدې کس شیخ ندا محمد وزیر وټاکل شو. او د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر سره هم ورته کار وشو. چې د هغه پر ځای یې د پوهنې اوسنی وزیر حبیب الله اغا وټاکه، ملا هبت‌الله اوس په دواړو وزارتونو کې د خپلې خوښې چارې د همدغو وزیرانو پر مټ ترسره کوي، او هيڅوک یې مخه نه شي نیولی.

میاخیل: د افغانستان د الوتکو په تړاو د امریکا پرېکړه د بین الملتي تعامل خلاف عمل دی

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د افغانستان پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشتل - پښتو ته د افغانستان د چورلکو او الوتکو په تړاو د امریکا پرېکړه د بین الملتي تعامل خلاف عمل بللی دی.

شاه محمود میاخیل وایي: «د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.»

امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک تېره ورځ ازبک کوون نیوز سره په مرکه کې وویل: «"دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه وو، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو موږ یې تل مالکان وو.»

ښاغلي میاخیل د هینیک د څرګندونو په غبرګون کې وویل: «دا داسې معنا لري، چې یو ځل مرسته وکړي او بیا وایي موږ بېرته خپله بلا عوضه مرسته غواړو.»

ښاغلی میاخیل زیاتوي: «د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.»

ښاغلی شاه محمود میاخیل وایي، د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلا عوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.

دی زیاتوي: «اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.»

د طالبانو غبرګون

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.

طالبان زیاتوي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

طالبانو د ازبکستان له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې له امریکا سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او باید د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان پوځ ګڼې جنګي الوتکې او پوځي چورلکې د افغان پوځیانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته یوړل شوې.

طالب چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې له ازبکستانه غوښتي وو، چې دغه پوځي چورلکې او الوتکې دې دوی ته وسپاري؛ خو ازبکستاني چارواکو ویلي وو، چې په دې اړه یې خبرې له امریکا سره روانې دي.