لیکوال: بری افغان
په تېرو څه باندې درېیو کالو کې د طالبانو په حکومت کې هغه طالب مشران چې تر نورو هغو په پرېکړو او ویناوو کې توند روان دي تر اوسه پورې بریالي ښکاري. او هغه طالب مشران چې یو څه منځلاري دي یا له خپلو څوکیو لرې کړل شوي او یا څنډې ته کړل شوي دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر تازه او پرېکنده خبرې
روانه اوونۍ د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د خپل یو کلن کاري ماموریت د حساب ورکولو پر مهال وویل، چې د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري. ځکه چې په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.
ندا محمد ندیم زیاته کړه: «د نجونو پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ په اړه د دیني عالمانو څېړنې روانې دي، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»
نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې د ښځو حقونه ۹۰ سلنه ورکړل شوي او خلک یوازې دې ته متوجه دي چې ولې ښوونځي نه خلاصیږي. دلته چې هر څه کیږي د اسلامي شریعت په رڼا کې به کیږي. موږ نه شو کولای چې په اسلامي چاپيریال او سل سلنه اسلامي نظام کې د خلکو د غوښتنې مطابق چارې تر سره کړو، هغه که شریعت مني که یې نه مني. د نجونو د پوهنتونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري.»
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم چې د دغې ډلې مشر هبتالله ته نږدې کس دی وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د «اسلام، شریعت او کلتور» سره په ټکر کې نه وي.
هغه وايي: «که څېړنو دا وښوده، چې نجونې باید ښوونځیو او پوهنتون ته ولاړې نه شي، نو بیا به پوهنتونونه او ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي. موږ په ډاډ نه شو ویلی، چې په کومه ورځ به ښوونځي پرانیستل شي.»
هغه ویلي چې د زدهکړو له نصابه به هغه مضمونونه لرې کړي چې فکري رغونه کوي او له نوي عصر سره سم زدهکوونکي روزي، او پر ځای به یې اسلامي مضمونونه ور زیات کړي.
کره معلومات دا دي چې، اوس هم سخت دریځه طالبان خپل پخوانی هدف څاري او منځلاري طالبان د لا ډېر څنډې ته کېدو له وېرې تسلیم شوي دي. خو په اصل کې د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، هغه کسان نازوي چې له سخت دریځ څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشتل - پښتو ته د افغانستان د چورلکو او الوتکو په تړاو د امریکا پرېکړه د بین الملتي تعامل خلاف عمل بللی دی.
شاه محمود میاخیل وایي: «د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.»
امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک تېره ورځ ازبک کوون نیوز سره په مرکه کې وویل: «"دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه وو، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو موږ یې تل مالکان وو.»
ښاغلی میاخیل زیاتوي: «د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.»
ښاغلی شاه محمود میاخیل وایي، د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلا عوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.
دی زیاتوي: «اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.»
د طالبانو غبرګون
د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.
طالبان زیاتوي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
طالبانو د ازبکستان له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې له امریکا سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او باید د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان پوځ ګڼې جنګي الوتکې او پوځي چورلکې د افغان پوځیانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته یوړل شوې.
طالب چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې له ازبکستانه غوښتي وو، چې دغه پوځي چورلکې او الوتکې دې دوی ته وسپاري؛ خو ازبکستاني چارواکو ویلي وو، چې په دې اړه یې خبرې له امریکا سره روانې دي.
د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.
دې کې شک نه شته چې د افغانستان اردو ټول تجهیزات بلا عوض د امریکا او ناټو له خوا د تېر جمهوریت سره د موجودو تعهداتو په اساس چې د افغانستان له دولت سره یې درلودل ورکړل شوي دي او څه چې د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي، د تسلیمۍ څخه وروسته د افغانستان ملکیت و او دی.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه و، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو امریکا یې د مالکیت حق لري.
دا داسې معنا لري، چې یو ځل مرسته وکړي او بیا وایي دوی بېرته خپله بلا عوضه مرسته غواړي.
د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.
پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.
هغه تجهیزات هم درې برخې وې، چې یوه برخه یې امریکا او ناټو خپلو هېوادونو ته بېرته انتقال کړل، یوه برخه یې د افغانستان حکومت ته ورکړل او یوه برخه چې د هغوی په قول؛ بېرته وړل یې له اصل قیمت څخه ګران تمامېدل نو پس هملته یې تخریب کړل، چې یوه برخه یې پاکستان ته هم د انتقال په وخت کې ورکړل شوي؛ ځکه یاد تجهیزات د کراچۍ له لارې افغانستان ته راغلي وو او بیرته هم د کراچۍ له لارې وویستل شول.
دا جدا بحث دی، چې ایا د امریکا د وسایطو او تجهیزاتو څخه استفاده په اوږدمهال کې د امریکا سره بې له اوږدمهاله اړیکو کېدلې شي او که نه؟ ځکه ټول دا ټول تجهیزات او وسایط، پرزه جاتو، ټریننګ او دوامداره ترمیم ته اړتیا درلودله.
مګر د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلاعوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.
اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.
یوازې مشروع او قانونمند حکومت کولی شي، چې د نړۍوالو معاهدو او تعهداتو په چوکاټ کې د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي.
د افغانستان سفارتونه فلج دي، د ملګرو ملتونو په اداره کې افغانستان استازولي نه لري، د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، د طالبانو ۳۵ کسه مهم مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي او خلک هره ورځ له وطن څخه وځي.
په ورته وخت کې طالبان پر ملت ورځ تر بلې د ژوندانه حلقه تنګوي، سخت او جبري بندیزونه پرې لګوي او اقتصادي ځوړ مخ پر ودې دی.
بل خوا د افغانستان د پشتیوانې په اووه میلیارده ډالرو کې هم امریکا دا استدلال راوړی شي، چې دا د پشتوانې پیسې د دوی د مالي مرستو څخه جمع شوي دي او دا پشتوانه د افغانستان نه ده.
د تروریزم سره د مبارزې په نوم افغانانو هم ګټه کړې وه او هم یې ډېر لوی تاوان په اخر کې ورکړ، چې دا په خپله جدا محاسبه غواړي؛ خو لکه د روسانو څخه چې افغانانو د غرامت بدل وانه خست، همداسې له امریکا او ناټو څخه یې اخیستل مشکل دي؛ ځکه متل دی، چې د زورور اوبه مخ بره خیژي.
له بده مرغه درې کاله وشول چې طالبان یوازې د احوال شخصیه او په ښځو باندې د بندیزونو د زیاتولو په مسایلو مصروف دي، چې کله فرمانونه صاردوي او کله ورته د قوانینو په نوم تعذیرات وضع کوي.
که طالبانو سولې او خبرو ته غاړه ایښی وی؛ نو اوس به د رسمیت پېژندنې له مسالې نیولې تر ډېرو لویو مسالو حل وی.
د افغانستان د خلکو مال (چورلکې او الوتکې) به ازبکستان ته نه ورکول کېدی، بې بندوباره کډوالي او له افغانستانه وتل به نه وی رامنځته شوی او د افغانستان کړکېچ به د یوې بلې نامعلومې دورې پورې نه تمدیدېدی.
یوه ډله چې د خپلو خلکو په وړاندې ځانونه مسوول نه ګڼي، هغوي نه شي کولی چې د خپلو خلکو او هېواد له ګټو څخه هم دفاع وکړي.
افغانستان اوس یو بې صاحبه ملک دی او یوازې د افراطیت د ترویج او د افراطي ډلو د تجمع لپاره ښه بستر دی.