• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ د افغانستان د چورلکو او الوتکو په تړاو د امریکا نادرسته پرېکړه

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.

دې کې شک نه شته چې د افغانستان اردو ټول تجهیزات بلا عوض د امریکا او ناټو له خوا د تېر جمهوریت سره د موجودو تعهداتو په اساس چې د افغانستان له دولت سره یې درلودل ورکړل شوي دي او څه چې د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي، د تسلیمۍ څخه وروسته د افغانستان ملکیت و او دی.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه و، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو امریکا یې د مالکیت حق لري.

100%

دا داسې معنا لري، چې یو ځل مرسته وکړي او بیا وایي دوی بېرته خپله بلا عوضه مرسته غواړي.

د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.

پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.

هغه تجهیزات هم درې برخې وې، چې یوه برخه یې امریکا او ناټو خپلو هېوادونو ته بېرته انتقال کړل، یوه برخه یې د افغانستان حکومت ته ورکړل او یوه برخه چې د هغوی په قول؛ بېرته وړل یې له اصل قیمت څخه ګران تمامېدل نو پس هملته یې تخریب کړل، چې یوه برخه یې پاکستان ته هم د انتقال په وخت کې ورکړل شوي؛ ځکه یاد تجهیزات د کراچۍ له لارې افغانستان ته راغلي وو او بیرته هم د کراچۍ له لارې وویستل شول.

دا جدا بحث دی، چې ایا د امریکا د وسایطو او تجهیزاتو څخه استفاده په اوږدمهال کې د امریکا سره بې له اوږدمهاله اړیکو کېدلې شي او که نه؟ ځکه ټول دا ټول تجهیزات او وسایط، پرزه جاتو، ټریننګ او دوامداره ترمیم ته اړتیا درلودله.

مګر د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلاعوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.

اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.

یوازې مشروع او قانونمند حکومت کولی شي، چې د نړۍوالو معاهدو او تعهداتو په چوکاټ کې د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي.

د افغانستان سفارتونه فلج دي، د ملګرو ملتونو په اداره کې افغانستان استازولي نه لري، د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، د طالبانو ۳۵ کسه مهم مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي او خلک هره ورځ له وطن څخه وځي.

په ورته وخت کې طالبان پر ملت ورځ تر بلې د ژوندانه حلقه تنګوي، سخت او جبري بندیزونه پرې لګوي او اقتصادي ځوړ مخ پر ودې دی.

بل خوا د افغانستان د پشتیوانې په اووه میلیارده ډالرو کې هم امریکا دا استدلال راوړی شي، چې دا د پشتوانې پیسې د دوی د مالي مرستو څخه جمع شوي دي او دا پشتوانه د افغانستان نه ده.

د تروریزم سره د مبارزې په نوم افغانانو هم ګټه کړې وه او هم یې ډېر لوی تاوان په اخر کې ورکړ، چې دا په خپله جدا محاسبه غواړي؛ خو لکه د روسانو څخه چې افغانانو د غرامت بدل وانه خست، همداسې له امریکا او ناټو څخه یې اخیستل مشکل دي؛ ځکه متل دی، چې د زورور اوبه مخ بره خیژي.

له بده مرغه درې کاله وشول چې طالبان یوازې د احوال شخصیه او په ښځو باندې د بندیزونو د زیاتولو په مسایلو مصروف دي، چې کله فرمانونه صاردوي او کله ورته د قوانینو په نوم تعذیرات وضع کوي.

که طالبانو سولې او خبرو ته غاړه ایښی وی؛ نو اوس به د رسمیت پېژندنې له مسالې نیولې تر ډېرو لویو مسالو حل وی.

د افغانستان د خلکو مال (چورلکې او الوتکې) به ازبکستان ته نه ورکول کېدی، بې بندوباره کډوالي او له افغانستانه وتل به نه وی رامنځته شوی او د افغانستان کړکېچ به د یوې بلې نامعلومې دورې پورې نه تمدیدېدی.

یوه ډله چې د خپلو خلکو په وړاندې ځانونه مسوول نه ګڼي، هغوي نه شي کولی چې د خپلو خلکو او هېواد له ګټو څخه هم دفاع وکړي.

افغانستان اوس یو بې صاحبه ملک دی او یوازې د افراطیت د ترویج او د افراطي ډلو د تجمع لپاره ښه بستر دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

شننه؛ هلته چې پوښتل هم کفر دی!

۶ وږی ۱۴۰۳ - ۲۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د نجونو زدکړې منع وې. اوس یې په اړه خبرې، بحث او پوښتنې هم منع کړای شوې. موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو. افغانستان د نړۍ د بشري تجربو لابراتوار دی.

ولسواک هېوادونه غواړي خپلو خلکو ته د ورکړل شوې خپلواکۍ، بشري حقونو او فردي ازادیو ارزښت ورپه یاد کړي، ښایي نړیوال واکمن غواړي خپلو خلکوته ووايي، چې ګورئ په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته، چې نه یې نجونې د زدکړو حق لري او نه یې خلک په دې اړه د څه پوښتلو رښته. پرکابل واکمنې ډلګۍ خلک له پوښتلو منع کړل. څو ورځې وړاندې یې د ښځو غږ هم (عورت) وګاڼه. ویل: ښځې دې تر دې روسته ګونګۍ شي.

د زور او زرو استبداد ماتول نسبتاً اسانه کار دی، د خپلواکۍ غوښتونکیو انسانانو هڅه او قرباني غواړي، خو هغه استبداد چې د تقدس په بالاپوش کې ورننوتی وي، ماتول یې بیخي ډېرې هڅې و قربانۍ غواړي، خو دا هڅې و قربانۍ یوازې فیزیکي نه، بلکې فرهنګي – معنوي دي.

بشریت په اساطیري دوران کې ګڼې داسې بېلګې تجربه کړي، چې سیاسي اقتدار پر مقدس دریځ ټینګېده او استبداد ته تقدس ورکول کېده. د مصر د فراعنه‌و په اړه مشهوره ده، چې ځانونه یې د لمر د خدای استازي ګڼل او له دې تقدس څخه په ګټنې یې واک چلاوه. په ابراهیمي ادیانو کې راغلي، چې دغو فرعونانو ځانونه خدایان ګڼل.

فرعونانو یوازې د تورې او فیزیکي محوې په زور نه، بلکې د خلکو په زړونو کې د الهي قهر څخه د ویرې په اچولو کې خپله واکمني ساتله.

د اروپا په زرکلنه تیاره دوره کې شاهانو د کلیسا په مرسته واکمني چلوله، کلیسا پاچا او لویو زمکوالو ته مشروعیت ورکاوه او په بدل کې یې واک د کلیسا په لاس کې و. کلیسا او واکمنۍ د خلکو وینې په ګډه زبېښلې.

دا زر کلنه تیاره د فرهنګي اوښتون په رڼا ماته کړای شوه. د کلیسا د واکمنۍ په وړاندې خلکو جګړې کولای نه شوې، ځکه هر مخالف تکفیرېده. هنرمندانو، لیکوالو، شاعرانو، روښانفکرانو، فیلوسوفانو، ساینسپوهانو او په پای کې د حقوقو او سیاسي پوهنو پوهانو رڼا راوسته او د دې رڼا نوم شو (رینېسانس) یا بېا زېږېدنه. د رینېسانس رڼا زرکلنه شپه داسې سباوون ته ورسوله، چې تر نن پورې یې وړانګو نړۍ روښانه ساتلې ده.

مقدس جهل د مقدس استبداد بنسټ دی. استبدادي واکمن له لښکرو نه ویریږي، بلکې له داسې رڼا څخه ډاریږي، چې د خلکو د ویښتیا لامل شي. د ویښتیا لومړنۍاراده له پوښتلو راپیلیږي. پوښتل پوهېدل دي.

ـ زما د کورنۍ ښځينه ولې د زدکړو او کار حق نه لري؟

دا وړه پوښتنه نه ده. همدې پوښتنې واکمن استبداد ډېر په تکلیف کړی و، ځواب یې ورسره نه و. یوځل یې ویل: دین اجازه نه ورکوي. چې استدلال ورسره وشو، پاتې راغلل. بیا یې وویل: «کلتور» اجازه نه ورکوي، فرهنګ‌پوهانو استدلال وکړ او دوی یې وننګول، چې نه یوازې د فرهنګ د تفسیر صلاحیت نه لري، بلکې فرهنګ لا پېژني هم نه. نو بېځوابه شول. دې بېځوابۍ بالاخره دې ته راوستل، چې ووايي:

ـ نورې پوښتنې مه کوئ!

د حقیقت پلټنه له پوښتنو پیل کیږي. له حقیقت څخه ویرېدونکي له پوښتنو ویریږي.

استبداد د خلکو منطقي پوښتنو ته ځواب ویلای نه‌شي، ځکه نو خلک له پوښتنو منع کوي. وایی: پوښتل کفر دی!

پوښتنه دومره بنسټي انساني حق دی، چې ان په دوزخ کې یې هم لا اجازه شته. په دیني متونو کې ګڼ ځله د دوزخیانو له پوښتنو سره مخامخیږو، دوی له ملایکو یا له بل چا پوښتي، چې دا او هغه د کومې ګناه جزا ده؟

ملایکې ځواب ورکوي: هغوی چې له خپلو ژبو څخه رازوړند دي، د دوی ګناه دا ده، چې خلکو ته یې درواغ ویلي دي.

د افغانستان خلکو د معارف تر نهضت راروسته نږدې نیمه پېړۍ خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستولې، تر دې چې د مقدس جهل پلویانو د امریکا او پاکیستان په حکم ښوونځي وسیزل او د مکتبیو نجونو مخونو ته یې تیزاب وروشیندل. بیا په تېرو شلو کلونو کې درې نسله نجونې ښوونځيو او پوهنځیو ته ولاړې، لکونه ښوونکې، ډاکترانې، انجینیرانې، پیلوټانې او مدیرانې شوې، ټولنه له فرهنګي پلوه پوه شوه، چې پوهې میندې رڼا راولي او ولس روښانه کوي. مقدس کړای شوی استبداد چې د خپلو نړیوالو مربیانو له خوا بیاځلې واک ته ورسېدل، څه ګوري، چې بیخي له یوه بېل افغانستان سره مخامخ دي، له یو روښانه او راویښېدونکي افغانستان سره. سم‌له‌واره پوه شول، چې دا ځل سخته ده او باید دروغ ووايي. په اول کې یې له نړیوال ستیژه ژمنه وکړه، چې ګواکې « دوی به اجازه ورکړي، نجونې او ښځې له لومړي ټولګي نیولې بیا تر ماسترۍ و دکتورا او آن تر هغې پورته (!!!) زدکړې وکړي!»خو همدا چې واک يې ورخپل کړ، نو اول یې ښوونځي وتړل او بیا یې په دې اړه د خلکو د پوښتنو خولې هم وروتړلې. دوی وویرېدل، چې څوک به یې وپوښتي، چې:

«درواغجن خو به له خپلو ژبو څخه د دوزخ له دیوالونو رازوړند وي، ولې مو هغه وخت داسې ویل او اوس داسې کوئ؟»

دمقدس کړای شوي استبداد یوازینۍ وسله تکفیر دی. دا چې افغان ولس یې د چوپتیا په سلاخۍ کې لاس تړلی درولی لامل یې دا دی، چې هره شېبه د تکفیر چاړه او ساتور ورښيي. د افغانستان د خلکو سترګې له تورو او ټوپکو نه ویریږي، بلکې د دوی سترګو ته یې د تکفیر مرچ ورشیندلي دي.

فرهنګي -فکري اوښتون یوازینۍ حللاره ده

د تکفیري استبداد په وړاندې یوازینۍ لاره فرهنګي مبارزه ده. ولس باید د تکفیر په وړاندې وقایه شي. له تکفیر څخه باید د ولس ویره ووژل شي. ولس باید پوه شي، چې د خپلو لوڼو د تعلیم په اړه پوښتنه کول کفر نه دی، بلکې روښانتیا خپرول او رڼا راوستل دي.

فرهنګي – فکري اوښتون تر سیاسي و پوځي اوښتون ځکه بنسټي او مهم دی، چې په پایله کې یې راغلې رڼا، ویښتیا او بدلون تلپاتې دی. هغه ولسونه چې د فرهنګي – فکري اوښتون په پایله کې راپاڅېدلي دي، بیا ویده شوي نه دي او ورځ تر بلې یې د مختګ، هوساینې، ثبات او خپلواکي و حق غوښتنې هڅې ګړنۍ کړې دی.

هغه ولس چې یو مهال یې د الوتکې د الوتلو روایت کفر ګاڼه اوس یې اولادونه په الوتکو کې سفرونه کوي، همدغسې به د ویښتیا تر پړاو روسته هیڅوک دا منلای نه شي، چې د نجونو ښوونځيو او پوهنځیو ته تلل دې کفر وي، بلکې په دې اړه پوښتل دې هم کفر وګڼل شي.

د یویشتمې پېړۍ له فرعونانو د ژغورنې هڅه د فرهنګي ویښتیا موسی غواړي، چې د تکفیر ماران په خپل روښانه لاس (ید بیضا) باندې د پوهې د لکړې خوراک کړي.

استبداد سخت وارخطا دی. دا د استبداد د ویرې او زوال روستی برید دی، چې د خلکو له پوښتلو هم ډاریږي.

زه د فرهنګي اوښتون په افق کې له ورایه وینم، چې دخپلواکۍ لمر راختونکی دی.

هنرمندان، شاعران، لیکوال، قلموال، روښانفکران، ساینسپوهان، استادان او هره هغه څوک چې د عامه پوهاوي او خبراوي وسایل په لاس کې لري باید پوښتنې وکړي، مباحثې وکړي، خبرې وکړي او د تقدس په تیار کوټ کې ننوتلی استبداد په خپلو پوښتنو وننګوي.

پوښتنې ولیکئ، ویې وايئ، شعر یې کړئ، سندره یې کړئ، نقاشي یې کړئ، عکس و پورترېت یې کړئ، که کړای شئ فیلم او تیاتر یې کړئ، پوښتنه ونڅوئ او هرڅه تر پوښتنې لاندې راولئ، د استبداد زوروره وسله (تکفیر) هم وننګوئ او وپوښتئ، چې : ایا د دې وطن د نجونو د تعلیم په اړه پوښتنه ریښتیا کفر دی؟ ایا ایمان او عقیده دومره کمزورې ده، چې ښوونځي ته د یوې نجلۍ په تللو اور اخلي؟

فرهنګي و فکري اوښتون زموږ د ملت د ناسور زخم یوازینی درمل دی. د افغانستان د خلکو د ژغورنې لار ویښتیا او روښانتیا ده، د تکفیر د مصنوعي مغارې له ډار او ویرې څخه راوتل دي او د حقیقت لمر ته د نړۍ ننداره ده.

او پایله یې دا چې د حقیقت لمر ته دا لیدل، چې:

موږ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په هيڅ ډول هڅه کې نه کافران کیږو، استبداد درواغ وايي!

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

شننه؛ طالبان لوبې او سیلانیان د خپلو موخو لپاره کاروي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

لیکوال: بری افغان څه باندې درې کاله وشول چې طالبان په کابل کې واک ته رسېدلي او د افغانستان په ټوله خاوره یې واګې ټینګې کړي، دغې ډلې تر نورو ټولو برخو ډېره پاملرنه لوبو ته کړې او دغې چارې ته یې ډېر پام اړولی دی. له دې کاره د طالبانو موخه څه ده، په دې مطلب کې یې لولو.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه چې تېر جمهوري حکومت وپرځېد او طالبان پر کابل واکمن شول دغې ډلې په دېرو مهمو او هغو برخو بندیزونه ولګول چې د انسانانو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې دي، انسانان پرمختګ ورسره کوي او د سوکاله ژوند څښتنان کیږي، خو طالبانو لوبو ته هر څه زیاته پاملرنه وکړه، په پلازمېنه او ولایتونو کې یې د بېلابېلو لوبو سیالۍ پیل کړې او لا هم روانې دي.

د کابل او ولایتونو ځوانان، د پاخه عمر خلک او ماشومان یې د لوبو په نندارو بوخت وساتل او په زرګونو هغه کسان چې یا یې د زده‌کړو، کار او زیار وخت و، لوبو ته راوبلل او دلته یې بوخت وساتل، هغوی په ولولو او ساعت تیرۍ بوخت دي او د ژوند، کار او زده‌کړو پروا نه کوي چې دا مهال له خپلې اصلي لارې راګرځول شوي او د بل د موخو ښکار دي.

100%

افغانستان کې دا مهال کومې لوبې کیږي؟

پر کرېکټ سربېره، فوټبال، واليبال، فوټسال، نیزه بازي، وزلوبه، سوک وهنه، موی‌تای، غېږنیونه او داسې نورې لوبې چې د هیواد په کچه رواج دي او وخت پر وخت کیږي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بدني رونې ریاست په ویبپاڼه او نورو رسنیو کې یې خبرونه خپریږي. له دې ور ها خوا په کلبونو کې رزمي لوبې هم ترسره کیږي او کله نا کله یې د بېلابېلو ډلو تر منځ سیالۍ هم ترسره کیږي.

کرېکټ دا مهال په افغانستان کې تر ټولو ډیره کېدونکي لوبه ده او ډېر مینه‌وال لري، چې پر رسمي لوبو او لیګونو سربیره په نارسمي ډول هم په لرې پرتو کلیو او بانډو کې یې ځوانان بوخت ساتلي او دغه لوبه تر نورو هغو ډېره د خلکو تر منځ رواج شوې، فوټبال بله هغه لوبه ده چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې تکړه لوبغاړي او مینه‌وال لري چې هم په رسمي ډول ډېره کیږي او هم په کلیو او بانډو کې د ځوانانو تر منځ په نارسمي ډول د فوټبال لوبې ډیرې دود دي او ځوانانو ته یوه بوختیا ده.

والیبال بله هغه لوبه ده چې افغانستان کې له پخوا راهیسې دود ده او زده‌کوونکي یې د ښوونځي له مهاله پیلوي چې بیا د دې تر څنګ په د افغاانستان په رسمي لوبو کې خپله رسمي ډله لري او د ولایتونو او هیوادونو په کچه رسمي سیالۍ هم ترسره کیږي، د دې تر څنګ په کلیو کې هم ډېره دود ده خو د کرېکټ لوبې په راتلو سره دغه لوبه یو څه پیکه شوې. فوټسال هم تر یوه بریده خپل مینه‌وال او لوبغاړي لري چې په دې وروستیو کلونو کې یو څه غوړېدلې ده.

نیزه بازي د افغانستان په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې کېدونکې لوبه ده چې پخوانی تاریخ لري او د اسانو پر مټ د ډولونو په غربولو سره ترسره کیږي، خو د طالبانو په راتلو سره که څه هم پام ورته ډېر شوی او د دغې لوبې سیالۍ د هیواد په کچه ترسره کیږي خو د ډولونو له غږ پرته ترسره کیږي، د دې تر څنګ وزلوبه چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو سربېره د هیواد په شمالي او شمال ختیځواو سوېلي ولایتونو کې کیږي هم خپل تکړه لوبغاړي او ډیر مینه‌وال لري چې د هیواد په کچه یې سیالۍ دا مهال ترسره کیږي.

100%

سوک وهنه، موی‌تای، غېږنیونه او ورته نورې رزمي لوبې هم روانې دي او دا مهال په افغانستان کې ډیر مینه‌وال لري چې د ولایتونو او مرکز په کچه د کلبونو تر منځ سیالۍ کیږي.

دغو لوبو ته تر دې مخکې پاملرنه کېدله؟

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بدني رونې ریاست په ویبپاڼه کې یوازې هغه ۱۶ د المپیکي لوبو فډراسیونونه او ۱۶ د غیر المپیکي لوبو فډارسیونونه شته چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال دغې ویبپاڼې ته ور زیات شوي وو او دغه پاڼه چلیدله خو تازه په کې یوازې د پورته یادو شویو کرېکټ، فوټبال، والیبال، فوټسال، نیزه بازي، وزلوبې، غېږنیونه، سوک وهنه، موی‌تای او داسې نورو لوبو خبرونه خپریږي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان بدني روزنې ریاست په اډانه کې د المپیکي لوبو ۱۶ فډراسیونونه لکه: فوټبال، والیبال، بایسکل ځغلونه، پینګ پانګ، سوک وهنه، بډمنټن، لامبو وهلو، سیکي، د معلولانو، ملي وزن پورته کول، بایسکیټ بال، جمناسټیک، ټېنس، هاکي، تورې وهلو او هیندبال فډراسیونونه موجود وو، او د غیر المپیکي لوبو بیا وزلوبه، د غړو ښکلا، قوت الرمی، تکواندو، زورخانه يي، پاکریشن، کبړي، باتوراندود، طمبا، کورش سامبو او رستمي غېږنیونه، کاراته، پاورلفټینګ، ووشو، ووینام، فولرزم او کڼ نورفډراسیونونه وو، چې دغه ټول یې فعال او په خپلو برخو کې یې د هیواد او کله نا کله سیمه ییزو او نړۍ والو سیالیو کې برخه اخیسته.

د کرېکټ په نړۍواله لوبه کې چې دا مهال د افغانستان لوبډله په کې په نړۍواله کچه ښه ځلېدلې او ان د کرېکټ نړۍوال جام تر ډګره رسېدلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړه او تر دې ډګره رسیدلې ده، د فوټبال، والیبال، فوټسال او نورو مهمو لوبو لوبډلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړې او روزل شوې او تر نړۍوالو ډګرونو رسېدلې دي. هغه مهال لوبو او د لوبغاړو روزنې ته ډېر پام کېده او په هره برخه کې افغانې لوبډلې د روزنې لپاره بهر هیوادونو ته استول کېدې چې نن هم قوي او پرمختللې لوبډلې لرو.

ایا طالبان ښځې لوبو ته پریږدي؟

څه باندې درې کاله کیږي چې طالبانو د نجونو او ښځو پر زده‌کړو سربېره د هغوی د کاري او شخصي ژوند پر بېلابېلو برخو د لسګونو فرمانونو له لارې بندیزونه لګولي چې په دې کې لوبې هم راځي، له هغې ورځې چې دغه ډله په افغانستان کې واک ته رسیدلې د نجونو پر لوبو یې کلک بندیزونه لګولي او یوازې له ښځو په هغو برخو کې کار اخلي چې د دوی اړتیا وي.

تر دې وړاندې د مخکیني جمهوري حکومت پر مهال افغانستان د نورو برخو تر څنګ د فوټبال، فوټسال، کرېکټ او والیبال د ښځو لوبډلې لرلې او په هیواد کې دننه او بهر ته د سیالیو لپاره تللې، خو د طالبانو په راتګ سره دا هر څه بند دی. طالبان ښځې زده‌کړو ته نه پریږدي چې دا د انسان تر ټولو لومړنۍ بشري حق دی او پر دې سربېره په ګرځیدو، ادارو کې کار، او سیاسي ډګر کې له فعالیته ګرځول شوې دي.

نو طالبان څه غواړي له دغو لوبو لاسته راوړي؟

طالبانو له پیله دغه چاره پیل کړې چې افغان ولس به له خپلو اصلي موخو راګرځوي او دوی به په لوبو او نورو ورته غونډو او پروګرامونو بوختوي چې خلک له اصلي کیسو اصلآ خبر نه شي، د دې تر څنګ طالبان غواړي په دې ډول ډېر خلک لوبو ته راټول او خپل پیغامونه ورته ورسوي او د دې تر څنګ افغانستان د سیمې هیوادونو او نړۍ ته عادي وښيي.که څه هم طالبانو په وړه کچه چې څلور یا تر دې ډیر کسان لوبه کوي، د هغوی د لوبو مخه نیولې چې په حجرو او نورو وړو ځایونو کې د لږو کسانو تر منځ کیږي، طالبانو دغه لوبې ځکه بندې کړې چې په داسې لوبو کې دوی خپلې موخې نه شي ترلاسه کولای، دغې ډلې څو ورځې وړاندې په کندهارکې د چکې (لډو) لوبه بنده کړه او له هټیو څخه د دغې لوبې تختې او دانې ټولې کړې.

100%

په رسمي لوبغالو او لویو میدانونو کې د لوبو پر مهال طالبان پر خلکو خپل سپین بیرغونه ویشي چې د خلکو تر منځ مینه‌وال ورته پیدا کړي او د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای پر خلکو دغه بیرغ ومني، طالبان په هیڅ ځای کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ته اجازه نه ورکوي خو په نړۍوالو سیالیو کې چې بیا درې رنګ بیرغ رپیږي دوی یې په اړه چوپه خوله دي، داسې بریښي چې په دې برخه کې بې وسه دي او یا له نړۍوالو سره په دې برخه کې ګوتې نه شي ماتولی، څه موده وړاندې د فرانسې په المپیک سیالیو کې د ۱۱ تنو افغان لوبغاړو چې پنځه یې له افغانستانه او پنځه نوریې چې په بېلابېلو هیوادونوکې کډوال دي ورغلي او ګډون یې په کې کړی وو، په ټولو لوبو کې افغان لوبغاړو د ګډون پر مهال له ځان سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لیږداوه او د المپیک لوبو تر وروستیو پورې رپاند و.

په افغانستان کې دننه طالبان په لوبغالو او میدانونو کې د لوبو په پای کې خلک راغونډوي او هغه پیغامونه چې دوی یې غواړي خلکو ته ورسوي نو ښه موقع دا ورته ګوري، دغه ډله هڅه کوي چې د خپل مشر ملا هبت‌الله فرمانونه پر خلکو واوري او ومني او پر دې سربېره د امربالمعروف محتسبان هم د خلکو له ګڼې ګوڼې په ګټې اخیستو داسې لوبو ته ورځي او پر خلکو خپلې غوښتنې مني.

د افغانستان سقوط؛ ولې د اګست ۱۵ مه د ټول افغانستان د سقوط ورځ ده؟

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې یو حکومت نه، یو دولت هم نه، بلکې ټول افغانستان سقوط شو. دا احساساتي او له انساني درده زېږېدلې خبره نه ده، بلکې پر استدلال ولاړ واقعیت دی.

«سقوط» د سین په پېښ (ضم) د سقط له ریښې څخه لوېدلو ته وايي. إسقاط او مُساقَطَه یې نور اشتقاقونه دي او ټول د ساقطېدو په معنا اخیستل کیږي. دا ویی په اصطلاح کې د حق یا تکلیف (مکلفیت) له منځه تللو ته وايي.

په یاده نېټه افغانستان هم له لغوي پلوه سقوط شو، هم له اصطلاحي پلوه. له لغوي پلوه افغانستان راولوېد، راوپرځېد او تر اوسه لا پرېوتی دی، څنګه پریوتی؟ وروسته به روښانه شي.

له اصطلاحي پلوه هم سقوط کړلای شو، معنا ټول مکلفیتونه، مسئولیتونه او حقونه یې په نړۍواله ټولنه کې له منځه ولاړل. د نړۍ لویو ځواکونو د خپلو موخو لپاره افغانستان په اصطلاحي معنا سقوط کړ. د دوی داسې یو افغانستان په کار و/ دی، چې هېڅ ډول التزامي مکلفیت ونه لري، څوک یې په رسمیت ونه‌پېژني او حقونه یې ورڅخه تروړل شوي وي.

په هغه هېواد چې مکلفیتونه او نړۍوال مسئولیتونه ونه‌لري، هرڅه او هرڅوک راتللای شي. دلته د نړۍ ټول مذهبي بدمعاشان او انسانوژونکي دېره کېدلای شي، ټولې پوځي نیابتي ډلې ځالې جوړولای شي، له دې هېواده هر بل هېواد ګواښل کېدلای شي، ځکه دا هېواد له نړیوالو مسئولیتونو او مکلفیتونو څخه ساقط شوی دی.

100%

خو له لغوي پلوه افغانستان د خپلو خلکو لپاره سقوط کړای شوی دی، یعنې راپرېوتی دی. همدا څو ورځې وړاندې خبرونه و، چې ناڅرګندو الوتکو پر ننګرهار و کونړ دورې وهلي، خوست و پکتیا و پکتیکا بمبار شوي. پر ډېورند کرغېړنه کرښه ببرسري وسله وال وځي و ننوځي. د دوښمن پښو ته راپرېوتلی (سقوط شوی) هېواد یعنې همدا.

که په افغانستان کې حکومت یا دولت سقوط شوی وای، دومره لویه غمیزه به نه وای. هغسې لکه په بنګلدیش کې چې یو حکومت سقوط شو. دا چې وروسته په بنګلدیش څه راځي؟ لا څرګنده نه ده، خو لا تر اوسه یې اساسي قانون واکمن دی، بشري پانګه و کادرونه یې پرځای دي، بیرغ یې پر نړۍ رپیږي، نړۍ یې په رسمیت پېژني، ملي پوځ یې د ګډوډۍ مخه ونیوله او د خلکو له ملاتړه لاپیاوړی شو، ښځې یې انساني حقونه لري، ښوونځيو او پوهنځیو ته یې لا د تکفیر کولپونه لوېدلي نه دي.

یوه سیاستواله ولاړه پر ځای یې د اقتصاد و بانکدارۍ یو داسې متخصص راغی، چې نوبل جایزه یې ګټلې ده. د مدني و ټولنیزو فعالیتونو اتل ګڼل کیږي، وايي بنګلدیش ته به ولسواکي راستنوي. بنګلدیش د بنګالي ژبې و بنګالي هویت پر بنسټ جوړ شوی هېواد دی. په نړۍ کې د فېبروري یویشتمه ځکه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ګڼل کیږي، چې په دې ورځ بنګالیانو خپلې ژبې و هویت ساتنې لپاره خپل هېواد ازاد کړ.

په افغانستان کې تر سقوط وروسته ملي هویت کفر ګڼل کیږي. ملتپالنه او ان وطنپرستي کفر دی. د ملي ژبې د ودې و پیاوړتیا ټول بنسټونه یې د تکفیر په ډبره ویشتل شوي او سقوط شوي دي. په همدې تېرو ورځو کې به مو لسګونه رسمي و شرعي فتواوې اورېدلې وي، چې پښتونولي، افغانیت، وطن‌پرستي،ملتپالنه کفر وبلل شول او د ملي تفکر خاوندان یې کفار وبلل. هڅه روانه ده، چې د افغانستان نوم ورو - ورو له رسمي سرلیکونو ولویږي. په رسمي محاورو کې یوازې «اسلامي امارت» ډېر نېغ نېغ کیږي.

د هویتي او ملي ارزښتونو له نظره ټول (افغانستان) سقوط دی. بیرغ یې راپرېوتلی دی، اساسي قانون نه لري. پر هېڅ نړۍوال ستیژ یې څوک په رسمیت نه پېژني. د نړۍ ښکېلاکي ځواکونه ورسره د همدې اصطلاحي «سقوط» په قیمت (تعامل!) کوي. د ډالرو راروانې کڅوړې د افغانستان د سقوط کرایه ده.

همدا څو ورځې وړاندې اعلان وشو، چې له افغانستان څخه اته میلیونه وګړي کډوال شوي دي. دا اته میلیونه عادي انسانان نه دي. دوی لوستي، متخصصان، مجرب کادرونه او ټولنیز فعالین و، چې د اقتصاد و ټولنپوهنې د علم پر بنسټ د دوی وتل یعنې د بشري پانګې له منځه تلل. افغانستان له بشري پلوه هم سقوط کړای شوی دی. یو خو د واکمنو عقدې دي، چې وايي: ملتپال، روښانفکران او متخصصان کافران دي. وتل یا نه وتل یې مهم نه دي! خو علم بل څه وايي. بشري پوهنه و اقتصاد وايي، چې له بشري پانګې پرته فیزیکي، مالي او ټولنیزه پانګه هېڅ معنا نه لري.

100%

په افغانستان کې څلور واړه سرمایو (پانګو) سقوط کړی، علم راته وايي: موږ څلور ډوله سرمایې لرو، چې یو هېواد پرې ژوندی وي:

مالي پانګه

دا ډول پانګه له پیسو، سټاکونو، پورونو، او هر ډول مالي شتمنیو څخه جوړه ده، چې د توکو او خدماتو د پیرلو یا پانګونې لپاره کارول کېږي.

فیزیکي پانګه

دا پانګه د فیزیکي شتمنیو ټولګه ده، لکه کانونه، ماشینونه، ودانۍ، تجهیزات، زمکه، او بېخبناوې چې د تولید په بهیر کې د توکو او خدماتو د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.

بشري (انساني) پانګه

دا ډول پانګه د کار ځواک مهارتونه، پوهه، تجربه، او توانمندیو ته وايي، چې د زده کړې، تجربې، او شخصي پرمختګ له لارې ترلاسه کېږي.

ټولنیزه پانګه

ټولنیزه پانګه د یوې ټولنې د انسانانو ترمنځ حقوقي اړیکو، اړیکتیايي شبکو، ټولیز باور، او اجتماعي همکارۍ ته اشاره کوي چې کولای شي د تعاملاتو په اسانولو او اجتماعي او اقتصادي اغېزناکتیا کې مرسته وکړي.

دا څلور واړه پانګې د یوې ټولنې د هوساینې څلور بنسټونه دي، یوه له بلې پرته معنا نه ښندي او له بده مرغه چې دا څلورسره سقوط کړای شوې دي. بشري پانګه ووته، اته میلیونه انسانان ووتل، چې ګڼ شمېر یې متخصص کادرونه وو. هغه برخه لوستي و متخصصان چې په هېواد کې پاتې دي تر شدید سانسور او محدودیت لاندې دي، دندې یې له لاسه ورکړي او په کور ناست دي یا له خپل تخصص څخه په وتلې ساحه کې مزدوري کوي. په رسنیو کې څوک سپوڼ وهلای نه‌شي. دوی خپل حالت یوازې هغه وخت بیانوي، چې له هېواده ووځي. معنا اته میلیونه خو ووتل، هغه شمېر چې پاتې دي، هم موثریت ورڅخه اخیستل شوی دی.

ټولنیزه پانګه هم فلج ده. مدني ټولنه چې د ټولنیزې پانګې د فعالیت بنسټ او خوځوونکی ځواک دی، له کفر سره مترادفه ګڼل کیږي. د ټولنیزې و بشري پانګو نیمايي وجود خو هغه وخت وژل شوی، چې نجونې و ښځې له ټولو حقونو محرومې دي. نجونې وښځې د نیمايي بشري نفوس په توګه د دې دواړو پانګو نیمايي وجود جوړوي.

مالي پانګې اقتصادي ارزښت بایللی. د پیسو تولیدي او ګټور دوران نه‌شته. د پیسو هغه کڅوړې چې راځي جرمي اقتصاد چاغوي او د جنګ اقتصاد یې په پښو درولای. د نړۍوالې ټولنې دغه مسخره تعامل، ناروغ ته د سیروم په بوتل کې د زهرو ورګډول دي ځکه وږیو افغانانو ته نه وررسیږي.

میلیونونه انسانان وږي، وزګار او کپ ډوډۍ ته احتیاج دي. د جنګ پیسې له واکمن پوړ سره په ولاړه بڼه زېرمه کیږي او هغوی پرې د خپلې مستبدې واکمنۍ جرړې پیاوړې کوي.تر دې بریده، چې حتا له دغو (تعامل شویو پيسو) څخه د متقاعدینو روا حق نه ورکول کیږي.

لسګونه زره متقاعدین، چې د لکونو انسانانو د ژوند برخلیک ورسره تړلی، له لوږې څخه د مرګ پر پوله رنځیږي.

فیزیکي پانګه هم له ګټورتیا لوېدلې. کانونه پاکیستان ته روان دي او ګټه یې د واکمنو جیبونو ته پریوځي.

د یوه هېواد سقوط یعنې همدا.

موسیقي سقوط ده، سینما سقوط ده، انځورګري سقوط ده، ادبیات و ژورنالیزم سقوط دي. فرهنګ له کفر سره مترادف دی. د واکمنو نړۍ د هغوی د بیرغ په شان تور و سپینه ده، بل رنګ په کې نه‌شته. د پاکیستان له استخباراتي مدرسو فارغان يې چې خوښ دي سپین دي، نور ټول هېواد و هېوادوال تور دي. رنګ و رنګین ژوند کفر دی. هنر و فرهنګ چې د رنګارنګ ژوند نښې دي سقوط شوي دي.

او دې ته وايي له اصطلاحي او لغوي دواړو اړخونو د یوه هېواد سقوط، چې ښايي مخه یې ونیول شي.

څه باید وشي؟

تر هرڅه وړاندې باید ټولنه د دغه دردناک او غمجن سقوط په ماهیت وپوهول شي. مخکې مو وویل، چې سقوط یعنې رالوېدل. که یو انسان له لوړې په سرراوغورځول شي، ګنګس وي، په سترګو یې توره شپه شي، نه‌پوهیږي څه ورپېښ شوي دي؟

زموږ ټولنه هم همداسې رالوېدلې، په سر راپرېوتلې ده، ګنګسه ولاړه ده او نه پوهیږي څه ورپېښ شوي، یوازې درد احساسوي او خواشیني.

ټولنه باید راویښه کړو، له ګنګستیا څخه یې وباسو. هغو دوښمنو چې ټولنه یې له لوړ ځایه ټېلوهلې او غورځولې ده، دغه ګنګستیا او درد یو مقدس حالت ګڼي. دوښمن زموږ ټولنې ته وايي: « دا سپېڅلې ګنګستیا ده او له دې څخه راوتل کفر دی. » موږ باید ټولنه خبره کړو، چې سقوط کړای شوې او دوښمن یې دروغ ورته وايي.

ټولنه باید د خپل سقوط له ټولو ابعادو، عواقبو او هراړخیزو اغېزو خبره کړو.ټولنه باید پوه شي، چې د اته میلیونه کادرونو وتل یوازې له میندو پلرونو او خواخوږیو د زړه د ټوټو بېلتون نه دی، بلکې دا غمیزه تر دې ژوره ده.

د وطن معنا له وطن څخه وتلې ده. د اته میلیونه بشري پانګې وتل د واکمنو د مسخرو او ریشخندونو په شان یوه مسخره خبره نه ده، بلکې ملي ناورین دی. دا سقوط د کفر او اسلام په ترازو کې مه تلئ، بلکې دا سقوط د خپلو اولادونو د راتلونکي تباهي وبولئ، د یوه هېواد له لاسه تلل یې وګڼئ او د افغانستان سقوط یې وبولئ!

د دې سقوط مخه یوازې او یوازې له ګنګستیا څخه راویستل شوی او ویښ کړای شوی ملت نیولای شي.

اته میلیونه راوتلې بشري پانګه باید شپه و ورځ د خپل ملت د راویښولو او د تکفیر له ګنګستیا څخه د راایستلو لپاره هڅه وکړي او ولس ته دا وړتیا ورکړي، چې دوی په یوه څلویښت میلیوني اراده د دې سقوط مخه نیولای شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

شننه؛ ایا طالبان به وتوانیږي چې پر کونړ سیند برېښنا بندونه وتړي؟

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۸ GMT+۱

لیکوال: بری افغان د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۴۰۳ د زمري په اومه ویلي و، چې د چین ګوسان کمپنۍ د کونړ په بشل، ساګي او سرتاق بندونو کې د برېښنا تولید لپاره «پانګونې ته چمتو» ده. خو پاکستان د تل په څېر د دې هڅې مخالفت کړی او طالبانو ته یې د بندونو جوړېدو پر سر ګواښونه کړي.

د دغه وزارت چارواکو دا ادعا هم کړې وه چې د کونړ د بندونو په جوړولو سره به د «افغانستان برېښنا نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادره شي.» خو دا مهال افغانستان خپله د برېښنا له بې ساري کموالي سره مخ دی.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د زمري میاشتې په اوومه نېټه وویل چې د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یوې چینایي کمپنۍ له یوه چارواکي سره په لیدنه کې دې پایلې ته رسیدلی، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي او بندونه جوړ کړي.

100%

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د کونړ سیند د «بشپړې برېښنا د تولید» وړتیا لري.

ولې پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي؟

افغانستان د سیمې په کچه تر نورو هیوادونو د اوبو سترې سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنې ډېرې اوبه یې په وړیا توګه ګاونډیو هیوادونو ته ور بهیږي.

په افغانستان کې د حکومتونو له پیله تر اوسه پورې یوازې د هلمند سیند په هکله د اوبو لیکلی تړون شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندونو اړوند له منځنۍ اسیا او پاکستان سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي افغانستان د برېښنا له ستر ناورین سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا یوازې ۴۰ سلنه افغان کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.

افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردوي.

بل‌خوا د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي، چې د برېښنا په برخه کې د دوی هیڅ هڅه د ګاونډيانو په زيان نه ده، هغه ویلي له سیندونو یوازې د خپل حق په اندازه اوبه اخلي چې دا د ګاونډیو هیوادونو په زیان نه ده. او د تېرو څلویښتو کلونو جګړو پرمهال د افغانستان ټولې اوبه ګاونډيانو کارولې، چې اوس باید دغه حالت بدل شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د زمري ۱۳مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته ویلي و، چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او د تېرو ۴۰ کلنو جګړو پر مهال هغه اوبه چې ګاونډيانو ته ور بهېدې، اوس باید دغه حالت د خبرو اترو له لارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، ګاونډيو هېوادونو په خپله خاوره کې د اوبو د مهارولو لپاره تاسیسات جوړ کړي خو د افغانستان اوبه بې ګټې اخيستنې ضایع کيږي، هغه زیاتوي: «افغانستان اوس څښتن پیدا کړی، جګړې نه شته، هغه خراب حالت چې دا ۴۰ کاله روان و او ګاونډیانو زموږ له اوبو څخه ګټه اخیسته، دغه حالت د سمېدو خوا ته روان دی او موږ ګاونډیانو ته دا قناعت ورکولی شو، چې دغه حالت ته غاړه کیږدي.»

فاروق اعظم د خپلو خبرو پر مهال د کونړ سيند ته په اشارې سره ویلي و، چې که د کونړ سیند پر اوبو د برېښنا یو بند جوړ شي شاوخوا یونيم ميلیون کيلو واټه برېښنا به توليد کړي.

100%

هغه وايي، چې له دې برېښنا څخه يوازې پنځه لکه کيلو واټه د ننګرهار، لغمان او کونړ بشپړه اړتيا پوره کوي او پاتې هغه دې پر پاکستان وپلورل شي.

د ښاغلي اعظم په خبره، که د کونړ اوبه مهار او مديريت شي په کامې او ګوشتې ولسواليو او د ډيورنډ کرښې پورې غاړې خيبرپښتونخوا کې به د کرنيزو ځمکو د ویجاړۍ مخه ونیول شي.

هغه وايي: «پاکستان په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو نه زیانمنیږي بلکي ګټه کوي، دلیل یې دا دی، چې دلته پراخې ځمکې نه شته او کونړ ټول غرونه، غرونه دي.»

د نوموړي په ټکو، که پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړ شي د پاکستان په ګټه دی او کیدای شي د یوې هوکړې له لارې په لنډ واټن کې برېښنا هم ورته ورسيږي.

پخوانیو حکومتونو دغې چارې ته څومره پاملرنه کړې؟

د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غني او شي جین پېنګ د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي ۱۸مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای تړون د سرمشریزې په څنډه کې د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د مخکیني حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري هغه مهال په ټویټر کې لیکل شوي و، چې د کابل ـ کونړ به اوبو د برېښنا پروژې د سروې او ډیزاین چارې به یوه چینايي کمپنۍ ترسره او په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. خو وروسته بیا د هغې سروې او بند جوړولو د چارو په اړه معلومات ورنه کړل شول.

د اوبو د مدیریت لپاره ماسټر پلان نه شته

له یو شمېر پلټنو او ځینو پخوانیو چارواکو څخه د اخیستل شویو معلوماتو پر بنسټ افغانستان تر اوسه پورې د اوبو د مدیریت په برخه کې ماسټر پلان نه لري، خو یوازې د هلمند سیند اوبیزې حوزې ماسټر پلان چې ۲۰۱۱-۲۰۱۳ کلونو تر منځ د انګلستان له‌خوا جوړ شوی و، چې په اسانه د لاسرسي وړ نه و.

د افغانستان لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په خپله پنځه کلنه دروه کې د اوبو ګڼ شمېر لویې پروژې په خپل پلان کې شاملې کړې وې. له هغه وروسته د ۱۳۹۵ کال په پیل کې د اوبو او برېښنا وزیر ښاغلي علي احمد عثمانی وویل چې د اوبو د مدیریت په ماسټر پلان کار کوي. له هغه یو کال وروسته د افغانستان جمهوري ریاست دفتر هم پر خپله ویبپاڼه ولیکل، چې افغان حکومت پنځو سیندیزو حوزو ته ماسټر پلانونه جوړوي. خو له هغه وروسته بیا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

په ۲۰۱۳ کې د (Fechtner) په نوم یوه جرمني شرکت د افغانستان لپاره د برېښنا ماسټر پلان جوړاوه، په هغه کې د برېښنا د تولید په هدف ټول پلان شوي بندونه په نظر کې نیول شوي وو. خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اوازو سره دغه چاره هم ټکنۍ شوه او په اړه یې ډیر معلومات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان بېواکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ویناوو د پیل شوې لړۍ په یوه برخه کې ویلي، چې په نړۍ کې چاپیریال په ډېر بېړني ډول په بدلېدو دی او باید هڅه وشي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره راتلونکي زر کلونه په نظر کې ونیول شي او که چېرې د بندونو په ډیزاین کې احتیاط ونه شي، ښايي ستونزې راولاړې کړي.

هغه ویلي، تر دې دمه چې د بندونو په برخه کې په افغانستان کې کومې هڅې پخوا او اوس شوې، ډیرې لومړنۍ سروې ګانې دي.

ښاغلی غني د کونړ سیند پر اوبو د بند جوړولو په اړه وايي، چې باید د بند د ډیزاین او سروې په اړه دقیق فکر وشي او تر ټولو مهمه موضوع د کابل سیند د اوبو ده، چې باید مدیریت شي.

پاکستان ولې پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو مخالفت کوي؟

تېر کال پاکستاني چارواکو د طالبانو د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی و چې غواړي د کونړ پر سیند بند جوړ کړي.

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي جګړې» لامل شي.

جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پرېکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی او ویلي یې و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.

د دغه پاکستاني چارواکي له مخالفت وروسته د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د پاکستاني چارواکي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې و، «اوبه زموږ د هېواد ملکیت دی او هر څومره چې وغواړو ګټه ترې اخیستی شو، د هیچا فشار به ونه منو.»

د داسو بند ته د اوبو مخه راګرځي

دغه بند چې د کابل او اباسین سیندونه سره پرې کوي، د پاکستان له خوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نږدې جوړیږي، په ۲۰۱۷ کال کې پرې کار پیل شوی او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به سرته ورسیږي.

100%

داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، وړتیا لري.که څه هم د داسو برېښنا بند جوړولو موضوع په۲۰۱۴ کال کې نړۍوال بانک له افغان حکومت سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر بنسټ، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغان حکومت سره په لیکلې بڼه یوې هوکړې ته رسیدلی وی، خو په دې هکله افغانستان له پاکستان سره تر اوسه پورې کومه رسمي هوکړه نه ده کړې.

اوس که افغانستان له خپلو طبیعي اوبو ګټه اخلي او پر کابل ـ کونړ سیندونو د بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې داسو بند به یې له اغېز لاندې راځي. او دواړو هیوادونو تر منځ به ستونزې راپورته کیږي.

له همدې کبله افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې له نړۍوال بانک غوښتنه وکړه، چې پاکستان خبر کړي که په راتلونکي کې افغانستان پر کابل ـ کونړ سیندونو بندونه جوړول، نو هغه مهال به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي، ځکه چې پاکستان مخکې د داسو بند جوړولو په اړه افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یې په خپل سر پیل کړی دی.

پوښتنه دا ده چې طالبان به وکولای شي چې هیواد کې شته اوبه مهار کړي؟

د نړۍوالو قوانینو پربنسټ، کومې اوبه چې د هیوادونو له پولو تیریږي، په کار ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر وېش خبرې اترې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې شاوخوا ۲۱ میلیارډو متره مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارډه متره مکعبه یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او یوه برخه یې د چترال له غرونو سرچینه اخلي. د یوې سروې له مخې د ۱۲ بندونو د جوړولو وړتیا لري.

خو له سیمې باوري سرچینې وايي، چې د پخوا په څېر د طالبانو حکومت هم یوازې په رسنیو کې خبرې کوي او په عمل کې یې هیڅ څرک نه لیدل کیږي، د کونړ اوسیدونکي وايي چې د کونړ سیند اوبه د پخوا په څېر مستې بهیږي او چا دغلته د بند جوړولو په هکله لا تشه یادونه نه ده کړې.

طالبان په کور دننه له خپلمنځي مخالفتونو، اقتصادي ستونزو او له پاکستان سره د زړې انډېوالۍ او پاکستان کې د پراخو کاروبارونو له امله نه شي کولای د پاکستان مخې ته ودريږي، او پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ کړي.

له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرۍ پیل کړې او وخت نا وخت یې له طالبانو سره د اوبو حقابې پر سر ناندرۍ روانې وي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او بلې خوا له ډیر پخوا راهیسې پاکستان په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو مخالف دی او په دې وروستیو کې یې هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان چوپه خوله کینولي دي.

د طالبانو درې کلن امارت که اسارت؟

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو او د طالبانو د واکمنۍ ۳ کاله پوره کېږي. طالبان تر اوسه خپلې واکمنۍ ته موقت حکومت وايي، ترڅو خلک په دې طمع وساتي چې د ټوپک په زور راغلې د جبر، استبداد او اختناق دوره موقته ده او په راتلونکي کې به دغه نظام د اصلاح لور ته لاړ شي.

خو افغانانو ته ښه په یاد دي چې د طالبانو وړومبۍ موقته واکمني هم تر اخره د برچې په زور چلیدونکې زورواکي پاتې شوې وه.

ښځې هم دغه رنګه د معارفو او د ژوند د ټولو چارو نه بهر ساتلی شوې وې او د طالبانو په امارت کې تر اخرې ورځې هیڅ قسمه اصلاح چا په سترګو نه ولیدله .

له نولسمې پیړۍ راهیسې پرافغانستان راغلو تاړاکونو او یرغلونو باندې د پوهیدلو لپاره دا لازمه ده چې بنیادم د روسي څارانو یا تزارانو او د انګلیسي امپراتورۍ تر مینځ د غلبې شخړه په لنډه توګه یاده کړي، چې په اصطلاح د لویې لوبې په نوم یادیږي.

روسي څارانو له شپاړسمې عیسوي پېړۍ راهیسې دا تصمیم درلود چې خپله امپراتوري د شرق لوري ته یعنې د منځنۍ اسیا خوا ته وغځوي.

بالاخره هغوی په نولسمه پیړۍ کې د منځنۍ اسیا په اشغالولو بریالی شول.

په عینې زمان کې د انګلیسانو امپراتوري د هند د نیمې وچې شمال غرب خوا ته د روسي امپراتورۍ د مخه نیولو په پلمه راغله.

د افغانانو د درانه مقاومت په وجه یې ټول افغانستان اشغال نه کړی شو، خو د افغانستان په ځینو شرقي، جنوبي او جنوب غربي سیمو یې ګیډه واچوله.

په شلمه پیړۍ کې د روسي امپراتورۍ ځای شوروی اتحاد ونیو او د بریتانیاپر ځای امریکا د انګلو ساکسیون هیوادونو د ډلې مشري په لاس کې واخسته.

دغه تش په نوم لویې لوبې ادامه وکړه. افغانستان د زبرځواکونو په دې لوبه کې بې طرفي غوره کړه او د غرب په کومک جوړیدونکی پاکستان د غرب په نظامی پایګاه بدل شو.

افغانستان کې د شاهي نظام او د سردار محمد داود خان د جمهوریت له پرځېدو وروسته د زبرځواکونو د ساړه جنګ لوبه توده شوه.

شوروي اتحاد افغانستان د خپلو عسکرو په رالیږلو اشغال کړ او د امریکا په مشرۍ غربیانو د میلیاردونو ډالرو په پانګونه په خپله پوځي پایګاه پاکستان کې د جهاد په نوم جنګي فابریکې پرانستلې او دواړو خواوو د خپلې غلبې او سیالۍ د جنګونو لپاره افغانستان د جنګ په میدان بدل کړو.

دغه جنګي فابریکې له افغانستان د شوروي عسکرو د وتلو نه وروسته هم چالان پاتې شوې، په دغو جنګي فابریکو کې وړومبی د مجاهدینو په نوم جنګ سالاران تولید شول، بیا د هغوی ځای ناستي طالبان هم د پاکستان په عیني فابریکو کې زیږیدلي دي.

طالبان د پاکستان او د غرب په پانګونه جوړه شوې نیابتی ډله او پروژه ده چې پاکستان پرې په افغانستان کې ستراتیژیکه ژورتیا لاس ته راوړی ده.

غرب له طالبانو د چین او روسیې سره په نوې سړه جګړه کې د منځنۍ اسیا په بې ثباتولو کې له طالبانو او د هغوی له «میلمنو» تروریستي ډلو استفاده کول غواړي.

د چمن پرلت ته چوپ طالبان

طالبانو د چمن لش میاشتني پرلت ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی
100%
طالبانو د چمن لش میاشتني پرلت ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی

د دوحې د معاملې په وسیله د پاکستان میشتو طالبانو په افغانستان کې د پچکاري کولو هدف هم دغه دی، کوم خلک چې فکر کوي طالبان د خپلو مربیونو یعنې پاکستانی جنرالانو سره مخالف دي ایا هغوی دا نه ویني چې پاکستان په ډیورنډ کرښه دواړو غاړو ته پرتو قبایلو باندې د عبور او مرور لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط « کوم چې حتا د ډیورنډ په معاهده کې هم نه وو » د طالبانو د همکارۍ په وجه تحمیل کړ.

دا د ډیورنډ د استعماري ناخوالې د پاسه دویم استعماري ګام دی، چې د افغانستان ضعیف نه ضعیف حکومت به هم نه و منلی، خو طالبانو د چمن د لس میاشتني پرلت او د لکونو خلکو په احتجاج سپڼ ونه کړ او پاکستان هغه ګټه وکړه چې په تیرو ۷۷ کلونو کې یې نه وه کړې.

د دې نه وروسته د ډیورنډ کرښې د نه منلو دعوې تش د خولې باد دی، بلې خوا ته دا هم جالبه ده چې چین ډاډه دی چې هغه به د افغانستان غني طبیعي منابع او زیرمې د پاکستان په کومک د طالبانو د غیرمشروع واکمنۍ نه خپلو صنعتونو ته د اومو موادو په توګه په ارزانه بیه تر لاسه کړي.

د نجونو پر زدکړو او کار بندیز

100%

د افغانستان په داخل کې د خپلو خارجي مربیونو لپاره د طالبانو عمده لاس ته راوړنه د افغانستان ملي هویت زیانمنول دي.

د اسلام د کلیمې لاندې د افغانستان درې رنګه تاریخي ملي بیرغ او د الله اکبر د شعار د تکرار سره د افغانستان ملي سرود له منځه وړل یې وړومبی ګام و، چې ورپسې اساسي قانون ختمول، د ملي قهرمانانو د عکسونو مخونه تورول او د ملي ابداتو سپکول وشول.

د دغو علامتونو او نښو نښانو نه پرته د پاکستان نه بهر، بیل او ازاد مملکت څنګه وجود لرلی شي؟

د جینکیو په تعلیم بندیز لګول او د هیواد د نیم نفوس یعنی د ښځو د کار روزګار او ژوند او ژواک نه بهر ویستل په افغانستان باندې یو بل مرګونی ګوزار دی، چې په اوږده موده کې افغانستان بهرني بردګۍ او اسارت ته برابروي.

په نړۍ کې د پنځوسو شاوخوا اسلامي مملکتونه دي، خو په دې ټولو کې د طالبانو نه پرته بل یو هیواد هم داسې نشته چې ملي هویت ونه لري، اساسي قانون ونه لري، جینکۍ په کې تعلیم ونه کړی شي او خلک یې څه نه څه حقوق ونه لري.

په درې کلونو کې طالبانو یو وار هم د افغانستان وګړو نه د نظام او حکومت په باره کې د هغوی د نظر او رضا پوښتنه ونه کړه.

دویی وازې د پاکستاني استخباراتو سره خپلې پټې اړیکې، د امریکا څخه راتلونکې د ډالرو کڅوړې، د چین په لاس د افغانستان د معدنیاتو لیلامي او له روسانو سره راشه درشه خپل مشروعیت ګڼي.

د طالبانو د عمومي عفوې دروغ هم اوس په کامله توګه افشا شوي، داسې ورځ نه تیریږي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د پخواني حکومت د مامورینو د وژل کیدو خبر نه را رسي.

د اولس د غړو د غیر انساني شکنجې عکسونه بوږنونکي دي، تر دې چې اوس خو د طالبانو هغه پخواني لابيګران هم د هیواد نه په تیښته دي، چې وړومبی ډیر په شوق د طالبانو د امارت د خدمت په خیال ورغلي وو.

لوږه ، فقر او بې چارګي د دې د پاسه دي، چې د یوه غټ بشرين اورین شکل یې غوره کړی دی.

که د افغانستان ټول وګړي پاسپورټ ولري او د هیواد نه د بهر وتلو زمینه ورته مساعده شي، نو سړی په پوره ډاډ دا ویلې شي چې ټول افغانان به بهر را وځي او طالبان او د هغوی امارت به سکوټ یوازې پاتې شي، ځکه چې د دریو کلونو تجربو نه خلک په دې پوهه شوي، چې دا امارت نه بلکې اسارت دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.