په افغانستان کې د حکومتونو له پیله تر اوسه پورې یوازې د هلمند سیند په هکله د اوبو لیکلی تړون شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندونو اړوند له منځنۍ اسیا او پاکستان سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي جګړې» لامل شي.
جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پرېکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی او ویلي یې و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.
د دغه پاکستاني چارواکي له مخالفت وروسته د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د پاکستاني چارواکي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې و، «اوبه زموږ د هېواد ملکیت دی او هر څومره چې وغواړو ګټه ترې اخیستی شو، د هیچا فشار به ونه منو.»
د داسو بند ته د اوبو مخه راګرځي
دغه بند چې د کابل او اباسین سیندونه سره پرې کوي، د پاکستان له خوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نږدې جوړیږي، په ۲۰۱۷ کال کې پرې کار پیل شوی او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به سرته ورسیږي.
داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، وړتیا لري.که څه هم د داسو برېښنا بند جوړولو موضوع په۲۰۱۴ کال کې نړۍوال بانک له افغان حکومت سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر بنسټ، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغان حکومت سره په لیکلې بڼه یوې هوکړې ته رسیدلی وی، خو په دې هکله افغانستان له پاکستان سره تر اوسه پورې کومه رسمي هوکړه نه ده کړې.
اوس که افغانستان له خپلو طبیعي اوبو ګټه اخلي او پر کابل ـ کونړ سیندونو د بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې داسو بند به یې له اغېز لاندې راځي. او دواړو هیوادونو تر منځ به ستونزې راپورته کیږي.
له همدې کبله افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې له نړۍوال بانک غوښتنه وکړه، چې پاکستان خبر کړي که په راتلونکي کې افغانستان پر کابل ـ کونړ سیندونو بندونه جوړول، نو هغه مهال به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي، ځکه چې پاکستان مخکې د داسو بند جوړولو په اړه افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یې په خپل سر پیل کړی دی.
پوښتنه دا ده چې طالبان به وکولای شي چې هیواد کې شته اوبه مهار کړي؟
د نړۍوالو قوانینو پربنسټ، کومې اوبه چې د هیوادونو له پولو تیریږي، په کار ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر وېش خبرې اترې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.
د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې شاوخوا ۲۱ میلیارډو متره مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارډه متره مکعبه یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او یوه برخه یې د چترال له غرونو سرچینه اخلي. د یوې سروې له مخې د ۱۲ بندونو د جوړولو وړتیا لري.
خو له سیمې باوري سرچینې وايي، چې د پخوا په څېر د طالبانو حکومت هم یوازې په رسنیو کې خبرې کوي او په عمل کې یې هیڅ څرک نه لیدل کیږي، د کونړ اوسیدونکي وايي چې د کونړ سیند اوبه د پخوا په څېر مستې بهیږي او چا دغلته د بند جوړولو په هکله لا تشه یادونه نه ده کړې.
طالبان په کور دننه له خپلمنځي مخالفتونو، اقتصادي ستونزو او له پاکستان سره د زړې انډېوالۍ او پاکستان کې د پراخو کاروبارونو له امله نه شي کولای د پاکستان مخې ته ودريږي، او پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ کړي.
له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرۍ پیل کړې او وخت نا وخت یې له طالبانو سره د اوبو حقابې پر سر ناندرۍ روانې وي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او بلې خوا له ډیر پخوا راهیسې پاکستان په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو مخالف دی او په دې وروستیو کې یې هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان چوپه خوله کینولي دي.