عمر داودزی: ولسمشر اشرف غني نه غوښتل چې لاړ شي بلکې ملګرو مجبور کړ

د پاکستان لپاره د افغانستان د جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی استازی محمد عمر داودزی وايي، چې ولسمشر غني نه غوښتل چې له ارګ څخه ووځي؛ خو ملګرو مجبور کړ، چې چورلکې ته پورته شي.

د پاکستان لپاره د افغانستان د جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی استازی محمد عمر داودزی وايي، چې ولسمشر غني نه غوښتل چې له ارګ څخه ووځي؛ خو ملګرو مجبور کړ، چې چورلکې ته پورته شي.
محمد عمر داودزي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په اېکس سپیس کې وویل، چې ټاکل شوې وه، په ارګ کې ناستې چورلکې هوايي ډګر ته لاړې شي او د ولسمشر مېرمن او حمد الله محب انتقال کړي.
د نوموړي په خبره، چې خلیل الرحمان حقاني حمد الله محب ته زنګ وهلی او ورته یې ویلي، چې دوی باید له افغانستان څخه ووځي.
هغه زیاتوي، چې په ارګ کې په ولاړو چورلکو کې د ولسمشر مېرمن او حمد الله محب موجود وو، چې د ولسمشر د ساتنې د ځواک رییس قاهر کوچي احوال ورکړ، چې ولسمشر نه غواړي لاړ شي.
عمر داودزي وویل: "د پي پي ایس رییس محب ته ویلي، چې ولسمشر نه غواړي لاړ شي، بیا محب په ولسمشر پسې لاړ او موټرو ته یې پردې ونیولې او دا چې په کوم حال یې پورته کړی د پردو تر شا خبره ده".
نوموړی وايي، چې طالبان کابل ته ننوتي وو او ټول کابل یې نیولی و.