• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږیزه لیګ؛ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو ته ماته ورکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د شپږېزي لیګ په څلورمه سیالۍ کې د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه. د شپږيزې لیګ په دې سياليو کې بندامير ښامارانو دا دويمه پر له پسې بريا او د امو دويمه ماته ده.

د لوبې پچه د د شرف الدين اشرف په لوبډلمشرۍ امو نهنګانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، امونهنګانو لوبډلې په ۲۰ اوره کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بندامير لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د امونهنګانو په لوبډله کې زبيد اکبري ۵۸، عبدالمالک ۲۵ او لوبډلمشر شرف الدين اشرف ۲۴ منډې وکړې.

د بندامير لوبډلې په توپ اچوونکو کې الله محمد غضنفر، ننګيال خروټي، امير حمزه، حشمت الله شهيدي او افتاب علم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بندامير ښارمانو لوبغاړو دغه هدف په ۱۹.۲ اور کې د خپلو پنځو ویکټو په ترلاسه ورکولو پوره کړ.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ له یوه کال ځنډ وروسته د تېري دوشنبې په ورځ په کابل کې پيل شو. په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې لوبیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عمر داودزی: جمهوري نظام له هماغه وخته سقوط شو چې د ملي وحدت دوه سری حکومت جوړ شو

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستان لپاره د افغانستان د وروستي جمهوري دولت د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپیس کې ویلي، چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط بنسټ له هغې ورځې کېښودل شو، چې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو.

داودزی زیاتوي، چې سقوط د یوې ورځې پروسه نه وه؛ بلکې یو اوږد زمان یې په بر کې ونیوه او بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې حکومت سقوط شو.

د پخواني ولسمشر دغه ځانګړی استازی زیاتوي، چې د ملي وحدت حکومت طرحه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري وه.

د نوموړي په خبره، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ هم جنګسالار اېښودل شوی و او په دغې چارې کې بهرنی فشار د یادونې وړ دی.

داودزی زیاتوي، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ملا برادر کرزي ته یو لیک لېږلی و، چې پکې یې ترې غوښتنه کړې وه، چې بهرني ځواکونه یې باید ونه ځوروي او دوی نه غواړي چې نور په سیاست کې برخه واخلي؛ خو په هغه وخت کې د سولې فرصت له لاسه ورکړل شو.

فراه کې ځایي خلک د طالبانو په پوځي جامو کې له وسله والو غلاو شکایت کوي

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۱

له فراه ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ په دې ولایت کې د طالبانو د پوځي کسانو په نوم وسله والې غلاوي شوي او خلک یې هم په مرګ ګواښلی دي. دغه غلاوې دوه ځایه ترسره شوي چې وسله والو غلو له یو کس څخه ۶ او له بل څخه درې نیم لکه افغانۍ وړي دي.

له فراه ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) وویل، وسله وال غله د دغه ولایت په مرکز کې د صرافۍ مارکیت شاته د چرګانو یوه شرکت ته ورغلي او د شرکت مالي مسوول یې وهلی دی.

سرچینې زیاتوي، چې وسله والو غلو د شرکت مالي مسوول تر وهلو وروسته تړلی او شاوخوا ۶ لکه افغانۍ يې ترې وړي دي.

سرچینو د پېښې د انځورونو په رالیږلو سره ویلي، چې له نیول شویو وسله والو غلو څخه د طالبانو د امنيه قومندانۍ د جنايي برخي کارټونه موندل شوي دي.

سرچينه وايي، چې په همدې ورځ د طالبانو د پوځي کسانو په نوم يوې بلې ډلې په دې ولایت کې له یوه کس څخه د وسلې په زور شاوخوا درې نیم لکه افغانۍ اخيستي دي.

له فراه څخه ځایي سرچينې زیاتوي، چې د پېښې پرمهال يې ځايي طالب مسولين خبر کړي؛ خو تر اوسه د دغو وسله والو غلو د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د فراه ځايي خلک وایي سيمه ييزې رسنۍ او خبريالان د پېښو انعکاس ورکولو څخه منع شوي دي او د داسې پېښو مخه باید ونیول شي.

د پېښې په اړه په فراه کې طالب چارواکو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو په هرات کې دوه کسان د «نامشروع اړيکو» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د هرات په فرسي ولسوالۍ کې يې دوه کسان د «نامشرع اړيکو» په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د اعلاميې د معلوماتو له مخي، دغه هر یو کس د ۶ مياشتني تنفيذي بند ترڅنګ ۳۹ دورې وهل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د دغو دوو تنو تورنو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دغې ډلې د پخوا په څېر بدني سزاګانو ته مخه کړې او د وخت په تېرېدو سره دغه سزاګانې په بېلابېلو ولایتونو کې مخ په ډېرېدو دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو پر طالبانو له لومړۍ ورځې غږ کړی، چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو دې ډډه وکړي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خپل دريځ او تګلارو نه په شا کیږي.

طالبان وايي، د بدني سزاګانو په ورکولو سره غواړي په افغانستان کې شرعي حدود پلي کړي.

طالبان د دايکندي دوکاندارانو ته: که زموږ بيرغ پورته نه کړئ، دوکانونه به مو وتړل شي

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۱۴ GMT+۱

طالبانو په دایکندي کې هټیوالو ته خبرداری ورکړی چې که واک ته د دغې ډلې د راتګ د دریمې کلیزې په مناسبت د خپلو دوکانونو پر دروازو د طالبانو بیرغ ونه لګول شي، د دوی هټۍ به د دریو ورځو لپاره وتړي. طالبانو ټینګار کړی، که دوکانداران د دوی بیرغ نه لري، پر خپلو هټیو سپین رنګه رخت ولګوي.

د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دوشنبې په ورځ د زمري په ٢٢مه د نيلي ښار هټیوالو او سوداګرو ته د يوې خبرتيا په خپرولو سره خبرداری ورکړ، چې هر څوک مکلف دي چې پر خپلو هټيو د دې ډلې بيرغ ولګوي.

په نيلي کې د طالبانو د ښاروالۍ مشر خالد احمد فضلي هټیوالو ته د دغه حکم د عملي کولو لپاره تر نن ورځې وخت ورکړى دى.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت واک ته د دغې ډلې د بېرته راتګ لپاره د زمري ۲۴ عمومي رخصتي اعلان کړې او د دغې ډلې چارواکو ویلي چې دوی به دغه ورځ ولمانځي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې طالبانو په کابل کې د خصوصي ښوونځیو نارینه ښوونکو ته امر کړی، چې کابل ته د دې ډلې د راتګ د دریمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

دا ډله په داسې حال کې د زمري ۲۴ مه نمانځي چې افغانستان له تېرو دریو کلونو راهیسې له اقتصادي بحران، د خلکو نارضایتي او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دی.

ډېری افغانان د زمري ۲۴ مه د یوې متشدد او افراطي ډلې په لاس د افغانستان د سقوط کلیزه ګڼي او د تورې ورځې په توګه یادوي.

د طالبانو رییس الوزرا: موږ د تېرو جګړو د زیانونو د جبران مسوولیت لرو

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا واک ته د دغې ډلې د بیا ستنېدو د درېیم کال په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د تېرو جګړو د زیان د جبران مسولیت د دغې ډلې پر غاړه دی. ملاحسن اخوند وویل «موږ باید په پوره اخلاص او جديت سره خپل مسوولیتونه درک کړو.»

درې کاله وړاندې له کابله د اشرف غني له وتلو سره د زمري په ۲۴مه طالبان کابل ته ننوتل او د جګړې له لارې یې دویم ځل واک ترلاسه کړ.

طالبانو د زمري ٢٤ مه د «بري» ورځ ونوموله او عمومي رخصتي يې اعلان کړه.

د طالبانو رییس الوزرا نن د زمري ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغې ډلې د ناټو او امریکايي ځواکونه مات کړي دي.

ملا حسن اخوند د دغې ډلې شل کلنه جګړه «جهاد» بللې او ویلي یې دي، چې دغه جګړه «د اسلام په تاریخ کې د ویاړ څپرکی» دی.

هغه زیاته کړه، راتلونکي نسلونه به له دې جګړې زدکړه وکړي او له دې مبارزې الهام واخلي.

هغه وويل: «په افغانستان کې د امريکا ماتې په حقيقت کې پر ماديت د ایمان او معنويت برلاسي وه.»

هغه په ​​وروستیو دوو لسیزو کې د طالبانو جګړې ته په اشارې سره وویل، چې د دغې ډلې له خوا پر افغانستان له واکمنېدو سره د طالبانو کار پای ته نه دی رسېدلی.

هغه زياته کړه: «اوس د اسلامي نظام د ټينګښت، د هېواد د ابادۍ، د هېوادوالو د ځان او مال د ساتنې او د تېرو جګړو د زيانونو د جبرانولو مسووليت زموږ په غاړه دى. موږ باید په پوره اخلاص او جديت سره خپل مسوولیتونه درک کړو.»

په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت او نړیوالو ځواکونو په وړاندي مرګوني او ویجاړونکي عملیات کړي دي.

دې ډلې د بمونو او له چاودیدونکو توکو ډک موټرونو په کارولو سره عامه تاسیسات ویجاړ کړل.

طالبانو تر دې وړاندې هم د ځینو دغه ډول بریدونو مسوولیت منلی دی.

د پوځي تلفاتو تر څنګ د طالبانو په بریدونو کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا هېواد له ګڼو ټولنیزو، اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ شوی دی.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د بېلابېلو قوانینو په پلي کولو سره ښځې له ټولنې لیرې کړي، بې روزګاري او بې وزلي خپره شوې او میلیونونه افغانان له هېواده وتلي دي.

اوس مهال افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې ښځې پکې د زده کړو او کار اجازه نه لري.

له تېرو دریو کلونو راهیسې طالب جنګیالي د زمري د ۲۴ په مناسبت له پوځي کاروانونو سره په ښارونو کې ګرځي او پر افغانستان د خپلې واکمنۍ جشن لمانځي.