• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو په واکمنۍ کې ډېرې افغانې کورنۍ سره پاشل شوې او د نړۍ هرې خوا ته خورې ورې شوې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۷ GMT+۱

په افغانستان کې ګڼ خلک وايي، چې په تېرو ۴۶ کالو کې دوی څو، څو ځلې کډوال شوي؛ خو په وروستي ځل دوی او د دوی کورنۍ داسې سره وپاشل شول چې د یو بل له حاله هم نه دي خبر او نن سبا د دوی د کورنیو خوشالیانې او خنداوې په ژړاو بدلې شوې دي.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال امان الله افغانستان انټرنشنل ته وویل: زه په افغانستان کې د ناخوالو له پیله دا درېیم ځل دی، چې کډوالۍ ته اړ اېستل کېږم؛ خو دا پلا مې د کورنۍ هر غړی په بېلابېلو لارو لاړ او یو له بله داسې بېل شو، چې بیا مو د یو ځای کېدو هیله ناشونې ده.
هغه وايي، د هغه یو زوی د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو شپو ورځو کې امریکا، بل زوی یې جرمني او لور یې فرانسې ته کډواله شوه.

دی په خپله او مېرمن یې په کابل کې ګوښي پاتې شول، اوس پاکستان ته راغلي او غواړي دی هم له خپلې مېرمنې سره لویدیځو هېوادونو ته پناه یوسي.
شاهده یوه بله افغانه مېرمن ده، چې وايي د طالبانو په دویم ځلې واکمنۍ سره یې د کورنۍ ټول غړي یو له بله جلا شوي او هر یو یې د کورنۍ نورو غړو ته په اندېښنه کې دی.
مېرمن شاهده وايي: موږ په تېر شل کلن نظام کې د کورنۍ ټولو غړو خویندو او وروڼو سره ګډ او ښایسته ژوند لاره، په یوې چرګۍ به سره راټول وو؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته زموږ هر څه له منځه لاړل، کورنۍ مو سره ووېشل شوه، ټول وروڼه او وریرونه مو راځیني بېل شول هر یو یې بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول. اوس د هغوی د ماشومانو په یاد له اوښکو تویولو پرته بل څه نه دي راپاتې. ټوله کورنۍ مو ګد په ګوډ شوه، هر څه لکه د خوب لیده راځیني ولاړل.
په افغانستان کې د تېرو نظامونو په ادلون بدلون کې هم ډېر افغانان مهاجرتونو ته اړ اېستل شوي وو؛ خو دا پلا د دوی کډوالۍ له تېرو هغو سره ډېر توپیر لاره.

په تېرو نظامونو کې ټولې کورنۍ په ګډه سره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوې وې؛ خو دا ځل د هرې کورنۍ هر غړی په بېلابېلو لارو کډوال شول او کورنۍ یې سره وپاشل شوې.
ډېر افغانان وايي، دوی دا تمه نه لري چې یو ځلې بیا به د دوی د کورنیو غړي د پخوا په څېر سره یو ځای شي.

د دوی په باور هغه ماشومان چې نن سبا په لویدیځو هېوادونو کې ژوند کوي او هلته بیا تر ځوانۍ رسیېي داسې نه ښکاري، چې هغوی دې بیا خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره زړه ښه کړي.
ځیني افغانان دا هم وايي، چې نن سبا په افغانستان کې کډوالي په یو ستر ناورین بدله شوې د هېواد ګڼ مسلکي کسان بهرنیو هېوادونو ته کډه شوي او هغوی چې لا په افغانستان کې پاتې دي د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ سره ډغرې وهي او هر یو یې له افغانستانه د وتلو په تکل کې دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عمر داودزی: ولسمشر اشرف غني نه غوښتل چې لاړ شي بلکې ملګرو مجبور کړ

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د پاکستان لپاره د افغانستان د جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی استازی محمد عمر داودزی وايي، چې ولسمشر غني نه غوښتل چې له ارګ څخه ووځي؛ خو ملګرو مجبور کړ، چې چورلکې ته پورته شي.

محمد عمر داودزي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په اېکس سپیس کې وویل، چې ټاکل شوې وه، په ارګ کې ناستې چورلکې هوايي ډګر ته لاړې شي او د ولسمشر مېرمن او حمد الله محب انتقال کړي.

د نوموړي په خبره، چې خلیل الرحمان حقاني حمد الله محب ته زنګ وهلی او ورته یې ویلي، چې دوی باید له افغانستان څخه ووځي.

هغه زیاتوي، چې په ارګ کې په ولاړو چورلکو کې د ولسمشر مېرمن او حمد الله محب موجود وو، چې د ولسمشر د ساتنې د ځواک رییس قاهر کوچي احوال ورکړ، چې ولسمشر نه غواړي لاړ شي.

عمر داودزي وویل: "د پي پي ایس رییس محب ته ویلي، چې ولسمشر نه غواړي لاړ شي، بیا محب په ولسمشر پسې لاړ او موټرو ته یې پردې ونیولې او دا چې په کوم حال یې پورته کړی د پردو تر شا خبره ده".

نوموړی وايي، چې طالبان کابل ته ننوتي وو او ټول کابل یې نیولی و.

شپږیزه لیګ؛ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو ته ماته ورکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د شپږېزي لیګ په څلورمه سیالۍ کې د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ بندامير ښامارانو د پنځو ويکټو په توپير امو نهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه. د شپږيزې لیګ په دې سياليو کې بندامير ښامارانو دا دويمه پر له پسې بريا او د امو دويمه ماته ده.

د لوبې پچه د د شرف الدين اشرف په لوبډلمشرۍ امو نهنګانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، امونهنګانو لوبډلې په ۲۰ اوره کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره بندامير لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د امونهنګانو په لوبډله کې زبيد اکبري ۵۸، عبدالمالک ۲۵ او لوبډلمشر شرف الدين اشرف ۲۴ منډې وکړې.

د بندامير لوبډلې په توپ اچوونکو کې الله محمد غضنفر، ننګيال خروټي، امير حمزه، حشمت الله شهيدي او افتاب علم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بندامير ښارمانو لوبغاړو دغه هدف په ۱۹.۲ اور کې د خپلو پنځو ویکټو په ترلاسه ورکولو پوره کړ.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ له یوه کال ځنډ وروسته د تېري دوشنبې په ورځ په کابل کې پيل شو. په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې لوبیږي.

عمر داودزی: جمهوري نظام له هماغه وخته سقوط شو چې د ملي وحدت دوه سری حکومت جوړ شو

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستان لپاره د افغانستان د وروستي جمهوري دولت د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپیس کې ویلي، چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط بنسټ له هغې ورځې کېښودل شو، چې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو.

داودزی زیاتوي، چې سقوط د یوې ورځې پروسه نه وه؛ بلکې یو اوږد زمان یې په بر کې ونیوه او بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې حکومت سقوط شو.

د پخواني ولسمشر دغه ځانګړی استازی زیاتوي، چې د ملي وحدت حکومت طرحه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري وه.

د نوموړي په خبره، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ هم جنګسالار اېښودل شوی و او په دغې چارې کې بهرنی فشار د یادونې وړ دی.

داودزی زیاتوي، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ملا برادر کرزي ته یو لیک لېږلی و، چې پکې یې ترې غوښتنه کړې وه، چې بهرني ځواکونه یې باید ونه ځوروي او دوی نه غواړي چې نور په سیاست کې برخه واخلي؛ خو په هغه وخت کې د سولې فرصت له لاسه ورکړل شو.

فراه کې ځایي خلک د طالبانو په پوځي جامو کې له وسله والو غلاو شکایت کوي

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۱

له فراه ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ په دې ولایت کې د طالبانو د پوځي کسانو په نوم وسله والې غلاوي شوي او خلک یې هم په مرګ ګواښلی دي. دغه غلاوې دوه ځایه ترسره شوي چې وسله والو غلو له یو کس څخه ۶ او له بل څخه درې نیم لکه افغانۍ وړي دي.

له فراه ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) وویل، وسله وال غله د دغه ولایت په مرکز کې د صرافۍ مارکیت شاته د چرګانو یوه شرکت ته ورغلي او د شرکت مالي مسوول یې وهلی دی.

سرچینې زیاتوي، چې وسله والو غلو د شرکت مالي مسوول تر وهلو وروسته تړلی او شاوخوا ۶ لکه افغانۍ يې ترې وړي دي.

سرچینو د پېښې د انځورونو په رالیږلو سره ویلي، چې له نیول شویو وسله والو غلو څخه د طالبانو د امنيه قومندانۍ د جنايي برخي کارټونه موندل شوي دي.

سرچينه وايي، چې په همدې ورځ د طالبانو د پوځي کسانو په نوم يوې بلې ډلې په دې ولایت کې له یوه کس څخه د وسلې په زور شاوخوا درې نیم لکه افغانۍ اخيستي دي.

له فراه څخه ځایي سرچينې زیاتوي، چې د پېښې پرمهال يې ځايي طالب مسولين خبر کړي؛ خو تر اوسه د دغو وسله والو غلو د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د فراه ځايي خلک وایي سيمه ييزې رسنۍ او خبريالان د پېښو انعکاس ورکولو څخه منع شوي دي او د داسې پېښو مخه باید ونیول شي.

د پېښې په اړه په فراه کې طالب چارواکو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو په هرات کې دوه کسان د «نامشروع اړيکو» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د هرات په فرسي ولسوالۍ کې يې دوه کسان د «نامشرع اړيکو» په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د اعلاميې د معلوماتو له مخي، دغه هر یو کس د ۶ مياشتني تنفيذي بند ترڅنګ ۳۹ دورې وهل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د دغو دوو تنو تورنو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دغې ډلې د پخوا په څېر بدني سزاګانو ته مخه کړې او د وخت په تېرېدو سره دغه سزاګانې په بېلابېلو ولایتونو کې مخ په ډېرېدو دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو پر طالبانو له لومړۍ ورځې غږ کړی، چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو دې ډډه وکړي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خپل دريځ او تګلارو نه په شا کیږي.

طالبان وايي، د بدني سزاګانو په ورکولو سره غواړي په افغانستان کې شرعي حدود پلي کړي.