شننه؛ هلته چې پوښتل هم کفر دی!

د نجونو زدکړې منع وې. اوس یې په اړه خبرې، بحث او پوښتنې هم منع کړای شوې. موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو. افغانستان د نړۍ د بشري تجربو لابراتوار دی.
د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

د نجونو زدکړې منع وې. اوس یې په اړه خبرې، بحث او پوښتنې هم منع کړای شوې. موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو. افغانستان د نړۍ د بشري تجربو لابراتوار دی.
ولسواک هېوادونه غواړي خپلو خلکو ته د ورکړل شوې خپلواکۍ، بشري حقونو او فردي ازادیو ارزښت ورپه یاد کړي، ښایي نړیوال واکمن غواړي خپلو خلکوته ووايي، چې ګورئ په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته، چې نه یې نجونې د زدکړو حق لري او نه یې خلک په دې اړه د څه پوښتلو رښته. پرکابل واکمنې ډلګۍ خلک له پوښتلو منع کړل. څو ورځې وړاندې یې د ښځو غږ هم (عورت) وګاڼه. ویل: ښځې دې تر دې روسته ګونګۍ شي.
د زور او زرو استبداد ماتول نسبتاً اسانه کار دی، د خپلواکۍ غوښتونکیو انسانانو هڅه او قرباني غواړي، خو هغه استبداد چې د تقدس په بالاپوش کې ورننوتی وي، ماتول یې بیخي ډېرې هڅې و قربانۍ غواړي، خو دا هڅې و قربانۍ یوازې فیزیکي نه، بلکې فرهنګي – معنوي دي.
بشریت په اساطیري دوران کې ګڼې داسې بېلګې تجربه کړي، چې سیاسي اقتدار پر مقدس دریځ ټینګېده او استبداد ته تقدس ورکول کېده. د مصر د فراعنهو په اړه مشهوره ده، چې ځانونه یې د لمر د خدای استازي ګڼل او له دې تقدس څخه په ګټنې یې واک چلاوه. په ابراهیمي ادیانو کې راغلي، چې دغو فرعونانو ځانونه خدایان ګڼل.
فرعونانو یوازې د تورې او فیزیکي محوې په زور نه، بلکې د خلکو په زړونو کې د الهي قهر څخه د ویرې په اچولو کې خپله واکمني ساتله.
د اروپا په زرکلنه تیاره دوره کې شاهانو د کلیسا په مرسته واکمني چلوله، کلیسا پاچا او لویو زمکوالو ته مشروعیت ورکاوه او په بدل کې یې واک د کلیسا په لاس کې و. کلیسا او واکمنۍ د خلکو وینې په ګډه زبېښلې.
دا زر کلنه تیاره د فرهنګي اوښتون په رڼا ماته کړای شوه. د کلیسا د واکمنۍ په وړاندې خلکو جګړې کولای نه شوې، ځکه هر مخالف تکفیرېده. هنرمندانو، لیکوالو، شاعرانو، روښانفکرانو، فیلوسوفانو، ساینسپوهانو او په پای کې د حقوقو او سیاسي پوهنو پوهانو رڼا راوسته او د دې رڼا نوم شو (رینېسانس) یا بېا زېږېدنه. د رینېسانس رڼا زرکلنه شپه داسې سباوون ته ورسوله، چې تر نن پورې یې وړانګو نړۍ روښانه ساتلې ده.
مقدس جهل د مقدس استبداد بنسټ دی. استبدادي واکمن له لښکرو نه ویریږي، بلکې له داسې رڼا څخه ډاریږي، چې د خلکو د ویښتیا لامل شي. د ویښتیا لومړنۍاراده له پوښتلو راپیلیږي. پوښتل پوهېدل دي.
ـ زما د کورنۍ ښځينه ولې د زدکړو او کار حق نه لري؟
دا وړه پوښتنه نه ده. همدې پوښتنې واکمن استبداد ډېر په تکلیف کړی و، ځواب یې ورسره نه و. یوځل یې ویل: دین اجازه نه ورکوي. چې استدلال ورسره وشو، پاتې راغلل. بیا یې وویل: «کلتور» اجازه نه ورکوي، فرهنګپوهانو استدلال وکړ او دوی یې وننګول، چې نه یوازې د فرهنګ د تفسیر صلاحیت نه لري، بلکې فرهنګ لا پېژني هم نه. نو بېځوابه شول. دې بېځوابۍ بالاخره دې ته راوستل، چې ووايي:
ـ نورې پوښتنې مه کوئ!
د حقیقت پلټنه له پوښتنو پیل کیږي. له حقیقت څخه ویرېدونکي له پوښتنو ویریږي.
استبداد د خلکو منطقي پوښتنو ته ځواب ویلای نهشي، ځکه نو خلک له پوښتنو منع کوي. وایی: پوښتل کفر دی!
پوښتنه دومره بنسټي انساني حق دی، چې ان په دوزخ کې یې هم لا اجازه شته. په دیني متونو کې ګڼ ځله د دوزخیانو له پوښتنو سره مخامخیږو، دوی له ملایکو یا له بل چا پوښتي، چې دا او هغه د کومې ګناه جزا ده؟
ملایکې ځواب ورکوي: هغوی چې له خپلو ژبو څخه رازوړند دي، د دوی ګناه دا ده، چې خلکو ته یې درواغ ویلي دي.
د افغانستان خلکو د معارف تر نهضت راروسته نږدې نیمه پېړۍ خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستولې، تر دې چې د مقدس جهل پلویانو د امریکا او پاکیستان په حکم ښوونځي وسیزل او د مکتبیو نجونو مخونو ته یې تیزاب وروشیندل. بیا په تېرو شلو کلونو کې درې نسله نجونې ښوونځيو او پوهنځیو ته ولاړې، لکونه ښوونکې، ډاکترانې، انجینیرانې، پیلوټانې او مدیرانې شوې، ټولنه له فرهنګي پلوه پوه شوه، چې پوهې میندې رڼا راولي او ولس روښانه کوي. مقدس کړای شوی استبداد چې د خپلو نړیوالو مربیانو له خوا بیاځلې واک ته ورسېدل، څه ګوري، چې بیخي له یوه بېل افغانستان سره مخامخ دي، له یو روښانه او راویښېدونکي افغانستان سره. سملهواره پوه شول، چې دا ځل سخته ده او باید دروغ ووايي. په اول کې یې له نړیوال ستیژه ژمنه وکړه، چې ګواکې « دوی به اجازه ورکړي، نجونې او ښځې له لومړي ټولګي نیولې بیا تر ماسترۍ و دکتورا او آن تر هغې پورته (!!!) زدکړې وکړي!»خو همدا چې واک يې ورخپل کړ، نو اول یې ښوونځي وتړل او بیا یې په دې اړه د خلکو د پوښتنو خولې هم وروتړلې. دوی وویرېدل، چې څوک به یې وپوښتي، چې:
«درواغجن خو به له خپلو ژبو څخه د دوزخ له دیوالونو رازوړند وي، ولې مو هغه وخت داسې ویل او اوس داسې کوئ؟»
دمقدس کړای شوي استبداد یوازینۍ وسله تکفیر دی. دا چې افغان ولس یې د چوپتیا په سلاخۍ کې لاس تړلی درولی لامل یې دا دی، چې هره شېبه د تکفیر چاړه او ساتور ورښيي. د افغانستان د خلکو سترګې له تورو او ټوپکو نه ویریږي، بلکې د دوی سترګو ته یې د تکفیر مرچ ورشیندلي دي.
فرهنګي -فکري اوښتون یوازینۍ حللاره ده
د تکفیري استبداد په وړاندې یوازینۍ لاره فرهنګي مبارزه ده. ولس باید د تکفیر په وړاندې وقایه شي. له تکفیر څخه باید د ولس ویره ووژل شي. ولس باید پوه شي، چې د خپلو لوڼو د تعلیم په اړه پوښتنه کول کفر نه دی، بلکې روښانتیا خپرول او رڼا راوستل دي.
فرهنګي – فکري اوښتون تر سیاسي و پوځي اوښتون ځکه بنسټي او مهم دی، چې په پایله کې یې راغلې رڼا، ویښتیا او بدلون تلپاتې دی. هغه ولسونه چې د فرهنګي – فکري اوښتون په پایله کې راپاڅېدلي دي، بیا ویده شوي نه دي او ورځ تر بلې یې د مختګ، هوساینې، ثبات او خپلواکي و حق غوښتنې هڅې ګړنۍ کړې دی.
هغه ولس چې یو مهال یې د الوتکې د الوتلو روایت کفر ګاڼه اوس یې اولادونه په الوتکو کې سفرونه کوي، همدغسې به د ویښتیا تر پړاو روسته هیڅوک دا منلای نه شي، چې د نجونو ښوونځيو او پوهنځیو ته تلل دې کفر وي، بلکې په دې اړه پوښتل دې هم کفر وګڼل شي.
د یویشتمې پېړۍ له فرعونانو د ژغورنې هڅه د فرهنګي ویښتیا موسی غواړي، چې د تکفیر ماران په خپل روښانه لاس (ید بیضا) باندې د پوهې د لکړې خوراک کړي.
استبداد سخت وارخطا دی. دا د استبداد د ویرې او زوال روستی برید دی، چې د خلکو له پوښتلو هم ډاریږي.
زه د فرهنګي اوښتون په افق کې له ورایه وینم، چې دخپلواکۍ لمر راختونکی دی.
هنرمندان، شاعران، لیکوال، قلموال، روښانفکران، ساینسپوهان، استادان او هره هغه څوک چې د عامه پوهاوي او خبراوي وسایل په لاس کې لري باید پوښتنې وکړي، مباحثې وکړي، خبرې وکړي او د تقدس په تیار کوټ کې ننوتلی استبداد په خپلو پوښتنو وننګوي.
پوښتنې ولیکئ، ویې وايئ، شعر یې کړئ، سندره یې کړئ، نقاشي یې کړئ، عکس و پورترېت یې کړئ، که کړای شئ فیلم او تیاتر یې کړئ، پوښتنه ونڅوئ او هرڅه تر پوښتنې لاندې راولئ، د استبداد زوروره وسله (تکفیر) هم وننګوئ او وپوښتئ، چې : ایا د دې وطن د نجونو د تعلیم په اړه پوښتنه ریښتیا کفر دی؟ ایا ایمان او عقیده دومره کمزورې ده، چې ښوونځي ته د یوې نجلۍ په تللو اور اخلي؟
فرهنګي و فکري اوښتون زموږ د ملت د ناسور زخم یوازینی درمل دی. د افغانستان د خلکو د ژغورنې لار ویښتیا او روښانتیا ده، د تکفیر د مصنوعي مغارې له ډار او ویرې څخه راوتل دي او د حقیقت لمر ته د نړۍ ننداره ده.
او پایله یې دا چې د حقیقت لمر ته دا لیدل، چې:
موږ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په هيڅ ډول هڅه کې نه کافران کیږو، استبداد درواغ وايي!
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


لیکوال: بری افغان څه باندې درې کاله وشول چې طالبان په کابل کې واک ته رسېدلي او د افغانستان په ټوله خاوره یې واګې ټینګې کړي، دغې ډلې تر نورو ټولو برخو ډېره پاملرنه لوبو ته کړې او دغې چارې ته یې ډېر پام اړولی دی. له دې کاره د طالبانو موخه څه ده، په دې مطلب کې یې لولو.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه چې تېر جمهوري حکومت وپرځېد او طالبان پر کابل واکمن شول دغې ډلې په دېرو مهمو او هغو برخو بندیزونه ولګول چې د انسانانو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې دي، انسانان پرمختګ ورسره کوي او د سوکاله ژوند څښتنان کیږي، خو طالبانو لوبو ته هر څه زیاته پاملرنه وکړه، په پلازمېنه او ولایتونو کې یې د بېلابېلو لوبو سیالۍ پیل کړې او لا هم روانې دي.
د کابل او ولایتونو ځوانان، د پاخه عمر خلک او ماشومان یې د لوبو په نندارو بوخت وساتل او په زرګونو هغه کسان چې یا یې د زدهکړو، کار او زیار وخت و، لوبو ته راوبلل او دلته یې بوخت وساتل، هغوی په ولولو او ساعت تیرۍ بوخت دي او د ژوند، کار او زدهکړو پروا نه کوي چې دا مهال له خپلې اصلي لارې راګرځول شوي او د بل د موخو ښکار دي.

افغانستان کې دا مهال کومې لوبې کیږي؟
پر کرېکټ سربېره، فوټبال، واليبال، فوټسال، نیزه بازي، وزلوبه، سوک وهنه، مویتای، غېږنیونه او داسې نورې لوبې چې د هیواد په کچه رواج دي او وخت پر وخت کیږي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بدني رونې ریاست په ویبپاڼه او نورو رسنیو کې یې خبرونه خپریږي. له دې ور ها خوا په کلبونو کې رزمي لوبې هم ترسره کیږي او کله نا کله یې د بېلابېلو ډلو تر منځ سیالۍ هم ترسره کیږي.
کرېکټ دا مهال په افغانستان کې تر ټولو ډیره کېدونکي لوبه ده او ډېر مینهوال لري، چې پر رسمي لوبو او لیګونو سربیره په نارسمي ډول هم په لرې پرتو کلیو او بانډو کې یې ځوانان بوخت ساتلي او دغه لوبه تر نورو هغو ډېره د خلکو تر منځ رواج شوې، فوټبال بله هغه لوبه ده چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې تکړه لوبغاړي او مینهوال لري چې هم په رسمي ډول ډېره کیږي او هم په کلیو او بانډو کې د ځوانانو تر منځ په نارسمي ډول د فوټبال لوبې ډیرې دود دي او ځوانانو ته یوه بوختیا ده.
والیبال بله هغه لوبه ده چې افغانستان کې له پخوا راهیسې دود ده او زدهکوونکي یې د ښوونځي له مهاله پیلوي چې بیا د دې تر څنګ په د افغاانستان په رسمي لوبو کې خپله رسمي ډله لري او د ولایتونو او هیوادونو په کچه رسمي سیالۍ هم ترسره کیږي، د دې تر څنګ په کلیو کې هم ډېره دود ده خو د کرېکټ لوبې په راتلو سره دغه لوبه یو څه پیکه شوې. فوټسال هم تر یوه بریده خپل مینهوال او لوبغاړي لري چې په دې وروستیو کلونو کې یو څه غوړېدلې ده.
نیزه بازي د افغانستان په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې کېدونکې لوبه ده چې پخوانی تاریخ لري او د اسانو پر مټ د ډولونو په غربولو سره ترسره کیږي، خو د طالبانو په راتلو سره که څه هم پام ورته ډېر شوی او د دغې لوبې سیالۍ د هیواد په کچه ترسره کیږي خو د ډولونو له غږ پرته ترسره کیږي، د دې تر څنګ وزلوبه چې د افغانستان په مرکزي ولایتونو سربېره د هیواد په شمالي او شمال ختیځواو سوېلي ولایتونو کې کیږي هم خپل تکړه لوبغاړي او ډیر مینهوال لري چې د هیواد په کچه یې سیالۍ دا مهال ترسره کیږي.

سوک وهنه، مویتای، غېږنیونه او ورته نورې رزمي لوبې هم روانې دي او دا مهال په افغانستان کې ډیر مینهوال لري چې د ولایتونو او مرکز په کچه د کلبونو تر منځ سیالۍ کیږي.
دغو لوبو ته تر دې مخکې پاملرنه کېدله؟
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بدني رونې ریاست په ویبپاڼه کې یوازې هغه ۱۶ د المپیکي لوبو فډراسیونونه او ۱۶ د غیر المپیکي لوبو فډارسیونونه شته چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال دغې ویبپاڼې ته ور زیات شوي وو او دغه پاڼه چلیدله خو تازه په کې یوازې د پورته یادو شویو کرېکټ، فوټبال، والیبال، فوټسال، نیزه بازي، وزلوبې، غېږنیونه، سوک وهنه، مویتای او داسې نورو لوبو خبرونه خپریږي.
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان بدني روزنې ریاست په اډانه کې د المپیکي لوبو ۱۶ فډراسیونونه لکه: فوټبال، والیبال، بایسکل ځغلونه، پینګ پانګ، سوک وهنه، بډمنټن، لامبو وهلو، سیکي، د معلولانو، ملي وزن پورته کول، بایسکیټ بال، جمناسټیک، ټېنس، هاکي، تورې وهلو او هیندبال فډراسیونونه موجود وو، او د غیر المپیکي لوبو بیا وزلوبه، د غړو ښکلا، قوت الرمی، تکواندو، زورخانه يي، پاکریشن، کبړي، باتوراندود، طمبا، کورش سامبو او رستمي غېږنیونه، کاراته، پاورلفټینګ، ووشو، ووینام، فولرزم او کڼ نورفډراسیونونه وو، چې دغه ټول یې فعال او په خپلو برخو کې یې د هیواد او کله نا کله سیمه ییزو او نړۍ والو سیالیو کې برخه اخیسته.
د کرېکټ په نړۍواله لوبه کې چې دا مهال د افغانستان لوبډله په کې په نړۍواله کچه ښه ځلېدلې او ان د کرېکټ نړۍوال جام تر ډګره رسېدلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړه او تر دې ډګره رسیدلې ده، د فوټبال، والیبال، فوټسال او نورو مهمو لوبو لوبډلې د تېر جمهوري حکومت پر مهال جوړې او روزل شوې او تر نړۍوالو ډګرونو رسېدلې دي. هغه مهال لوبو او د لوبغاړو روزنې ته ډېر پام کېده او په هره برخه کې افغانې لوبډلې د روزنې لپاره بهر هیوادونو ته استول کېدې چې نن هم قوي او پرمختللې لوبډلې لرو.
ایا طالبان ښځې لوبو ته پریږدي؟
څه باندې درې کاله کیږي چې طالبانو د نجونو او ښځو پر زدهکړو سربېره د هغوی د کاري او شخصي ژوند پر بېلابېلو برخو د لسګونو فرمانونو له لارې بندیزونه لګولي چې په دې کې لوبې هم راځي، له هغې ورځې چې دغه ډله په افغانستان کې واک ته رسیدلې د نجونو پر لوبو یې کلک بندیزونه لګولي او یوازې له ښځو په هغو برخو کې کار اخلي چې د دوی اړتیا وي.
تر دې وړاندې د مخکیني جمهوري حکومت پر مهال افغانستان د نورو برخو تر څنګ د فوټبال، فوټسال، کرېکټ او والیبال د ښځو لوبډلې لرلې او په هیواد کې دننه او بهر ته د سیالیو لپاره تللې، خو د طالبانو په راتګ سره دا هر څه بند دی. طالبان ښځې زدهکړو ته نه پریږدي چې دا د انسان تر ټولو لومړنۍ بشري حق دی او پر دې سربېره په ګرځیدو، ادارو کې کار، او سیاسي ډګر کې له فعالیته ګرځول شوې دي.
نو طالبان څه غواړي له دغو لوبو لاسته راوړي؟
طالبانو له پیله دغه چاره پیل کړې چې افغان ولس به له خپلو اصلي موخو راګرځوي او دوی به په لوبو او نورو ورته غونډو او پروګرامونو بوختوي چې خلک له اصلي کیسو اصلآ خبر نه شي، د دې تر څنګ طالبان غواړي په دې ډول ډېر خلک لوبو ته راټول او خپل پیغامونه ورته ورسوي او د دې تر څنګ افغانستان د سیمې هیوادونو او نړۍ ته عادي وښيي.که څه هم طالبانو په وړه کچه چې څلور یا تر دې ډیر کسان لوبه کوي، د هغوی د لوبو مخه نیولې چې په حجرو او نورو وړو ځایونو کې د لږو کسانو تر منځ کیږي، طالبانو دغه لوبې ځکه بندې کړې چې په داسې لوبو کې دوی خپلې موخې نه شي ترلاسه کولای، دغې ډلې څو ورځې وړاندې په کندهارکې د چکې (لډو) لوبه بنده کړه او له هټیو څخه د دغې لوبې تختې او دانې ټولې کړې.

په رسمي لوبغالو او لویو میدانونو کې د لوبو پر مهال طالبان پر خلکو خپل سپین بیرغونه ویشي چې د خلکو تر منځ مینهوال ورته پیدا کړي او د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پر ځای پر خلکو دغه بیرغ ومني، طالبان په هیڅ ځای کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ته اجازه نه ورکوي خو په نړۍوالو سیالیو کې چې بیا درې رنګ بیرغ رپیږي دوی یې په اړه چوپه خوله دي، داسې بریښي چې په دې برخه کې بې وسه دي او یا له نړۍوالو سره په دې برخه کې ګوتې نه شي ماتولی، څه موده وړاندې د فرانسې په المپیک سیالیو کې د ۱۱ تنو افغان لوبغاړو چې پنځه یې له افغانستانه او پنځه نوریې چې په بېلابېلو هیوادونوکې کډوال دي ورغلي او ګډون یې په کې کړی وو، په ټولو لوبو کې افغان لوبغاړو د ګډون پر مهال له ځان سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لیږداوه او د المپیک لوبو تر وروستیو پورې رپاند و.
په افغانستان کې دننه طالبان په لوبغالو او میدانونو کې د لوبو په پای کې خلک راغونډوي او هغه پیغامونه چې دوی یې غواړي خلکو ته ورسوي نو ښه موقع دا ورته ګوري، دغه ډله هڅه کوي چې د خپل مشر ملا هبتالله فرمانونه پر خلکو واوري او ومني او پر دې سربېره د امربالمعروف محتسبان هم د خلکو له ګڼې ګوڼې په ګټې اخیستو داسې لوبو ته ورځي او پر خلکو خپلې غوښتنې مني.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې یو حکومت نه، یو دولت هم نه، بلکې ټول افغانستان سقوط شو. دا احساساتي او له انساني درده زېږېدلې خبره نه ده، بلکې پر استدلال ولاړ واقعیت دی.
«سقوط» د سین په پېښ (ضم) د سقط له ریښې څخه لوېدلو ته وايي. إسقاط او مُساقَطَه یې نور اشتقاقونه دي او ټول د ساقطېدو په معنا اخیستل کیږي. دا ویی په اصطلاح کې د حق یا تکلیف (مکلفیت) له منځه تللو ته وايي.
په یاده نېټه افغانستان هم له لغوي پلوه سقوط شو، هم له اصطلاحي پلوه. له لغوي پلوه افغانستان راولوېد، راوپرځېد او تر اوسه لا پرېوتی دی، څنګه پریوتی؟ وروسته به روښانه شي.
له اصطلاحي پلوه هم سقوط کړلای شو، معنا ټول مکلفیتونه، مسئولیتونه او حقونه یې په نړۍواله ټولنه کې له منځه ولاړل. د نړۍ لویو ځواکونو د خپلو موخو لپاره افغانستان په اصطلاحي معنا سقوط کړ. د دوی داسې یو افغانستان په کار و/ دی، چې هېڅ ډول التزامي مکلفیت ونه لري، څوک یې په رسمیت ونهپېژني او حقونه یې ورڅخه تروړل شوي وي.
په هغه هېواد چې مکلفیتونه او نړۍوال مسئولیتونه ونهلري، هرڅه او هرڅوک راتللای شي. دلته د نړۍ ټول مذهبي بدمعاشان او انسانوژونکي دېره کېدلای شي، ټولې پوځي نیابتي ډلې ځالې جوړولای شي، له دې هېواده هر بل هېواد ګواښل کېدلای شي، ځکه دا هېواد له نړیوالو مسئولیتونو او مکلفیتونو څخه ساقط شوی دی.

خو له لغوي پلوه افغانستان د خپلو خلکو لپاره سقوط کړای شوی دی، یعنې راپرېوتی دی. همدا څو ورځې وړاندې خبرونه و، چې ناڅرګندو الوتکو پر ننګرهار و کونړ دورې وهلي، خوست و پکتیا و پکتیکا بمبار شوي. پر ډېورند کرغېړنه کرښه ببرسري وسله وال وځي و ننوځي. د دوښمن پښو ته راپرېوتلی (سقوط شوی) هېواد یعنې همدا.
که په افغانستان کې حکومت یا دولت سقوط شوی وای، دومره لویه غمیزه به نه وای. هغسې لکه په بنګلدیش کې چې یو حکومت سقوط شو. دا چې وروسته په بنګلدیش څه راځي؟ لا څرګنده نه ده، خو لا تر اوسه یې اساسي قانون واکمن دی، بشري پانګه و کادرونه یې پرځای دي، بیرغ یې پر نړۍ رپیږي، نړۍ یې په رسمیت پېژني، ملي پوځ یې د ګډوډۍ مخه ونیوله او د خلکو له ملاتړه لاپیاوړی شو، ښځې یې انساني حقونه لري، ښوونځيو او پوهنځیو ته یې لا د تکفیر کولپونه لوېدلي نه دي.
یوه سیاستواله ولاړه پر ځای یې د اقتصاد و بانکدارۍ یو داسې متخصص راغی، چې نوبل جایزه یې ګټلې ده. د مدني و ټولنیزو فعالیتونو اتل ګڼل کیږي، وايي بنګلدیش ته به ولسواکي راستنوي. بنګلدیش د بنګالي ژبې و بنګالي هویت پر بنسټ جوړ شوی هېواد دی. په نړۍ کې د فېبروري یویشتمه ځکه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ګڼل کیږي، چې په دې ورځ بنګالیانو خپلې ژبې و هویت ساتنې لپاره خپل هېواد ازاد کړ.
په افغانستان کې تر سقوط وروسته ملي هویت کفر ګڼل کیږي. ملتپالنه او ان وطنپرستي کفر دی. د ملي ژبې د ودې و پیاوړتیا ټول بنسټونه یې د تکفیر په ډبره ویشتل شوي او سقوط شوي دي. په همدې تېرو ورځو کې به مو لسګونه رسمي و شرعي فتواوې اورېدلې وي، چې پښتونولي، افغانیت، وطنپرستي،ملتپالنه کفر وبلل شول او د ملي تفکر خاوندان یې کفار وبلل. هڅه روانه ده، چې د افغانستان نوم ورو - ورو له رسمي سرلیکونو ولویږي. په رسمي محاورو کې یوازې «اسلامي امارت» ډېر نېغ نېغ کیږي.
د هویتي او ملي ارزښتونو له نظره ټول (افغانستان) سقوط دی. بیرغ یې راپرېوتلی دی، اساسي قانون نه لري. پر هېڅ نړۍوال ستیژ یې څوک په رسمیت نه پېژني. د نړۍ ښکېلاکي ځواکونه ورسره د همدې اصطلاحي «سقوط» په قیمت (تعامل!) کوي. د ډالرو راروانې کڅوړې د افغانستان د سقوط کرایه ده.
همدا څو ورځې وړاندې اعلان وشو، چې له افغانستان څخه اته میلیونه وګړي کډوال شوي دي. دا اته میلیونه عادي انسانان نه دي. دوی لوستي، متخصصان، مجرب کادرونه او ټولنیز فعالین و، چې د اقتصاد و ټولنپوهنې د علم پر بنسټ د دوی وتل یعنې د بشري پانګې له منځه تلل. افغانستان له بشري پلوه هم سقوط کړای شوی دی. یو خو د واکمنو عقدې دي، چې وايي: ملتپال، روښانفکران او متخصصان کافران دي. وتل یا نه وتل یې مهم نه دي! خو علم بل څه وايي. بشري پوهنه و اقتصاد وايي، چې له بشري پانګې پرته فیزیکي، مالي او ټولنیزه پانګه هېڅ معنا نه لري.

په افغانستان کې څلور واړه سرمایو (پانګو) سقوط کړی، علم راته وايي: موږ څلور ډوله سرمایې لرو، چې یو هېواد پرې ژوندی وي:
مالي پانګه
دا ډول پانګه له پیسو، سټاکونو، پورونو، او هر ډول مالي شتمنیو څخه جوړه ده، چې د توکو او خدماتو د پیرلو یا پانګونې لپاره کارول کېږي.
فیزیکي پانګه
دا پانګه د فیزیکي شتمنیو ټولګه ده، لکه کانونه، ماشینونه، ودانۍ، تجهیزات، زمکه، او بېخبناوې چې د تولید په بهیر کې د توکو او خدماتو د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.
بشري (انساني) پانګه
دا ډول پانګه د کار ځواک مهارتونه، پوهه، تجربه، او توانمندیو ته وايي، چې د زده کړې، تجربې، او شخصي پرمختګ له لارې ترلاسه کېږي.
ټولنیزه پانګه
ټولنیزه پانګه د یوې ټولنې د انسانانو ترمنځ حقوقي اړیکو، اړیکتیايي شبکو، ټولیز باور، او اجتماعي همکارۍ ته اشاره کوي چې کولای شي د تعاملاتو په اسانولو او اجتماعي او اقتصادي اغېزناکتیا کې مرسته وکړي.
دا څلور واړه پانګې د یوې ټولنې د هوساینې څلور بنسټونه دي، یوه له بلې پرته معنا نه ښندي او له بده مرغه چې دا څلورسره سقوط کړای شوې دي. بشري پانګه ووته، اته میلیونه انسانان ووتل، چې ګڼ شمېر یې متخصص کادرونه وو. هغه برخه لوستي و متخصصان چې په هېواد کې پاتې دي تر شدید سانسور او محدودیت لاندې دي، دندې یې له لاسه ورکړي او په کور ناست دي یا له خپل تخصص څخه په وتلې ساحه کې مزدوري کوي. په رسنیو کې څوک سپوڼ وهلای نهشي. دوی خپل حالت یوازې هغه وخت بیانوي، چې له هېواده ووځي. معنا اته میلیونه خو ووتل، هغه شمېر چې پاتې دي، هم موثریت ورڅخه اخیستل شوی دی.
ټولنیزه پانګه هم فلج ده. مدني ټولنه چې د ټولنیزې پانګې د فعالیت بنسټ او خوځوونکی ځواک دی، له کفر سره مترادفه ګڼل کیږي. د ټولنیزې و بشري پانګو نیمايي وجود خو هغه وخت وژل شوی، چې نجونې و ښځې له ټولو حقونو محرومې دي. نجونې وښځې د نیمايي بشري نفوس په توګه د دې دواړو پانګو نیمايي وجود جوړوي.
مالي پانګې اقتصادي ارزښت بایللی. د پیسو تولیدي او ګټور دوران نهشته. د پیسو هغه کڅوړې چې راځي جرمي اقتصاد چاغوي او د جنګ اقتصاد یې په پښو درولای. د نړۍوالې ټولنې دغه مسخره تعامل، ناروغ ته د سیروم په بوتل کې د زهرو ورګډول دي ځکه وږیو افغانانو ته نه وررسیږي.
میلیونونه انسانان وږي، وزګار او کپ ډوډۍ ته احتیاج دي. د جنګ پیسې له واکمن پوړ سره په ولاړه بڼه زېرمه کیږي او هغوی پرې د خپلې مستبدې واکمنۍ جرړې پیاوړې کوي.تر دې بریده، چې حتا له دغو (تعامل شویو پيسو) څخه د متقاعدینو روا حق نه ورکول کیږي.
لسګونه زره متقاعدین، چې د لکونو انسانانو د ژوند برخلیک ورسره تړلی، له لوږې څخه د مرګ پر پوله رنځیږي.
فیزیکي پانګه هم له ګټورتیا لوېدلې. کانونه پاکیستان ته روان دي او ګټه یې د واکمنو جیبونو ته پریوځي.
د یوه هېواد سقوط یعنې همدا.
موسیقي سقوط ده، سینما سقوط ده، انځورګري سقوط ده، ادبیات و ژورنالیزم سقوط دي. فرهنګ له کفر سره مترادف دی. د واکمنو نړۍ د هغوی د بیرغ په شان تور و سپینه ده، بل رنګ په کې نهشته. د پاکیستان له استخباراتي مدرسو فارغان يې چې خوښ دي سپین دي، نور ټول هېواد و هېوادوال تور دي. رنګ و رنګین ژوند کفر دی. هنر و فرهنګ چې د رنګارنګ ژوند نښې دي سقوط شوي دي.
او دې ته وايي له اصطلاحي او لغوي دواړو اړخونو د یوه هېواد سقوط، چې ښايي مخه یې ونیول شي.
څه باید وشي؟
تر هرڅه وړاندې باید ټولنه د دغه دردناک او غمجن سقوط په ماهیت وپوهول شي. مخکې مو وویل، چې سقوط یعنې رالوېدل. که یو انسان له لوړې په سرراوغورځول شي، ګنګس وي، په سترګو یې توره شپه شي، نهپوهیږي څه ورپېښ شوي دي؟
زموږ ټولنه هم همداسې رالوېدلې، په سر راپرېوتلې ده، ګنګسه ولاړه ده او نه پوهیږي څه ورپېښ شوي، یوازې درد احساسوي او خواشیني.
ټولنه باید راویښه کړو، له ګنګستیا څخه یې وباسو. هغو دوښمنو چې ټولنه یې له لوړ ځایه ټېلوهلې او غورځولې ده، دغه ګنګستیا او درد یو مقدس حالت ګڼي. دوښمن زموږ ټولنې ته وايي: « دا سپېڅلې ګنګستیا ده او له دې څخه راوتل کفر دی. » موږ باید ټولنه خبره کړو، چې سقوط کړای شوې او دوښمن یې دروغ ورته وايي.
ټولنه باید د خپل سقوط له ټولو ابعادو، عواقبو او هراړخیزو اغېزو خبره کړو.ټولنه باید پوه شي، چې د اته میلیونه کادرونو وتل یوازې له میندو پلرونو او خواخوږیو د زړه د ټوټو بېلتون نه دی، بلکې دا غمیزه تر دې ژوره ده.
د وطن معنا له وطن څخه وتلې ده. د اته میلیونه بشري پانګې وتل د واکمنو د مسخرو او ریشخندونو په شان یوه مسخره خبره نه ده، بلکې ملي ناورین دی. دا سقوط د کفر او اسلام په ترازو کې مه تلئ، بلکې دا سقوط د خپلو اولادونو د راتلونکي تباهي وبولئ، د یوه هېواد له لاسه تلل یې وګڼئ او د افغانستان سقوط یې وبولئ!
د دې سقوط مخه یوازې او یوازې له ګنګستیا څخه راویستل شوی او ویښ کړای شوی ملت نیولای شي.
اته میلیونه راوتلې بشري پانګه باید شپه و ورځ د خپل ملت د راویښولو او د تکفیر له ګنګستیا څخه د راایستلو لپاره هڅه وکړي او ولس ته دا وړتیا ورکړي، چې دوی په یوه څلویښت میلیوني اراده د دې سقوط مخه نیولای شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

لیکوال: بری افغان د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د ۱۴۰۳ د زمري په اومه ویلي و، چې د چین ګوسان کمپنۍ د کونړ په بشل، ساګي او سرتاق بندونو کې د برېښنا تولید لپاره «پانګونې ته چمتو» ده. خو پاکستان د تل په څېر د دې هڅې مخالفت کړی او طالبانو ته یې د بندونو جوړېدو پر سر ګواښونه کړي.
د دغه وزارت چارواکو دا ادعا هم کړې وه چې د کونړ د بندونو په جوړولو سره به د «افغانستان برېښنا نورو ګاونډیو هېوادونو ته صادره شي.» خو دا مهال افغانستان خپله د برېښنا له بې ساري کموالي سره مخ دی.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د زمري میاشتې په اوومه نېټه وویل چې د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یوې چینایي کمپنۍ له یوه چارواکي سره په لیدنه کې دې پایلې ته رسیدلی، چې هوکړه لیک لاسلیک کړي او بندونه جوړ کړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د کونړ سیند د «بشپړې برېښنا د تولید» وړتیا لري.
ولې پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي؟
افغانستان د سیمې په کچه تر نورو هیوادونو د اوبو سترې سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنې ډېرې اوبه یې په وړیا توګه ګاونډیو هیوادونو ته ور بهیږي.
په افغانستان کې د حکومتونو له پیله تر اوسه پورې یوازې د هلمند سیند په هکله د اوبو لیکلی تړون شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندونو اړوند له منځنۍ اسیا او پاکستان سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي افغانستان د برېښنا له ستر ناورین سره مخ دی. د دغه سازمان په وینا یوازې ۴۰ سلنه افغان کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.
افغانستان د خپلې برېښنا شاوخوا ۷۵ سلنه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه واردوي.
بلخوا د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي، چې د برېښنا په برخه کې د دوی هیڅ هڅه د ګاونډيانو په زيان نه ده، هغه ویلي له سیندونو یوازې د خپل حق په اندازه اوبه اخلي چې دا د ګاونډیو هیوادونو په زیان نه ده. او د تېرو څلویښتو کلونو جګړو پرمهال د افغانستان ټولې اوبه ګاونډيانو کارولې، چې اوس باید دغه حالت بدل شي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د زمري ۱۳مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته ویلي و، چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او د تېرو ۴۰ کلنو جګړو پر مهال هغه اوبه چې ګاونډيانو ته ور بهېدې، اوس باید دغه حالت د خبرو اترو له لارې بدل شي.
د نوموړي په خبره، ګاونډيو هېوادونو په خپله خاوره کې د اوبو د مهارولو لپاره تاسیسات جوړ کړي خو د افغانستان اوبه بې ګټې اخيستنې ضایع کيږي، هغه زیاتوي: «افغانستان اوس څښتن پیدا کړی، جګړې نه شته، هغه خراب حالت چې دا ۴۰ کاله روان و او ګاونډیانو زموږ له اوبو څخه ګټه اخیسته، دغه حالت د سمېدو خوا ته روان دی او موږ ګاونډیانو ته دا قناعت ورکولی شو، چې دغه حالت ته غاړه کیږدي.»
فاروق اعظم د خپلو خبرو پر مهال د کونړ سيند ته په اشارې سره ویلي و، چې که د کونړ سیند پر اوبو د برېښنا یو بند جوړ شي شاوخوا یونيم ميلیون کيلو واټه برېښنا به توليد کړي.

هغه وايي، چې له دې برېښنا څخه يوازې پنځه لکه کيلو واټه د ننګرهار، لغمان او کونړ بشپړه اړتيا پوره کوي او پاتې هغه دې پر پاکستان وپلورل شي.
د ښاغلي اعظم په خبره، که د کونړ اوبه مهار او مديريت شي په کامې او ګوشتې ولسواليو او د ډيورنډ کرښې پورې غاړې خيبرپښتونخوا کې به د کرنيزو ځمکو د ویجاړۍ مخه ونیول شي.
هغه وايي: «پاکستان په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو نه زیانمنیږي بلکي ګټه کوي، دلیل یې دا دی، چې دلته پراخې ځمکې نه شته او کونړ ټول غرونه، غرونه دي.»
د نوموړي په ټکو، که پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړ شي د پاکستان په ګټه دی او کیدای شي د یوې هوکړې له لارې په لنډ واټن کې برېښنا هم ورته ورسيږي.
پخوانیو حکومتونو دغې چارې ته څومره پاملرنه کړې؟
د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غني او شي جین پېنګ د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي ۱۸مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای تړون د سرمشریزې په څنډه کې د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د مخکیني حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري هغه مهال په ټویټر کې لیکل شوي و، چې د کابل ـ کونړ به اوبو د برېښنا پروژې د سروې او ډیزاین چارې به یوه چینايي کمپنۍ ترسره او په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. خو وروسته بیا د هغې سروې او بند جوړولو د چارو په اړه معلومات ورنه کړل شول.
د اوبو د مدیریت لپاره ماسټر پلان نه شته
له یو شمېر پلټنو او ځینو پخوانیو چارواکو څخه د اخیستل شویو معلوماتو پر بنسټ افغانستان تر اوسه پورې د اوبو د مدیریت په برخه کې ماسټر پلان نه لري، خو یوازې د هلمند سیند اوبیزې حوزې ماسټر پلان چې ۲۰۱۱-۲۰۱۳ کلونو تر منځ د انګلستان لهخوا جوړ شوی و، چې په اسانه د لاسرسي وړ نه و.
د افغانستان لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په خپله پنځه کلنه دروه کې د اوبو ګڼ شمېر لویې پروژې په خپل پلان کې شاملې کړې وې. له هغه وروسته د ۱۳۹۵ کال په پیل کې د اوبو او برېښنا وزیر ښاغلي علي احمد عثمانی وویل چې د اوبو د مدیریت په ماسټر پلان کار کوي. له هغه یو کال وروسته د افغانستان جمهوري ریاست دفتر هم پر خپله ویبپاڼه ولیکل، چې افغان حکومت پنځو سیندیزو حوزو ته ماسټر پلانونه جوړوي. خو له هغه وروسته بیا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
په ۲۰۱۳ کې د (Fechtner) په نوم یوه جرمني شرکت د افغانستان لپاره د برېښنا ماسټر پلان جوړاوه، په هغه کې د برېښنا د تولید په هدف ټول پلان شوي بندونه په نظر کې نیول شوي وو. خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اوازو سره دغه چاره هم ټکنۍ شوه او په اړه یې ډیر معلومات نه دي خپاره شوي.
د افغانستان بېواکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ویناوو د پیل شوې لړۍ په یوه برخه کې ویلي، چې په نړۍ کې چاپیریال په ډېر بېړني ډول په بدلېدو دی او باید هڅه وشي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره راتلونکي زر کلونه په نظر کې ونیول شي او که چېرې د بندونو په ډیزاین کې احتیاط ونه شي، ښايي ستونزې راولاړې کړي.
هغه ویلي، تر دې دمه چې د بندونو په برخه کې په افغانستان کې کومې هڅې پخوا او اوس شوې، ډیرې لومړنۍ سروې ګانې دي.
ښاغلی غني د کونړ سیند پر اوبو د بند جوړولو په اړه وايي، چې باید د بند د ډیزاین او سروې په اړه دقیق فکر وشي او تر ټولو مهمه موضوع د کابل سیند د اوبو ده، چې باید مدیریت شي.
پاکستان ولې پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو مخالفت کوي؟
تېر کال پاکستاني چارواکو د طالبانو د هغه پلان په اړه غبرګون ښودلی و چې غواړي د کونړ پر سیند بند جوړ کړي.
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا پر کونړ سیند د اوبو بند جوړول به «کړکېچ جوړ او د احتمالي جګړې» لامل شي.
جان اڅکزي د بند د جوړولو لپاره د «طالبانو یو اړخیزه پرېکړه» د «پاکستان پر ضد دښمنانه عمل» بللی او ویلي یې و، طالبان له یوې هندي کمپنۍ سره د کونړ پر سیند د بند جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه دا هم ویلي و چې طالبان د امو سیند د اوبو د ګرځولو لپاره کار کوي.
د دغه پاکستاني چارواکي له مخالفت وروسته د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د پاکستاني چارواکي دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې و، «اوبه زموږ د هېواد ملکیت دی او هر څومره چې وغواړو ګټه ترې اخیستی شو، د هیچا فشار به ونه منو.»
د داسو بند ته د اوبو مخه راګرځي
دغه بند چې د کابل او اباسین سیندونه سره پرې کوي، د پاکستان له خوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نږدې جوړیږي، په ۲۰۱۷ کال کې پرې کار پیل شوی او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به سرته ورسیږي.

داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، وړتیا لري.که څه هم د داسو برېښنا بند جوړولو موضوع په۲۰۱۴ کال کې نړۍوال بانک له افغان حکومت سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر بنسټ، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغان حکومت سره په لیکلې بڼه یوې هوکړې ته رسیدلی وی، خو په دې هکله افغانستان له پاکستان سره تر اوسه پورې کومه رسمي هوکړه نه ده کړې.
اوس که افغانستان له خپلو طبیعي اوبو ګټه اخلي او پر کابل ـ کونړ سیندونو د بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې داسو بند به یې له اغېز لاندې راځي. او دواړو هیوادونو تر منځ به ستونزې راپورته کیږي.
له همدې کبله افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې له نړۍوال بانک غوښتنه وکړه، چې پاکستان خبر کړي که په راتلونکي کې افغانستان پر کابل ـ کونړ سیندونو بندونه جوړول، نو هغه مهال به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي، ځکه چې پاکستان مخکې د داسو بند جوړولو په اړه افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یې په خپل سر پیل کړی دی.
پوښتنه دا ده چې طالبان به وکولای شي چې هیواد کې شته اوبه مهار کړي؟
د نړۍوالو قوانینو پربنسټ، کومې اوبه چې د هیوادونو له پولو تیریږي، په کار ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر وېش خبرې اترې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.
د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې شاوخوا ۲۱ میلیارډو متره مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارډه متره مکعبه یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او یوه برخه یې د چترال له غرونو سرچینه اخلي. د یوې سروې له مخې د ۱۲ بندونو د جوړولو وړتیا لري.
خو له سیمې باوري سرچینې وايي، چې د پخوا په څېر د طالبانو حکومت هم یوازې په رسنیو کې خبرې کوي او په عمل کې یې هیڅ څرک نه لیدل کیږي، د کونړ اوسیدونکي وايي چې د کونړ سیند اوبه د پخوا په څېر مستې بهیږي او چا دغلته د بند جوړولو په هکله لا تشه یادونه نه ده کړې.
طالبان په کور دننه له خپلمنځي مخالفتونو، اقتصادي ستونزو او له پاکستان سره د زړې انډېوالۍ او پاکستان کې د پراخو کاروبارونو له امله نه شي کولای د پاکستان مخې ته ودريږي، او پر کونړ سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ کړي.
له یوې خوا ایران د کمال خان بند له جوړېدو وروسته د افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرۍ پیل کړې او وخت نا وخت یې له طالبانو سره د اوبو حقابې پر سر ناندرۍ روانې وي، له بلې خوا ازبکستان هم د قوش تیپې کانال پر سر ناراضه دی او بلې خوا له ډیر پخوا راهیسې پاکستان په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو مخالف دی او په دې وروستیو کې یې هم خبرداری ورکړی، چې د کونړ سیند پر سر طالبان د بند جوړولو حق نه لري، دا هغه څه دي چې نن سبا یې طالبان چوپه خوله کینولي دي.

د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو او د طالبانو د واکمنۍ ۳ کاله پوره کېږي. طالبان تر اوسه خپلې واکمنۍ ته موقت حکومت وايي، ترڅو خلک په دې طمع وساتي چې د ټوپک په زور راغلې د جبر، استبداد او اختناق دوره موقته ده او په راتلونکي کې به دغه نظام د اصلاح لور ته لاړ شي.
خو افغانانو ته ښه په یاد دي چې د طالبانو وړومبۍ موقته واکمني هم تر اخره د برچې په زور چلیدونکې زورواکي پاتې شوې وه.
ښځې هم دغه رنګه د معارفو او د ژوند د ټولو چارو نه بهر ساتلی شوې وې او د طالبانو په امارت کې تر اخرې ورځې هیڅ قسمه اصلاح چا په سترګو نه ولیدله .
له نولسمې پیړۍ راهیسې پرافغانستان راغلو تاړاکونو او یرغلونو باندې د پوهیدلو لپاره دا لازمه ده چې بنیادم د روسي څارانو یا تزارانو او د انګلیسي امپراتورۍ تر مینځ د غلبې شخړه په لنډه توګه یاده کړي، چې په اصطلاح د لویې لوبې په نوم یادیږي.
روسي څارانو له شپاړسمې عیسوي پېړۍ راهیسې دا تصمیم درلود چې خپله امپراتوري د شرق لوري ته یعنې د منځنۍ اسیا خوا ته وغځوي.
بالاخره هغوی په نولسمه پیړۍ کې د منځنۍ اسیا په اشغالولو بریالی شول.
په عینې زمان کې د انګلیسانو امپراتوري د هند د نیمې وچې شمال غرب خوا ته د روسي امپراتورۍ د مخه نیولو په پلمه راغله.
د افغانانو د درانه مقاومت په وجه یې ټول افغانستان اشغال نه کړی شو، خو د افغانستان په ځینو شرقي، جنوبي او جنوب غربي سیمو یې ګیډه واچوله.
په شلمه پیړۍ کې د روسي امپراتورۍ ځای شوروی اتحاد ونیو او د بریتانیاپر ځای امریکا د انګلو ساکسیون هیوادونو د ډلې مشري په لاس کې واخسته.
دغه تش په نوم لویې لوبې ادامه وکړه. افغانستان د زبرځواکونو په دې لوبه کې بې طرفي غوره کړه او د غرب په کومک جوړیدونکی پاکستان د غرب په نظامی پایګاه بدل شو.
افغانستان کې د شاهي نظام او د سردار محمد داود خان د جمهوریت له پرځېدو وروسته د زبرځواکونو د ساړه جنګ لوبه توده شوه.
شوروي اتحاد افغانستان د خپلو عسکرو په رالیږلو اشغال کړ او د امریکا په مشرۍ غربیانو د میلیاردونو ډالرو په پانګونه په خپله پوځي پایګاه پاکستان کې د جهاد په نوم جنګي فابریکې پرانستلې او دواړو خواوو د خپلې غلبې او سیالۍ د جنګونو لپاره افغانستان د جنګ په میدان بدل کړو.
دغه جنګي فابریکې له افغانستان د شوروي عسکرو د وتلو نه وروسته هم چالان پاتې شوې، په دغو جنګي فابریکو کې وړومبی د مجاهدینو په نوم جنګ سالاران تولید شول، بیا د هغوی ځای ناستي طالبان هم د پاکستان په عیني فابریکو کې زیږیدلي دي.
طالبان د پاکستان او د غرب په پانګونه جوړه شوې نیابتی ډله او پروژه ده چې پاکستان پرې په افغانستان کې ستراتیژیکه ژورتیا لاس ته راوړی ده.
غرب له طالبانو د چین او روسیې سره په نوې سړه جګړه کې د منځنۍ اسیا په بې ثباتولو کې له طالبانو او د هغوی له «میلمنو» تروریستي ډلو استفاده کول غواړي.

د دوحې د معاملې په وسیله د پاکستان میشتو طالبانو په افغانستان کې د پچکاري کولو هدف هم دغه دی، کوم خلک چې فکر کوي طالبان د خپلو مربیونو یعنې پاکستانی جنرالانو سره مخالف دي ایا هغوی دا نه ویني چې پاکستان په ډیورنډ کرښه دواړو غاړو ته پرتو قبایلو باندې د عبور او مرور لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط « کوم چې حتا د ډیورنډ په معاهده کې هم نه وو » د طالبانو د همکارۍ په وجه تحمیل کړ.
دا د ډیورنډ د استعماري ناخوالې د پاسه دویم استعماري ګام دی، چې د افغانستان ضعیف نه ضعیف حکومت به هم نه و منلی، خو طالبانو د چمن د لس میاشتني پرلت او د لکونو خلکو په احتجاج سپڼ ونه کړ او پاکستان هغه ګټه وکړه چې په تیرو ۷۷ کلونو کې یې نه وه کړې.
د دې نه وروسته د ډیورنډ کرښې د نه منلو دعوې تش د خولې باد دی، بلې خوا ته دا هم جالبه ده چې چین ډاډه دی چې هغه به د افغانستان غني طبیعي منابع او زیرمې د پاکستان په کومک د طالبانو د غیرمشروع واکمنۍ نه خپلو صنعتونو ته د اومو موادو په توګه په ارزانه بیه تر لاسه کړي.
د نجونو پر زدکړو او کار بندیز

د افغانستان په داخل کې د خپلو خارجي مربیونو لپاره د طالبانو عمده لاس ته راوړنه د افغانستان ملي هویت زیانمنول دي.
د اسلام د کلیمې لاندې د افغانستان درې رنګه تاریخي ملي بیرغ او د الله اکبر د شعار د تکرار سره د افغانستان ملي سرود له منځه وړل یې وړومبی ګام و، چې ورپسې اساسي قانون ختمول، د ملي قهرمانانو د عکسونو مخونه تورول او د ملي ابداتو سپکول وشول.
د دغو علامتونو او نښو نښانو نه پرته د پاکستان نه بهر، بیل او ازاد مملکت څنګه وجود لرلی شي؟
د جینکیو په تعلیم بندیز لګول او د هیواد د نیم نفوس یعنی د ښځو د کار روزګار او ژوند او ژواک نه بهر ویستل په افغانستان باندې یو بل مرګونی ګوزار دی، چې په اوږده موده کې افغانستان بهرني بردګۍ او اسارت ته برابروي.
په نړۍ کې د پنځوسو شاوخوا اسلامي مملکتونه دي، خو په دې ټولو کې د طالبانو نه پرته بل یو هیواد هم داسې نشته چې ملي هویت ونه لري، اساسي قانون ونه لري، جینکۍ په کې تعلیم ونه کړی شي او خلک یې څه نه څه حقوق ونه لري.
په درې کلونو کې طالبانو یو وار هم د افغانستان وګړو نه د نظام او حکومت په باره کې د هغوی د نظر او رضا پوښتنه ونه کړه.
دویی وازې د پاکستاني استخباراتو سره خپلې پټې اړیکې، د امریکا څخه راتلونکې د ډالرو کڅوړې، د چین په لاس د افغانستان د معدنیاتو لیلامي او له روسانو سره راشه درشه خپل مشروعیت ګڼي.
د طالبانو د عمومي عفوې دروغ هم اوس په کامله توګه افشا شوي، داسې ورځ نه تیریږي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د پخواني حکومت د مامورینو د وژل کیدو خبر نه را رسي.
د اولس د غړو د غیر انساني شکنجې عکسونه بوږنونکي دي، تر دې چې اوس خو د طالبانو هغه پخواني لابيګران هم د هیواد نه په تیښته دي، چې وړومبی ډیر په شوق د طالبانو د امارت د خدمت په خیال ورغلي وو.
لوږه ، فقر او بې چارګي د دې د پاسه دي، چې د یوه غټ بشرين اورین شکل یې غوره کړی دی.
که د افغانستان ټول وګړي پاسپورټ ولري او د هیواد نه د بهر وتلو زمینه ورته مساعده شي، نو سړی په پوره ډاډ دا ویلې شي چې ټول افغانان به بهر را وځي او طالبان او د هغوی امارت به سکوټ یوازې پاتې شي، ځکه چې د دریو کلونو تجربو نه خلک په دې پوهه شوي، چې دا امارت نه بلکې اسارت دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د راتګ او د جمهوریت د سقوط په اړه ډېر بحثونه او لیکنې شوې دي. قضاوت کوونکي تل د فکري تړاو او یا د هغه معلوماتو په اساس قضاوت کوي، چې کوم معلومات د دوی په اختیار کې دي.
د دې تر څنګ د هرچا قضاوت او برداشت د هغه کس د پوهې او له سیاسي مسایلو څخه د خبرتیا کچې پورې هم تړاو لري.
په دې توګه د ډېریو تحلیل کوونکو قضاوتونه سره توپیر لري او د هر چا برداشت له سیاسي مسایلو څخه جدا دی.
د پورته پوښتنو په څېر نورې پوښتنې به هم له لوستونکو سره وي، خو زما په اند په ډېرو مواردو کې پورته پوښتنو ته د شواهدو او واقعیتونو په رڼا کې منظم ځوابونه نه دي ویل شوي.
د دې یو علت دا دی، چې د واقعیتونو پر ځای د هر چا په لیکنو او قضاوت کې تر ډېره حده احساسات حاکم دي او تاریخي واقعیتونه سړه سینه غواړي چې وڅېړل شي.
البته دا خبره مهمه ده، چې لیکنې باید وشي او کله چې مسلکي مورخین تاریخ لیکي او قضاوت کوي، هغوی بیا د لیکل شویو اسنادونو په استناد تحلیل او تجزیه کوي او واقعیتونه لیکي.
د دې خبرې یادونه اړینه ده، چې مورخین هم احساس او فکري تړاو لري او د تاریخ په لیکلو او تحلیل کې یې خامخا د هغوی شخصي نظریات او طرز تفکر شامل وي.
همدا علت دی، چې د مورخینو له نظره هم د تاریخي پېښو روایتونه سره توپير لري.
د دې لیکنې د لومړۍ پوښتنې د لومړۍ برخې په ځواب کې چې ایا طالبانو د یوې دسیسې په وسیله واک ترلاسه کړ یا د جمهوریت ضعف و، چې طالبان حاکم شول او یا نور لاملونه یې درلودل؟
په لنډ ډول باید ولیکم، چې په ټولییزه توګه ویلی شو، چې د افغانستان د حکومتونو او نړۍوالو د غلطو پالیسیو او تګلارو له امله طالبان بیا حاکم شول.
که څه هم د طالبانو ټيټ پوړو ته داسې انګېزې ورکړل شوې، چې دوی د الهي نصرت په وسیله واک ته رسېدلي او هېچا ورسره مرسته نه ده کړې، خو د طالبانو مشران بیا پوهیږي چې د کومو معاملو له امله دوی واک ته رسېدلي او دوی چېرته اوسېدل، څنګه ورته نورو تبلیغ کاوه او د دوی د بیا راتګ لپاره څنګه زمینه برابره شوه؟

د دې تر څنګ د طالبانو د ستونزو او قوت د غټ ښودلو په پلمه رواني جګړه د جمهوریت په سقوط کې مهم اغېز درلود.
په دغه رواني جګړه کې د حکومت ضعف او د طالبانو قوت زیات ښودل کېدل.
دغه رواني جګړې د ولس په مورال او د امنیتي او دفاعي قواوو په مورال هم تاثیر درلود.
په ډېرو سیمو کې حکومتولي ښه نه وه او د طالبانو قوت ته زیات تبلیغ کېده.
دولتي چارواکي، امنیتي سکتور او سیاسي مشران، وکیلان، مدني فعالان، رسنۍ، ملک او ملا په خپلو شخصي ګټو اخته وو.
د مافیایي او جنګي اقتصاد له امله د طالبانو سازمان شویو جنایي ډلو او د زیاتو دولتي چارواکو تر منځ د شریکو ګټو په اساس تفاهم رامنځته شوی و او هر چا خپل سهم اخیسته.
د دې لپاره چې دغه مافیایي او جنګي اقتصاد تقویه شي؛ نو په ځینو سیمو کې به مدیریت شوې جګړې هم روانې وې.
په ۲۰۱۳ز کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه مې یوه مقاله په فارن پالیسي کې ولیکله، چې د طالبانو په قوت کې مبالغه روانه ده او دولتي چارواکي او امنیتي سکتور د امنیت د راوستلو او د حکومتولۍ د ښه کولو پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.
زما دا لیکنه د خپلې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د معلوماتو او همدا شان د افغانستان د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمیر مشرانو سره د خبرو اترو په پایله کې وه.
کله چې ما د ننګرهار ولایت ماموریت ته په ۲۰۱۹زکال کې له ټولو امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو ستونزو سره - سره زړه ښه کړ، یو علت یې همدا و، چې ما ته معلومه وه چې د طالبانو په قوت کې مبالغه شوې او د جنګي او مافیایي اقتصاد له امله یې د ننګرهار وضعیت له ناورین سره مخامخ کړی دی.

همدا و، چې د ننګرهار وضعیت له جدي جګړو پرته د یو څو محدودو سیمه ییزو پالیسیو له بدلون سره ښه شو.
طالبانو درې ځلې خپل نومول شوي والیان بدل کړل، خو ورځ تر بلې د دوی نفوذ کمېده او د داعش جغرافیوي حضور په ننګرهار کې هم ختم شو.
دا په دې معنا ده، چې طالبانو د الهي نصرت په وسیله واک نه دی ترلاسه کړی.
په دې اړه نور ډېر شواهد او مدارک د طالبانو له ظهور څخه رانیولې تر اوسني حاکمیت پورې شتون لري، چې په هغوی بحث د دې لیکنې په چوکاټ کې نه راځي.
د پورته پوښتنې په دویم بند کې ویلی شم، چې د حکومت د ضعف ټکي ډېر دي او دا د دې معنا نه لري، چې طالبان قوي و او یا د هغوی تګلاره سمه وه.
په دې برخه کې دا تحلیل ښایي ډېرې نورې متضادې پوښتنې او نیوکې رامنځته کړي؛ خو د دې تحلیل موخه دا ده چې مسایلو ته په انتقادي توګه وکتل شي او د ټولو خواوو محدودیتونه او ستونزې باید په پام کې ونیول شي، تر څو وکولاې شو چې یو واقعي تحلیل د راتلونکي لپاره ولرو.
د رژيمونو او حکومتونو په بدلېدو کې تل کورني او بهرني عوامل رول لري.
کله بهرني عوامل په داخلي بدلونونو اغېز لري او کله داخلي عوامل د دې لامل کیږي، چې د بهرنیانو مداخلو ته زمینه برابره کړي.
هېڅ داسې هېواد په نړۍ کې نه شته، چې د هغوی حکومتونو او مشرانو د تاریخ په بېلابېلو برخو کې له بهر څخه مرسته او ملاتړ نه وي ترلاسه کړي.
د ګلوبلایزیشن او معلوماتې نړۍ په دور کې د نړۍ د ټولو هېوادونو اتکا لا نوره هم په یو بل زیاته شوې ده، ان لوی هېوادونه د یوه کوچني هېواد مرستې ته اړتیا لري.
ښه مثال یې قطر دی، چې امریکا د قطر په شان یوه کوچني هېواد ته چې نفوس یې له نیم میلیون څخه کم دی، په ډېرو مسایلو کې محتاج دی، خو قطر هم بیا د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري چې په سیمه کې د یوه خپلواک هېواد په توګه شتون ولري.
د نړۍ ډېرو هېوادونو خپله ازادي او خپلواکي له بهرنیانو سره د جور جاړي او ملاتړ په اساس تر لاسه کړې ده، ان امریکا هم د فرانسې د مرستې په وسیله له انګلیسانو څخه ازادي ترلاسه کړه.
که فرانسې مرسته نه وای کړې نو امریکا له انګلیسانو څخه ازادي تر لاسه کولی نشوای.
جرمني، جاپان او سوېلي کوریا نورې بېلګې دي، چې د متحدینو په مرسته هلته حکومتونه جوړ شول، خو د هغوی مشرانو بیا د خپلو ګټو په خاطر له متحدینو سره جور جاړی وکړ او هغه ملکونه یې د پرمختګ په لور برابر کړل.
افغانستان کې هم د کورني او بهرني نفوذ او بدلونونو له امله ډېرې لوړې او ژورې د خپل تاریخ په اوږدو او په ځانګړې توګه په تېرو دوو درېیو پېړیو کې لیدلي دي.
د تېر نیمې پېړۍ تاریخ زمونږ د مخې ژوندی تاریخ دی، چې په کې څو رژیمونه بدل شول.
په دغو بدلونونو کې افغانان د نړۍوالو، سیمه ییزو نیابتي او کورنيو رقابتونو او جګړو قرباني و او دی.
د دغو کورنیو رقابتونو او جګړو له امله د افغانستان اکثره واکمنان له بهرنیانو سره په علني او یا مخفي توګه له هوکړې او ملاتړ وروسته واک ته رسېدلي دي.
دلته زه د تېرو حکومتونو او یا د طالبانو د حاکمې ډلې په مشرانو نیوکه نه کوم، چې ولې یې د بهرنیانو په زور او ملاتړ واک ترلاسه کړ.
زه په هغو کسانو نیوکه کوم چې په هېواد دننه کې کله چې وطن تنور شي، نو مجبوره کیږي څو د خپل بقا لپاره د جګړو لاره خپله او د بهرنیانو ملاتړ تر لاسه کړي.
کله چې جګړې پیل شي، نو جنګي ډلې په ډېرو مواردو کې د جنګ مدیریت له لاسه ورکوي او د جګړو د دوام په پایله کې د جګړو تمویلونکي بیا د جنګ او سولې ابتکار په لاس کې اخلي.
په تېرو پنځو لسیزو کې مونږ ګورو، چې د جنګي ډلو که حاکمه حکومتونه و او یا یې مقابل لوری وي، څنګه د جنګ او سولې ابتکار له لاسه ورکړ او په لویو پرېکړو کې له دوی نه چا پوښتنه هم نه کوله.

له مفکوروي توپیر سره د خلق د ډیموکراټیک ګوند اکثره غړو نیت به دا نه و، چې افغانستان له داسې یوه ناورین سره مخامخ شي، خو کله چې جګړې زیاتې شوې د ګوند مشرانو د جګړو او هېواد کنټرول له لاسه ورکړ او په پرله پسې توګه د ګوند په منځ کې کودتا ګانې وشوې او بالاخره شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ او په اخر کې بیا د جینوا قرار داد د روسانو د وتلو لپاره امضا شو.
د وخت د حکومت دا خوښه نه وه، چې شوروي اتحاد دې له افغانستانه ووځي، خو اصلا د هغوی خبرو ارزښت نه درلود.
مجاهدین د کابل د حکومت په شان په عین موقف کې وو، چې ان د جینوا د امضا کولو په وخت کې چا ترې پوښتنه هم ونه کړه او ورته وویل شول، چې دا قرارداد باید ومني.
د مجاهدینو د مشرانو نیت هم دا نه و، چې له جګړو وروسته د کورنیو او خپل منځي جګړو له امله د دوی نومونه د افغانستان د تاریخ په تورو پاڼو کې ولیکل شي، خو د جنګ او سولې ابتکار د دوی له لاسه وتلی و.
د جمهوریت د مشرانو نیت هم دا نه و، چې له دوی څخه وروسته دې بیا طالبان حاکم شي، خو د جګړو د دوام او کورنیو پالیسیو د نیمګړتیاوو له امله د جنګ او سولې ابتکار د دوی له لاسه ووت او بالاخره د دوحې هوکړه لیک د افغانستان له حکومته پرته د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو.
دلته نه د افغانستان حکومت مطرح شو او نه د امریکا متحدینو د دغې هوکړې په لاسلیک کې رول درلود.
د یادونې وړ ده، چې د ناټو ډېر هېوادونه له دغې هوکړې سره موافق نه وو.
دا پورته تحلیل او بحث نور هم اوږدیدلی شي، خو د لیکنې د محتوا په اساس یوازې یو څو مواردو ته اشاره وشوه چې د لوستونکو پام د مسایلو بېلابېلو اړخونو ته راواړول شي.
د پورته لنډ تحلیل په پایله کې ویلی شو، چې د ټولو رژیمونو د مشرانو په ضعف، کړنو او د ناکامۍ په ملامتیا باندې د نیوکو بحثونه د هغوس له واک ته رسېدلو وروسته پيلېږي، چې ولې دوی د خپل هېواد د ذهني او عیني شرایطو پر اساس داسې پالیسي جوړه نه کړه چې د ولس ملاتړ تر لاسهکړي.
دغه راز دوی ولې د افغانستان په مسایلو کې له ښکېلو هېوادونو سره ښه ستراتیژیک پارټنرشېپ جوړ نه شو کړای، چې خپل هېواد یې د نورو هېوادونو په شان له ناورین څخه اېستلی وای او د پرمختګ په لور یې سوق کړی وای؟
دلته به بیا دا پوښتنه رامنځته شي، چې د یوه هېواد مشر او یا یوه ډله چې جګړوته دوام ورکوي، نو د مخکنۍ فرمولې په اساس د جنګ او ابتکار د مدیریت صلاحیت له لاسه ورکوي، نو دوی ولې ملامت دي ځکه دوی اختیار نه درلود؟
مخکې ځینو هېوادونه لکه کوریا، جاپان، جرمني او نورو ته اشاره وشوه چې هغوی هم دا ستونزې درلودې، خو د هغه هېوادونو مشرانو دا ابتکار وکړای شو، چې هم له متحدینو سره ستراتیژیک پارټنران پاتې شي او هم د خپل هېواد لپاره مناسبې پالیسۍ جوړې کړي او د پرمختګ په لور یې سوق کړي.
د حکومت د صلاحیتونو په اړه دلته د جبر او اختیار مساله رامنځته کیږي.
د حکومتونو او د جنګي ډلو مشرانو باندې د هغه مسایلو په اړه نیوکې کیږي، چې دوی پکې اختیار درلود.
هغه مسایل چې د دوی په اختیار کې نه و او یا واک یې نه درلود، په هغوی مونږ هم دلته بحث نه کوو.
د حکومتولۍ په بحث کې دا مهمه ده، چې یو مامور د ټول ملک د مسایلو په اړه مسوولیت نه لري، بلکې د هغه مسایلو په اړه مسوولیت لري چې هغه د دې په صلاحیت او اختیار کې وي.
د جمهوریت په وخت کې مشرانو په ډېرو مواردو کې اختیار او صلاحیتونه درلودل، خو له خپلو اختیاراتو او صلاخیتونو نه یې په سمه توګه ګټه وانه خیسته.
یو څو مهمې مسالې
د نړۍ په ټولو ملکونو کې دا معمول دی، چې د حکومت تګلاره او پالیسي د حکومت مشرتابه تعینوي او افغانستان هم له دې فرمولې څخه مستثنا نه دی.
افغانستان په ۲۰۰۲ز کال کې له څو لسیزو جګړو یو ښه فرصت درلود، چې د ښې حکومتولۍ د بنسټ ډبره کېږدي، تر څو راتلونکي حکومتونه او نسلونه په هغه تهداب باندې نورې خښتې په سمه توګه کېږدي او د ښې حکومتولۍ په چوکاټ کې خلکو ته امنیت، سوله، ثبات او سوکالي راولي.
هېڅ یو ملک په یوه وار له صفر څخه ایډیال حالت ته نه دی رسېدلې.
هر ملک لکه د ماشوم د لوېدو په شان د تکامل او پرمختګ تدریجي پړاوونه تېر کړي دي.
له مشرانو څخه تمه دا نه وه، چې د معجزې په توګه د افغانستان ټولې ستونزې په خپله دوره کې حل کړي او نه شونې وه، خو له دوی څخه تمه دا وه چې د راتلونکي لپاره د یوه با ثباته افغانستان لپاره تهداب ايښودلی وای.
لکه مخکې چې د حکومتونو د رامنځته کېدو په اړه وضاحت ورکړل شو چې یو شمېر کسان دا وایي، چې د افغانستان مشرانو (جمهور ریيس کرزي او جمهور ریيس اشرف غني) صلاحیت او واک نه درلود، نو ځکه یې د ښې حکومتولۍ او د افغانستان د راتلونکي لپاره د ثبات ښه تهداب کېنښودلی شو.

زه شخصا له دې خبرې سره موافق نه یم، ځکه د افغانستان دواړو مشرانو چې زه ورته احترام لرم او له نږدې مې ورسره کار کړی او پېژنم یې، ډېر صلاحیتونه او فرصتونه درلودل چې د ښې حکومتولۍ تهداب یې ایښودلی وای، ځکه له دوی سره د بهرنیانو او هم د ولس کافي ملاتړ و.
اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې دوی د بهرنیانو او ولس ملاتړ له لاسه ورکړ؟
د افغانستان د جمهوریت مخالفینو دغه موضوع چې د افغانستان حکومت خود مختاره نه دی او افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی، زیات تبلیغ ورته وکړ.
که د هېواد اشغال په دې معنا وي، چې ولې بهرنیان په افغانستان کې دي نو د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې بهرنیان شتون لري.
اوس هم په افغانستان کې بهرنیان شته او د طالبانو له استخباراتو سره په تفاهم کار کوي او بېلابېل هدفونه په ګډه سره له منځه وړي.
ښې بیلګې یې د ایمن ظواهري وېشتل، د داعش په نامه په مراکزو بریدونه، د ټي ټي پي د مشرانو په نښه کول او له منځه وړل، د سپاه پاسدارانو له خوا د ملا هبت الله د ګارډ تعلیم او تربیه او داسې نور ښکاره خبرې دي، چې هم امریکا او هم د افغانستان ګاونډیان په افغانستان کې شتون لري او د طالبانو له بېلابېلو کړیو سره په ګډه کار کوي.
که اشغال په دې معنا وي چې بهرنیانو له تېر حکومت سره مالي مرسته کوله، هغه مرستې خو اوس هم دوام لري او بندې شوې نه دي.
پخوا خو به په حکومت نیوکې کدې او خلکو به حساب غوښته خو اوس نه حساب شته او نه کتاب.
د جمهوریت او د طالبانو د ولسي او نړۍوال مشروعیت په اړه د ځمکې او اسمان توپير دی.
د طالبانو د لومړي ځل له سقوط وروسته د جمهوریت د وخت اساسي قانون او اداري سیستمونه د ولسي مشروعیت چې لویه جرګه وه، رامنځته شول.
د افغانستان سفارتونه او بانکي سیستم فعال و.
د افغانستان تعلیمي نظام له څو لسیزو وروسته بیا د معیاريتوب په لورې روان و او کوم سکالرشیپونه چې د افغانستان ځوانانو په شلو کلونو کې تر لاسه کړل، د افغانستان په تاریخ کې یې ساری په بل هېڅ دور کې نه لیدل کیږي.
د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانستان له حکومت سره و، د حکومت مشران د نړۍ په تورو نوملړونو کې نه و.
د افغانستان مشرانو ته په نورو هېوادونو کې د افغانستان د منل شویو مشرانو په توګه ورته پروتوکول ورکول کېده.
اوس خو نه پروتوکول شته او نه د حکومت مشروعیت په ملي او نړۍواله کچه شتون لري.
خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره د افغانستان د حکومت مشرانو او ډېریو چارواکو د دې لپاره چې د ولس او نړۍ له پړې ځانونه خلاص کړي، د مخالفینو سوژې او د عدم اختیار مساله یې له هغوی نه هم زیاته مطرح کوله او د هغوی د تبلیغاتو دا سروکي یې زمزمه کولې چې دوی واک او اختیار نه لري.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، په ډېرو مسایلو کې دواړو مشرانو کافي صلاحیتونه او اختیار درلود، خو د دوی ستونزه په پرېکړو کې و.
ځینې وایي، چې د بن په پرېکړه کې تهداب خراب کېښودل شو خو دا سمه نه ده، ځکه د جنګ په حالت کې ځيني پرېکړې په خپل وخت کې امکان نه لري.
هغه وخت دا امکان نه و، چې طالبان دې هم د بن په غونډه کې ګډون وکړي، خو د بن له پرېکړې وروسته د موقت او عبوري حکومتونو او هم په پرله پسې وختونو کې ډېرې پرېکړې ممکنې وې چې د سولې پروسه بریالۍ شوې وای.
اصلا د نظام تهداب د بېړنۍ لوې جرګې په وخت کې خراب کېښودل شو او د ولس رایې ته درناوی ونه شو.

په دې اړه ما د بېړنۍ لویې جرګې په کتاب کې کافي تفصیل ورکړی دی.
په پخواني پاچا فشار راوړل شو، چې جمهور ریيس کرزي ته تېر شي.
هغه د اکثرو ګډون والو دا نظر و، چې پاچا د پاچا په توګه نه بلکې د دولت د مشر په توګه د لویې جرګې له خوا وټاکل شي او جمهور رییس کرزی باید د لومړي وزیر په توګه وي.
ایران او پاکستان اصلي لابیګران و، چې دا فرموله یې نه غوښتله ځکه ایران د شهنشاه د بیا راتګ وېره درلوده او له پاکستان سره د پاچا په پخوانۍ دوره کې د ډریوند د فرضې کرښې نه منلو مسله مطرح وه.
دا چې د موقت حکومت په منځ کې د دواړو هېوادونو نفوذ زیات و نو د کرزي صیب په شمول ټول له دې نظر سره مخالف و او ان دا خبره ډېره مشهوره وه، چې زلمي خلیلزاد ته ویلي وو، چې ایکسپایر شوې دوا څوک نه خوري.
هماغه و چې زلمي خلیلزاد په پاچا د سردار ولي په ذریعه فشار راوړ چې هغه د حکومت د مشرتابه له دندې منصرف شي.
د بېړنۍ لویې جرګې د کړنلارې په اساس پنځه کلیدي وزیران او قاضي القضات باید د لویې جرګې د غړو په رایه او تایید ټاکل شوي وای.
په دغه وزارتونو کې د بهرنیو چارو، د دفاع، کورنیو چارو او د مالي وزارتونه او د ملي امنیت ریاست شامل وو.
هدف دا و، چې دغه مهم وزارتونه باید د یوې ډلې په کنټرول کې نه وای او هم قضا باید خپلواکه پاتې شوې وای، چې استقلالیت د قضا د ښې حکومتولۍ او عدالت لپاره مهم رول لوبولی شو.
دا چې د لویې جرګې کړنلاره عملي نه شوه، د موقت حکومت په دور کې او له هغه وروسته د حکومت واک کابو د یوې ډلې په کنټرول کې شو.
په ټولو مهمو سیاسي مسایلو کې په شمال ټلوالې پورې اړوندو سیاسي مشرانو نظر که دواړو ولسمشرانو ته سل په سلو کې د تایید وړ نه و، خو تر نیمایي زیاتو پرېکړو کې د هغوی نظر نهایي رول درلود.
له بېړنۍ لویې جرګې وروسته، د حکومت د مشرتابه تر څنګ سیاسي لوبغاړو او بیا ورپسې اکثره دولتي چارواکو د نظام جوړونې پر ځای په ځان جوړونې ډېر کار وکړ او د دولت مشرتابه هم تر ډېره وخته په دې بې مسوولیته رهبرۍ باندې خوشاله وو.
کله چې اوبه د ورخه تیرې او نړۍوالو وکتل چې نه د افغانستان مشرتابه او نه د افغانستان سیاسیون د دوی ستراتیژیک پارټنران کیدلی شي، نو خپل پام یې د سیمي هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته واړوه، چې له طالبانو سره یو جور جاړی وکړي او خپلې قواوې له افغانستانه وباسي.
د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان هڅه دا وه، چې د حکومت د مشرتابه او امریکا تر منځ د افغانستان په حکومت کې دننه د خپلو پلویانو او سیاسیونو له لارې بې باوري جوړه کړي، تر څو د افغانستان د حکومت او امریکا تر منځ ستراتیژیک پارټنرشیپ ټینګ او یا رامنځته نه شي، ځکه د امریکا شتون او د افغانستان له حکومت سره د امریکا ستراتیژیک پارټنرشیپ د دواړو هېوادونو ګټو او په ځانګړې توګه د دوی د استبدادي رژیمونو د بقا لپاره ګواښ و.
ایران او پاکستان نه غوښتل، چې په افغانستان کې داسې نظام حاکم وي چې ولس په کې واک ولري او د بیان ازادي وي.
په هغه وخت کې او اوس خو بیخې ډېر شواهد او اسناد رامنځته شوي، چې امریکا له پیل څخه نه غوښتل، چې په افغانستان کې دایمي پاتې شي، خو د حکومت مشرتابه بیا هم د بهرنیو قواو وتل نه منل او ویل یې چې دوی په دې خاطر د وتلو خبرې کوي، چې په حکومت باندې فشار راوړي، تر څو دوی خپل اهداف په دوی ومني.
همدا خبرې په ټولو سیاسي کړیو کې او هم د میډيا له لارې تبلیغ کېدې او ان ولسمشر کرزي به دا هم ویل، چې که کوتک هم په امریکایانو پسې راواخلې، دوی له افغانستانه نه وځي.
د امریکا نه وتل، د افغانانو او سیاسیونو تر منځ په یوه واقعیت بدل شوی و، خو په مقابل کې بیا ایران او پاکستان پوهېدل چې امریکا وځي او باید دوی متبادل بدیلونه ولري.
د دوی لپاره بدیل اپشنونه د طالبانو تقویه کول، د حکومت په دننه کې نفوذ او له سیاسي ډلو سره د اړیکو ښه ساتل و.
دواړو هېوادونو د هارډ او سافټ پاور نه په دغه لوبه کې استفاده کوله.
دوی هڅه کوله چې د مشرانو په خوا کې په دوی پورې تړلي کسان ځای ونیسي او یا داسې بې تجربې کسان واک او صلاحیت په لاس کې ولري، چې نه مشرانو ته وفاداره وي او نه د افغانستان په درد وخوري.
دغو کړیو د جمهوریت له پیل څخه هڅه کوله چې ملي او پوه کسان باید له صحنې لرې او د مشرانو په خوا کې نه وي، ځکه هغوی پوهېدل چې پوه او ملي کسان د ګاونډیانو د لاس اله نه ګرځي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه استخباراتي کړیو نفوذ دومره قوي و، چې هر چېرته به په حکومت کې کوم کس په ملي روحیه کار کاوه، هڅه یې دا وه چې هغوی له صحنې لرې کړي او د حکومت له مشرانو سره یې روابط خراب کړي.
له بده مرغه د دواړو ولسمشرانو په محور کې اوس هم هماغه کسان رول لري، چې د دوی په ناکامۍ کې یې رول درلود او دا کسان اوس هم د دواړو ولسمشرانو د مقربینو له ډلې دي، ځکه دوی له دغو کسانو سره په هر دلیل چې وي، اموخت اخستی دی.
د کرزي او غني په وخت کې کې چې کوم سفیران په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې ټاکل شوي وو، اکثره یې د دغه هېوادونو د نفوذ لاندې وو او یا ان ځیني یې په اخلاقي لحاظ کمپرومایز شوي یعنې داسې اسناد کوربه هېوادونو د دوی په ضد درلودل، چې هغوی مجبوره و چې د دغه ګاونډیانو د ګټو لپاره کار وکړي.
په سیاسي لوبو کې دا نوې خبره نه ده، چې سفیران باید له کوربه هېوادونو سره د روابطو په جوړولو کې مرسته وکړي، خو دا روابط داسې نه وي چې د خپل هېواد ګټې د هغوی د ګټو لپاره قرباني کړې او یا د خپل هېواد د مشرانو په ضد په دسیسو او توطیو کې له هغوی سره شریک شي.
له بده مرغه چې د حکومت مشرتابه هغه وخت تر اخره پورې دا واضح نه کړه، چې د بهرنیانو موخې په افغانستان کې څه وې چې دوی ورسره مخالفت ښوده ؟
ایا د دوی موخې د افغانستان له ګټو سره مخالفت کې و او که د دوی موخې بیا د نورو هېوادونو له ګټو او اهدافو سرهپه ټکر کې و.
کله چې مونږ د بهرنیانو خبره کوو، نو د بهرنیانو په سر کې امریکا وه او ده.
دا نور ملکونه لکه د ملکانو سره چې یوه ډله ګرځي، دوی هم د امریکا د خوشالېدو لپاره له امریکا سره افغانستان ته تللي و.

که خبره دا وه، چې د بهرنیانو موخې د افغانستان له ګټو سره مخالف نه و نو بیا خو دا مهمه وه، چې افغانستان له بهرنیانو سره د یوه ستراتیژيک پارټنر په توګه پاتې شوې وای.
که بهرنیان د نورو هېوادونو له اهدافو سره مخالف و، نو بیا خو د افغانستان مشرتابه ته دا پکار نه وه، چې د نورو هېوادونو د موخو لپاره له خپل ستراتیژیک پارټنر سره مخالفت نه وي کړی، ځکه هر چا ته خپلې ګټې مهمې دي.
لکه مخکې مې چې د قطر او امریکا د روابطو په اړه یادونه وکړه، په سیاسي علومو کې مطلق ازادي او مطلق غلامي نه شته.
کله چې د ولسمشر کرزي او امریکا تر منځ اړیکې خرابې شوې، یو ځلې ولسمشر د کابینې غونډې ته په ډېره قهرجنه لهجه ویلي و، چې ستاسي څنګه خوښه ده چې له ځانه شاه شجاع جوړ کړم او که غازي محمد اکبر خان.
د کابینې غړو ورته ویلي وو، چې له ځانه غازي محمد اکبر خان جوړ کړه.
استاد کریم خلیلي ورته ویلي وو، چې په دې وخت کې دا مهمه ده چې له ځان څخه شاه شجاع جوړ کړې ځکه غازي محمد اکبر خان کېدلی نه شې او باید د خپل هېواد د ثبات لپاره کار وکړې.
هر هېواد له بل هېواد سره د خپلو خلکو او وطن په ګټه اړیکې لري.
په یویشتمه پېړۍ کې د ملکونو تر منځ روابط د نولسمې پېړۍ په شان په انډیوالي ولاړ نه دی، بلکې د ملکونو تر منځ روابط د ګډو ګټو په اساس ټاکل کیږي.
د جمهوریت له جوړېدو لس کاله وروسته په ۲۰۱۲زکال کې په کابل کې د هند، پاکستان، افغانستان او هم د امریکا او ناټو د نورو هېوادونو د استازو د ټرک ټو (Track Two) غونډه وه، چې ګډوانوالو له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې ګډه ناسته درلوده.
په دغه غونډه کې د پاکستان او هند ډېر مهم سیاسي، نظامي او استخباراتي پخواني چارواکي او برحاله سفیران هم و.

ولسمشر کرزي ویلي و، چې زه اوس پوه شوم چې امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې ده.
ولسمشر کرزی باید له پیل څخه پوهېدلی وای، چې امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته تللې ده او چې کله یې ګټې نه وي نو بیا له هېچا څخه د وتلو اجازه هم نه اخلي لکه زلمي خلیلزاد په خپلو مرکو کې څو ځلې وویل، چې زما په اند د یوه هېواد مشر ته په داسې غونډه کې دا خبره نه وه پکار ځکه دې هېوادونو ته دا سګنل ورکړل شو، چې د افغانستان روابط له امریکا سره ښې نه دي، ان د غونډې ډېرو ګډونوالو او د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنا او ډاکتر زلمی رسول چې زما تر څنګ ناست و وویل، چې خبره خرابه شوه او باید داسې یې نه وای ویلی.
(د دې ټریک ټو بحثونه هم جالبه و، چې په خپل وخت کې به په تقصیل سره پرې بحث وشي)
له بده مرغه کله چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان په دې پوه شول، چې د افغانستان د حکومتونو مشرتابه نه شي کولی چې له امریکا سره ستراتیژپک پارټنر پاتې شي، نو د طالبانو د راتګ لپاره لابي زیاته کړه.
پاکستان امریکا ته ډاډ ورکړ، چې طالبان به ستاسې اهداف مني او طالبانو کې بدلون راغلی دی.
چین، روسیه او ایران خو په دې خوشاله و، چې امریکا له افغانستانه ووځي خو د دې تر څنګ یې ویلې چې امریکا باید با مسوولیته له افغانستانه ووځي، یعنې خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو دا ممکنه نه وه چې امریکا د نورو د اهدافو لپاره په افغانستان کې مصرف وکړي او یا د افغانستان د راتلونکي وضعیت مسوولیت په غاړه واخلي.
لکه څنګه چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته پخواني شوروي اتحاد له افغانستان سره خدای پاماني وکړه، همداسې امریکا ته هم افغانستان لومړیتوب نه درلود او له افغانستان سره یې خدای پاماني وکړه.
د دې خبرې یادونه اړینه ده، چې امریکا د ۲۰۰۲ز کال په پرتله اوس زیات امکانات او نفوذ په افغانستان کې لري.
امریکا کولی شي، چې خپل ستراتیژیک اهداف د طالبانو او پاکستان په وسیله په اسانۍ سره تر لاسه کړي، ځکه دا ورته د جمهوریت د ملاتړ په پرتله ارزانه او اسانه ده.
که د پورته پوښتنې د دویم بند بحث خلاصه کړم، دا واضح خبره ده چې د افغانستان د حکومت کمزورتیا او د مشخص ستراتیژیک تګلارې نه درلودل د دې لامل شو، چې جمهوریت سقوط وکړ.
زما په اند د ټولو سیاسیونو، چارواکو او ډلو د مسوولیت تر څنګ د نظام د سقوط اصلي مسوولیت او د نظام خرابي د حکومتونو مشرتابه ته راجع کیږي.
لکه څنګه چې د هر نظام کریډت او نیکنامي هم د یو هېواد مشر ته منسوب کېږي، همداسې ناکامي یې هم د هېواد مشرانو ته منسوب کېږي نه نورو افرادو ته.
البته افراد په خپله ساحه کې مسوولیت لري، خو د نظام کامیابي او ناکامي د هېواد مشرانو ته منسوب کېږي، ځکه په حکومت کې د مهمو کلیدي پوسټونو مسوولین د مشرانو په خوښه او مصلحت ټاکل کېدل.
د پورته پوښتنې د درېیم بند په تړاو په خلص ډول دومره وایم، چې د افغانستان د حکومتونو او خلکو په وړاندې د ایران او پاکستان دسیسې او له طالبانو څخه ملاتړ د دغه ناکامۍ بله مهمه برخه وه، ځکه هغوی د جمهوریت د ناکامۍ لپاره په ستراتیژیکه توګه لابي کوله.
په افغانستان باندې د امریکا او نړۍوالې ټولنې د برید موخه په سر کې د عکس العمل په اساس وه، ځکه د امریکا اقتصادي، سیاسي او نظامي مرکزونه ووېشتل شول او باید یو عکس العمل یې ښودلی وای، تر څو خپل ځواک او نړۍواله هېجوموني وساتي.
هماغه و چې په افغانستان برید وکړ، د سیمېاو د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ یې د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډون ترلاسه او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه یې د خپل برید لپاره اوکې هم واخیسته.
هېچا نه شو ویلی، چې زه له تاسو سره نه یم او یا ستاسو برید نه تاییدوم.
امریکا وکولی شول، چې د خپلو یو درجن استخباراتي کاروکوونکو، پيسو او هوایي قوت په وسیله د طالبانو حکومت په څو میاشتو کې نه، بلکې په څو ورځو کې رانسکوره کړي.
دوی نړۍ ته وښوده چې د خپلو دښمنانو په ضد په هر ځای کې چې وي، برید کولی شي.
امریکا په افغانستان کې نور ستراتیژيک او یا اقتصادي اهداف نه درلودل، چې د ډېرې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
همدا علت و، چې د امریکا ولسمشرانو او پالیسي جوړوونکو هر کال به په نویو سترایتژیو خبرې کولې، ځکه اصلا د اوږدمهال لپاره یې ستراتیژي نه درلوده.
ځینې بیا دا پوښتنه کوي چې که امریکا د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې ستراتیژیک پلان نه درلود، نو ولې شل کاله په افغانستان کې پاتې شوه؟
لومړی خو تر اخره امریکا افغانانو ته د سیمې هېوادونو او نړۍوالو ته او همدا رنګه خپلو خلکو ته په افغانستان کې د خپل ماموریت موخې په ښه توګه تشریح نه شوای کړای چې ایا دوی په افغانستان کې د حکومت او نظام جوړونې چې Nation Building ورته وایي شتون لري، که په افغانستان کې اقتصادي ګټې لري او یا په سیمه کې د چین او روسیې د پرمختګ د مخنیوي لپاره د خپلو ستراتیژيکو اهدافو لپاره په افغانستان کې شتون لري؟
دا چې ولې امریکا په افغانستان کې پاتې شوه، علت یې د عراق جنګ و.
د عراق د جګړو په اړه امریکایانو په خپل منځ کې او هم د اروپایانو او ناټو هېوادونو سره اختلاف د نظر درلود، خو د افغانستان د مداخلې په اړه اختلاف د نظر موجود نه و.
له انګلستان پرته د ناټو نورو هېوادونو د عراق له جګړو سره موافق نه و او دا یې لازمه وګڼله، چې لهن امریکا سره د خواخوږۍ لپاره د ناټو ماموریت افغانستان ته وغځوي.
همدا لامل و چې امریکا او ناټو د اوږدمهال لپاره په افغانستان کې پاتې شوه.
د متحده ایالاتو د سولې انسټیټوټ په ځینو بحثونو او کتنو کې یادونه کېدهه، چې ولسمشر ټرمپ له خپلو جنرالانو څخه دوه پوښتنې لري.
ایا د افغانستان جګړې ګټلی شي او که نه؟
د جنرالانو ځواب ورته دا و، چې ګټلی یې شي په دې شرط چې دوی د اوږدمهال لپاره تعهد ولري او خپلې قواوې په افغانستان کې وساتي.
له ولسمشر بوش څخه نیولې تر ولسمشر بایډن پورې د امریکا څلورو ولسمشرانو هېڅ یوه هم په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره ژمنه نه درلوده.
د ولسمشر دویمه پوښتنه دا وه، که د افغانستان جنګ وګټي، نو د امریکا لپاره یې ګټه څه ده؟
دا مساله هم ورته جنرالانو او د امریکا د بهرنیو چارو پالیسي جوړوونکو په سمه توګه تشریح کولی نه شوه، ځکه امریکا په افغانستان کې اقتصادي ګټې نه درلودې.
دغه وخت کې یې د معدنونو د استخراج مساله را مخکې کړه چې افغانستان غني هېواد دی او د امریکا کمپنۍ به قراردادونه تر لاسه کړي، چې دا مساله خیالي مساله وه، ځکه د امریکا کمپنیو په معدنونو کې سرمایه ګذاري نه کوله او نه نورو هېوادونو د چین په ګډون دا دلچسپي درلوده، چې د افغانستان په معدنونو کې داسې سرمایه ګذاري وکړي، چې د افغانستان لپاره یې ګټه ورسېږي.

د امریکا د نه پاتې کېدو له امله هماغه و، چې د دوحې لوظنامه د امریکا او طالبانو تر منځ امضا شوه.
د سیمې هېوادونو او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لابي په دې کې رول درلود، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یې د دوحی د پرېکړې د لاسلیک مشوره ورکړه.
هماغه و، چې د افغانستان حکومت د دننه سیاسي ډلو او افرادو د معامله ګرۍ له امله وشړېده او طالبان بیا حاکم شول.
هو! که د افغانستان حکومت او امریکا د یوه ستراتیژيک پارټنر په توګه پاتې شوې وې، نو د دې احتمال و چې امریکا یو او پنځو ځایونو کې خپل یو څه پوځ یا اډې په افغانستان کې ساتلې وې.
کله کله چې ټرمپ د بګرام خبره کوي، هغه هم د یوه کانټکس په چوکاټ کې ده.
که ستراتیژيک پارټنرشپب له افغانستان سره نه وي، نو هغه اډې هم ساتل کېدای نشوای.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه د ستراتیژیک پارټنر شیپ فرصتونه د ولسمشر کرزي او هم د ولسمشر غني په دواړو دورو کې له لاسه ورکړل شول.
د دې لیکنې د سر د دویمې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د راتګ او جمهوریت د سقوط سره افغانانو څه له لاسه ورکړل؟
باید ووایم چې افغانانو ډېر څه له لاسه ورکړل، چې د دې جبران په راتلونکو څو لسیزو کې ممکن نه دی.
د افغانستان نوم او افغانان نړۍ ته د یو غیر مهذب ملت په توګه معرفي شول، چې د دې هېواد له اوسېدونکو سره یو ملت نه دي ځکه ټول ملت د یو بل په ضد منفي تبلیغ کوي.
د افغانستان د ګاونډیانو منفي تبلیغ ته اوس حاجت نه شته، ځکه افغانانو په خپله خپل ځانونه دومره نړۍ ته بد معرفي کړي دي، چې په هېچا څوک باور نه کوي، نه طالب حیثیت لري او نه د طالبانو مخالفین.
د افغانانو خپل منځي منفي تبلیغات دې حد ته رسېدلي دي چې د افغانستان په څلویښت میلیونه نفوسو کې او همدا رنګه د افغانستان په لسګونو قومونو کې نه ښه سړی شته او نه ښه قوم، یعنې د افغانستان په ژوندیو کې ښه خلک نه شته.
د مړو په ښو او بدو هم زیات بحثونه روان دي، چې په مړو کې هم اوس ښه مړي نه شته.

د یوه هېواد د خلکو لپاره تر ټولو لویه ضربه همدا ده، چې د ملي وحدت پر ځای ملي نفاق لپاره کار کوي.
په دې منفي تبلیغاتو کې د طالبانو له حاکمې ډلې نیولې بیا تر سیاسیون، مدني فعالان، لیکوالان، شاعران، د رسینو ژورنالستان او د ټولنیزو شبکو استعمال کوونکي ټول رول لري.
د افغانستان ډېرې ملي شتمنۍ چور او له منځه ولاړې.
د افغانستان په نظام په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي قواوو ډېر مصرف شوی و، چې هر څه د اصلاح وړ و، خو هغه له منځه ولاړل.
د افغانستان په بشري سرمایه باندې هم ډېره زیاته پانګونه شوې وه، خو هغه هم له هېواده ووتل او د هغوی بېرته ورتګ اصلا ناشونې ښکاري.
دلته د چکر او یا د خپلو خپلوانو د لېدلو لپاره د یو څو کسانو په تګ او راتګ او یا د یو څو یوټوبرانو په انځورونو بشري سرمایه بېرته افغانستان ته تللی نه شي.
دا تګ او راتګ د جمهوریت په وخت کې له اوس وخته څو چنده زیات و.
د جمهوریت په وخت کې چې ډېر امکانات موجود و، د ایران او پاکستان له کډوالو څخه زیات شمېر کسان بېرته افغانستان ته لاړل، خو د غربي نړۍ، روسیې او نورو عربي هېوادونو نه ډېر کم کسان افغانستان ته ستانه شول.
که شمېر یې ونیسو، نو د یو څو زرو څخه نه زیاتیږي او اکثرو هغوی هلته بزنسونه درلودل.
دغه نن چې د تجارانو بحث کیږي، اکثره یې د جمهوریت د وخت د پروژو قراردادیان دي چې په بیلیونونو ډالرو سرمایه لري او اوس هم چې دوی کله افغانستان ته تګ او راتګ کوي، د خپلو پروژو او ګټو په خاطر یې کوي.
د افغانستان تعلیمي نظام داسې ګډوډ شوی، چې نه د کیفیت له لحاظه او نه د کمیت له لحاظ په اسانۍ سره په لنډو کلونو کې جوړیېدای شي.
د ښځو د تعلیم او کار د مخنیوي بله ضربه د افغانستان تعلیمي او اقتصادي نظام ته ده، چې په لسیزو کې بېرته رغونه یې امکان نه لري.

دا چې په مقابل کې مدرسې جوړې شوي او د دې مدرسو فارغان به څه کوي هغه بله مهمه مسله ده، چې د افغانستان راتلونکي ثبات او اقتصاد لپاره به لوی چلنج وي.
که موجوده حالات همداسې دوام وکړي، د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان یو کال شا تګ کوي.
د طالبانو د کړنو له امله چې د اسلام په ضد څومره تبلیغ په تېرو درېیو کلونو کې وشو او د خلکو فکرونه یې د خپلو عقایدو نه لرې کړل، داسې ضربه اسلام ته، د خلقیانو په وخت کې هم نه وه رسېدلې.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ثابته کړه، چې د دوی د حکومتولۍ ډول د اسلامي اصولو سره مخالف او ماډل یې نه په صدر د اسلام کې شتون درلود او نه په اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د دوی د حاکمیت بېلګه په اوسني عصر کې شتون لري.
د طالبانو راتګ نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د سیمې او د افغانستان په مساله کې د نړۍ نورو ښکېلو هېوادونو ته ستره ناکامي وه، چې د دوی لپاره به هم د راتلونکو ناورینونو مدیریت اسانه نه وي.
د طالبانو راتګ د طالبانو لپاره هم ناکامي وه او همدا علت دی، چې د طالبانو شهرت او نفوذ ورځ تر بلې د افغانانو، د اسلامي هېوادونو او په نړۍواله ټولنه کې کمېږي او ان د دوی خپل لابیګران او مشران هم د یو څو افراطي ملایانو پرته د موجوده وضعیت څخه سر ټکوي.
که طالبان وایي، چې دوی ته دا حالت په میراث پاتې دی دا سم نه دی ځکه د طالبانو د تېر ځلې په پرتله، طالبانو ته ډک کور ورپاتې شو.
په تېر دور کې له طالبانو په دفاترو کې یوازې شکېدلي او زړې شطرنج پاتې و.
که څه هم دا مهمه ده، چې یوه ډله او یا یو شخص قدرت په څه ډول تر لاسه کوي؟
ځکه که یو څوک قدرت په غیر مشروع توګه تر لاسه کړي، نو خامخا به غیر مشروع کارونه کوي، خو د افغانستان په کانټکس کې دا مهمه ده، چې یوه ډله او یا شخص د واک له ترلاسه کولو وروسته څه کوي؟
د ۲۰۲۱زکال د اکټوبر په میاشت کې مې په یوه لیکنه یادونه کړې وه، چې طالبانو ته د جګړو په پرتله حکومتولي ستونزمنه ده ځکه دوی د ښې حکومتولۍ لپاره پلان نه لري.
د دې لیکنې د درېیمې پوښتنې په اړه چې د افغانستان راتلونکې کومې خواته روانه ده؟
ځواب مغلق، ستونزمن او راتلونکی حالت تت ښکاري.
د تتوالي د یو څو بېلګو یادونه دلته کوم.
د طالبانو له راتګ څخه مخکې، یو شمیر افغانانو چې د طالبانو لپاره لابي ګري کوله او هم د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا د سولې د خبرو مرکچیانو، ټولو خواو ته د طالبانو له اړخه ډاډګیرنه ورکوله، چې د دوی په فکرونو کې ډېر توپیر راغلی او له تېر تاریخ څخه یې یو څه زده کړي دي.
دوی غواړي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له خپل ولس او نړۍ سره ښه روابط ولري.
د طالبانو مشرانو په قطر کې د دروغو ژمنې کولې او ویل یې چې د طالبانو دویم ورژن له تېر ورژن سره توپیر لري.
د دوی لابیګرانو به په هېواد کې دننه او بهر د طالبانو مثبت اړخونه برجسته کول.
داسې وخت هم راغی، چې د امریکا مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد د طالبانو د لابیګر او ویاند په توګه دنده ترسره کوله او هڅه یې کوله، چې افغانانو، سیاسیونو، د سیمې او د نړۍ نورو ښکېلو هېوادونو ته د طالبانو د راتګ په اړه ډاډګېرنه ورکړي، چې دوی کې بدلون راغلی دی.
د طالبانو له راتګ سره به ترهګري په افغانستان او سیمه کې ختمه شي.

دا دی درې کاله د طالبانو د حاکمیت پوره شول.
د تېرې دورې په پرتله طالبان نور هم د قدرت ساتلو په خاطر مستبد شوي دي.
انحصار د قدرت یعنې ملاکراسې، د نفي او انحصار سیاست یعنې د بې علمه او بې تعلیمه ملا نه پرته بل څوک نه مني او ان تعلیم یافته عالم یې هم بدې شي.
د ملي ارزښتونو او ملي بیرغ مخالفت د اساسي قانون د نه شتون، د بیان د ازادي مخنیوی، د ښځو د حقونو پایمالول او په کل کې د تعلیم په ضد کړنې یې اکثریت افغانانو او هم نړۍوالو ته د منلو وړ نه دي.
همدا علت دی چې طالبان نه حقوقي مشروعیت لري، نه ملي مشروعیت لري او نه تر اوسه نړۍوالو ته د یوه مشروع حکومت په توګه دوی منلي دي.
طالبان اساسي قانون نه مني، خو د جمهوریت د وخت د قوانینو په اساس مالیه راټولوي.
هغه وخت د مالیې اخیستل ناروا و، خو اوس د دوی لپاره روا دي ځکه د دوی په کې ګټه ده.
په درېیو کلونو کې بیلیونونه ډالره افغانستان ته لاړل، خو درک او خرک یې معلوم نه دی.
بله مساله دا چې د معدنونو چور روان دی.
د دوی مشر څوک نه ګوري او چا ته مسوول هم ځان نه ګڼي.
خلکو ته وایي، چې دوی له خلکو سره د ژوند کولو ژمنه نه ده کړې، بلکې د اسلامي حکومت د جوړېدو ژمنه یې کړې ده.
البته اسلامي حکومت هم د اسلام د احکامو او قوانیونو په اساس نه، بلکې د دوی د خوښې او سلیقې په اساس غواړي.
ټلویزون او انځور اخیستل چې پخوا ناروا و، اوس هغه دوی ته روا دي او په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د انځورونو په شریکولو نه مړیږي.
له بهرنیانو سره د نورو اړیکې یې پخوا ناروا ګڼلې، خو پخپله له یوه سیاحتي بهرني سره هم په انځور اخیستلو افتخار کوي.
اداري، اخلاقي او ټولنیز فساد او فقر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.
دوه درې ښځې، موټرې او داخل او بهر کې د جایدادونو اخیستل دوی ته روا دي.
د جمهوریت د وخت فاسدو چارواکو ریکارډ یې په درېیو کلونو کې مات کړ.
د فزیکي امنیت ادعا ېې کوله، خو اوس هغه امنیت هم سر خوړلی دی.
چاودنې او ځانمرګي بریدونه کیږي، اختطافونه او جنایي پېښې د جمهوریت د وخت نه که زیاتې نه وي نو کمې هم نه دي.

په کابل یوې سرچینې د موثقو معلوماتو د احصایي له مخې؛ د جنایي او غیر جنایي پېښو شمېر هماغه د جمهوریت د وخت په اندازه دی، خو هغه وخت به هر خبر ۷۲ ساعته ټلویزیونو تکرارولو او په ټولنیزو رسینو کې به هره پېښه شاربل کېدله، خو اوس چې د بیان په ازادۍ بندیز دی، د دغه پېښو په اړه راپورونه کم دي.
رواني او بشري امنیت خو له سره نه شته.
په میلیونونو افغانان له هېواده ووتل او د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان د نړۍ د افراطي ګروپونو په ځاله بدلېږي.
پورته او دې ته ورته نورو نیمګړتیاو ته که په جدي توګه وګورو، نو د طالبانو کړنې د اسلامي، افغاني او انساني اصولو سره توپیر لري. طالبانو د حکومتولۍ د ښه کېدو، د ملي وحدت د تامینېدو، د نظام د ولسي کېدو او د نړۍوال مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره یو قدم هم نه دی اخیستی.
د داسې حاکمیت عاقبت خامخا زوال او د نویو نیابتي جګړو دروازې خلاصول دي، چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.
د طالبانو مخالفو سیاسیونو تر منځ هم کوم مثبت بدلون نه ښکاري.
څوک د پروژو په غم کې دي او څوک د قومي تضادونو د تخم په شېندلو بوخت دي.
مدني ټولنه او رسنۍ هم له سیاسیونو بدتره په خپل منځ کې وېشل شوي دي.
طالبان دغه حالت ته خوشاله دي او وایي، چې له بدو نه بدتر خراب دي او د دوی د بد حالت بدیل نه شته.
سیمه هم یوه سیمه نه ده او نه نړۍ یوه نړۍ ده، هر هېواد د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړه کوي او د افغانستان ثبات مطرح نه دی او نه د افغانانو ګټې په ټولو نړۍوالو کنفرانسونو او غونډو کې مطرح دي، نه سیمه او نه نړۍ دې ته چمتو ده، چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره د خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي نفوذ څخه کار واخلي.
د سیمې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د افغانستان په اړه پاملرنه کمېږي.
په داسې حالت کې یوازینۍ لاره د افغانانو لپاره خپلمنځي ابتکار دی، چې هغه هم په ذره بین کې نه ښکاري.
نه طالبان د دې اراده لري او نه د طالبانو مخالفین د افهام او تفهیم او د ډیالوګ په ژبه بلد دي.
هغه زوړ خرک او هماغه زوړ درک.
د ناامیدۍ او راتلونکي تتوالي وروستی پړاو همدا دی چې خدای دې په افغانستان او افغانانو رحم وکړي.
خو الله تعالی هم رحم نه کوي، ځکه الله تعالی وایي، چې زه د هغه ملت په حالت کې بدلون نه راولم تر څو په خپل حالت کې خپله بدلون رانه ولي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.