د طالبانو لوی درستیز: پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی
د طالبانو د پوځ مشر وايي، د پاکستان طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي.
فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي د دې ډلې د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي، چې د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.
فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.
د طالبانو لوی درستیز وویل: «پاکستان باید په مکرر ډول د خپلي کمزورۍ تورونه پر افغانستان ونه لګوي او موږ د پاکستان دا ادعا په مطلق ډول ردوو. ټي ټي پي له دې ځایه تمویل او تجهیز کیږي نه.»
خود پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو د وړمې ورځې له پرله پسې بریدونو چې له ۷۰ ډیر کسان په کې ووژل شول یوه ورځ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې دوی په دې بریدونو کې د بهرنیو کسانو د لاس لرلو شواهد لري.
د پاکستان پنجاب حکومت په ښارونو کې سوالګري جرم ګڼلې او ویلي یې دي، چې سوالګر به جریمه او زنداني کوي.
د پنجاب حکومت د سوالګرۍ ضد قانون کې بدلون راوستی، چې له مخې به یې سوالګري جرم ګڼل کیږي او په محکمه کې یې ضمانت هم نه منل کیږي.
دا مهال په پاکستان کې سلګونه زره سوالګر په ښارونو کې له خلکو په سوال روپۍ ټولوي او دغه یې ورځنی کار ګرځیدلی. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د سوالګرو د بانډونو په مشرانو باندې کړۍ تنګه کړې، او د پنجاب صوبايي کابینې د سوالګرۍ ضد قانون کې له بدلون وروسته د سوالګرو مافیا پر ضد نور بندیزونه هم سخت کړي دي. په دغه قانون کې د نويو بدلونونو له مخې، هغه څوک چې له یو کس څخه په سوال روپۍ غواړي، درې کاله زندان او له یو څخه تر درې لکو پاکستاني کلدارو پورې جریمه کیږي، او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي، د جریمې د نه ورکولو په صورت کې به سزا شپږ میاشتې نوره هم لوړیږي. هغه څوک چې له یو څخه زیاتو کسانو څخه په سوال پیسې غواړي، له درې څخه تر پنځو کلونو بند او له درې څخه تر پنځو لکو کلدارو پورې جریمه کیږي او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي. په دغه قانون کې راغلي، د سوالګرۍ د بانډونو مشران چې ماشومان د سوالګرۍ لپاره ګوماري له پنځو څخه تر اوو کلونو زندان او له پنځو څخه تر اوو لکو کلدارو پورې به جریمه کیږي.
په سعودي عربستان کې د حج پر مهال هر کال په سلګونو پاکستاني سوالګر نیول کیږي او تر څه مودې بند وروسته پاکستان ته شړل کیږي. د سوالګرۍ ضد قانون کې دا هم راغلي، هغه څوک چې په جبري ډول یو ماشوم یا لوی کس معیوب کړي او سوالګري پرې کوي، له اوو تر ۱۰ کالو زندان او له یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې جریمه کیږي. که چېرې محکوم شوی کس خپل جرم تکرار کړي، سزا او جریمه چې په فرمان کې ورکړل شوې دوه برابره کېږي. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د مسلکي سوالګرو او د هغوی د بانډونو د مشرانو د نیولو لپاره ګامونه اخیستل کیږي. چې په دې سره به د سوالګرۍ د داسې کاروبار مخه ونیسي. پاکستان کې دا مهال سوالګري یو بل هغه نا قانونه کاروبار دی چې لوی بانډونه، بېوزله ماشومان او عمر خوړلي سړي او ښځې په سړګونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې د سوال لپاره کینوي او په هغوی روپۍ راټولوي، د دغو بانډونو مشران له هر سوالګر سره د ورځې د مزدورۍ خبره کوي چې که هغه هر څو ډېرې روپۍ هم راټولې کړي نو هغه ټاکلې روپۍ ترې ورکوي او نورې ځانته اخلي.
المانیټور تحلیلي ویبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې متحده عربي اماراتو له طالبانو سره د اړیکو په پراخولو کې ډېر مهم لوبغاړي شاته پریښي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، امارات د امنیتي دلایلو او له ایران او قطر سره په سیالۍ کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو تر حده رسېدلي دي.
تېره اوونۍ متحده عربي اماراتو په رسمي ډول د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني ومانه. له بیجینګ وروسته ابوظبۍ دویم هېواد دی چې د طالبانو سفیر په رسمي ډول مني.
په تېرو درېیو کلونو کې متحده عربي اماراتو د طالبانو د ډیرو جګپوړو چارواکو کوربهتوب کړی دی. تېره اوونۍ د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند په خپل لومړني بهرني سفر ابوظبۍ ته ولاړ. طالبانو وویل، چې دا سفر یې د درملنې په موخه کړی، خو په روغتون کې له ملا حسن سره د متحده عربي اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان لیده کاته د دغه سفر ارزښت او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ښکارندويي کوي.
په جیمزټاون بنسټ کې د روسیې او منځني ختیځ د چارو کارپوه تیوډور کاراسیک الممانیټور ته وویل چې دغه لیدنه له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا او اغېز په برخه کې د ابوظبۍ لومړیتوب ښيي. هغه زیاته کړه، «دا د متحده عربي اماراتو وړتیا ښیي چې له طالبانو سره په بېلابېلو پروژو کې همکاري وکړي.» دغهلیدنه د کابل ګاونډیانو ته یو پیغام و چې د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو ژورتیا یې په ډاګه کړه.
د غبرګولي په میاشت کې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. د متحده عربي اماراتو د حکومت مشر په ابوظبي کې د دوی هرکلی وکړ.
دا د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه بهر د حقاني لومړنی سفر و. تر دې مخکې د شیخ محمد او طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب تر منځ د لوړې کچې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې شوې وه.
د کاراسیک په وینا، له دغو ناستو وروسته له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو اړیکې د دوه اړخیزو همکاریو نوي پړاو ته دننه شوې. هغه زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مالي اړيکې ډېرې ټينګې دي او دوبۍ له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لوبوي.
د متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ د دودیزې سیالۍ اغیزې
د متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ دودیز کړکېچ هم متحده عربي امارات دې ته وهڅول چې له افغان طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. فردوس وویل، «په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د ګټو له نظره، دا ډیپلوماتیک جوړجاړی د دې لپاره دی چې د ایران او قطر د مخ په زیاتیدونکي اغېز مخه ونیسي او د افغانستان جبهه له دودیزو سیالانو خالي نه شي.»
ورته مهال، قطر او امارات دواړه په افغانستان کې ورته موخې څاري، لکه د هوايي چلند په صنعت کې برخه اخیستل او د کابل د هوایي ډګرونو اداره کول، د بشري مرستو برابرول، او نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بیرته راستنیدو لپاره له لویدیځ سره د خبرو اترو زمینه برابرول.
په داسې حال کې، د کاراسیک په وینا، متحده عربي امارات توانیدلي چې د نورو لوبغاړو مخکې شي چې د کابل په پرېکړوکې ډیر اغېز غواړي.
هغه وویل: «ابوظبۍ ځانګړی رول لوبولی او د سیالانو ترمنځ یې د سوداګریزې سیالۍ زمینه برابره کړې ده. د طالبانو له مسلو سره له بېلابېلو زاویو، که په نړۍوالو فورمونو او یا که د جوړونې او لوژستیک په برخو کې وي، د متحده عربي اماراتو مشورتي رول خورا مهم دی.»
متحده عربي امارات د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ یو له هغو دریو هیوادونو څخه و چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژاند. په ۲۰۲۲ کال کې د متحده عربي اماراتو یوه هوايي شرکت له طالبانو سره د هرات، کابل او کندهار د هوايي ډګرونو د اداره کولو تړون لاسلیک کړ.
سربېره پر دې، فلای دوبۍ، د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت، کابل ته الوتنې کوي او په وچه کې پروت افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره نښلوي. اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، چې ډیریویې په دوبۍ او ابوظبي کې پانګونه کړې ده.
د قطر اندیښنه
په طالبانو کې د متحده عربي اماراتو مخ پر زیاتېدونکي اغېز په قطر کې اندېښنې راپارولې دي. په کابل کې د قطر د سفارت سلاکار په دې وروستیو کې له طالب چارواکو سره یو لړ ناستې لرلې. هغه د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال سره وکتل او د کابل او دوحې ترمنځ یې د مستقیمو الوتنو د پیلولو د هڅو خبرورکړ.
عبدالکبیر همداراز ویلي چې قطر د طالبانو په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له قطر سره په اقتصادي، سیاسي، زده کړو، صنعت او پانګونې برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی.
قطر له طالبانو سره نږدې او تاریخي اړیکې لري او په ۲۰۱۳ کال کې یې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیست او له امریکا سره یې د طالبانو د اړیکو په ټینګولو او د دوحې د هوکړې په لاسلیکولو کې مهم رول ولوباوه.
د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی چارواکی دی چې په کندهار کې یې د طالبانو له مشر ملا هبتالله سره کتلي دي. دغه هېواد په تېرو درېیو کلونو کې پر طالبانو تر ټولو ډېر اغېز درلود.
لیکوال: بری افغان
په تېرو څه باندې درېیو کالو کې د طالبانو په حکومت کې هغه طالب مشران چې تر نورو هغو په پرېکړو او ویناوو کې توند روان دي تر اوسه پورې بریالي ښکاري. او هغه طالب مشران چې یو څه منځلاري دي یا له خپلو څوکیو لرې کړل شوي او یا څنډې ته کړل شوي دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر تازه او پرېکنده خبرې
روانه اوونۍ د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د خپل یو کلن کاري ماموریت د حساب ورکولو پر مهال وویل، چې د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري. ځکه چې په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.
ندا محمد ندیم زیاته کړه: «د نجونو پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ په اړه د دیني عالمانو څېړنې روانې دي، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»
نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې د ښځو حقونه ۹۰ سلنه ورکړل شوي او خلک یوازې دې ته متوجه دي چې ولې ښوونځي نه خلاصیږي. دلته چې هر څه کیږي د اسلامي شریعت په رڼا کې به کیږي. موږ نه شو کولای چې په اسلامي چاپيریال او سل سلنه اسلامي نظام کې د خلکو د غوښتنې مطابق چارې تر سره کړو، هغه که شریعت مني که یې نه مني. د نجونو د پوهنتونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري.»
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم چې د دغې ډلې مشر هبتالله ته نږدې کس دی وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د «اسلام، شریعت او کلتور» سره په ټکر کې نه وي.
هغه وايي: «که څېړنو دا وښوده، چې نجونې باید ښوونځیو او پوهنتون ته ولاړې نه شي، نو بیا به پوهنتونونه او ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي. موږ په ډاډ نه شو ویلی، چې په کومه ورځ به ښوونځي پرانیستل شي.»
هغه ویلي چې د زدهکړو له نصابه به هغه مضمونونه لرې کړي چې فکري رغونه کوي او له نوي عصر سره سم زدهکوونکي روزي، او پر ځای به یې اسلامي مضمونونه ور زیات کړي.
کره معلومات دا دي چې، اوس هم سخت دریځه طالبان خپل پخوانی هدف څاري او منځلاري طالبان د لا ډېر څنډې ته کېدو له وېرې تسلیم شوي دي. خو په اصل کې د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، هغه کسان نازوي چې له سخت دریځ څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشتل - پښتو ته د افغانستان د چورلکو او الوتکو په تړاو د امریکا پرېکړه د بین الملتي تعامل خلاف عمل بللی دی.
شاه محمود میاخیل وایي: «د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.»
امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک تېره ورځ ازبک کوون نیوز سره په مرکه کې وویل: «"دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه وو، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو موږ یې تل مالکان وو.»
ښاغلی میاخیل زیاتوي: «د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.»
ښاغلی شاه محمود میاخیل وایي، د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلا عوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.
دی زیاتوي: «اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.»
د طالبانو غبرګون
د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.
طالبان زیاتوي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
طالبانو د ازبکستان له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې له امریکا سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او باید د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان پوځ ګڼې جنګي الوتکې او پوځي چورلکې د افغان پوځیانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته یوړل شوې.
طالب چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې له ازبکستانه غوښتي وو، چې دغه پوځي چورلکې او الوتکې دې دوی ته وسپاري؛ خو ازبکستاني چارواکو ویلي وو، چې په دې اړه یې خبرې له امریکا سره روانې دي.