که څه هم دغې سرچینې له مونږ سره د ۱۱۸ جنرالانو، رییسانو او قومندانانو د اوسېدو اسنادونو د نه ترلاسه کولو په اړه معلومات شریک کړي؛ خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو د مرکو پر اساس دا شمېر له ۲۸۴ هم زیات دی. افغانستان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۶مه نېټه په بشپړه توګه د طالبانو له خوا ونیول شو، جمهوري نظام ونړېده او امنیتي ځواکونه وپاشل شول. امریکايي او ناټو ځواکونو په دې ورځو کې زرګونه نظامیان او د ایتلافي ځواکونو همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه و اېستل. اوس سره له دې چې د افغانستان له سقوط څخه درې کاله تېریږي او د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو افغان امنیتي ځواکونه په خپله خوښه واېستل؛ خو د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو (پې پې اېس) په ګډون د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت جنرالانو ته د امریکا حکومت د میشتېدو اسناد نه دي ورکړي.
ملي دفاع وزرات:
افغانستان انټرنشنل - پښتو په امریکا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د پخوانیو لوی درستیزانو او مرستیالانو په ګډون ۲۱ جنرالانو سره خبرې کړي.
د معلوماتو له مخې؛ د ملي دفاع وزارت د پخوانیو دوو لوی درستیزانو او څلورو معینانو په ګډون ۸۹ پخوانیو جنرالانو، د قول اردو قوماندانانو، د قول اردو درستیزوالانو او د لېوا قوماندانو ته د اوسېدو دایمي اسناد نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت یو پخواني مرستیال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د امریکا د یو ایس سي ای ایس ادارې ترې درې ځله انټرویو اخیستې؛ خو لا یې هم د هغه د اسنادو د تایید او رد احوال نه دی ورکړی.
هغه وايي، چې د ده په ګډون ګڼ داسې نور همکاران یې شته، چې لا ورته د اسنادو د ورکړې تایید یا رد نه دی معلوم شوی.
د کورنیو چارو وزارت: د افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني نظام د کورنیو چارو وزارت د معینانو په ګډون له ۲۴ جنرالانو، قوماندانو او لوړ رتبه مامورینو سره خبرې کړي، چې له مخې یې امریکا د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت د دوو وزیرانو او پنځو پخوانیو مرستیالانو په ګډون ۶۱ پخوانیو جنرالانو، رییسانو او قوماندانو ته په امریکا کې د بیا مېشتېدنې اسنادونه نه دي ورکړي.
همدا راز په ویرجینیا کې فعالې لورټن د کډوالۍ ادارې سرچینې؛ تایید کړه، چې د جمهوریت د وخت د کورنیو چارو وزارت د څلورو قوماندانانو او د کورنیو چارو پخواني وزیر عبدالستار میرزکوال د دفتر رییس اسناد بیا د امریکا د حکومت له خوا رد شوي دي. په امریکا کې مېشت د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني سلاکار د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په امریکا کې اوسېږي او تېر کال یې د خپلو اسنادونو لپاره انټرویو کړې ده؛ خو تر اوسه یې هیڅ درک نه شته. سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت لسګونه جنرالانو ته اسناد نه دي ورکړل شوي او یوازې د ګوتو په شمېر اشخاصو ته د دایمي اسنادو تایید ورکړل شوی دی.
د کونړ ولایت پخواني امنیه قوماندان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د یو ایس سي ای ایس په مرکه کې ترې پوښتل شوي وو، چې څومره زندانیانو ته یې بدني سزا ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: "ډېرې عجیبه پوښتنې یې کولې؛ مثلا څومره کسانو ته دې سزا ورکړې، څوک دې وژلي او کله دې وژلي؟ ما ورته وویل، چې موږ جنګ کړی او خامخا به مو خلک وژلي وي".
د معلوماتو له مخې؛ تر دا مهاله په امریکا کې مېشت د جمهوري نظام د ملي امنیت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دغه ریاست ۷۲ د بېلابېلو برخو رییسانو، مستنتقینو، څارنوالانو او جنرالانو د کډوالۍ دایمي اسناد نه دي تایید شوي.
د افغانستان د پخواني ملي امنیت ریاست یوه جنرال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې وروسته له درې ځلې انټرویو یې لا هم اسناد نه دي تر لاسه کړي.
هغه زیاته کړه: " دا یوازې زما ستونزه نه ده، بلکې زموږ اکثرو همکارانو ته یې اسناد نه دي ورکړي".
یوې بلې سرچینې له خوا د افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د ملي امنیت ریاست د هغه چارواکو نوملړ هم په واک کې ورکړل شوی، چې د امریکا له لورې ورته اسنادونه نه دي ورکول شوي. په دغه نوملړ کې د ملي امنیت د درېیو مرستیالانو په ګډون ددغه ریاست ۱۹ مهم چارواکي شامل دي.
ارګ: افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني جمهوري دولت د ارګ له ۸ پخوانیو رییسانو، مرستیالانو او غړو سره خبرې کړي، چې له مخې یې د ارګ ماڼۍ ۵ رییسانو، ۱۳ متخصصینو او ۳ مرستیالانو تر اوسه په امریکا کې د مېشتیدو دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي. که څه هم د امریکا له خوا د تېر حکومت د لوړپوړو چارواکو د اسنادونو د نه ورکولو اصلي لامل روښانه نه دی؛ خو د چارو ادارې یوه کارکوونکي وویل، چې څلور ځله د یو ایس سي ای ایس ادارې ته ورغلی؛ خو هغوی ورته ویلي، چې منتظر پاتې شي.
د ولسمشر د ساتنې ګارد (پي پي ایس):
افغانستان انټرنشنل - پښتو د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر د ساتنې ګارد له ۹ غړو سره خبرې کړي.
د پي پي ایس دا غړي وايي، چې نېږدې د یوولسو جنرالانو په ګډون ۴۱ غړو یې د اوسېدو دایمي اسناد نه دي تر لاسه کړي.
د ولسمشر د ساتنې د ګارد ځینې غړي له پخواني ولسمشر اشرف غني سره ازبکستان ته تللي وو، چې وروسته اماراتو ته لاړل او بیا له هغه ځایه د امریکا د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته تللي دي. د پي پي ایس یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د ګڼو غړو د کار جوازونه هم تمام شوي وو؛ خو د امریکا حکومت د کار جواز ورته بېرته تمدید کړی دی.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د امریکا د کورنیو چارو وزارت سربېره د یو ایس سي ای ایس له ادارې څخه هم د یو ایمیل پر بنسټ د معلوماتو غوښتنه کړې؛ خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
د سرچينو په وينا په کوربه هېوادونو کې ناروې او جرمني تر نورو نورو اروپايي هېوادونو پر افغان ډيپلوماتانو فشارونه زيات کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ځينو اروپايي هېوادونو د طالبانو دغه ليک بابيزه نه دی ګڼلی.
د تېر حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو خپل فعالیت ته دوام ورکړ او له طالبانو سره د خبرو لپاره د سفیرانو او قونسلګریو له انکار سره سره د دغو ادارو د اکثرو اجرات او د قونسلګرۍ اسناد طالبانو منلي وو.
له شاوخوا یوې میاشتې را هیسې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د اکثرو افغان ډیپلوماتیکو مرکزونو د قونسلګرۍ اسناد د طالبانو له خوا نه دي منل شوي.
د طالبانو د پوځ مشر وايي، د پاکستان طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي.
فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شتون په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د طالبانو دغه جګپوړي پوځي چارواکي د دې ډلې د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي، چې د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.
فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.
د طالبانو لوی درستیز وویل: «پاکستان باید په مکرر ډول د خپلي کمزورۍ تورونه پر افغانستان ونه لګوي او موږ د پاکستان دا ادعا په مطلق ډول ردوو. ټي ټي پي له دې ځایه تمویل او تجهیز کیږي نه.»
خود پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو د وړمې ورځې له پرله پسې بریدونو چې له ۷۰ ډیر کسان په کې ووژل شول یوه ورځ وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې دوی په دې بریدونو کې د بهرنیو کسانو د لاس لرلو شواهد لري.
د پاکستان پنجاب حکومت په ښارونو کې سوالګري جرم ګڼلې او ویلي یې دي، چې سوالګر به جریمه او زنداني کوي.
د پنجاب حکومت د سوالګرۍ ضد قانون کې بدلون راوستی، چې له مخې به یې سوالګري جرم ګڼل کیږي او په محکمه کې یې ضمانت هم نه منل کیږي.
دا مهال په پاکستان کې سلګونه زره سوالګر په ښارونو کې له خلکو په سوال روپۍ ټولوي او دغه یې ورځنی کار ګرځیدلی. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د سوالګرو د بانډونو په مشرانو باندې کړۍ تنګه کړې، او د پنجاب صوبايي کابینې د سوالګرۍ ضد قانون کې له بدلون وروسته د سوالګرو مافیا پر ضد نور بندیزونه هم سخت کړي دي. په دغه قانون کې د نويو بدلونونو له مخې، هغه څوک چې له یو کس څخه په سوال روپۍ غواړي، درې کاله زندان او له یو څخه تر درې لکو پاکستاني کلدارو پورې جریمه کیږي، او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي، د جریمې د نه ورکولو په صورت کې به سزا شپږ میاشتې نوره هم لوړیږي. هغه څوک چې له یو څخه زیاتو کسانو څخه په سوال پیسې غواړي، له درې څخه تر پنځو کلونو بند او له درې څخه تر پنځو لکو کلدارو پورې جریمه کیږي او یا به دواړه سزاوې ورکړل کیږي. په دغه قانون کې راغلي، د سوالګرۍ د بانډونو مشران چې ماشومان د سوالګرۍ لپاره ګوماري له پنځو څخه تر اوو کلونو زندان او له پنځو څخه تر اوو لکو کلدارو پورې به جریمه کیږي.
په سعودي عربستان کې د حج پر مهال هر کال په سلګونو پاکستاني سوالګر نیول کیږي او تر څه مودې بند وروسته پاکستان ته شړل کیږي. د سوالګرۍ ضد قانون کې دا هم راغلي، هغه څوک چې په جبري ډول یو ماشوم یا لوی کس معیوب کړي او سوالګري پرې کوي، له اوو تر ۱۰ کالو زندان او له یو میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې جریمه کیږي. که چېرې محکوم شوی کس خپل جرم تکرار کړي، سزا او جریمه چې په فرمان کې ورکړل شوې دوه برابره کېږي. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د مسلکي سوالګرو او د هغوی د بانډونو د مشرانو د نیولو لپاره ګامونه اخیستل کیږي. چې په دې سره به د سوالګرۍ د داسې کاروبار مخه ونیسي. پاکستان کې دا مهال سوالګري یو بل هغه نا قانونه کاروبار دی چې لوی بانډونه، بېوزله ماشومان او عمر خوړلي سړي او ښځې په سړګونو او له ګڼې ګوڼې په ډکو ځایونو کې د سوال لپاره کینوي او په هغوی روپۍ راټولوي، د دغو بانډونو مشران له هر سوالګر سره د ورځې د مزدورۍ خبره کوي چې که هغه هر څو ډېرې روپۍ هم راټولې کړي نو هغه ټاکلې روپۍ ترې ورکوي او نورې ځانته اخلي.