• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، په پروان کې یې شاوخوا زر امنیتي کمرې لګولې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۵ GMT+۱

په پروان کې ځايي طالب چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې شاوخوا زر امنیتي کمرې لګولې دي. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د شنبې په ورځ په پروان کې د طالب چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دغه کمرې یې په مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې لګولې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې امنیتي کمرې به په پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له واک‌خونې سره ونښلول شي.

طالبان په پروان کې دغه ګام په داسې حال کې اخلي چې وخت نا وخت په دغه ولایت کې پر طالبانو بریدونه کیږي او مرګ ژوله ور اوړي.

د افغانستان د مقاومت او ازادۍ جبهې په نومونو خوځښتونه د داسې بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.

طالبانو تر دې مخکې په کابل کې هم د زرګونو امنیتي پټو کمرو د لګولو خبر ورکړی وو، چې بیا د کابل ځینې ښاریانو نیوکې کړې وې چې له دغو کمرو د دوی د کورونو دننه ځایونه ښکاري او دا یې په خپل شخصي حریم تیری بللی و.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزارت له روسیې څخه د الوتکو ضد وسلو د اخیستلو راپورونه رد کړل

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۵۸ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د دغه وزارت د لوژیستیک مشر عبدالبصیر صابرې له قوله د رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې طالبان د افغانستان هوایي حریم د مهارولو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او غواړي دغه توکي له روسیې وپیري.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن شنبه د (وږي ۱۰مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د دفاع وزارت له قوله لیکلي چې د یاد وزارت د لوژستیک مشر عبدالبصیر صابرې له قوله د رسنیو هغه خپاره شوي راپورونه ناسم دي، چې ګنې د طالبانو حکومت د افغانستان هوایي حریم د مهارولو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لري او غواړي دغه تجهیزات له روسیې وپیري.

تېره ورځ جمعه افغانستان انټرنشنل پښتو د روسیې د ټاس خبري اژانس د هغې مرکې پر بنسټ راپور خپور کړی و، چې د طالبانو دفاع وزارت د لوژیستیک برخې مشر عبدالبصیر صابري سره یې کړې وه.

‏د ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له قوله لیکل شوي، چې د دغه وزارت د لوژیستیک مشر عبدالبصیر صابري خبرې رسنیو ناسمې اخیستې وې. خو دا یې نه دي ویلي چې هغه له ټاس خبري اژانس سره په مرکه څه ویلي و.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژیستیک مشر عبدالبصیر صابري وړمه ورځ د روسیې ټاس خبري اژانس ته په مرکه کې ويلي و، چې طالبان غواړي د افغانستان د هوايي حریم د مهارولو لپاره له روسیې څخه دفاعي وسلې وپیري.

د روسیې د ټاس خبري اژانس د طالبانو دفاع وزارت ویاند د دغو خبرو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د قطر په دوحه کې د ۲۰۱۹ کال له خبرو اترو وروسته له امریکا سره د یو شمېر پټو او څرګندو هوکړو له مخې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو د دې تر څنګ د امریکا له سیال هیواد روسیې سره هم پټه او څرګنده ملګرتیا کوي.

پر طالبانو د افغانستان پر فضا د نامعلومو الوتکو له ګرځیدو وروسته ځکه نیوکې په ډیرېدو شوې چې دغې ډلې ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته پر افغانستان بشپړ واک لري.

‏ د درېیو کلونو په تېرېدو روسیې هم د نورو هیوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دغې ډلې سره تودې اړیکې ساتي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشري حقونو ته د رسېدو او برابرۍ لپاره هڅې کوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته وویل، دغه سازمان په افغانستان کې بشري حقونو ته د رسېدو او برابرۍ لپاره هڅې کوي. دوجاریک زیاته کړه، چې ملګري ملتونه به د طالبانو په ګډون په افغانستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره جوړجاړي ته دوام ورکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پنجشنبې په ورځ د(وږي اتمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي «دښمنه» وبلله او ویې ویل، چې له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په غبرګون کې ویلي و، چې دا د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکموي او په ټولنه کې د وېرې فضا رامنځته کوي.

سټيفن دوجاریک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو له خوا د همکارۍ نه کولو پرېکړه به په افغانستان کې د یوناما پر کارڅه اغېز وکړي، وویل: «موږ به د امنیت شورا له لارښوونې سره سم کار ته دوام ورکړو.»

هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې په بې پرې توګه، په ښه نیت او بشري حقونو او برابرۍ ته په ژمنتیا سره کار کوي.

د ایران په یزد کې ۳۱ سوداګریز مرکزونه د 'ناقانونه کډوالو د ګمارلو' له امله تړل شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۴۸ GMT+۱

په ایران کې د یزد روغتیایي مرکز د مسلکي او چاپیریال روغتیا څانګې مشر وویل، چې د خوراکي توکو د چمتو کولو او وېشلو مرکزونو په ګډون ۳۱ سوداګریزې اتحادیې د «ناقانونه کډوالو د ګمارلو» له امله وتړل شوې. تر دې مخکې ایران په سوداګریزو ځایونو کې د افغانانو پر ګومارلو بندیز لګولی و.

رسول تمدن وویل، چې د پولیسو په همکارۍ یې د ۱۰۰ شکمنو ځایونو ګډې پلټنې ترسره کړې دي.

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د یزد د روغتیا مرکز د کار او چاپېریال د روغتیا څانګې مشر وویل پر دغو سوداګریزو اتحادیو د مهر لګول د ایران د قضايي چارواکو په حکم ترسره شول.

رسول تمدن په یزد کې سوداګریزو اتحادیو ته لارښوونه وکړه چې د «بې اسنادو» بهرنیو کډوالو د ګمارلو څخه ډډه وکړي چې مرکزونه یې ونه تړل شي.

په ایران کې هغه کسان چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته ننوځي د «ناقانونه بهرنيو وګړو» په نوم یادیږي.

ډېری دغه کسان افغان کډوال دي چې د ایران بېلابېلو ولایتونو ته د کار لپاره ځي.

ورته مهال د ایران په یو شمېر ولایتونو کې د خوراکي توکو د تولید، وېش او خرڅلاو لپاره د سوداګرو په اتحادیو کې د افغانانو کار منعه شوی دی.

د افغان ښځو د حقونو فعاله: د افغان ښځو په اړه د کمالا هریس چوپتیا سیاسي ماتې ښيي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د ښځو د حقونو فعالې پروانه ابراهیم خېل په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغان ښځو په اړه د کمالا هریس چوپتیا یوه اخلاقي او سیاسي ماتې ده. هغې وویل چې د ولسمشرۍ د نوماندانو چوپتیا د میلیونونو هغو ښځو لپاره د پام وړ پیغامونه لري چې د «طالبانو د جنسیتي توپیر» لاندې ژوند کوي.

اغلې ابراهیم خېل د نیوزمیکس په یوه مقاله کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پراخو بندیزونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو له کړاوونو سره سره امریکا له دغې ډلې سره د پام وړ مرستې کوي.

د ښځو د حقونو فعالې لیکلي چې د جو بایډن په اداره کې د کمالا هریس د رول له کبله هغه هم د دې وضعیت مسووله ده.

اغلې ابراهیم خیل ټینګار وکړ چې د مېرمن هریس شرمونکي چوپتیا د بشري حقونو نړۍوال خوندیتوب او له افغان ښځو سره پیوستون ته د هغې د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې.

پروانه ابراهیم خېل یوه له هغو لسګونو مېرمنو څخه ده چې د طالبانو له خوا نیول شوې او د دغې ډلې په زندان کې شکنجه شوې ده. په دې مقاله کې يې د ښځو وضعيت او د طالبانو له خوا د هغوى نيولو ته اشاره کړې ده.

د ښځو د حقونو فعالې د طالبانو له خوا د افغان ښځو کړاوونو او محرومیتونو ته په اشارې سره لیکلي: «څنګه یوه نامتو مشره (هریس) دا ډول شکنجې او بې عدالتي له پامه غورځولی شي. د کمالا هریس په څیر د اغېز لرونکو شخصیتونو غفلت د لویې اخلاقي او سیاسي ماتې ښکارندویي کوي.»

اغلې ابراهیم خېل د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د افغان مېرمنو وضعیت ته پام وکړي او د افغان ښځو د ژغورنې له هڅو ملاتړ وکړي.

د امریکا لامبو لوبډلې افغان لوبغاړي د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د سپینو زرو مدال وګاټه

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۱

عباس کریمي افغان لوبغاړی دی، چې دا مهال د امریکا د لامبو وهني لوبډلې غړی دی. نوموړي د جمعې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د لامبو وهلو په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

نوموړي په دوه دقیقو او ۱۸ ثانیو کې وخت کې ټاکلي هدف ته د دویم کس په توګه ځان ورساوه او د یادې سیالۍ د دویم مقام په ګټلو سره یې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

په دغې سیالۍ کې لومړۍ مقام چینايي لوبغاړي خپل کړ.

ښاغلي کریمي د امریکا لوبډلې د لوبغاړي په توګه د سیالیو په لومړي پړاو کې استرالیا، مکسیکو، برازیل او اسپانیې سره لوبه وړکړه او په لومړي پړاو کې یې لومړی مقام خپل کړ.

خو په وروستۍ سيالۍ کې د چين لوبډله چې د توکيو د اولمپيک لوبو ريکارډ يې مات کړی و، يو ځل بيا بريالی شو او نوی نړۍوال ريکارډ یې جوړ کړ.

عباس کریمي به د سپټمبر په پنځمه د ۵۰ متره ازادي سیالۍ او د سپټمبر په شپږمه د پاریس په پارالمپیک کې د ۵۰ متره بټر فلای لامبو وهلو په سیالیو کې برخه واخلي.