• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په کوهستان کې پر یو بس د سړک غاړې بم په چاودنه درې تنه وژل شوي

۱۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په کوهستان ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ د سړک د غاړې بمي چاودنې د دوو امنیتي چارواکو په ګډون درې تنه ووژل.

د ځايي پوليسو مشر عبدالرحيم په وينا؛ د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهستان ولسوالۍ کې شوې دغه چاودنه کې يو بل کس ټپي شوى دى.

دغه بس داسو ولسوالۍ ته روان و، چیرې چې د چین په مرسته د پاکستان د برېښنا ستره پروژه جوړېږي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې؛ خو په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان په سیمه کې قوي حضور لري.

دغه ډله په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د افغان طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو وروسته ډیر با انګیزې شوې ده.

پاکستان بیا پر افغان طالبانو بار - بار نیوکې کړې دي، چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی؛ خو طالبانو بیا په پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت د پاکستاني امنیتي ادارو ناکامي بللې او له پاکستانه یې غوښتي، چې دا ډول څرګندونې ونه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ګارډین د اکسفورډ د ریاست لپاره د عمران خان پر نوماندۍ د طالبانو د ملاتړ له امله نیوکه کړې

۱۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۱

ګارډین ورځپانې د اکسفورډ پوهنتون د ریاست لپاره د عمران خان د نوماندۍ په اړه په یوه انتقادي مقاله کې لیکلي چې نوموړی د طالبانو ملګری دی. دغې ورځپاڼې لیکلي، چې عمران خان د طالبانو د بریا مبارکي ورکړې او د افغان نجونو پر زده کړو بندیز لګول یې توجیه کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې د وږي په ۱۱مه د اکسفورډ پوهنتون د مشرۍ لپاره د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نوماندۍ په غبرګون کې لیکلي، چې ښايي د هغه په ټاکلو کې د نوموړي د نظر احتمالي اغیزو ته پام نه وي شوی.

د ګارډین په مقاله کې راغلي چې عمران خان یو وخت د اسامه بن لادن د تروریست له ویلو ډډه کړې وه او هغه یې "شهید" بللی و. د مقالې لیکوال دا هم څرګنده کړې ده چې عمران خان یو وخت د سلمان رشدي حضور نه دی زغملی او هغه یې په «کفر ویلو» تورن کړی دی.

د مقالې لیکوال زیاته کړې چې هغه په تیرو وختونو کې ویلي و، چې ښځې باید نارینه "ازمایښت" نه کړي، ځکه چې ټول نارینه د دې وړتیا نلري چې خپل هوس کنټرول کړي. دا څرګندونې ښيي چې ښاغلی خان د ښځو په اړه د اسلامي بنسټپالو ډلو نظرونه تعقیبوي.

تر دې مخکې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سلاکار زلفي بخاري د زمري په ۲۹ مه ویلي و، چې عمران خان د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون د ریاست په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې ده. هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "د عمران خان د غوښتنې له مخې، د اکسفورډ پوهنتون د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د هغه د غوښتنلیک لیږل شوی دی. موږ د کمپاین لپاره د هرچا ملاتړ ته سترګې په لار یو."

د اکسفورډ پوهنتون ریاست ټاکنې به د لړم میاشتې په اوومه نېټه انلاین پیل شي. اکسفورډ پوهنتون اعلان کړی، چې تر هغه وخته به د نوماندانو نومونه نه اعلانوي چې د دوی لیست نهايي شوي نه وي. ویل شوي، چې په دغو ټاکنو کې فارغ شوي محصلین او د پوهنتون کارکوونکي برخه اخلي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان له شاوخوا یو کال راهیسې په زندان کې دی. د عمران خان سلاکار دا نه ده څرګنده کړې، چې که عمران خان دا ټاکنې وګټي، نو په پاکستان کې به له زندانه د اکسفورډ پوهنتون مشري څنګه کوي.

د پاکستان ولسمشر: د ترهګرۍ ضد جګړه کې ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر په يوې اعلاميه کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې عملياتو کې ولس د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي. ولسمشر اصف علي زرداري زياتوي، چې د ترهګرۍ ضد عمليات به تر هغه دوام ولري، تر څو هېواد کې ثبات رامنځ ته شي.

پاکستان راډيو د شنبې په ورځ (د وږي ۱۰ مه) په یو راپور کې ويلي، چې ولسمشر د وسله والو په وړاندي عمليات بريالي بللي او د خپلو ځواکونو ستاینه یې کړې ده.

د پاکسان پوځي چارواکي وايي، چې د خيبرپښتونخوا په تېرا سېمه کې يې د عملياتو پر مهال ۳۷ وسله وال وژلي او ۱۴ نور يې ټپي کړي دي.

د معلوماتو له مخي، پوځ د خيبرپښتونخوا په تېرا دره کې د وسلو په وړاندې دغه عمليات درې اونۍ وړاندې پيل کړي و.

د پاکستان پوځ وايي د پښتونخوا په تیرا کې یې ۳۷ وسلوال ووژل

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د پاکسان پوځي چارواکو پاکستاني رسنيو ته ويلي، چې د پښتونخوا په تېرا کې يې د عملياتو پر مهال ۳۷ وسله وال وژلي او ۱۴ نور يې زخمي کړي دي. پوځ په تېرا دره کې د وسلو په وړاندي دغه عمليات د اګسټ په ۲۰ مه پيل کړي دي.

د پاکستان راډيو د شنبې په ورځ د پاکستان پوځ د قومندانانو له قوله ليکلي، چې په دې عملياتو کې يې د وسله والو یو مهم مشر په صدام مشهور ابوذر هم وژلی دی.

د پوځ د سرحدي لېوا یو قومندان امیر نواز خان ويلي په تېرا دره کې يې د وسله والو په زياتو پټنځيو عمليات کړي او له منځه یې وړي دي.

بل لوري ته بیا د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې پرون ويلي، چې د استخباراتي مالوماتو له مخې یې بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پرضد مختلفو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات د تېرې دوشنبې د هغو بریدونو په ځواب کې دي، چې بلوڅ بېلتونپالو د دې صوبې په ۱۴ ځایونو کې وکړل او تر ۷۳ کسان پکې ووژل شول.

د پاکستان د روغتیا وزارت منلې چې د بیزو د تڼاکو یا چیچک ناروغۍ پېښې درېیو ته لوړې شوې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

په خيبرپښتونخوا کې د بیزو د تڼاکو یا چیچک ناروغۍ درېيمه پېښه ثبت شوې ده. د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، چې د بیزود تڼاکو دوه شکمن کېسونه تېره ورځ د پېښور هوايي ډګر د روغتیايي کارکوونکو له خوا پېژندل شوي.

د پاکستان د روغتیا وزارت زیاتوي چې د دغو دوو تنو شکمن کیسونه یې د پېښور د خيبر‌ ميډيکل پوهنتون یوه لابراتوار ته لیږلي وو، چې يوه پېښه په کې مثبته راغلې.

ویل کیږي دغه ناروغ کس د پېښور اوسېدونکی دی.

د خيبر پښتونخوا ایالت د عامې روغتيا مشر ډاکټر ارشاد وايي، چې د ناروغ حالت مخ په ښه کېدو دی او د پوليسو په روغتون کې يې درملنه کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دا په روان کال کې په خيبرپښتونخوا کې د بیزو د تڼاکو (ايم پیکس) ناروغۍ درېيمه پېښه ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، د اغېزمن کس په اړه پلټنه روانه ده، او وايي دغه کس له عربي هیوادونو پاکستان ته راغلی دی، او وايي، د دوی اړوند ټول ټیمونه په هوايي ډګرونو کې د راتلوونکو مساپرو کلکه روغتیايي پلټنه کوي.

د ډاکټر مختار په نوم یوه پاکستاني ډاکتر رسنیو ته ويلي، چې پاکستان د ایم پیکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوه اغېزمنه تګلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د دغې ناروغۍ د خورېدو مخه ونیسي.

پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې د ګڼو بارانونو او سېلابونو له امله ۶۸ کسان مړه شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۳ - ۳۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۸ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، د خیبرپښتونخوا ایالت په یو شمېر غرنیو سیمو کې د توپاني بارانونو او سېلابونو له امله تر دې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۸ کسان مړه شوي او سلګونه کورنه زیانمن شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د خبیرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په دوامداره توګه باران وریږي.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د پاکستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له قوله لیکلي، چې د موسمي بارانونو له پیله تر اوسه پورې په دغه ایالت کې د کورنو د چتونو غورځېدو او ځمکو ښویېدو له امله ۶۸ کسان مړه شوي او ۷۸۶ کورونه زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې په مړو شویو کسانو کې د ښځو او سړیو تر څنګ ۳۲ ماشومان هم مړه شوي دي.

د پاکستان د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې په راپور کې ویل شوي چې د تېرو څلورو ورځو پرمهال د ورښتونو، ځمکې ښویېدنې او د کورونو د چتونو پرېوتو له امله ۱۱۷ کسان ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه هم د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د ۲۹ کسانو د مړه کېدو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې په بلوچستان ایالت کې د تېرې شپي د چټکو بارانونو له امله په یاد ایالت کې د ډېرو ښارونو تر منځ لارې تړل شوې دي.