• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سره د بندي امریکايي کورنۍ وايي، دوی غواړي په خپله له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

۱۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د طالبانو په زندان کې د امریکايي بندي جورج ګلزمن کورنۍ سپینې ماڼۍ ته ویلي، چې دوی غواړي په قطر کې له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.

د جورج ګلزمن کورنۍ د بایډن حکومت تورن کړی، چې د دغه امریکايي وګړي په خلاصون کې یې ناغیړي کړې.
وال‌ سټریټ ژورنال د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) په خپل راپور کې د ګلزمن د کورنۍ د نهیلیتوب په اړه لیکنه کړې او د دغه امریکايي بندي د قضیې په اړه یې د بایډن د حکومت له ناغیړۍ هم پلو پورته کړی.
د دغه راپور له مخې، د ګلزمن د کورنۍ په استازیتوب جورج تېلور تېره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو جګپوړو چارواکو له هغې ډلې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان ته په برېښنا لیک کې لیکلي چې:« موږ په دوحه کې د [طالبانو] سره د جورج په خلاصولو کې د یوې ناستې د جوړولو لپاره چمتوالی نیسو.»
ټېلور د بایډن حکومت تورن کړ، چې د ګلزمن په خلاصون کې یې ناغیړي کړې.
هغه د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د «جورج په خلاصون کې دې د لازمې زړورتیا او مدیریت څخه کار واخلي.»
د ګلزمن کورنۍ وايي، چې د خپل دغه بندي په اړه د امریکا له حکومته لازم مالومات نه شي ترلاسه کولای.
جورج ګلزمن د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې افغانستان ته له رسېدو سره سم طالبانو نیولی او تر اوسه د دغې ډلې په بند کې دی.
طالبانو ویلي، چې ګلزمن د دوی له قانونه سرغړونه کړې.
خو متحده ایالات بیا وايي، جورج ګلزمن او رایان کوربت هغه دوه امریکايي وګړي دي چې په تېروتنه بندیان شوي دي.
طالبان بیا د دغو امریکايي وګړو د خوشې کولو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه د افغان بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي.
که څه هم چې د جورج ګلزمن کورنۍ له طالبانو سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي؛ خو د امریکا د ملي امنیت شورا او د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د داسې هڅو تر سره کول ښايي د ګلزمن د خلاصولو چارې نورې هم پېچلې کړي. ځکه دوی وايي، په خپله امریکايي چارواکي غواړي له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي.
وال‌ سټریټ ژورنال لیکلي، چې په پام کې ده د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان په خپله د جورج ګلزمن له مېرمنې سره وویني.
د ګلزمن مېرمن الکساندرا ګلزمن اندېښمنه ده، چې کېدای شي د هغې د خاوند د خلاصون په مسله کې بې غوري وشي.
نوموړې د جون په میاشت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یو لیک کې لیکلي و:« موږ شتمن او مشهوره خلک نه یو. زه له تاسو غواړم، چې په خپله لاس په کار شئ او د هغه د خلاصون او کورنۍ ته یې د بېرته ستنولو په چاره کې لازمې هڅې وکړئ.»
د ګلزمن د کورنۍ استازي جورج ټېلور ټینګار کړی، چې د دغې ډلې سره د امریکايي چارواکو تر لېدلو یې دوحې ته د طالبانو سره د کتلو په موخه خپل سفر ځنډولی دی.
د جورج ګلزمن کورنۍ وايي، که د ګلزمن د خلاصولو په کار کې پرمختګ و نه شي؛ نو دوی به په خپله قطر ته ولاړ شي او د طالب استازو سره به مخامخ وویني.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۳

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۴

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ افغان ښوونکي له اقتصادي ستونزو او کمزوري ښوونیز نظام شکایت کوي

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ