مولوي کبیر: په تېرو نظامونو کې له محصلینو څخه د سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده

د طالبانو ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالكبير وایي، په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده.

د طالبانو ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالكبير وایي، په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده.
ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د هېواد د ګرمو سيمو پوهنتونونو د محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو څلوېښت ورځني سیمینار په اختتامیه مراسمو کې وکړه.عبدالکبیر وویل، چې محصلين او زده کوونکي د هېواد راتلونکی دي او طالبان د دوی د ښې روزنې او ظرفيت لوړولو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.د رياست الوزرا سياسي مرستيال وویل: «په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده؛ اوسنی اسلامي نظام د ټولو افغانانو په هڅو او قربانیو رامنځته شوی، ځکه په اسلامي نظام کې هېڅ ډول تبعیض او تعصب ځای نه لري.»
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال طالبانو د افغانستان په یو شمېر پوهنتونونو کې پټې ډلې جوړې کړې وې، چې یو شمېر محصلینو یې غړیتوب لاره.
تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي وو، چې د نجونو د پوهنتونونو او مکتبونو د تګ په اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.
ندا محمد ندیم ویلي وو: «د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د تګ په اړه د عالمانو څېړنې دوام لري، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»
وروسته له درېیو کلونو لا هم په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې بندې دي.
طالبانو بیا ویلي، چې د زده کړو په اړه پوښتنه هم تر امر ثاني پورې ځنډول شوې ده.


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر وايي، چې په لیبیا او اذربایجان کې د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزیرانو په غونډو کې غزني د ۲۰۱۳ کال لپاره او کابل د ۲۰۲۴ کال لپاره د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ثبت شوی دی.
کريم خرم وويل: «په کابل کې هيڅوک فکر نه کوي، چې سږ کال دې دا ښار د اسلامي ثقافت او تمدن د پلازمېنې» په توګه نومول شوی وي.
ښاغلی خرم د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر و.
نوموړي د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمېنې په توګه د غزني او کابل د ټاکلو پرېکړه د اسلامي هېوادونو د وزيرانو په پنځمه او شپږمه غونډه کې چې د ايسسکو د تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان غړيتوب لري وشوه.
د راپورونو له مخې؛ د اسلامي کنفرانس د فرهنګي چارو د وزيرانو د سازمان پنځمه غونډه په ٢٠٠٧ کال کې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې او د دغه سازمان شپږمه غونډه په ٢٠٠٩ کال کې د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه.
ښاغلی خرم وايي، چې په دې وروستیو کې یې غزني ښار ته سفر کړی او په دې پوه شوی، چې سیمه ییزو حکومتونو د دغه ښار د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمېنې لقب د یادولو او نمانځلو لپاره «ګران بيه ساختماني کارونه» کړي دي.
د افغانستان د کلتور پخواني وزیر زیاته کړه: «ما غزني د پخوا په پرتله ډېر متفاوت وليد؛ پراخ سړکونه، د نوي حکومت ترمیم او شاوخوا د سړکونو او غونډیو په منځ کې شنې ونې؛ خو په کابل کې څوک نه وایي، چې دا ښار دې سږ کال د اسلامي ثقافت او تمدن د پلازمينې په توګه نومول شوي وي .»
ښاغلي خرم په دې ياداښت کې په مشخصه توګه طالبانو ته اشاره نه ده کړې؛ خو داسې ښکاري، چې هغه په غیر مستقیم ډول پر دې ډلې نیوکه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه د کابل د لقب د درناوي لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
تمه کیده، چې په ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمینې په توګه د کابل انتخاب د دې ښار د تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره د پام وړ بودیجې او تاسیساتو د تخصیص لامل شي.
کابل د افغانستان یو له تاریخي ښارونو څخه دی؛ خو د اویایمې لسیزې په خپل منځي جګړو کې د دې ښار ډېری تاریخي سیمې سختې زیانمنې شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې امریکا په کابل کې د دوشنبې د ورځې ترهګریز برید غندي. نوموړي زیاته کړې، چې د بې ګناه وګړو په نښه کول هېڅ توجیه نه لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
بل خوا د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
داعش - خراسان ډلې په کابل کې د طالبانو د څارنې او تطبیق د ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.
داعش - خراسان ډلې بیا په دغه برید کې تر ۴۵ زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
پېښه د دوشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب د ریاست کارمندان د وتلو په حال کې وو.
د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې یو شمېر د تېر حکومت ملکي کارکوونکي دي، چې د طالبانو په اداره کې یې هم کار کاوه.
امریکا لومړنی هېواد دی، چې په کابل کې یې شوی ځانمرګی برید غندلی دی.

ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د اروا په څېر ژوند کوي او طالبانو له دوی څخه ټولې هیلې اخیستي.
د دې شننې لیکواله وايي، چې نړۍ غلې نه شي پاتې کېدی او د ښځو د مقاومت غږ باید واورېدل شي.
هغې وويل، چې له طالبانو سره دې شاته تګ په توګه چلند وشي، نه دا چې امتيازات ورکړل شي.
سوزان مور په دې تحلیل کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو ویلي، چې طالبانو ته د هر ډول مشروعیت ورکول په یوه قیمت تمامیږي او دا بیه د انسان په توګه د ښځو له پامه غورځول دي. هغې وویل، چې د ښځو سره د طالبانو چلند یو "دیني عمل" نه دی بلکې "بربریت" دی.
د هغې په وينا؛ طالبانو په افغانستان کې د ښځو غږ خاموش کړى او نړۍ يې يوازې ننداره کوي.
په دې مقاله کې د ټېلګراف کالم لیکونکې سوزان مور د طالبانو د هغه مشهور قانون پر ضد په اعتراض کې د ښځو د زمزمو ویلو کمپاین ته اشاره کړې، چې د ښځو غږ په کې"عورت" ګڼل شوی. هغې لیکلي، چې د ښځو سره دا ډول چلند "په سمه توګه د جنسیت د توپیر له مخې بېلګه" او ټکان ورکوونکی دی. هغې وپوښتل چې له طالبانو څخه نور څه تمه کېدای شي؟
هغې د مایا انجیلو مشهور نقل قول ته اشاره وکړه: " کله چې یو څوک تاسو ته خپل ځان ښکاره کوي، په لومړي ځل پر هغه باور وکړئ."
د اغلې مور په وینا؛ طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې له نیمایي راهیسې په ډاګه کړې وه، چې دوی څوک دي، خو "موږ لا هم پرې باور نه کوو."
په دې لیکنه کې ویل شوي، چې طالبانو د «شریعت د تفسیر، دیوبندي دودیز او وهابي خالصیت د پټو محافظه کاره پښتني قانون» پر بنسټ د ښځو په وحشیانه ډول تر پښو لاندې کول پیل کړي، له تعلیم او کار څخه یې بې برخې کړي دي.
د دې مقالې لیکواله د ۱۹۷۰ لسیزې د ښوونځیو هغو نجونو ته اشاره کړې، چې په خندا او لنډو جامو کې ښوونځي ته تللې؛ خو کله چې طالبان کابل ته راغلل ټولې هیلې یې له منځه لاړې.
یوازې د افغان مېرمنو خلاصون
په دې لیکنه کې له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو وتل تر پوښتنې لاندې راوستل شوي او ویل شوي چې "نن هیڅوک په رښتیا نه پوهیږي چې موږ ولې افغانستان ته لاړو".
د دې مقالې د لیکوالې په باور؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وحشتناک او بې ساري وتل، چې د ټرمپ له خوا پرې خبرې پیل شوې او د بایډن په مشرۍ پای ته ورسېدې، د افغان مېرمنو وحشتناکه پرېښودل وو.
هغې لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ځینو ناسمو افکارو سره - سره چې ګواکې طالبان بدل شوي او د ۲۰۲۰ کال طالبان دي؛ خو له ښځو اساسي حقونه ترې اخیستل شوي او نړۍ لا هم ولاړه او ننداره کوي.
سوسن مور په خپل تحلیل کې وايي؛ پوتین د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې طالبان یو متحد ګڼي، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو افراطیت یو ډول کلتوري دود بللی دی.
هغه وايي، ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه متضاد پیغامونه استولي دي.
د مېرمن مور په وینا؛ ملګرو ملتونو د طالبانو د مشرانو پر سفر بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم دوی تګ راتګ کوي.
هغې په دوحه کې د طالبانو د ځینو جګپوړو غړیو موجودیت ته اشاره کړې، چې پرمختللی ژوند کوي او لوڼې یې ښوونځيو ته ځي.
نوموړې د نیوکې په کولو سره لیکي، چې ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې غونډې ته د طالبانو په بلنه او د طالبانو د حضور په بدل کې د ښځو او مدني ټولنې د ډلو د ایستلو په منظور، دغې ډلې ته جرات ورکړ.
د دې مقالې په یوه بله برخه کې د ټېلګراف کالم لیکونکې لیکي: "داسې ښکاري چې امنیتي مسایل لویدیځو هېوادونو ته د ښځو د حقونو په پرتله ډېر مهم دي."
هغه وايي، چې د غربي دولتونو له نظره هغه څه چې مهم دي دا دي چې سيمه نوره هم باثباته ده او د ترياکو توليد کم شوى دى.

فارین پالیسي راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د القاعده حضور له ترهګرو سره د طالبانو د نه مبارزې له امله زیات شوی دی.
دغې خپرونې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مسوولینو په حواله لیکلي، چې القاعده په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې تر ۹ زیات نوي «ترهګریز» کمپونه جوړ کړي دي.
د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري فارن پالیسي ته وویل: «دا د نویو پوځیانو د روزنې مرکزونه دي. طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې، چې د پنجشیر د درې په زړه کې اډې او د مهماتو د ذخیره کولو ډیپوګان جوړ کړي.»
ښاغلي نظري د طالبانو دغه چلند یوه "نامعلومه" پېښه وبلله او ویې ویل، چې حتا القاعدې هم په ۱۹۹۰کال کې دا ډول کار ناشونی ګاڼه.
د طالبانو د مخالفې جبهې دغه چارواكي زياته كړه، وروسته له دې چې دغې ډلې په افغانستان كې بیا واک تر لاسه كړ، د تروريستي ډلو لكه القاعده، داعش، پاكستاني طالبانو او د ازبكستان د اسلامي غورځنګ شتون د اندازې او د نفوذ د پراختیا له اړخه زیات شوی دی.
په دې راپور کې ټینګار شوی، چې د افغانستان پولې د طالبانو له خوا نه دې ساتل شوي او له همدې امله له عربي هېوادونو، د منځنۍ اسیا له ګاونډیو او اروپا څخه بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته دننه شي.
علي میثم نظري وویل، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
ملګري ملتونه په دې باور دي، چې القاعده د افغانستان په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.
طالبان په افغانستان کې د القاعدې شتون ردوي.
فارین پالیسي لیکي، د القاعدې مشر سیف العادل له بهرنیو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته مهاجرت وکړي او پر لویدیځ د برید لپاره دې ځان چمتو کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي مفتش هم د روان کال په جولای میاشت کې په یوه راپور کې وویل: «که څه هم طالبانو له داعش او ځینو نورو ډلو سره نښتې کړي او په نښه کړي یې دي، خو د القاعدې او پاکستاني طالبانو پر وړاندې یې له زغم څخه کار اخیستی.»
ښاغلي نظري دا هم زیاته کړه، چې افغانستان د پاتې شویو وسلو لپاره "پرانستې تور بازار" ګرځیدلی چې ډېری یې امریکایې دي.
فارن پالیسي د راپور له مخې؛ امریکایي چارواکي په دې اړه چې افغانستان تر کومې کچې د ترهګرو په ځاله بدل شوی شک لري.
د سي ای اې مرستیال ډېوېډ کوهن تېره اونۍ ویلي وو، چې اداره یې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره له طالبانو اړیکه کې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ويلي، چې د اذربايجان د لومړي وزير مرستيال له ملابرادر سره په ليدنه کې د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې. دواړو د لاجورد لار د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره مهمه وبلله.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه ليدنه د ازبکستان د ترمذ نړۍوال سوداګريز مرکز د پرانيستني مراسمو په څنډه کې شوې ده.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې ملا برادر په دې ليدنه کې د دغه هېواد له خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال له خولې لیکل شوي، چې باکو تیار دی څو له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د «لاجوردو لاره» بیا فعاله کړي.
اعلاميه زياتوي، چې د اذربایجان لومړي وزیر ويلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپل صادرات او واردات زیات کړي او په افغانستان کې د صنعتي کارخونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
طالبان وایي، چې په دې ليدنه کې اذربایجان د افغانستان د کانونو استخراج په برخه کې هم ليوالتيا ښودلې.
د طالبانو د رسیاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د «ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ترمذ ښار ته تللی.
طالبانو په وروستیو کې د ایران په ګډون له ازبکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدا خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې د سیمې هېوادونو سره لا پراخې او اقتصاد محوره شي.