• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مشر: بې عدالتي نظام له منځه وړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په بلخ کې د دې ډلې ولايتي مسولينو ته د يوې غونډې پر مهال په خبرو کې ويلي، چې «شخصي اړيکې، واسطې او بې عدالتي نظام له منځه وړي.» هبت الله اخوندزاده په دغو خبرو کې زیاته کړې چې: «اختلافاتو علني شکل غوره کړی او مهمه ده، چې اوس پای ته ورسیږي.»

د طالبانو مشر له څو ورځو راهیسې د شمالي، شمال لوېديځو او شمال ختيځو ولايتونو سفر لري.

نوموړي پرون په بلخ کې د دې ډلې له ځايي چارواکو سره لیدلي او وینا یې ورته کړې ده.

د طالبانو د مشر هبت الله د وينا یوه برخه، چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې د بلخ ولایتي مسولينو ته په خطاب کې وايي « که اسلامي نطام په عدالت باندې ولاړ و، د عدالت فيصلې يې کولې بیا به تر قيامته پوري پاته وي.»

هبت الله په خپلو خبرو کې د اندېښنې په ډول زياتوي، چې که قدرتمن او واسطه لرونکی محکمه نه شي ظلم او وحشت دی.

هغه وایي: « که ظلم راغی، وحشت راغی او سپارښتونه راغلل. قدرتمن سړی نه محکمه کېده، واسطه لرونکي خلک مخ ته وو يوازي غریب محکمه کېده او غریبان بې واسطې خلګ پاته وو، نو عدالت پاته شو بیا دا نظام نه پاتيږي.»

د طالبانو مشر ويلي، دا د خدای غوښتنه ده، چې «اسلامي نظام» به اول پر ځای او بيا پر نورو پلی کوي.

نوموړي زياتوي، چې د طالبانو په بريا سره د ادارو مشران عالمان دي او ټول يې باید اطاعت وکړي.

ملا هبت الله د اختلافاتو شتون مني او وايي، چې دغه اختلافات په عامه توګه رامنځته کېږي.

هغه ويلي: «مشران باید هوښیارې پریکړې وکړي. اختلافات اوس هم شته، اختلافونه عام شوي، ښه ده چې پای ته ورسېږي، ځکه دا چارې ملت د جهالت لوري ته بيايي.»

طالبانو ارګ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملاهبت الله د دغو سفرونو په لړ کې بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، ‏بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی دی.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو مشر په یوه نسبتا اوږد سفر د افغانستان شمالي ولایتونو ته ځي.

تر اوسه په دې سفر کې د چا عکس نه دی خپور شوی.

څه موده مخکې طالبانو ته نږدې کسانو د هبت الله د ځانګړو ساتونکو د موټرو د کاروان انځورونه خپاره کړې وو، چې یو ولایت ته د سفر په حال کې اخيستل شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېره میاشت مو څه باندې ۱۰۳ میلیون ډالره صادرات درلودل

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د احصايي او معلوماتو اداره وایي، په تېره زمري میاشت کې يې بېلا بيلو هېوادونو ته ۱۰۳،۳ میليون ډالره صادرات کړي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، د زمري میاشتې د صادراتو ارزښت تر چنګاښ میاشتې ۹،۸ ميليون ډالره زيات دی.

د طالبانو احصایي او معلوماتو ادارې د سې شنبې په ورځ ويلي، چې د وارداتو ټول ارزښت يې ۱۰۱۱.۱ ميليون ډالرو ته رسيږي.

د دوی په خبره، چې په چنګاښ مياشت کې يې د وارداتو ارزښت ۹۴۷،۵ ميليون ډالرو و، چې د زمري مياشت کې په وارداتو کې ۶۳،۶ ميليون ډالره ارزښت زياتوالی راغلی.

د طالبانو احصايي او معلوماتو اداره زياتوي، چې دغه موده کې يې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته کړي او زيات واردات یې بیا له ایرن، چین او پاکستان درلودل.

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزیر د فرهنګونو د یووالي غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د طالبانو اطلاعاتو کلتور وزارت په يوې اعلاميه کې ویلي، چي د دوی وزير خیرالله خيرخواه د فرهنګونو د یوالي غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته لاړ. د فرهنګونو د یوالي غونډه د روسيې په کوربتوب د سسپټمبر له ۱۱ تر ۱۴ مې په سنت پيترزبورګ په ښار کې تر سره کيږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سې شنبې په ورځ ويلي، چې خيرالله خيرخوا د روسيې په رسمي بلنه دغې غونډي ته تللی دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته مسکو له طالبانو سره نژدې اړيکې پاللي؛ خو دغه ډله یې لا تر اوسه هم په رسميت نه ده پېژندلې.

روسيې افغان طالبانو ته په بېلابيلو ناستو، غونډو او لیدنو کې بلنې ورکړې دي.

تر دې وړاندي د طالبانو د پوهني وزير حبیب الله اغا، د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم په روسيه کې د پوهنې په نړيواله څلور ورځنۍ غونده او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري بیا په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي وو.

روسيه د نورو هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه د يو شمېر غونډو کوربتوب هم مخ ته وړي.

طالب مشرانو هم په خبلو خبرو کې ويلي، چې له روسيې سره ښې اړيکې غواړي.

سرچینې: طالبانو په کابل کې د ګوزڼ ضد واکسین په کمپاين کې د واکسیناتورو د ګډون مخه نیولې ده

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۱

په کابل کې ځینو ښځینه واکسیناتورو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبانو د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپاین کې د دوی مخه نیولې ده. دوی وايي د طالبانو عامې روغتیا وزارت ورته ویلي، واکسیناتورې باید ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د ور کولو پرمهال محرم او حجاب ولري.

د کابل په کارته نو کې ځینو واکسیناتورو نن سې شنبې په ورځ « وږي ۲۰مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې شاوخوا دوه نیم سوه واکسیناتورې روغتیايي مرکز ته راټولې شوې وې، چې د کابل په بېلابیلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپاین کې برخه واخلي؛ خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د کار د پیل اجازه نه ده ورکړې.

د ځینو واکسیناتورو په وینا، طالبانو ځینې شرایط وړاندې کړي دي.

په دغو شرایطو کې له واکسیناتورو سره د کار پرمهال محرم او حجاب جبري بلل شوي دي.

دوی زیاتوي طالبانو ورته ویلي چې د کور په کور کمپاین پرځای دې په جوماتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وشي.

په کابل کې یوه واکسیناتوره وايي « مونږه اقتصادي مشکلات لرو، طالبان د کار اجازه نه را کوي او بلخوا به د طالبانو له بندیزونو سره ډېری ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه پاتې شي»

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د واکسیناتورو د فعالیت بندولو او یا هم د تازه شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې پرمختیا څو اونۍ مخکې د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې د ښځې غږ «عورت» ګڼل شوی دی.

له کلونو راهسې افغانستان د واکیسناتورو له کمښت سره مخ دی او د طالبانو له نويو شرایطو سره به دا ستونزه نوره هم پسې زیاته شي.

د نهو کسانو پولیو کېدل

له بل پلوه په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو تازه نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

همدا تېره میاشت (د چنګاښ په ۱۹مه) په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هم‌مهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو د پولیو د دریو مثبتو پېښو خبر ورکړی و.

د نویو پېښو د زیاتېدو یو لامل یې هم د واکسین په مخ کې خنډونه بلل کېږي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي «د وږي ۱۷مه» له طالبانو وغوښتل چې دغه ستونزه حل کړي.

حامد کرزي په اېکس پیغام کې لیکلي و، چې په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د جدي ستونزو لامل د علم او زدکړې د کچې ټیټوالی دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو ناروغۍ پېښې په کې وخت ناوخته لیدل کیږي.

طالبانو سبا چهارشنبه د ټاپي پروژې د «پرانیستې» لپاره یوازې په هرات کې رخصتي اعلان کړه

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۱

‏د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټاپي پروژې د «پرانیستې» لپاره سبا چهارشنبه د وږي ۲۱مه یوازې په هرات کې رخصتي اعلان کړه. طالبان وايي، په دغو مراسمو کې به د ترکمنستان او طالبانو لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن سې شنبه د (وږي ۲۰مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سبا د چهارشنبې ورځ به د ټاپي پروژې د «پرانیستې» لپاره یوازې په هرات کې رخصتي وي.
د ټاپي پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیران له لوري په ګډه پرانیستل شوه.
خو دغه پروژه له هغه وروسته په افغانستان کې د نا امنۍ او د ۱۴۰۰ کال د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په پیل کې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی و.

له نوموړي سره په هغه سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو چارو وزارتونو او د برېښنا شرکت استازی هم مل وو.

طالبانو ویلي وو، په دغه سفر کې له ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابا کې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې کوي.

تر هغه یوه ورځ وړاندې د وږي په شپږمه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د ترکمنستان او افغانستان تر منځ پر پوله له ترکمنستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې وې.

دغه نل‌لیکه په ترکمنستان کې له ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته ننوځي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته غځيږي.

د ټاپي نل‌لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.

له دغه ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي. چې د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارډه ډالره اټکل شوی.

د امریکا پخوانی پوځي: واشنګټن د هغو سازمانونو مالي ملاتړ کوي چې پیسې یې طالبانو ته ځي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۳ GMT+۱

پخوانی امریکايي پوځي شان راین وايي، واشنګټن د ځینو نادولتي موسسو مالي ملاتړ کوي چې هغوی دا پیسې د طالبانو د اکمالولو لپاره کاروي. راین افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي له طالبانو سره «خواخوږي» لري.

د امریکا د پوځ دغه پخوانی غړی چې کلونه یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، د طالبانو په وړاندې د جوبایډن ادارې پر تګلارو نیوکې کوي.

شان راین د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بایډن او هریس ادارې طالبان بښلي، خو د امریکا خلک او پوځ یې نه بښي.

هغه وویل یو شمېر امریکایي چارواکي په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي له طالبانو سره «خواخوږي» لري او له دغې ډلې سره په خبرو بوخت دي.

دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي ویلي، امریکا ته په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو ډلو ګواښ جدي دی، ځکه د ده په خبره د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو بودجه ۵۰۰ زره ډالره وه، خو اوس طالبان هر کال یو میلیارد ډالره ترلاسه کوي.

هغه وويل چې دا مهال د امريکا استخباراتي ادارې له افغانستانه له ٩٠ سلنې کم معلومات ترلاسه کوي ځکه له هېواده بهر فعاليت کوي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو نشتوالی د امریکا او د نړۍ نورو برخو ته زیان رسولی شي.
هغه زیاته کړه چې د بایډن اداره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ۲۱ ترهګرو ډلو ګواښونه جدي نه ګڼي.

ښاغلي راین وویل د امریکا اوسنۍ اداره دا ګواښ جدي نه نیسي چې طالبان «ترهګرو ته پاسپورټونه ورکوي او دوی کولی شي د متحده ایالاتو د سوېلي پولو له لارې امریکا ته ننوځي.» دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي ویلي چې د بایډن د ادارې لومړیتوب له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او دغه هېواد د رسنیو له پامه غورځول دي.

هغه وویل چې هغه څه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وشول نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ او امریکایانو ته یې د جوبایډن د ادارې منفي انځور وړاندې کړ.

ښاغلي راین وویل، ډېری امریکایان غواړي چې د افغانستان د ازادۍ لپاره د طالبانو ضد مقاومتي ډلو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د واشنګټن د پخوانیو ملاتړو ساتنه وکړي.

شان راین وویل، که د امریکا حکومت بدل شي، له طالبانو سره به د واشنګټن چلند هم بدل شي او راتلونکی حکومت کولای شي د مقاومت له ډلو ملاتړ وکړي او له افغانستانه نورو هیوادونو ته ګواښونه جدي ونیسي.
هغه وویل، احتمال شته چې که ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راستون شي، نو طالبان به د دوحې تړون د مادو د نه عملي کولو له امله وپوښتي او له دغې ډلې سره مالي مرستې به ودرول شي.
هغه وویل چې د استخباراتي چارواکو، ډیپلوماتانو او کانګرس غړو خبرې به د مقاومت له ډلو سره نورې هم زیاتې شي.
د هغه په وینا، که ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي، واشنګټن به د مقاومت او طالبانو ضد ځواکونو د سره یو ځای کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي راین وویل، که د بایډن مرستیاله کمالا هریس ټاکنې وګټي، د امریکا تګلاره به په همدې ډول دوام وکړي.

شان راین وویل چې اوس مهال د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلې د مهماتو، وسلو او جنګیالیو له کموالي سره مخ دي.

هغه دا هم وویل چې هغه اوازې اوریدلې چې د مقاومت ډلې له خصوصي پوځي سازمانونو سره خبرې کوي.
راین، چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې د واشنګټن د افغان ملاتړو ترڅنګ جنګېدلی، وویل چې هغه او د امریکا نور تجربه کاران له افغانستان څخه د امریکا د «خونړي» وتلو له امله په غوسه او خپه وو.
راین وویل چې د طالبانو ضد مقاومت ځواکونه د واشنګټن لپاره «د باور وړ شریکان» کیدلی شي.
هغه وویل، د طالبانو ضد ځواکونو ۲۱ کاله د امریکايي ځواکونو تر څنګ جګړه کړې، روزنه یې ترلاسه کړې او اوس د «نړۍ تر ټولو غوره» جنګیالي دي.
شان راین په یوه وړاندیز کې له طالبانو سره د مالي مرستو د بندولو او د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ته د کانګرس د بلنې غوښتنه وکړه.