• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له کور د تېښتې په تور دا اونۍ دریم ځل یوه بله ښځه په غور کې په دورو ووهله

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، دې ډلې په غور ولایت کې نن یوه ښځه له کور د تېښتې په تور د خلکو په مخ کې ۳۹ دورې ووهله او په دوه کاله بند یې محکومه کړه. دا په روانه اونۍ کې دریم ځل دی چې طالبان په غور او بامیان کې ښځو ته له کور د تېښتې په تور په عام محضر کې سزا ور کوي.

د طالبانو سترې محکمې په خپله اعلامیه کې د هغې ښځې د پېژندګلوي او له کور د تېښتې د لامل په هکله څه نه دي ویلي، چې نن یې په غور کې سزا ور کړې ده.

طالبانو درې ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې درې ښځې له کور د تېښتې په تور او څلور نارینه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.

دې ډلې تېره شنبه په بامیان کې هم دوه ښځې له کور د تېښتې په تور په دورو وهلې وې.

د جمهوریت په وخت کې د کورني تاوتریخوالي له امله ښځو په خپلو ولایتونو کې امن خونو ته پنا وړه، خو د طالبانو واکمنېدو سره دا ډول خونې او د ښځو نور ملاتړي مرکزونه وتړل شول.

د دا ډول مرکزونو تړل کېدو سره د ښځو ضد کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی، چې له امله یې ان ښځې ځان وژنه هم کوي.

خو طالبانو نه یوازې د ورته چارو مقابل کې کوم ځانګړی تدابیر نه دي نیولي، بلکې دې ډلې ګام په ګام پر خلکو په تېره ښځو خپل محدودیتونه زیات کړي او د یو بل جرم په تور نږدې هره اونۍ په څو ولایتونو کې خلک په دورو وهل کېږي.

دې ډلې پر غور او بامیان سربېره روانه اونۍ په پکتیکا کې یو کس او په میدان وردګ کې څلور کسان د مختلفو جرمونو په تور په دورو ووهل.

د ټولو نړیوالو او د بشري حقونو د بنسټونو د نیوکو سره، سره طالبان دغسې سزاوې د عامو خلکو په وړاندې په خلکو پلي کوي.

نړیوال بنسټونه د دغه ډول سزاو ورکړه له انساني کرامت سرغړونه بولي، خو طالبان وايي د دوی ټولې کړنې د «اسلامي شریعت» سره سمې ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو فعاله: د طالبانو د حکمونو په وړاندې د اسلامي هېوادونو چوپتیا د خپګان وړ ده

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو فعالې حوریه مصدق د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغان ښځو له حقونو څخه د محرومیت او په «کور کې د هغوی زنداني کولو» په اړه د اسلامي هېوادونو پر چوپتیا نیوکه وکړه.

هغې په «کندهار کې د ناڅرګند کس» د امر په وړاندې د دغو هېوادونو چوپتیا «د خپګان او کرکې وړ» وبلله.
هغې پر نورو هېوادونو هم د طالبانو سره د اړېکو «عادي کولو» او «په نرمۍ سره د رسمیت پېژندلو» له امله نیوکه وکړه، ویې ویل چې دغه حکومتونه د افغان ښځو پر وضعیت نه پوهېږي او د هغوی حالت یې له پامه غورځولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دویمې ورځې لپاره هم د افغانستان پر وضعیت بحث وکړ او ګډون کوونکو هېوادونو پر طالبانو نیوکې وکړې.
اغلې مصدق پر اسلامي هېوادونو تور ولګاوه چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې د طالبانو پر تګلارو «هیڅ اعتراض» نه دی کړی.

هغې د طالبانو مشر ته کنایه ډوله اشاره وکړه او ویې ویل: «زه له اسلامي هېوادونو څخه پوښتنه کوم چې په کندهار کې یو ناڅرګند سړی ناست دی او ځان ته امیرالمومنین یا د ټولو مسلمانانو مشر وايي. ایا د هغه عقیده ریښتیا هم تاسو ته د پلي کولو وړ ده؟»
مصدق په ځانګړې توګه د امربامعروف او نهي عن المنکر د قانون د اعلان یادونه وکړه، چې د افغانستان په اړه د بشري حقونو د شورا د غونډې په لومړۍ ورځ د نړۍ د ګڼو هېوادونو له توند غبرګون سره مخ شو.
حوریه مصدق وویل: «د طالبانو له خوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون له تصویب وروسته د اسلامي هېوادونو له غبرګون څخه په بشپړه توګه مایوسه او خپه شوی یم. د اسلامي هېوادونو هیڅ کوم اعتراض مې ونه لید.»
اغلې مصدق وویل، «هیڅ ډول تاوتریخوالی یا توپیري چلند باید د کلتور یا دین په نوم توجیه نه شي.»
د بشري حقونو دغې افغانې فعالې اسلامي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې روان افراطیت به دوی ته هم ور وغځېږي.
هیڅ اسلامي هیواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي. له دغو هېوادونو څخه یو شمېر لکه متحده عربي اماراتو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
د اندونيزيا استازي د دوشنبې په ورځ د وږي ۱۹مه د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وويل، چې طالبان د ښځو له زده کړو د منعه کولو لپاره هېڅ مذهبي توجيه نه لري.
هغه هیله څرګنده کړه چې د اندونیزیا دیني عالمان به د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه د طالبانو نظر بدل کړي.
د بشري حقونو په شورا کې د افغان ښځو لپاره د امریکا استازې ویلي، چې له طالبانو سره د هېوادونو اړیکې باید د دې ډلې په چلند کې د بنسټیزو بدلونونو سره مشروطې وي.
رینا امیري د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د اړیکو له بې قید او شرطه عادي کېدو ډډه وکړي.

مصدق دغه راز د افغان مېرمنو د کړاو په اړه هم څرګندونې وکړې او له هېوادونو یې وغوښتل چې له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي.

هغې وویل، طالبانو ښځې په خپلو کورونو کې بندیانې کړې دي.
د بشری حقوقو دغې فعالې ټینګار وکړ: «دا هماغه ډله ده چې یو وخت د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیده. ستاسو راتلونکی ګام څه دی؟ ایا په بل ګام کې له داعش یا القاعدې سره اتحاد کوئ؟»

د امریکا ځانګړې استازې پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کېدو ډډه وکړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا استازې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا انتقادي غونډې ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي. رینا امیري وویل چې د طالبانو په چلند کې باید «ژور بدلون» راشي.

رینا امیري وویل، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ختمول او د افغانانو حقونو ته درناوی د افغانستان د راتلونکي ګډې موخې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې په څنډه کې وکړې.

په دې ناسته کې هېوادونو د طالبانو د امربالمعروف پر قانون سختې نیوکې وکړې. د جرمني استازي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او نه دی بدل شوی.
رینا امیري له دې مخکې ویلي و چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د افراطي تګلارو د پای ته رسولو په شرط وي.

هغې تېره اوونۍ هیل ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو د ښځو ضد تګلارې لکه د دغې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر به بالاخره د طالبانو د نسکورېدو لامل شي.
په دې وروستیو کې ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي امارات چې په منځني ختیځ کې د امریکا ملګری دی، د طالبانو استازی د سفیر او د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

ملګرو ملتونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه بللی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې پرله پسې ناورینونو تر ټولو ډېر فشار پر افغان ښځو او نجونو راوستی دی. دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې تر ټولو لږ خواړه ترلاسه کوي او د بشري مرستو په کمېدو سره خوړو ته د ښځو لاسرسی نور هم بدتر شوی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ډېری ښځې مجبوره شوې دي، چې خپل ماشومان سوال کولو ته واستوي او د دوی یوازیني خواړه هغه څه دي، چې ماشومان یې تر لاسه کوي.
دغه سازمان په افغانستان کې اقلیمي ناورین ته هم په اشارې سره ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه کسان د سېلابونو او واورو له امله په بېلابېلو سیمو کې مړه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې ده، چې ښځې د دې له امله چې ډېر په کور کې پاتې کیږي، له یادو پېښو څخه اغېزمنې کیږي.
د جورج ټاون د انسټیټیوټ او د اسلو د څېړنو د موسسې د شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوې، افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ د ښځو د پرمختګ په برخه کې په وروستي ځای کې دی.

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واکمنۍ په دغه هېواد کې لومړنیو حقونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړ، د زده کړو او کار حق یې تر امر ثاني پورې وځنډول شو او د ښځو مخ او غږ عورت وګرځول شو.

د فرانسې د ورزش وزیرې افغان تکواندوکارې ته ګواښ د نه زغملو وباله

۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د فرانسې د ورزش وزیره املي اودياکسترا وايي، په پاریس کې افغان تکواندوکارې مرضيه حمیدي ته د نامعلومو کسانو ګواښ د زغملو نه دی. اغلي اودياکسترا په خپله اېکس پاڼه کې مرضيه حمیدي د «ستره لوبغاړې»بللې او لیکلي یې دي، چې هغه دې د فرانسې له بشپړ ملاتړ ډاډه اوسي.

د فرانسې د ورزش وزیرې اميلي اودياکسترا د جمعې په ماښام د وږي په ۱۶ مه نېټه په اېکس کې ليکلي، چې د کورنیو چارو وزارت لخوا د دې هیواد «امنیت او ازادۍ» تضمینولو لپاره د مرضیه حمیدي سره اړیکه نیول شوې ده.

د فرانسې د ورزش دغه چارواکي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د مېرمن حمیدي خوندیتوب او ازادي تضمین کړي.

تر دې مخکې افغان لوبغاړې مرضيه حمیدي له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې یې ژوند په خطر کې دی.

حميدي زياته کړه، چې له مرکې وروسته يې د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې نيوکې وکړې، چې د ناپېژانده کسانو له خوا ورته ګواښونکي پيغامونه راغلل.

دغې افغان ورزشکارې له «فرانس انفو» سره په مرکه کې ویلي: «زه په خطر کې یم، د مرګ او جنسي تیري ګواښونه شوي، زه له فرانسې او اروپا غواړم چې دا مسله حل کړي او د ترهګرو پر وړاندې ودریږي.»

اغلې حمیدي تر دې مخکې د افغانستان د کرېکټ پر لوبغاړو له طالبانو سره د «دوستانه اړیکو» ساتلو له امله نیوکه کړې وه.

هغې په خپلو خبرو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله «ترهګره» بللې وه.

د مرضيې دغه څرګندونې تیره اونۍ د کرېکټ د مینه والو له غبرګون سره مخ شوې.

تر اوسه د افغانستان د کرېکټ شورا یا د کرېکټ د ملي لوبډلې غړو د مرضیه حمیدي نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دغه افغان لوبغاړې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په فرانسه کې کډواله شوه او اوس په دغه هیواد کې خپل ورزشي فعالیتونو کوي.

فوزیه کوفي: دا زموږ تېروتنه وه، چې له افغانستانه ووتو

۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ مرستیاله فوزیه کوفي وايي، له افغانستانه د سیاست‌والو وتنه یوه تېروتنه وه چې په لوی لاس یې طالبانو ته میدان خالي کړ.

مېرمن کوفي افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه او هغې ته ورته نور کسان باید په کابل کې پاتې وای چې طالبان یې ننګولي وای.
له طالبانو سره د پخواني حکومت د مرکچي پلاوي دغه غړې وايي، که په کابل کې پاتې کېدونکي سیاست‌وال د طالبانو له‌خوا بندي شوي هم وای؛ نو په کار نه وه چې دوی له هېواده وتلي وای.
مېرمن کوفي وايي، له هغه مهاله چې جلا وطنه شوې، یوه دقیقه هم هغه له فکري پلوه له افغانستانه لرې نه وه.

د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، موږ باید له افغانستانه د وتلو دغه تېروتنه د ډله ایزو کارونو له لارې دغه تېروتنه جبیره کړو.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د افغانستان د حکومت ډېر جګپوړي چارواکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د افغانستان د مدني ټولنې نوموتې څېرې له له دغه هېواده ووتل.
د افغانستان د سیاست‌والو له ډلې یو یې هم بېرته خپل هېواد ته نه دی ستون شوی.
په کابل کې طالبانو هېڅ یو سیاست‌وال ته، له هغې ډلې حامد کرزي او ډاکتر عبدالله ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ده ورکړې.

دغې ډلې ویلي، چې ټول سیاسي ګوندونه لغوه شوي او هیڅوک د سیاسي فعالیتونو حق نه لري.