کرزی: افراطیت او تاوتریخوالی دواړه د افغانستان او پاکستان په زیان دي

د هېواد پخوانی ولسمشر وایي، چې افراطیت او تاوتریخوالی دواړه د افغانستان او پاکستان په زیان دي. حامد کرزي په افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام پر اساس د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې ده.