• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو لوی درستیز: امريکا په سپين سترګۍ او د اصولو خلاف زموږ پر چورلکو خبرې کوي

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۱:۴۲ GMT+۱

د طالبانو لوی درستیز د ۳ پيلوټانو په فراغت غونډه کې ويلي، چې امريکا «په ډېره سپين سترګۍ او د اصولو خلاف» د هغو چورلکو په اړه خبري کوي، چې د واشنګټن له ماتي سره سم له افغانستانه نورو هېوادونو ته انتقال شوې. فصیح الدين فطرت نړيوالو ته ويلي، چې «افغانان خپل حق چاته نه پخښي.»

امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته بوول شوې ۴۶ پوځي چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر تېره میاشت ويلي و، د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.

طالب مشرانو له ازبکستانه د دغو الوتکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې، خو ازبک چارواکو ویلي، چې له امریکايي لوري سره د دغو پوځي وسایطو د وضعیت په اړه لا هم خبرې روانې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر خبري اژانس نن هم د دغه ډلې د هوايي ځواک او هوايي مدافعې پوهنتن د ۳ پيلوټاتو په غونډه کې د لوی درستيز د خبرو ځني برخې نشر کړې دي.

فصیح الدین فطرت دا هم ويلي «په اسلامي روحيه او قوی مرال بشپړه اسلامي ملي اردو» جوړوي.

د نوموړي په خبره، همدا اردو به د «خاوري، هېواد، اسلامي شريعت او ارزښتونو» دفاع وکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت وړاندي ويلي و چې د پوځ د بشپړېدو لپاره وخت ته اړتيا لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

باختر اژانس له روسۍ وزیرې سره د خیرخواه د لیدنې د انځور پر ځای د روسیې بیرغ خپور کړ

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د طالبانو واک کې باختر اژانس د روسیې د اطلاعاتو فرهنګ وزیرې سره د دې ډلې د وزیر خیرالله خیرخواه په خبر کې د ګډ انځور پر ځای د روسیې او خپل بیرغ خپور کړی. د طالبانو د نوي قانون له مخې د ښځې او نر خبرې منع شوې، خو د دې ډلې چارواکي بهرنیو سفرونو کې له ښځو سره لا هم لیدنې لري.

د طالبانو اطلاعاتو کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه څلور ورځې مخکې د روسیې په بلنه د فرهنګونو یووالي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ.

د روسیې د اطلاعاتو کلتو وزارت وېبپاڼه کې د نوموړي او د روسیې د اړوند وزیرې الګا لوبیمووا د لیدنې خبر او څو ګډ انځورونه خپاره شوي دي.

د دې خبر تر خپرېدو وروسته ځینې رسنیو او افغان روڼ اندو پر ملا خیراالله خیرخوا د نیوکې په ډول وویل، چې له خپل طالبي قانون یې سرغړونه کړې ده.

له روسۍ وزیر سره د خیرخوا د لیدنې خبر کې د باختر اژانس انځور
100%
له روسۍ وزیر سره د خیرخوا د لیدنې خبر کې د باختر اژانس انځور

د طالبانو په واک کې باختر اژانس د دې لیدنې اړوند خبر کې د طالبانو او د روسیې بیرغ خپور کړی دی.

د دې خبر له مخې د روسیې د کلتور وزیرې له ښاغلي خیرخواه سره په لیدنه کې د کلتور برخه کې د افغانستان لپاره مسلکي کسانو د روژلو ژمنه کړې ده.

د روسیې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په خبر کې بیا د ملا خیرالله خیرخواه له قوله ویل شوي چې نوموړي د ورته غونډو او نندارتونو جوړېدل د خپلمنځي کلتوري اړیکو د پراختیا او همکارۍ لپاره مهم وبلل.

 د روسیې د اطلاعاتو کلتور وزارت له چارواکو سره د خیرخوا او مل پلاوي لیدنه
100%
د روسیې د اطلاعاتو کلتور وزارت له چارواکو سره د خیرخوا او مل پلاوي لیدنه

د روسيې په کوربتوب د فرهنګونو د یوالي غونډه د سسپټمبر په۱۱په سن پترزبرګ کې پیل شوې او ننپای ته رسېږي.

روسیه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو مختلفو اقتصادي، سیاسي، علمي او کلتوري ناستو ته د دې ډلې مشران ور بولي.

تر دې وړاندي د طالبانو د پوهني وزير حبیب الله اغا، د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم په روسيه کې د پوهنې په نړيواله څلور ورځنۍ غونده او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري بیا په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي وو.

افغان لوبغاړی د نړیوال جام تر ټولو کم عمره ستوری وبلل شو

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د فیفا ویب پاڼې د افغانستان له ستوري مهران غلامي سره چې د فوټسال په نړیوال جام کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی په زړه پورې مرکه کړې ده. فیفا اعلان وکړ، چې غلامي د ۲۰۲۴ نړیوال جام کې د ۳۳۶ لوبغاړو په منځ کې ترټولو ځوان ستوری دی.

غلامي وايي وياړ لري، چې په نړيوال جام کې د خپل هېواد لپاره لوبيږي.

مهران غلامي د فیفا له وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د ارجنټاین لوبډلې له مشهورو ستورو نیکو سارمینټو او کریسټین بورتو سره به مخامخ شي.

غلامي په داسي حال کې په نړيوال جام کې لوبيږی، چې هغه د نیوزيلينډي ميروسلاو ماليووک څخه ۲۳ کاله کم عمره دی.

د فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، نړیوال جام ته د افغانستان تګ د اسیا جام په سیالیو کې د دغه ۱۸ کلن لوبغاړي د بریا او ګولونو له امله دی.

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه. موږ ښه لوبه وکړه او د ښې نتیجې له امله مو وکولای شول نړیوال جام ته لار پیدا کړو. زه واقعیا ویاړم، چې موږ خپل هیواد د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته رسولی.»

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل، چې د افغانستان د ملي لوبډلې اصلي هدف د نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه مخکې تګ دی. هغه زیاته کړه، چې هغه په ​​ټولنیزو شبکو کې د ارجنټاین ځینې لوبغاړي تعقیبوي او د دوی پروړاندې له لوبيدو خوند اخلي.

غلامي زیاته کړه، چې اوکراین پرتګال ته ماتې ورکړه‎ او دا ښيي، چې دا لوبډله څومره پیاوړې ده.

د افغانستان خلک نړیوال جام ته ډیر لیواله دي او زه د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوم او هیله لرم، چې د ملتونو د جام په څیر په نړیوال جام کې هم بریالي شو.

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د هزاره وګړو په خوندیتوب ټینګار وکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د زیانمنونکو خلکو په تېره بیا د هزاره وګړو په خوندیتوب ټینګار وکړ.

دغه سازمان ویلي، کله چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل تر دې مهاله داعش ډلې د هزاره وګړو پر وړاندې د ۱۷ بریدونو پړه منلې، چې له امله یې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو څار سازمان په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ټبرو وژنې ته په اشارې چې داعش ډلې یې پړه منلې ویلي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د داعش ډلې په افغانستان کې سر راپورته کړی، زرګونه هزاره او د نورو مذهبي لږکیو پیروانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو د څار دغه سازمان وايي، په ۲۰۲۱ کال کې دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د داعش خراسان ډلې او نورو هغو هدفي وژنو ته چې د هزاره قوم پر وړاندې کېږي باید د بشري جنایت نوم ورکړل شي.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۳مه) وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ هم په افغانستان کې د داعش د بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو څار سازمان لیکلي:« وروستي برید ته په کتو طالبان باید ژر تر ژره په افغانستان کې د ټولو زیانمنونکو په تېره د هزاره وګړو او نورو شیعه مذهبو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.»
دغه سازمان ټینګار کوي، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره اړیکې لري، په کار ده چې د زیانمنونکو خلکو په څنګ کې ودرېږي او په افغانستان کې د نړۍوالو جرمونو او جنایتونو پر وړاندې د ځواب ورکولو په کار کې خپل ملاتړ په ډاګه کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د وژل شویو کسانو کورنۍ عدالت ته د لاسرسي په چاره کې مرستې او ملاتړ ته اړمنې دي.
دغه سازمان ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په کار دي،چې د افغانو او نړۍوالو بشري حقونو له ډلو سره یو ځای په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو د ځواب ویلو لپاره د یوې نړۍوالې تګلارې د رامنځته کولو په کار کې هم پاملرنه وکړي.
د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل، چې په دایکنډي کې یې ۱۵ ولسي خلک وژلي دي.
داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته ګواښ وکړ، چې شیعه مذهبه وګړي به «له بغداده تر خراسانه» په نښه کوي او وژني به یې.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه شو

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو رسمي مکتوب د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې ښيي د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې لرې شوی دی. د دغه مکتوب له مخې د ښاغلي دراني دنده د وږي په ۲۰مه نېټه پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېر کال د غبرګولي په میاشت کې اصف درانی د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ او ښاغلي دراني شاوخوا یو کال او درې میاشتې په دغه پوست کار وکړ.

دغه پخواني پاکستانی پښتون دیپلومات د خپل ماموریت پر مهال څو ځلې کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

نوموړي د خپل ماموریت پر مهال په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د سیمې د هېوادونو د استازو په غونډو کې هم ګډون کړی و.

د ښاغلي دراني د ماموریت پر مهال طالبانو سره د پاکستان اړیکې په پاکستان کې د ناامنیو د پراخېدو او د سرحدي شخړو له کبله خرابې ښکاري.

د افغان خبریالانو مرکز: طالبان دې د افغانستان انټرنشنل د خپرونو د ګډوډلو هڅې ودروي

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي طالبانو د پراخ پرازیت په خپرولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل خپرونې ګډوډې کړي. دغه مرکز له طالبانو غواړي چې پر افغانستان انټرنشنل لګېدلي بندیزونه سملاسي لرې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن «د وږي ۲۳مه» د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي، طالبان دې خلکو ته اجازه ورکړي، چې په ازاده توګه او له بندیزونو پرته د افغانستان انټرنشنل خپرونو ته لاسرسی ولري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو پر بنسټ په خبرپاڼه کې لیکلي « چې دوه میاشتې وړاندې په کابل کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي و، چې طالب چارواکي پلان لري چې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیوني خپرونو ته د خلکو د لاسرسي مخه ونیسي»

د افغانستان د خبريالانو مرکز پر افغانستان انټرنشنل باندې د پرله پسې محدوديتونو او په هېواد کې دننه د دې رسنيو خپرونو ته د اورېدونکو او لېدونکو ته د لاسرسي د مخنيوي په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او دا کار د هېواد د رسنيو د قانون خلاف بولي.

د افغانستان انټرنشنل مشرتابه د طالبانو دا هڅه د رسنیو د ادازۍ د نقضولو هڅه بللې او خپلو مخاطبینو ته یې نوې فریکونسي معرفي کړې ده.

شواهد ښيي، چې د افغانستان انټرنشنل د خپرونو ګډوډونکی پرازیت له افغانستان دننه پر ۱۱۲۲۱ فریکونسي په عمودي ۲۷۵۰۰ خپرېږي.
د افغانستان انټرنشنل شبکې بیا د طالبانو له دغه خپور شوي پرازیت سره د مقابلې لپاره خپل نشرات په ۱۱۹۳۸ فریکونسي پیل کړي دي.
په افغانستان کې دننه او له بهر ډېری سپوږمکیزې یي رسنۍ هم په همدې فریکونسۍ نشرات لري.
طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان انټرنشنل پر شبکو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په دې بندیزونو کې له سیمه ییزو انتنونو څخه د افغانستان انټرنشنل حذف، د دې شبکې د انترنټي سایټ فلټر او د یادې رسنۍ د مخاطبینو ګواښل شامل دي.