جعفر مهدوي: د طالبانو اداره دې په جدیت او مسوولانه توګه د دایکنډي د پېښې عاملین ونیسي

د تېر حکومت د پارلمان غړی جعفر مهدوي په دایکنډي کې د هزاره ګانو وژلو ته په اشارې سره وایي، چې هزاره او شیعه وګړي د ترهګرو اصلي او ثابته موخه ده. ښاغلي مهدوي د طالبانو له ادارې وغوښتل، چې په جدیت او مسوولانه توګه د دې پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي.