• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو یو سازمان: ایران کې په لسګونو افغان کډوال او بلوچان نیول شوي

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایراني پولیسو په دغه هیواد کې لسګونه افغان کډوال او یو شمېر بلوچان نیولي، چې هلته د اوسیدو اسناد یې نه درلوده. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د ایران پوځي ځواکونو افغان کډوال یو کمپ ته لېږدولي دي.

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴ مه) خبر ورکړ، چې د ایران پوليسو په ایران‌شهر کې د ګزمې پر مهال لسګونه افغان کډوال او بلوچان د پېژندپاڼو د نه لرلو له امبله نيولي او کمپ ته يې ليږلي دي.

دغه سازمان ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو سره سم د ایران د قانون پلي کوونکو ځواکونو لسګونه بلوچان هم د پېژندپاڼو د نه لرلو له امله له ایرانه ايستلي دي.

د حال وش په وینا، له ایرانه ایستل شوي یو شمېر بلوچان دا مهال په افغانستان کې دي او هڅه کوي بیا ایران ته ستانه شي.

حال وش سازمان په داسې حال کې د ایراني پولیسو له خوا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي، چې ایراني چارواکو په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او د خپرو شویو راپورونو له مخې هره ورځ لسګونه افغانان له ایرانه ایستل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې یو افغان کډوال: ایران ان پر افغانانو د وچې ډوډۍ پر پلور بندیز لګولی

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۱ GMT+۱

په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران سخت دریځي زیاته شوې ده.

په ایران کې میشت یو افغان کډوال وايي، چې ایران د نورو بندیزونو ترڅنګ په ځینو سیمو کې پر افغانانو د وچې ډوډۍ پر پلور هم بندیز لګولی دی.
تر دې مخکې د کرمان په بردسیر ښار کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ خرڅون د منع کیدو په اړه خپور شوي یو پیغام، غبرګونونه راپارولي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول موسوی د دغه اعلان په غبرګون کې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي و: «څه وشول چې له داسې یوه تاریخ، کولتور، ادب او عرفان سره چې لرو یې، داسې شو؟»
یو افغان کډوال دا هم وویل، چې په وروستیو میاشتو کې د ایران دولت بېلابېلو فشارونو په اچولو سره په ایران کې د افغان کډوالو ژوند ستونزمن کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د ایران امنیتی ماموران ان هغه کډوال شړي، چې له پاسپورټونو او ویزو سره دغه هېواد ته راغلي دي.
په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لسګونو زره افغانان د اقتصادي فشارونو او امنیتي ګواښونو له امله ایران او پاکستان ته کډوال شول.

د پخواني پوځیانو اېستل

یو شمېر هغه کډوال چې له د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې وروسته ایران ته تللي د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه دي چې د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې یې په دغه هېواد کې پناه اخیستې ده.
د افغانستان د پخواني حکومت یو سرتیري چې په ایران کې ژوند کوي، افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د ده او د کورنۍ د ویزو موده یې پای ته رسېدلې ده او ایران له هغوی څخه غوښتي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه افغان کډوال وايي، چې نه شي کولای بېرته افغانستان ته ستون شي، ځکه طالبانو ورته د نيولو او شکنجو ګواښ کړی دی. دغه پخواني سرتېري وويل، چې طالبانو يې پلار او ورور نيولي او شکنجه کړي یې دي او افغانستان ته د ده د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې ده.
دى وايي، چې د طالبانو په زندانونو کې د ده يو شمېر پوځي ملګري د شکنجې له امله وژل شوي او د ځینو نورو تر نيول کېدو وروسته، د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
دغه افغان کډوال وويل، د ایران دولت دغه ګواښونه له پامه غورځوي او د هغه او کورنۍ ويزې نه تمديد کوي.
هغه دا هم وویل، چې په ایران کې د ملګرو ملتونو دفتر ، د هغه غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی او "هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی دفتر ته ننوځي."
هغه وايي، چې د يوه شفټ معاش په بدل کې د ورځې شاوخوا درې شفټونه کار کوي، خو له همدې شرايطو هم راضي دى، خو ایران بايد د ده د اېستلو پرېکړه ونکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ايران څخه تر شړلو وروسته د افغان حکومت د پخوانيو پوځيانو د نيولو او شکنجه کېدو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د افغان کډوالو اېستل او په ورته وخت کې په ایران کې دننه پر هغوی بندیزونه زیات کړي دي.
یو بل کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راغلی وايي، چې په ایران کې د افغانانو پاسپورت او ویزه هېڅ اهمیت نه لري.
هغه وايي، چې له لسو ورځو وروسته له خپل پاسپورت او ویزې سره له ایران څخه راستون شو.

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی. د دغې ادارې له‌ خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه وزارت ويلي، چې د دوی د اټکل له مخې، د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵ مه) به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې شدید ورښتونو او سېلابونه رامنځ ته شي.

د دوی د معلوماتو له مخي، چې په بېلابيلو سېمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۷۰) کيلومتره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اقلیم په بدلون سره په دې وروستیو کې ډېریو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې ډېر شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.
طالبانو بیا دغو زیانونو ته په کتو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي په موخه لس کلن پلان نږدې بشپړ کړی دی.
دا پلان په داسې حال کې جوړېږي، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.
یادې ډلې له نړۍوالو په وار - وار غوښتي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کوي.

بریتانوۍ ورځپاڼه: د اسامه بن لادن زوی له وحشتناکو پلانونو سره په افغانستان کې دی

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د بریتانوۍ ورځپاڼې مېرر د راپور له مخې، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن، چې ګومان کېده د امریکا په برید کې وژل شوی وي، ژوندی دی او په افغانستان کې د القاعدې مشري کوي. د رپوټونو له مخې، دغه ډله پر لوېدیځو اهدافو بریدونه پلانوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې تایید کړې وه، چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوی دی.

اوس بریتانوۍ ورځپاڼې مېرر د پنجشنبې په ورځ د ځینو تحلیلي او استخباراتي راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې حمزه بن لادن د امریکا د سي ای اې له لخوا د هغه د وژلو له هڅو ژوندی پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو اوسنی وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له پټېدو وروسته له حمزه بن لادن سره مرسته کړې وه. په راپور کې ویل شوي، چې د حمزه بن لادن له څلورو میرمنو څخه یوه یې د حقاني د کورنۍ غړې ده.

راپور وايي، چې حمزه بن لادن له خپل ورور عبدالله بن لادن سره په پټه د القاعدې قومانده کوي.

د راپور له مخې، القاعدې د حمزه بن لادن تر قوماندې لاندې په افغانستان کې شاوخوا لس روزنیز کمپونه جوړ کړي او له نورو لویدیځ ضد ترهګرو ډلو سره یې اړیکې ټینګې کړي دي.

راپور وايي، چې ۳۴ کلن حمزه بن لادن خپل ډېر وخت د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ترهګرو په یوه اډه کې تېروي.

د راپور له مخې، طالب مشران د حمزه بن لادن له هڅو ښه خبر دي، چې د القاعدې د بیا راژوندي کولو لپاره هڅې کوي. د راپورونو له مخې د طالبانو مشران په منظم ډول د بن لادن له زوی سره په تماس کې دي او غونډې کوي.

مېرر لیکلي، چې طالب ځواکونه د حمزه بن لادن او د هغه د کورنۍ امنیت برابروي.

په داسې حال کې چې ګمان کیږي سیف العدل په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشري په غاړه اخیستې ده، مېرر راپور ورکړی چې حمزه بن لادن تر ټولو پیاوړی مشر دی او دغې ډلې د بیا راژوندي کېدو لپاره هڅې کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د حمزه بن لادن په مشرۍ القاعدې په لوېدیځو اهدافو د بریدونو لپاره تقویه شوې او چمتووالی یې نیولی دی. د راپور له مخې، حمزه بن لادن د خپل پلار میراث ته د دوام ورکولو لپاره "قوي هوډ" لري، کوم چې د هغه کړنو ته سمبولیک او ستراتیژیک وزن ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، د اسامه بن لادن بل زوی عبدالله بن لادن هم د خپل ورور تر څنګ د القاعدې په بیا احیا کې مهم رول لوبوي.

مېرر لیکي چې القاعده په افغانستان کې په خپلو کمپونو کې جنګیالیو او ځانمرګو بریدګرو ته روزنې ورکوي، چې څنګه له افغانستانه ووځي او پر لوېدیځو اهدافو بریدونو ته چمتو شي.

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې له ۲۱ زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري، چې دغه هېواد یې د ترهګرۍ په مرکز بدل کړی دی. راپور وايي، چې له داعش سره د القاعدې همکاري د لوېديځ پر وړاندې د سپټمبر د يوولسمې نېټې د بريد په څېر د برید د بیا ترسره کېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

مېرر د یو بل استخباراتي سند پر بنسټ لیکلي، چې د روان وضعیت او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د طرحې تر منځ ورته والي په اړه خبرداری ورکړی. راپور وايي، په افغانستان کې د مشروع حکومت نشتوالی او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو ایډیالوژیک تړون افغانستان د افراطیت په مرکز بدل کړی دی.

د راپور له مخې، ترهګر له بهر څخه افغانستان ته د روزنې لپاره ورځي. راپور وايي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعدې نه یوازې ګډ ژوند ته دوام ورکوي، بلکې همکاري کوي او په ډله ییزه توګه ودونه هم کوي.

راپور وايي، چې طالبانو له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنې سربیره، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ساتلي او د بیارغونې او روزنې لپاره یې خوندي ځایونه برابر کړي دي.

حقاني: پخوا افغانستان په لوی لاس د هوايي ځواک په برخه کې نورو ته محتاج ساتل شوی و

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزير د دغه ډلې د هوایي مدافعې پوهنتون د محصلينو يوې غونډې ته ويلي، «په تېر کې افغانستان په لوی لاس د هوایي ځواک په برخه کې نورو ته محتاج ساتل شوی و.» سراج الدين حقاني زياته کړه، چې اوس دوی په دې برخه کې د افغانستان ځان بسياينې لپاره هڅې کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وورسته کله، چې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ، افغان امنيتي ځواک پر خپل هوايي ځواک تکيه وکړه او د خپلو لوېديځو متحدانو په مرسته یې د پيلوټانو روزنه چټکه کړه.

د پيلوټانو د روزني ترڅنګ ناټو هڅه کوله، چې افغان هوايي ځواک پياوړی او همږغی کړي.

که څه هم د جمهوريت پرمهال په هوایي ځواک کې د افغان ځوانانو د شاملېدو غوښتنې زياتي وې؛ خو نړيوالو به ډېر کم ځوانان په دې برخه کې روزل.

اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني د شنبې په ورځ د هوايي مدافعې پوهنتون د دريو پيلوټانو په فراغت غونډه کې ويلي: «د ویاړ ځای دی، چې نن د افغان روزنکو له لوري د روزل شویو مسلکي پيلوټانو د فراغت شاهدان دي.»

نوموړي ويلي، ډاډه دی، چې په کم وخت کې به په دې برخه کې مسلکي ځواک وروزي.

حقاني ویلي، چې دوی په هيڅ ډول اشغال او لاسپوڅي حکومتونه نه مني.

هغه که څه هم د کوم هېواد یا ډلې نوم وا نه خیست زياته يې کړه: «هغوی، چې د افغانستان په بې عزتۍ کې به يې خپل عزت او د افغانستان په ناامنۍ کې خپل امنيت لټاوو نور بايد په دې پوه شي، چې افغانان په هر قېمت خپلواکي غواړي.»

په دې مراسېمو کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري ويلي: «دوښمن ۴۷ کاله د افغانانو د ویشلو او د هېواد د تجزیې هڅې» وکړې.

د ده په خبره، دوی د دوښمن دغه هڅې شندې کړې.

د هغه په خبره اوس په لومړي ځل د «مدرسې يو طالب او یو مجاهد» توانيدلی، چې چورلکه هوا ته پورته کړي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوژستیک مشر عبدالبصیر صابري د روسیې له خبري اژانس ټاس سره په مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو حکومت پلان لري له روسیې څخه د هوايي دفاع تجهیزات واخلي.

ور سره د دې ډلې لوی درستیز نن په خپلو خبرو کې ویلي چې د اردو جوړوي، خو د بشپړېدو لپاره یې وخت ته اړتيا لري

د پښتونخوا سروزیر د اسلام اباد پر مخالفت سربېره د طالبانو له سرکونسل سره پر سوله خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور پېښور کې د طالبانو سرکونسل محب الله شکي سره د سولې خبرو لپاره ولیدل. تر دې مخکې ښاغلي ګنډاپور له افغان طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له اسلام اباد اجازه غوښتې وه، خو د پاکستان دفاع وزیر ویلي و چې صوبايي چارواکي دا واک نه لري.

نوموړي تېره پنجشنبه له اسلام اباد وغوښتل چې په پښتونخوا کې د امن لپاره له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره اجازه ور کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، ښاغلي ګنډاپور له محب الله شکي سره په لیدنه کې په پښتونخوا کې د سولې لپاره د جدي هڅو لپاره خپل هوډ ښودلی دی.

نوموړي په دغه صوبه کې د امنیتي ستونزو د حل لپاره د قومي جرګې پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د پښتونخوا سروزیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل هم زور اچولی او ډاډ یې ور کړی چې د اسنادو لرونکو افغانان کډوالو سره اړینه همکاري کوي.

علي امین ګنډاپور تر دې مخکې ویلي و که د پاکستان مرکزي حکومت له افغان طالبانو سره د خبرو اجازه ور نه کړي، نو د سروزیر په توګه به قومي مشرانو ته طالبانو سره د سولې خبرو لارښوونه وکړي.

هغه د قبایلو او د ګوندونو له مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه صوبه کې سوله په سوله ییز افغانستان پورې تړلې ده.

خو د پاکستان دفاع وزیر خواجخ اصف د ښاغلي ګنډاپور په خبرو پسې وویل، چې یوه صوبه هم له بل هېواد سره د خبرو واک نه لري.

نوموړي ګنډاپور تورن کړ چې د پاکستان امنیت ګواښمنوي.

له دې سره د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان له طالبانو سره د خبرو لپاره د خپل ګوندي غړي علی امین ګنډاپور د پلان ملاتړ کړی دی.