طالبانو په بلخ ولایت کې یو کس د «لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وواهه

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو کس د «لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی. د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پر یاد تورن کس د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د ۳۹ دورو حکم په عام محضر کې پلي شوی دی.





