په پاکستان کې د اېم پاکس ناروغۍ شپږمه پېښه ثبت شوه

د پاکستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د اسلام اباد په نړۍوال هوایي ډګر کې یې د اېم پاکس ناروغۍ شپږمه پېښه موندلې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د اسلام اباد په نړۍوال هوایي ډګر کې یې د اېم پاکس ناروغۍ شپږمه پېښه موندلې ده.
د پاکستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ساجد شاه ویلي، دغه ۴۴ کلن ناروغ له خلیجي هېواده راغلی و.
هغه وویل، ناروغ اوس په پمز روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د ملي روغتیا خدمتونو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر همغږي کوونکي مختار بهارت وویل، په هوایي ډګرونو کې یې د دغې ناروغۍ د پېژندلو برخه کې ګټور ګامونه اخیستي دي.
هغه وایي، د خلکو د ساتنې لپاره لا اغېزمن ګامونه اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې مرکزي او صوبايي حکومتونه د اېم پاکس پر وړاندې د مبارزې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.
تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د اېم پاکس پنځمه پېښه ثبت شوې وه.
دغه ۳۳ کلن ناروغ هم پېښور ته تر سفر مخکې د اسلام اباد نړۍوال هوايي ډګر ته له یوه خلیجي هېواده راغلی و.
له دې وړاندې د اېم پاکس څلور نورې پېښې هم په پېښور کې ثبتې شوې وې.
په پېښور کې روغتیایي چارواکي وایي، چې (د سپټمبر په ۸مه) په خېبرپښتونخوا کې ټول څلور ناروغان رغېدلي او له منفي ازموینې وروسته له روغتونه رخصت شوي وو.

پاکستاني رسنیو د پېښور د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې په پيښور کې د پوليسو یوه مرکز په جومات کې د تېر کال خونړي ځانمرګي بريد پلانونکی «ترهګر» پيښور کې نيول شوی. پولیسو رسنیو ته ویلي، چې دغه «مهم ترهګر» یې د یو لړ پیچلو عملیاتو په لړ کې نیولی.
پاکستاني رسنیو تېره ورځ ناوخته د پېښور پوليسو له قوله خبر ورکړی چې په پيښور کې د پوليسو یوه مرکز په جومات کې د تېر کال ځانمرګي بريد پلانونکی «ترهګر» پيښور کې نيول شوی.
ویل کیږي نيول شوی دغه کس چې ځانمرگی بريد یې پلان کړی او لارې چارې یې ورته برابرې کړې وې، له تېر کال راهیسې د پوليسو او نورو پټو ادارو تر څار لاندې و.
پولیسو د نیول شوي کس هويت نه دی څرګند کړی او نه یې تر اوسه پورې دا معلومات ورکړي چې په کومې ډلې پورې تړاو لري.
د پاکستاني طالبانو تحریک یوه قوماندان سربکف مومند په لومړي سر کې په ایکس کې د دغه برید مسوولیت منلی و. خو څو ساعته وروسته، د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني په دغه برید کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړل، او ویې ویل چې د جوماتونو، مدرسو او مذهبي ځایونو په نښه کول د دوی پالیسي نه ده.
د پوليسو د معلوماتو له مخې، چې دغه «ترهګر د نورو بريدونو مسوولیت هم منلی او ویلي یې دي چې د پېښور په اورسک روډ پر پاکستاني پوځ او پوليسو په بريدونو کې یې لاس درلود او په دې اړه یې اعتراف هم کړى دى.»
پولیسو ویلي، د دوی د څېړنو له مخې په دغو دواړو بریدونو کې کارول شوې وسلې او بارود یو شان موندل شوي دي.
د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د پېښور د پولیسو یوه مرکز په جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې په ترڅ کې یې د جومات د امام او پولیسو په ګډون ۷۲ کسان ووژل شول او ۱۵۷ نور ټپیان شول.

له نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره د پیل شوي پرلت له امله د تورخم او پېښور تر منځ د لارې په تړل کېدو سره ، د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه میوو او سبو بیې اسمان ته ختلې؛ خو په افغانستان کې یې بیې په بې مخینې توګه راټیټې شوې دي.
د دواړو غاړو سوداګر وایي، چې هره ورځ دوی ته مېلیونونه ډالر زیان اوړي او پاکستاني چارواکي نه دي توانېدلي چې د پرلتوالو غوښتنې ومني او تړل شوې لاره پرانیزي.
دغه لاره د تېرا د کوکیخېلو د قوم لهخوا د جمرود په بیګیاړي سیمه کې د پیل شوي پرلت له امله تړل شوې او پرلتوال وایي، تر هغې چې یې غوښتنې و نه منل شي دوی به دغه لاره بنده ساتي.
د یوې میاشتې په تېرېدو سره د اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې د تازه میوو او سبو بیې خورا لوړې شوې، چې اخیستل یې د ډېرو خلکو لپاره ناشوني دي.
د راولپنډۍ د میو او سبو په ستر مارکېټ کې هټۍوال او سوداګر وایي، چې د پاکستان په تاریخ کې د تازه میوو او سبو بیې دومره نوې ختلې لکه دا اوس چې ختلې دي.
نن سبا چې د افغانستان د انګورو، خټکیو، مڼو، شفتالو، زردالو او نورو مېوو موسم دی، د پاکستان مارکېټونو ته نه رسېږي او هغه مېوې دانې چې د تورخم پرته په نورو لارو راوړل کېږي کرایه پرې ډېره راځي چې د بیو پر لوړېدو یې اغېز جوت دی.
خو بله غاړه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک وایي، چې د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د تازه میوې او سبو بیې خورا راټیټې شوې او د دغو میوو دانو پرېمانه پرېماني ده.
دغه راز د افغانستان بڼوال او سوداګر بیا وایي، د لارو د تړلو سره دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي او میوې یې د خوسا کېدو په حال کې دي.
همدغه تېره ورځ د سمنګانو ولایت یو کروندهګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پیازو حاصلات یې د لمنځه تلو په حال کې دي او په کور د ننه نه ورته بازارونه لري او نه داسې سړې خونې شته چې د دوی حاصلات خوندي وساتل شي.
دا رنګه د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو بڼوال افغانستان انټرنشنل ته په استول شوې ویډیو کې ویلي و، چې د باغ انګور یې په تاکونو کې د وچېدو په حال کې دي او دوی یې د دې لپاره نه راټولوي چې لارې بندې دي او بهر ته یې نه شي استولای.
د کابل ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دغلته د تازه میوو او سبو بیې په بې مخینې توګه راټیټې شوې چې دوی نن سبا یو من انګور په ۸۰ او ۹۰ افغانیو پېري او دا رنګه د یو من ښو مڼو بیه تر ۱۰۰ افغانیو راټیټه شوې او ورسره خټکي هم ډېر ارزانه پلورل کېږي. د دې سره د پیازو، رومي بانجانو او نورو اړتیا وړ سبو بیې هم تر پخوا ډېرې ټیټې شوې دي.
خو سوداګر او بڼوال بیا له دغه حالته سرټکوي او وایي، چې د دوی د یو کال خواري په اوبو لاهو شوې او خپل سر هم نه شي پوره کولای.
د پاکستان او افغانستان تر منځ ترانزیټ او سوداګري تل د لانجو ګونجو سره مله وي، افغان سوداګر تل دا نیوکه کوي چې د میوو او تازه سبو د حاصلاتو پر مهال د بېلابېلو مسلو او سیاسي کړکېچونو پر سر لارې تړل کېږي، چې زیان یې دوی ته اوړي.
بله غاړه پاکستاني سوداګر چې نن سبا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي د افعانستان له لارې استوي هم له دې امله په اندېښنه کې دي.
دوی د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې راټوکېدلی کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوی ستونزې دې نورې پای ته ورسوي.

په منځنۍ اروپا کې پراته هېوادونه په وروستیو ورځو کې تر ټولو سختو سېلابونو ځپلي او تر دې دمه د سېلابونو په پېښو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په منځنۍ اروپا کې د چک جمهوریت، پولنډ، رومانیا او اترېش په وروستیو ورځو کې له سختو بارانونو وروسته اوس له سېلابونو سره مخامخ دي.
د دغو سېلابونو له امله زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له دغې ډلې په چک جمهوريت کې د سېلابونو له امله يو تن مړ شوى او ٧ کسان لادرکه دي، په رومانيا کې بیا د ژغورنې عملیاتو پر مهال يو د ژغورونې ډلې کارکوونکى او څلور نور کسان مړه شوي دي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، په رومانیا کې له سختو بارانونو وروسته سېلابونو ۵۰۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.
په پولنډ کې د سېلابونو د راوتلو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۴ تنه او په اترېش کې بیا ۳ تنه مړه شوي دي.
له بل پلوه بیا په راتلونکو ورځو کې په چک جمهوریت، سلواکیا، پولنډ، هنګري، جرمني او اترېش کې د لازیاتو بارانونو وړاندوېنه هم شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان بس په درې ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی. په اسلام اباد کې د امريکا سفارت وايي، چې نوموړي تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره ليدلي دي.
د امریکا سفارت په یوې خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په دې کتنه کې په سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍ پر اهمیت ټینګار شوی.
له بل پلوه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له پاکستانه مننه وکړه، چې له افغان کډوالو سره یې امریکا ته د تګ په برخه کې مرسته کړې ده.
ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو هېوادونو پر مثبتو او ګټورو اړیکو ټینګار وکړ.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي ننګونو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی.
امریکايي چارواکي د تحریک طالبان پاکستان پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډله یې د سیمې لپاره یو ګواښ ګڼلې.
په پاکستان کې بیا ځینې سرچينې د خپلو معلوماتو له مخې وايي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې شوې دي؛ خو په پاکستان کې د امریکا سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې بیا په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.

د ۲۰۲۳ په اګست کې حنان البیوک د لوړ خطر زیږون لپاره له غزې څخه د اسراییل اشغال شوي بیت المقدس ته سفر وکړ. د هغې درې اولادونه، چې له وخت مخکې زېږېدلي او لږ وزن لري، صحتمنده دي؛ خو مور یې اړ شوې وه چې د زیږون څخه لږ وروسته خپل بچي پریږدي.
نوموړې په دې نه پوهیږي، چې کله به وکولی شي چې بېرته هغوی په غیږ کې ونیسي.
د فلسطینیانو پر تګ راتګ باندې د اسراییل بندیزونه په دې معنا دي، چې ۲۶ کلنه البیوک باید د قانون د سرغړونې له وېرې غزې ته ستنه شوی وی، په داسې حال کې چې د هغې ماشومان لا هم تر جدي څارنې لاندې وو.

کله چې دغه ماشومان غزې ته د تګ لپاره چمتو شوي وو، جګړه پیل شوې وه او هغوی بند پاتې شول، د ویډیويي تماسونو له لارې یې خپلو بچو سره اړیکه ساتل یوازینۍ لار وه.
د هغې لوڼې نجوا، نور او نجمه د المقاصد په روغتون کې تر څارنې لاندې دي، چې پر دېوالونو رنګارنګ نقاشۍ دي او د هغوی لپاره د لوبو بېلابېل وسایل په نظر کې نیول شوي دي.
دا وضعیت په غزه کې د ماشومانو لپاره شونی نه دی، ځکه چې هغوی د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا په اسراییل له برید راهیسې د اسراییل ځواکونو له خوا کلابند شوی او د بمونو سخت ګوزارونه پرې کیږي.

د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې وویل، چې د غزې په جګړه کې له ۱۳ زرو څخه ډېر ماشومان وژل شوي او زیاته یې کړه، چې ډېری ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او "حتا د ژړلو توان نه لري."
په روغتون کې د نوي زیږون د جدي پاملرنې مشر ډاکټر حاتم خامش وویل، درې ګوني نجونې په نورمال ډول وده کوي.
هغه وویل: "نجونې ښه ذهني وده کوي، د دوی تنفس هم ښه دی. یوازینی شی چې موږ غمجن کوي، دا دی چې دوی له خپلې مور څخه لرې دي."

ډاکټران او نرسان د واټس اپ له لارې د حنان سره اړیکه نیسي؛ خو دا کار په داسې حال کې شونی دی چې دغه کورنۍ په غزه کې انټرنټ ته لاسرسی ولري.
د جګړې له امله مخابراتي شبکې خرابې شوي دي.
دغه جګړه پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه.
په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د دغه برید په ځواب کې د اسراییل ورستیو پوځي عملیاتو له ۴۱ زره ۲۰۶ څخه زیات فلسطینیان وژلي، ۹۵ زره ۳۳۷ تنه یې ټپیان کړي او د غزې ډېری برخې یې ویجاړې کړې دي.
د نړۍوالو په منځګړیتوب د اوربند خبرو اترو د پرمختګ هڅو لا کومه پایله نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې د المقاصد روغتون کارکونکي چې کله ماشومانې د ویډیو له طریفه له مور سره غږوي د "مور"، "مور" کلیمې تکراروي ترڅو نجونې وهڅوي، چې په تلیفون کې د خپلې مور کوچني عکس ته پام وکړي.
