په اروپا کې د سېلابونو د لړۍ دوام؛ د مړو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شو

په منځنۍ اروپا کې پراته هېوادونه په وروستیو ورځو کې تر ټولو سختو سېلابونو ځپلي او تر دې دمه د سېلابونو په پېښو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

په منځنۍ اروپا کې پراته هېوادونه په وروستیو ورځو کې تر ټولو سختو سېلابونو ځپلي او تر دې دمه د سېلابونو په پېښو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په منځنۍ اروپا کې د چک جمهوریت، پولنډ، رومانیا او اترېش په وروستیو ورځو کې له سختو بارانونو وروسته اوس له سېلابونو سره مخامخ دي.
د دغو سېلابونو له امله زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له دغې ډلې په چک جمهوريت کې د سېلابونو له امله يو تن مړ شوى او ٧ کسان لادرکه دي، په رومانيا کې بیا د ژغورنې عملیاتو پر مهال يو د ژغورونې ډلې کارکوونکى او څلور نور کسان مړه شوي دي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، په رومانیا کې له سختو بارانونو وروسته سېلابونو ۵۰۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.
په پولنډ کې د سېلابونو د راوتلو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۴ تنه او په اترېش کې بیا ۳ تنه مړه شوي دي.
له بل پلوه بیا په راتلونکو ورځو کې په چک جمهوریت، سلواکیا، پولنډ، هنګري، جرمني او اترېش کې د لازیاتو بارانونو وړاندوېنه هم شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان بس په درې ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی. په اسلام اباد کې د امريکا سفارت وايي، چې نوموړي تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره ليدلي دي.
د امریکا سفارت په یوې خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې او د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په دې کتنه کې په سیمه کې د ټیکاو او سوکالۍ پر اهمیت ټینګار شوی.
له بل پلوه د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له پاکستانه مننه وکړه، چې له افغان کډوالو سره یې امریکا ته د تګ په برخه کې مرسته کړې ده.
ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو هېوادونو پر مثبتو او ګټورو اړیکو ټینګار وکړ.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي ننګونو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی.
امریکايي چارواکي د تحریک طالبان پاکستان پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډله یې د سیمې لپاره یو ګواښ ګڼلې.
په پاکستان کې بیا ځینې سرچينې د خپلو معلوماتو له مخې وايي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې شوې دي؛ خو په پاکستان کې د امریکا سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې بیا په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.

د ۲۰۲۳ په اګست کې حنان البیوک د لوړ خطر زیږون لپاره له غزې څخه د اسراییل اشغال شوي بیت المقدس ته سفر وکړ. د هغې درې اولادونه، چې له وخت مخکې زېږېدلي او لږ وزن لري، صحتمنده دي؛ خو مور یې اړ شوې وه چې د زیږون څخه لږ وروسته خپل بچي پریږدي.
نوموړې په دې نه پوهیږي، چې کله به وکولی شي چې بېرته هغوی په غیږ کې ونیسي.
د فلسطینیانو پر تګ راتګ باندې د اسراییل بندیزونه په دې معنا دي، چې ۲۶ کلنه البیوک باید د قانون د سرغړونې له وېرې غزې ته ستنه شوی وی، په داسې حال کې چې د هغې ماشومان لا هم تر جدي څارنې لاندې وو.

کله چې دغه ماشومان غزې ته د تګ لپاره چمتو شوي وو، جګړه پیل شوې وه او هغوی بند پاتې شول، د ویډیويي تماسونو له لارې یې خپلو بچو سره اړیکه ساتل یوازینۍ لار وه.
د هغې لوڼې نجوا، نور او نجمه د المقاصد په روغتون کې تر څارنې لاندې دي، چې پر دېوالونو رنګارنګ نقاشۍ دي او د هغوی لپاره د لوبو بېلابېل وسایل په نظر کې نیول شوي دي.
دا وضعیت په غزه کې د ماشومانو لپاره شونی نه دی، ځکه چې هغوی د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا په اسراییل له برید راهیسې د اسراییل ځواکونو له خوا کلابند شوی او د بمونو سخت ګوزارونه پرې کیږي.

د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې وویل، چې د غزې په جګړه کې له ۱۳ زرو څخه ډېر ماشومان وژل شوي او زیاته یې کړه، چې ډېری ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او "حتا د ژړلو توان نه لري."
په روغتون کې د نوي زیږون د جدي پاملرنې مشر ډاکټر حاتم خامش وویل، درې ګوني نجونې په نورمال ډول وده کوي.
هغه وویل: "نجونې ښه ذهني وده کوي، د دوی تنفس هم ښه دی. یوازینی شی چې موږ غمجن کوي، دا دی چې دوی له خپلې مور څخه لرې دي."

ډاکټران او نرسان د واټس اپ له لارې د حنان سره اړیکه نیسي؛ خو دا کار په داسې حال کې شونی دی چې دغه کورنۍ په غزه کې انټرنټ ته لاسرسی ولري.
د جګړې له امله مخابراتي شبکې خرابې شوي دي.
دغه جګړه پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه.
په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د دغه برید په ځواب کې د اسراییل ورستیو پوځي عملیاتو له ۴۱ زره ۲۰۶ څخه زیات فلسطینیان وژلي، ۹۵ زره ۳۳۷ تنه یې ټپیان کړي او د غزې ډېری برخې یې ویجاړې کړې دي.
د نړۍوالو په منځګړیتوب د اوربند خبرو اترو د پرمختګ هڅو لا کومه پایله نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې د المقاصد روغتون کارکونکي چې کله ماشومانې د ویډیو له طریفه له مور سره غږوي د "مور"، "مور" کلیمې تکراروي ترڅو نجونې وهڅوي، چې په تلیفون کې د خپلې مور کوچني عکس ته پام وکړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې تهران د یمن حوثي جنګیالیو ته هایپرسونیک توغندي نه دي استولي.
تېره ورځ د ایران له ملاتړه برخمنې حوثې ډلې ویلي وو، چې د دوی له خوا پر اسراییل توغول شوی توغندی هایپرسونیک و.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې حوثي جنګیالي به د دغې برید له امله "درنه بیه" پرې کړي.
دغه ډله چې د شمالي یمن کنټرول په لاس کې لري، د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېده چې د اسراییل د فولادي ګمبد په نوم ځواکمن هوايي دفاعي سیسټم په ماتولو سره مرکزي اسراییل په نښه کړي.
پزشکیان وویل: "د یو انسان لپاره دا یوه اونۍ وخت نیسي چې یمن ته سفر وکړي (له ایران څخه) دا توغندی څنګه هلته رسیدلی شي؟ موږ داسې توغندي نه لرو چې یمن ته یې ورکړو."
تېر کال ایران اعلان وکړ، چې په کور دننه یې د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک بالیسټیک توغندي جوړ کړي دي.
د ایران دولتي رسنیو د دغو توغندیو انځورونه هم خپاره کړل چې "فتح" نومول شوی و.

کییف د دوشنبې په ورځ له هغه سړي سره اړیکې رد کړې، چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو په هڅه کې تورن بلل شوی. اوکراین دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې دا څرګنده شوه چې شکمن د اوکراین ملاتړی و او ویلي یې وو، چې غواړي هلته د جګړې لپاره بهرني رضاکاران وګوماري.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه خوندي وبلل شو، چې د مخفي امنیتي خدماتو ادارې هغه څه شنډ کړل چې اف بي ای په دوه میاشتو کې د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند دویمه ښکاره د وژنې هڅه وبلله او یو وسله وال یې ونیوه چې د ټرمپ ګلف لوبې میدان ته یې ټوپک راوړی و.
د رسنیو مرکو او ټولنیزو رسنیو پوسټونو ښودلې چې راپور شوي شکمن ۵۸ کلن ریان روت د اوکراین سخت ملاتړی و، چې په اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال له برید وروسته یې هلته سفر کړی و.
اوکرایني چارواکو وویل، چې دوی له شکمن سره هېڅ تړاو نه لري او مسکو یې تورن کړ، چې د پروپاګندي اهدافو لپاره دغه موضوع ته پرداز ورکوي.
کرملین ویلي، چې د ټرمپ د وژنې هڅې او د کییف لپاره د متحده ایالاتو د ملاتړ تر منځ اړیکه شته او زیاته کړې یې ده، چې "له اور سره لوبې کول خپلې پایلې لري".
د ټرمپ د وژلو وروستۍ هڅه یوازې دوه میاشتې وروسته له هغې کیږي، چې پر نوموړي په پېنسلوانیا ایالت کې د کمپاین د وینا پر مهال برید وشو او یو غوږ یې ټپي شو.
د دغې پېښې بریدګر د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوی و.
دواړه پیښې د ولسمشرۍ د نوماندانو د خوندي ساتلو ننګونې په ګوته کوي، چې په یو کمزوري کمپاین کې باید په داسې حال کې ترسره شي چې د نومبر د ۵ مې ټاکنو ته یوازې اووه اونۍ پاتې دي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې د مخفي امنيتي خدماتو او پولیسو څخه د هغه د خوندي ساتلو لپاره مننه وکړه او ویې ویل: "زه غواړم ستاسو د اندېښنې او نیکو هیلو لپاره له هر چا څخه مننه وکړم، دا یقیناً یوه په زړه پوري ورځ وه!"
په ټاکنو کې د ټرمپ سیالې کاملا هریس پر اېکس وویل: "تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نه لري."
ولسمشر جو بایډن خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې ډاډ ترلاسه کړي چې مخفي امنیتي خدمات ټولې هغه سرچینې په واک کې ولري، چې دوی ورته د ټرمپ د خوندیتوب د ډاډمن کولو لپاره اړتیا لري.
روت چې د هاوایی ایالت اوسیدونکی دی، په متحده ایالاتو کې په پراخه کچه د دغه برید شکمن په توګه پېژندل شوی، که څه هم هغه د قانون پلي کونکو له خوا لا تورن شوی نه دی.
د یکشنبې په ورځ ناوخته مخفي امنیتي خدماتو او د کورني امنیت اجنټانو د شمالي کارولینا په ګرینسبورو کې یو کور تلاشي کړ، کوم چې یو ګاونډي رویټرز ته وویل، چې دغه کور د روت پورې اړه لري.
د اوکراین لپاره د روت د ملاتړ شواهد د یکشنبې د پېښې وروسته په چټکۍ سره راڅرګند شوي، چې کییف ته د هغه سفر او هلته د هغو هېوادونو د بېرغونو سره د نوموړي حضور ښيي، چې په اوکراین کې د رضاکارانو استازیتوب کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې دا مهال د یوه خره بیه له زرو ډالرو لوړه شوې او دا مهال چین ته د پاکستان د خرو لېږدول زیات شوي. ويل کیږي، په چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي او چین یې له پاکستانه پیري.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سره چین کې د خرو غوښتنه زیاته شوې او په پاکستان کې د خرو بیه لوړه شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد په ستر ښار كراچۍ كې د یوه خره بیه درې لکو کلدارو ته پورته شوې چې هلته یې د خرو د ګاډیو چلوونکي اندېښمن کړي دي.
دغه رسنۍ وايي، په چین کې د درملو او د ښځو د ښکلا په کریمو کې د خرو له پوستکي ګټه اخیستل کیږي، چې په دې سره له پاکستانه چین ته د خرو سوداګري ډیره شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې د کراچۍ په لياري سيمه کې د خرو په اوونیز بازار کې ځايي پيرودونکي ډير کم ليدل کيږي چې لامل يې د خرو د بیو لوړوالی دی.
د پلورونکو په خبره یې، په چین کې د خرو غوښتنه دا مهال په بې ساري ډول زیاته شوې، نو ځکه یې بیې لوړې شوې،
یو شمېر پاکستاني رسنیو د ۱۴۰۳ غبرگولي۲۲ ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د سروې له مخې په پاکستان کې د یوه کال په لړ کې د خرو شمېر زیات شوی دی.
د هغې اقتصادي سروې له مخې، چې په دغه هېواد کې ترسره شوې، په یوه کال کې د خرو په شمېر کې یو لک زیاتوالی راغلی دی.
تر دې مخکې رویټرز په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي وو، چې د خرو د پوستکي څخه اخېستل شوي کلاجن چې دودیز درمل ترې جوړیږي او په چین کې یې غوښتنهډېره شوې، په افریقا کې هم د خرو د لویې وژنې لامل شوی دی.
دغه څېړنیز راپور کې د چین د دولتي رسنیو په حواله لیکلي و، چې د خره د پوستکي د هر ۵۰۰ ګرامو بیه ۴۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
کلاجن د یو پروټین نوم دی، چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې پېدا کیږي.
کلاجن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده.
چین د خره د پوستکي کلاجن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د 'ای جیایو' په نوم یادیږي.
